په جګړه کي بریا همېشه د یوه طرف نه وي، ځکه دښمن هم کوښښ کوي، چي تا ته ماتې درکړي. اوبو ته چي په کوم شکل لار جوړوې، په هم هغه شکل حرکت کوي، کېدای شي دغه لار له تا څخه ستا دښمن ښه جوړه کړي. ژوند موږ ته مختلفې تجربې را زده کوي، کله چي غل یو ځل غلا راڅخه وکړې، بیا احتیاط کوو، چي تکرار نه شي. دغه تجربې زموږ جرئت او په ځان باندي باور زیاتوي، ترڅو مو عادت وګرځي چي نورو کارونو ته مخه کړو. هغه وخت چي یو ښه کار وکړو، نو زړه مو غواړي، چي یو بل ښه کار هم وکړو. که یو کار څو ځلي تکرار شي، کېدای شي خلک راڅخه ستړي شي، او موږ هم د خپل عمل له عکس العمل سره مخامخ شو، چي نتیجه یې له تشویش څخه ډک ژوند دی.

“موږ د فکري ازادۍ غلامان یو”

برېټرینډ راسل په عیسوي ټولنه کي ژوند کاوو، د خپلې عقیدې په اړه وايي: “ هیڅکله به د خپلې عقیدي په خاطر ځان مړ نه کړم، څوک څه پوهېږي کېدای شي زما عقیده غلطه وي”

  د رنسانس په دوره کي، چي د ګالیله ټلیسکوپ پاپ ته ماتي ورکړه، خلکو د سماوي اجسامو په اړه فکر شروع کړ، ځکه چي په دې کي خلکو له فکري ازادۍ څخه استفاده کولی شو.

   د رنسانس دوره تقریبأ له 1450م څخه شروع او تر 1600م کال پوري رسیږي. رنسانس مانا د بیا را ژوندي کېدل، هغه لاره چي څو پېړۍ مخکي یونان انتخاب کړې وه، چي له دې لارې څخه یې نړۍ ته خپل تمدن ور وښود، فلسفه او ریاضي یې خپره کړه، د نړۍ پېژندنې په اړه یې نوي نظریات وړاندي کړل، جالبه دا ده چي په یوویشتمه پېړۍ کي لا د لرغوني یونان صفتونه کیږي.

د رنسانس په دوره کي د خلکو ذهني تمرکز نړۍ ته متوجو شو، فلسفه را ژوندۍ شو، هنرونه وغوړېدل، د خلکو په ذهنونو کي دا پوښتنې را پورته شوې، چي خدای انسان ته دا لیاقت ورکړی، چي مختلف هنرونه خلق کړي، نو ولي له خپل استعداد څخه څوک استفاده و نه کړي؟

لیونارډو ډاونچي د رنسانس د دورې لومړی پوه انسان ګڼل کیږي، دی په نا مشروع ډول دنیا ته راغلی وو، همدا علت وو، چي د زده کړو اجازه نه ورکول کېده. د ټولنې بد سلوک يوازيتوب ته پرېښود،  دې یوازيتوب فکر کولو ته مجبور کړ، خو فکر یې د ټولنې له تعصبي اړخ څخه بېل وو.

د رنسانس د دورې پیل له فلسفې او هنر څخه وو، ډاونچي هنر انتخاب کړی وو. په نقاشي کي یې مختلف ډيزائنونه جوړ کړل، کرار کرار یې د اینجنیرۍ ټيکنیکونه هم زده کړل، جګړیز ماشینونه او د سټراټیجۍ جوړول، د حیواناتو د مشاهدو په نتیجه کي په تخنیک کي د حرکت د قانون پلي کول، د فزیک، احساساتو، د انسان او د حیوان اناټومي د پېژندلو کوښښ یې کاوو.

د طبیعي پديدو ترمنځ اړیکې او علم ته سرحد نه ټاکل د ده له ځانګړتیاوو څخه ګڼل کیږي. د علومو په مختلفو ساحو کي موندنې د ده د فکري حرکت څرګندونه کوي. په هغه وخت کي، خلکو ډاونچي غیر معقول باله، خو د فرانسې د پاچا فرانکوس او د ایټالوي فوځي مشر سیزار بورجیا له خوا ښه تشویق کړل شو، ترڅو خپل نظریات نور هم خپاره کړي.

د ډاونچي نبوغ دا وو، چي ده به دوو جلا شیانو ته وصل ورکاوو او په نتیجه کي به یې دریم شی په وجود راوړ. د زنګولې اواز او د اوبو هغه اواز چي د حرکت په وخت کي په ډبره ولګیږي پرتله کړ، نتیجه یې دا را و ایستله، چي اواز په څپو کي انتقالیږي. د ډاونچي دا قانون په علم کي تل پاتي دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *