محمدالله همت یار:پکتیکا –
د پکتیکا د پوهنې ریاست مامورین وایي چې د راتلونکي تعلیمي کال لپاره یې ټولې لازمې تیارۍ نیولي او د ولایت ټولو زده کوونکو ته به درسي کتابونه په خپل وخت ورسیږي او ورسره د ښوونکو د کسر معاش ستونزه هم په بشپړ ډول حل شي.
دپکتیکا دپو هنې ریئس کوچی (ځاځی) وایي چې دیاد ولایت زده کوونکو هغه لویه ستونزه چې په تېر تعلیمي کال کې د زده کړو پرمهال به دکتابونو د نشتون او کمبود سره مخ ول په راتلونکي کال کې به داستونزه په بشپړ ډول هواره شي. نوموړی وایې چې ځینې کتابو نه یی دپوهنې تر ریاست پورې رارسیدلي او پاتې به په نېږدی وخت کې را ورسیږي هغه دعه راز زیاتوي چې دڅو کالو راپدي خوا چې دپوهنې ریاست د ښوونکو د کسر معاش سره مخ وو دغه ستونزه یې هم هواره کړي او په راروان کال کې به دښوونکو دمعاشونوداجرأ په برخه کې هم کوم خنډ نه وي.
ځاځی وایې چې دلمړی ټولګي څخه تر نهم ټولګي پورې کتابونه په پوره اندازه په واک کې لري خو دنهم ټولګي څخه بیا تر دولسم ټولګي پورې ځینې کتابونه چي پخوا مو نه لرل ډیر ژر به يي تر لاسه کړو.
نوموړی همده راز وایی چې دښوونکو دظرفیت دلوړولو لپاره یې هم بېلابېل پروګرامونه په لاره اچولي دي نوموړي پدې برخه کې د ( اې، ډي، اې ) یا افغان پرمختګ ټولنې دهغه پروګرام یادونه وکړه چې (۴۴) مسلکي ښوونکي یې په لوړ معاش په دنده ګمارلي اوداترینران به د(۱۴) میاشتو په اوږدوکې (۷۰۰۰) ښوونکي وروزي.
آخوا د افغان پرمختګ موسسې یوتن کارمند عبدالمنیر وایې،چې دپکتیکاولایت داوو ولسوالیو شاوخوا اوه زره ښوونکې به په اکاډمیک اومیتودیک برخوکې وروزل شي.
هغه وايي چي په دې پروګرام کي به دپکتیکادمرکز ښرنې په ګډون د خیرکوټ، مټاخان، یوسف خېل،سرروضې،سروبي،او اورګون ولسوالۍ ښوونکي به دپوهنې ریاست په چوکاټ کې د(اې،ډي،اې)مؤسسې له لورې وروزل شي.
دپکتیکا دپوهنې ریس کوچي ځاځي زیاته کړه دغه ښوونکي دلسانسه اوتجربه لرونکو ترینرانو له لورې روزل کېږي، چې دهغوی په روزنه سره به دپوهنې په برخه کې یوبل پرمختګ وشي.
کوچی وایی په پکتیکاکې دمسلکي ښوونکو کمښت یوه لویه ستونزه ده ، اوموږ هڅه کوو داستونزه حل کړو.
دهغه په خبره، په پکتیکاکې دپوهنې په برخه کې ډېر پرمختګ شوي، اوله پوهنې وزارت یې وغوښتل څو دې ولایت ته دپوهنې په برخه کې نوره پاملرنه هم وکړي