کله مو چې ذهن له مثبتو پیغامونو، نظرونو او تصاویرو ډک کړ، په اتومات ډول دغه ټول مسایل په نیم هوښیار ذهن کې ځای نیسي او له ځنډ پرته ستاسو پر کړو وړو اغېز کوي. دغه جمله (زه نابغه یم!) څومره پر انسان باندې مثبته اغېزه کوي. کله چې تاسو په لومړي ځل دغه جمله او یا نورې مثبتې جملې له ځان سره تکراروئ، کېدای شي ډېرې درته په زړه پورې نه وي. کله چې تاسو دغه ډول مثبتې جملې په بیا بيا له ځان سره تکرار کړئ، نیمه هوښیار ذهن ته مو ځان رسوي او هلته د ځان لپاره نوی ځای نیسي. نیمه هوښیار ذهن یې په اړه پرېکړه کوي، چې څه ډول جمله ده منفي که مثبته؟ له هغه وروسته ستاسو پر کړو وړو اغېز کوي. نو هڅه وکړئ تل له ځان سره مثبتې جملې تکرار کړئ او له منفي هغو ځان وژغورئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *