ژباړه: حمیدالله حمیدي
یوه ورځ پلار خپل یوه کلن زوی ته لیک ولیکه، د لیک متن څه داسې وو:
زویه! همدا اوس چې ستا لپاره دا لیک لیکم، پر تا باندې یو پسرلی، یو اوړی، یو منی او یو ژمی تېر شوي دي.
زویه! پوه شه چې له دې وروسته ژوند تکراري دی، نو د یوه داسې وخت په تمه شه چې له دې څلورو فصلونو څخه په یوه کې به یې ستا عمر ختمېږي.
زویه! هڅه وکړه چې له دې تکراري فصلونو څخه یو غیر تکراري ژوند جوړ کړې.
ګرانه! له ټولو مخکې د کال له همدې لومړیو څلور فصلونو زده کړه، ستا د ژوند پسرلی د زېږېدو له ورځې تر ځوانۍ پورې دی، هڅه وکړه چې د پسرلي په شان شین، ښکلی او وغوړېږې، کولای شې د اوړي په څېر د ژوند په منځنیو وختونو کې د خپل عمر له مېوې څخه ګټه واخلې، خو منی، چې په هغه کې به ته د ځوانۍ پاڼې تویوې او د تورو ويښتانو ځای به دې سپین ويښته نیسي، ستا د ژوند د سپین ږیرتوب وختونه دي. دا فکر مه کوه چې ته به تل ژوندی وې، بلکې ژمی به ستا د ژوند وروستۍ شېبې وي او له دې فاني نړۍ څخه به سترګې پټوې.
زویه! کله چې په پسرلي کې د ګلونو، پاڼو، ښاخونو او بالاخره د ټولو شنو شیانو ګډا ویني، نو ژمی هم په پام کې ونیسه، له دنیا څخه دې یوازې د خپل عمر په اندازه توښه ټوله کړه او پاتې عمر د اخرت لپاره وقف کړه؛ ځکه دا دنیا له ټولو ښېګڼو او بدیو سره سره له منځه ځي، خو اخرت بیا داسې ځای دی چې په هغه کې به تل وې، په اخرت کې هېڅ هم ستا په درد نه لګي بې له خپلو اعمالو چې هغه به دې یا د جنت پر لور بیایي او یا هم خدای مه کړه د دوزخ.
زویه! دنیا د اخرت لپاره د کښت ځای دی؛ نو مه هېروه هر څه دې چې دلته وکرل په اخرت کې به یې رېبې. پر دې هم پوه شه، یو څه چې انسانان به د اخرت په ورځ له هغې ډېرې بدې ورځې کوي، هغه د وخت بېځایه تېرول دي، ان دا چې په دې نړۍ کې هم انسانان د وخت ارمان کوي، کله چې کال پرې تېر شي بیا یې ارمان کوي، معنا دا چې هر کال د تېر کال په ارمان وي. حضرت علي کرمه الله فرمايي: “هغه کسان چې دوه ورځې یې په یو شان تېرې شي، پوه شئ چې دی په زیان کې دی.” نو کله دې چې لومړی پسرلی زما دغه لیک ولوست، د دې پر ځای چې د کور په پاکولو پیل وکړې، لومړی دې خپل زړه پاک کړه او داسې ژوند وکړه چې د کال په اخر کې د دې ارمان ونه کړې چې دا کال مې څنګه په عبسیاتو تېر کړ.
ښه وخت درته غواړم!
مینه درسره لرم
ستا پلار
ګرانو لوستونکو! موږ د هماغه یوه کلن ماشوم په څېر یو چې اوس لوی شوي یو او کولای شو دغه لیک ولولو او له محتوا یې ګټه واخلو.
ولې هر کال د تېر کال په ارمان؟؛ ځکه موږ هر کال هغه کارونه ترسره کوو. کوم مو چې تېر کال کړي او پایله یې یو ډول راوځي، نو له ځان سره افسوس کوو چې یو کال مو بېځایه تېر کړ. که غواړئ چې راتلونکی کال مو د تېر کال په پرتله توپیر ولري نو لازمه ده چې تاسو هم توپیر یا بدلون وکړئ او دا خبره په یوه شرط امکان لري چې هغه مهالوېش دی.
سخته خبره نه ده، یوازې یوه اې پور سپینه ورقه واخلئ، په منځ کې یې په دوو برخو خط کشي کړئ، په ښي طرف کې مو د ضعف ټکي او بدۍ ولیکئ او په بله خوا کې مو قوت او ښېګڼې. ښېګڼې مو د دې لپاره ولیکئ چې دا د خدای پاک یو نعمت دی چې تاسو ته یې درکړی دی او په نعمت باندې شکر ایستل نعمت زیاتوي. ضعف او بدۍ مو د دې لپاره ولیکئ چې د حل لارې ورته پیدا کړئ او له خپل وجوده مو یې ريښې وباسئ چې درې برخې مشارطه، مراقبه او محاسبه په کې شاملې دي. د بېلګې په ډول که دروغ وایاست له ځان سره شرط کېږدئ چې تر بېګا پورې به دروغ نه وایاست دا مشارطه ده.
د دې لپاره چې ځان ته مو پام وکړئ تر څو دروغ ونه وایاست دا مراقبه ده او دا چې د شپې حساب کوئ چې د ورځې په اوږدو کې مو څو ځلې دروغ ویلي دي دا بیا د محاسبې برخه ده. ډاډه اوسئ چې د دې چارې په ترسره کولو سره به ډېر ژر له خپل وجود څخه بد عادتونه له منځه یوسئ. تر ټولو مهمه خبره دا ده چې هڅه مه کوئ په یوه وخت کې ټول بد عادتونه چې تاسو یې لرئ، له منځه یوسئ؛ ځکه که داسې وکړئ کېدای شي په خپل کار کې مو د بریا کچه را ټیټه شي. که مو کمې نومرې یوړې مه نا هیلې کېږئ او کار مو مه خرابوئ، ډاډه اوسئ چې ډېر ژر به مو دغه کړنه پایله ورکړي.
په دې هیله چې له دې وروسته مو دا شعار چې “هر کال د تېر کال په ارمان” پر دې شعار چې “هر کال بهتره له تېر کاله” باندې بدل شي.