د هند په ځمکه ادبي، علمي او فلسفي مقام رابیندر نات ټاګور سره د نړۍ ادب پالان او مینه وال اشنايي لري. دې لوی خیرخوښونکی د خپلو لوړو ادبي تخليقاتو او ژورو علمي او فلسفي شهکارو په مرسته د خپل فکر له مخې نړیوال ځانته خیران کړي و او د نوبل د نړیوالې جایزې لومړنی ګټونکی دی.
دا لوی هندي شاعر او لیکوال په ۱۸۶۱ زېږدیز کال د مۍ په اومه د بنګال ایالت په یوه شتمنه او مشهوره کورنۍ کې پیدا شوی، ده د لومړنیو اومنځنیو زده کړو ترلاسه کولو وروسته په ۱۸۷۷ زېږدیز کال د حقوقو په برخه کې د لوړو زده کړو د کولو لپاره د انګلیستان پر لور وخوځيد. هلته یې دحقوقو سربېره د ادبیاتو په برخه کې هم زده کړو ته ملا وتړله، خو برسرته یې ونه رسوله او له یو څه مودې وروسته بېرته بنګال ته ستون او هغلته یې په شعر لیکلو هم پیل وکړ او په فرهنګي او فلسفي برخه کې ژور بدلونه رامنځته کړل.
ټاګور په ۱۸۸۴ زېږدیز کال له یوې ښکلې نجلۍ سره واده وکړ او د دې واده ثمره یو هلک او یوه نجلۍ شول. ټاګور د انسان دوستۍ او نرمۍ افکارو په اغېزې د (( د سولې سنګر)) په نوم یو ښوونځی جوړ او هلته یې د خپلو عقایدو په خپرولو پیل وکړ. د هند د خلکو سره بلدتیا او دهغوی ستونزو، دردونو او کړاونو دی کیسو اونمایش نامنو لیکلو ته واهڅوه چې د هغې له ډلې ((باغوان او وږې تیږې))((د بزګر هیلې)) او (( ځلیدونکې سپوږمۍ)) اثار د یادونې وړ دي.
ټاګور په ۱۹۱۰ زېږدیز کال د روحي فشارونو سره مخ شو او دا له دې امله وو چې په یوه کال کې دننه دننه یې خپله مېرمن،لور او زوی د ورپیښو ناروغیو له کبله له لاسه ورکړي وو او ان دی بستر شو چې بیا يې د درملنې لپاره انګلستان ته سفر وکړ. نات ټاګور په لومړي ځل په ۱۹۱۵ زېږدیز کال د ماهاتما ګاندي سره په شانتي نیکتن کې ولیدل او ګاندي شپږ ورځې د ټاګور میلمه و او له دې وروسته بیا د دواړو ترمنځ کلکه او نیږدې ملګري شوه.
په ۱۹۱۲ زېږدیز کال د ده د مشهورو اثارو (( د قربانۍ غږونه)) (( دمرګ هیله)) انګلیسې ته تر ژباړې وروسته دېته د نوبل جایزې د ګټلو زمینه برابره کړه. ده دخپل عمر په پای کې داروپا او امریکا بېلا بېلو هېوادونو ته سفرونه وکړل، ده له لیکوالۍ سربېره له انځورګرۍ او موسیقۍ سره ځانګړې لېوالتیا لرله او په دې برخه کې ترې ډېرې ښکلې تابلوګانې پاتې دي چې په اروپا کې نندارې ته اېښوول شوې دي.
ټاګور نیږدې زرګونه شعرونه، ترانې، ادبي ټوټې او مقالې ولیکلې او په ۱۹۱۳ زېږدیز کال یې د (ګیتا نجلي) نوم اثر په لیکلو سره د نوبل ادبي جایزه وګټله.
له ټاګوره شاوخوا شپیته اثاره چې د کیسو،شعر او نمایش نامو په برخه کې پاتي چې زیاتره یې نورو ژبو ته ژباړل شوي چې پښتو ژبې ته یې هم د ((ګیتا نجلۍ)) او ((تاج)) کتابونه راباړل شوي.
ټاګور اوسنۍ کيسه ( کابلي والا) په خپله هم د ده د لوړي انساني ميني او ژور عاطفې احساس، روښانه ثبوت دی. دا ښکلې او په زړه پوري کيسه د هغه پردېس افغان د ژوندانه دردناک انځورکاږي، چې د امير عبدالرحمان خان د پاچاهۍ پر مهال، له خپلې کورنۍ او عزيزانو، خپل کلي او مالت، خپلو غرو او ډاګو زرونه ميله لري، کلکتې۲ ته په خوارۍ او غريبۍ پسي تللیو او د پردېسۍ پر سوځونکي درد سربېره يې، کلونه کلونه د بنديخانې په څلورو دېوالو کي هم تېر کړي دي . کيسه یې پر ژورو عاطفي اړخونو سربېره، تاريخي او سياسي ارزښت هم لري.
د ټاګور د اثارو شمېر له ۱۵۰ اوړي چې ځینې یې دادي:
((یو ملګري ته لیکونه))
((چیترا))
((باغوان))
((میوه ټوله کړه))
((ګیتا نجلۍ))
(بشر مذهب))
((قرباني))
((زما خاطرات))
((دمینې ډالۍ))
دا پیاوړی لیکوال په ۱۹۴۱ زېږدیز کال په اګسټ کې د ۸۰ کلونو په عمر ومړ.