۲۰۱۴ – ۱۱ – ۰۹

د کندهار ښاروالۍ مسؤلین وايي چي سږ کال يې وار دمخه د باران د سېلابي اوبو د تېرېدو لپاره پلونه ، پلچکونه او لښتیان پاک کړي او لا يې هم کار روان دی .

د دوئ په وینا چي په پلان کي ده په څو راتلونکو اونیو کي په کندهار ښار کي د اوبو د تېرېدو ټولي هغه لاري پاکي کړي چي باراني اوبه ورباندي راځي .

د کندهار ښاروالۍ ویاند زمري څرګند د سولي کیسې پروګرام ته وویل چي دا مهال د کندهار ښار په منځ کي د لوئ زابر د پاکېدو تر څنګ ګڼ شمېر پلچکونه او لښتیان پاک سوي او په ځینو برخو کي کار روان دئ ، دده په وینا چي په دې ژمي کي به خلګ د باراني اوبو څخه هغه وېره ونه لري لکه مخکه چي يې درلودل (( د ژمي د را رسېدو مخکي موږ د یوه ګډ پلاوي سره خپل پلان جوړ کړ چي بايد په ښار کي د اوبو د تېرېدو ټولي لاري خلاصي کړو او ددې تر څنګ مو د ښار په ځینو برخو کي استنادي دېوالونه هم د احتیاط په خاطر جوړ کړي دي ))

دا په داسي حال کي ده چي مخکي به باراني اوبو د کندهار ښار په ځینو سيمو کي زیات مالي او ځاني زیانونه ورسول ځکه د اوبو د تېرېدو اکثره لاري او پلچکونه به بند وه .

د ښار اوسېدونکي د اوبو د بندېدو اصلي لامل په ناقاقونه او خپل سري توګه د ځینو کسانو لخوا د مانده او ویالو غصب بولي چي اوس ورباندي کورونه جوړ سوي دي ، دوئ وايي چي د اوبو د تېریدو لاري د غاصبینو له منګولو و ایستل سي او کورونه يې ونړول سي نو ټولي باراني اوبه به پخوانیو پاتاوونو ته لار پیدا کړي چي په اساني سره وتلاي سي او خلګو ته زیان هم نه رسوي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *