تاند، دوشنبه، د دلوې ۲۱مه: د افغانستان د هوا پیژندنې ادارې په راتلونکو دوه ورځو کې په ۲۰ ولایتونو کې د درنې واورې او ورښتونو خبرداری ورکړی.

دغې ادارې تاند ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي، په راتلونکو دوه ورځو کې به په کندهار، هلمند ، زابل ، غزني ، پکتیکا ، پکتیا، ارزګان، دایکندي غور، میدان وردګ، لوګر ، کابل ، سالنګ ، بامیان ، سرپل ، فراه ، هرات ، فاریاب ، بادغیس ، بدخشان او د هیواد ځینو برخو کې درنې واورې او بارانونه وشي.

خبرپاڼه زیاتوي، په مختلفو ځایونو کې به د باران اندازه له ۱۰ څخه تر ۵۰ ملي میتر او د واورې کچه له ۱۰ څخه تر ۵۰ سانتي مترو پورې ورسیږي.

د هوا پیژندنې د ادارې په وینا، په یو شمیر سویلي او سویل لویدیځو ولایتونو کې هم د سیلابونو احتمال لیدل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د طبیعي پیښو پر وړاندې مبارزه کې تل د عاجلې بودیجې د کموالي له ستونزې سره لاس و ګریوان وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *