تاند، یکشنبه، د قوس ۱۰مه: ټاکل شوې چې افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګی استازی رولانډ کوبیا او د ازبکستان ځانګړی استازی عصمت الله ارګاشیف راتلونکې اوونۍ نوي ډیلي ته سفیر وکړي او له هندي چارواکو سره د افغانستان پر مسئله خبرې وکړي.
هندي رسنیو د یو شمېر سرچینو له قوله راپور ورکړی چې هند په افغانستان کې د شویو پرمختګونو د یو برخه وال په توګه له ټولو نړیوالو متحدینو سره پر افغان سوله خپل نظر شریکوي او د اروپا او ازبکستان له ځانګړو استازو سره به هم د افغان سولې بحث راوچېړي.
د رولانډ کوبیا او عصمت الله ارګاشیف د هند د سفر په اړه نور جزیات نه دي خپاره شوي، خو دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د افغانستان پر موضوع د مسکو، چین، پاکستان او واشنګټن استازي هم سره راټول شوي وو.