د ایشیا فاونډیشن وروستۍ نظر پوښتنې په ډاګه کړه چې خلک له حکومت سره دي او خپل او هېواد راتلونکي په تړاو مثبت لیدلوری لري.
ایشیا فاونډیشن په ټول هېواد کې لس زره کسان پوښتلي چې ۶۰ سلنو یې د هېواد راتلونکي په تړاو هیله مندي ښودلې چې هېواد به یې مثبت خواته لاړ شي او اوسنۍ ناخوالې به کمې شي.
له دې نظر پوښتې سره څو شیان ثابت شول
اول دا چې طالبانو ته په ډاګه شوه چې دا ملت ماتې نه خوري او دا ملت د خپل حکومت په تړاو هر کله مثبت لیدلوری لري، خو که د طالبانو جګړه یې پریږدي، په باور سره وایم که طالبان دوه میاشتې اوربند وکړي او په دې موده کې نظر پوښتنه وشي، د راتلونکي په تړاو به د خلکو هیله مندي ۹۵ سلنه وي.
همدا طالب دی چې په افغانستان کې د نږدې ټولو ناخوالو زیږنده ده او افغانان یې د خپل راتلونکي په تړاو ناهیلي کړي دي، که جګړه نه وي د هر چا هیلې زیاتیږي، کار پیدا کیږي، ژوند جوړیږي، کار پیدا کیږي او که کار نه وي او امنیت وي، هم خلک به خوښ وي.
دا نو د طالبانو لپاره یو لوی ګذار دی چې د طالبانو له دومره جګړو سره سره بیا هم له نیمایي زیات خلک د حکومت د ښه راتلونکي په تمه دي او له طالب بې زاره دي.
د طالبانو پروژه د همدې لپاره ده چې څنګه کیدای شي، خلک په ژوند کې تنګ کړي، له کلي یې ولسوالۍ ته کډه کړي، له ولسوالۍ یې ښارونو او په ښارونو کې بیا هدفي وژنې کوي.
دویم دا چې له دې نظر پوښتنې سره سیاسي (کابلي طالبان) ته جوته شوه چې د حکومت په تړاو د د دوی تبلیغات د خلکو د روحيي کمولو لپاره دي او نه دي توانیدلي چې دې ارمان ته ورسیږي.
له دې سره سیاسي عقديان چې ټوله ورځ په ټولنیزو رسنیو او ټلویزیونونو کې ناست وي، د حکومت سپکه کوي، ثابته شوه چې دوی هسې هواګانې ګزوي او حکومت د خلکو له هیلو سره سم روان دی.
اوس تر پخوا خلک څو چنده هوښیاران شوي، ښه او بد پيژني، په دې پوهیږي د حکومت ضد سیاسي حرکتونه د څه لپاره دي او له ولسونو پکې څه ډول کار اخیستل کیږي، اوسني عقديي سیاسیون چې له حکومت سره په یوه څوکۍ او یو امتیاز وران دي، که سبا یې یو ځای کې مصروف کړل هر څه به ګل ګلزار وي او ولسونه به خوشې کړي.
د اشرف غني په مشرۍ حکومت ته اوس تر بل هر وخت د خلکو هیله مندي ځکه زیاته ده چې غله او مفسد چارواکي یې له ځانه لیرې کړي او هغه پیسې چې مخکیني حکومت به پخوانیو مجاهدینو ته باج ورکو، پرې بندې کړي دي.
نو پکار همدا ده چې خپل راتلونکي ته هیله مند و اوسو او له حکومت سره په ګډه د هېواد په هوساینه کې خپل رول ادا کړو، داسې یې ادا کړو چې وسله والو ورانکارو ډلو ملا پرې ماته کړو.