ښوونځی

سړی نه پوهیږې چې پړه یې پر چا واچوي پر ښوونکو که پر زده کوونکو؟

که د معارف د سمون په خاطر غږ اوچت کړې چارواکي وايې دوی انتقاد کوي،که دې وړوکې کار ورته بند شي تر هغې دې ورپسې زغلوي چې زړه يې درباندې یخ شي، نو انتقاد خو دی د سمون لپاره که په یوه لیسه کې مطالعې ته د زده کوونکو د هڅونې په موخه د دهلیز پر یو دیوال له ښایسته پیغام رسوونکي تصویر سره (مطالعه) په (مطاله) ولیکل شي، نو يې زه پړه پر چا واچوم؟

که زه سترګې پټې کړم او ته يې زده نه کړې خو راتلونکی نسل بېسواده شو ، د زده کړې کچه همداسې چې په کندوز کې ریشخند شوې پریږدم چې نوره هم له دې بدتره شي.

یو چا چې اوس ماسټري کوي یو وخت د نورو ملګرو تر څنګ په کمپیوټر کې څه لیکل نو (ادعا) يې (ادا) ولیکله چا ورته وویل چې (ع) دې په کې پریښود. له هغه ښاغلي لار ورکه شوه چې (ع) له اول الف سره ونښلوي که له دویم سره خو اخر يې هم له اول الف سره (ع) ونښلاوه، چې ناست ملګري يې ورته بیا د سمون وویل نو اخر يې (ع) لرې کړ ویل يې زمونږ په اداره کې(د ادارې نوم يې واخیست) همداسې لیکل کیږي.

نو کندوز کې مې د سواد د ریشخند خبره په دې پورې وکړه چې څو علتونه لري: اول نمره باید د استاد خپلوان وي، خدای دې وکړي چې هر څرنګه وي که په یو ټولګي کې دوه یا درې استادان خپلوان لري نو یو به اول بل به دویم او بل به دریم نمره وي، د هغه چا دې رب مل شي چې معلم خپلوان نه لري که هر څومره تکړه هم وي.

د لیسو مدیران او سرمعلمان ناسته لري، ازموینې رانزدې شوې ګورۍ استادانو چې شاګردان ناکام نه کړئ چې بیا مو د ښوونځي نوم بدیږي د معارف ریاست به وايې چې دوي شاګردانو ته هیڅ درس نه دی ویلې. عجیبه منطق دی؟ که یو زده کوونکی ددې لیاقت نه لري چې لوړ ټولګي ته لاړ شي نو ولې پر هغه مظلوم ظلم کوئ او راتلونکی يې تباه او بربادوئ.

هغه شاګردان چې د ښو زده کړو په موخه په یو یا دوه مضامینو کې د ځینو استادانو له خوا ناکامیږي او عمومي نتیجه يې مشروط راوځي مدیر صاحب یا مدیره صاحبه پرې ادارې ته پیالې، د چایو ترموز، یا د ادارې پردې او نور شیان حواله کوي او زده کوونکې کامیابیږي.

خو په اصل کې همدغه ښاغلي معارف ته لغته ورکړه، شاګرد به هم وايې چې ښوونکیه ستا دې کور وران شي چې دې مشروط کړم اخر هم د څو پیالو په رانیولو کامیاب شوم، د ښوونکي ټول رعب، حثیت او هر څه دې د زده کوونکي پر وړاندې له خاورو سره خاورې کړل.

د معارف ښاغلي مسولین هم د خپلو اړوندو ښوونځیو له مدیرانو او سرمعلمانو پوښتنه نه کوي چې ښاغلیه! ستا په ښوونځي کې شپږ زره یا زیات وکم زده کوونکي درې وخته درس وايې یو يې هم د ناکامولو نه و؟ خو دلته ناکامول دوي په کورنۍ پسې تړي وايې بیا پلانکی خان خپه کیږي چې ولې يې د هغه اولاد ناکام کړی؟ معارف به پر دغو چارو ښه پرمختګ وکړي. مونږ یوازې دې ته خوشاله یو چې ښوونځي مو ودانۍ لري هیڅ ودانۍ دې ونه لري لکه د هجرت د وختونو ښوونځي خو کیفیت دې يې ښه شي.

د لغمان پوهنتون یو تن استاد پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي وو چې … فرهنګي څټې. یو بل استاد يې غلطه لیکل شوی کلیمه تصحیح کړې وه چې (سټې) نو زما د پوهنتون د استادانو هم دا حال دی. د لغمان د پوهنتون د استاد مثال مې ځکه راوړ چې په سراسر هیواد کې یوازې دا نه چې کندوز کې د معارف کیفیت ټیټ دی او په نورو ولایتونو کې د تعلیم کچه لوړه ده.

دلته یوه بله سیالي هم روانه ده: کله چې د کانکور ازموینه وي ځینې ښاغلي د فورمې عکسونه اخلي او بیا پوښتنې بیرون پر بل چا ځوابوي او د ځوابونو کیلي زده کوونکو ته وړي، خو د سواد کچه بیا هم تر دې وي چې د کیلي له مخې ځوابونه نه شي انتخابولای.

د کندوز پوهنتون د یو استاد خور کانکور ازموینه ورکوله له یو بل چا يې مرسته وغوښته هغه د ځوابونو کیلي ورکړه خو خور غریبې يې هیڅ ځواب نه شو انتخابولای، نو چې غصه شو ویل يې پر واسطو د کامیابولو همدا حال وي. او په ځینو ولایتونو کې خو د چارواکو له خوا مخکې تر دې چې کانکور واخیستل شي فورمې ویستل کیږي او پر زده کوونکو ویشل کیږي چې دا سیالي د ولایتونو په کچه ده چې ددوي له ولایته ډیر زده کوونکي لوړو زده کړو ته لار پیدا کړي.

نو هیله مې داده چې د معارف ښاغلی وزیر په راتلونکې کابینه کې چې هر څوک وي باید د معارف د کمیت پر ځای کیفیت ته پاملرنه وکړي، کنه څو کاله وروسته به مو د سواد د کچې د ټیټوالي له امله ګړدود هم بدل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *