سید سلیمان اشنا / جون ٢ واشنگتن –
د شپږو کلونو به وم چی پخواني شوروي زموږ کور بمبارد کړ. تدریجي مخکی روان ژوند می د زرگونو نورو بیچاره افغان زلمیانو په څیر تباه شو او راتلونکي څوارلس کلونه می مطلق په اور کې تیر کړل. هره شیبه د مرگ خولې ته برابروم، اقتصاد نه و او د تعلیم او تحصیل لپاره، حتی د یو چیپتر د لوستو انرژي می نه لرله.
خو یو فکر می په ذهن کې په قوت او سرعت وده کوله. چې ولی ټول د قدرت تږي دي او یا بی له جگړې دا قدرت ترلاسه کیدی شي که نه؟ د ډیرو پټو او ښکاره مطالعو وروسته می ځانته طرحه جوړه کړه. گاندي، مندیلا او باچاخان می الهام وگرځول، خو لوی دیکتاتوران او امپراتوران می هم وڅیړل. پدې خبره پوه شوم چې افغان زلمی هم لویه ستونزه لري او هم لوی فرصتونه.
ستونزه داده چې د زرگونو کلونو زړو دودونو په منځ کې لوئیږو، نوښت ته ډیرلږ وخت اجازه ورکول کیږي، او بدبختانه اکثره دودونه د ټولنې د شاته پاتی کیدو عمده عنصرونه دي.
خو فرصتونه دا دي چې د خپلو لویو ارزښتونو په چوکاټ کې خپله مدني آزادي مساعده کړو. دا ژمنه عادي ژمنه نده. شاید ټول ژوند مبارزه وکړو، شاید ووژل شوو، شاید کورنۍ، قوم او قبیله مو د ځان نه وشړي، خو دا باور باید ولرو چې د مبارزې انجام به هغه څه وي چې یوه ورځ به افغانان پری وویاړي او هرکله چې مدنیت، قانون او بشري ارزښت په انفرادي ډول په افغاني ټولنه کې پلی او عملي شو، نو زموږ همدا مبارزه به یې لمړنۍ بیلگه وي.
د ٢٠١۴ کال د جمهوري ریاست او ولایتي شوراگانو ټاکنو کې راته ډیره ښه تجربه شوه. په ملیونونو رایه ورکونکو په جرات سره د خپلې خوښې کاندید ته رایه ورکړه، هرډول ځاني خطر یې ومنو، کاروبار په ټپه ودریدو او یوازی رایې ورکوونکي کولې شوو چې د رایو مرکزونو ته ځان ورسوي او د ټولنې راتلونکې معلومه کړي.
د دې شیبې د رسیدو لپاره ما پخپله دیرش کاله انتظار ویستی و. مرگ ژوبله می ولیدله، کورنۍ می ټوټه ټوټه شوه، ولایت می په کنډوالې بدل شو او هیواد می بدنام او د بربریت سیمه وبلل شوه. ښکلې پرگنې می د حیرتان، قلات، چمن او تورخم په غرو رغو ورسمې شوې او د خپلو ماشومانو د ژغورنې لپاره یې د گاونډیانو لخوا هرډول تکلیف او سپکاوی ومانه.
د لسیزو ناخوالو او زغم وروسته یوازی ځوان نسل په لوی اکثریت وکړی شوو چې بلاخره زوړ دود او فرهنگ پریږدي، او د نوي عصر مدنیت ته رجوع وکړي او په زغرده نارې کړي چې بدلون غواړم!
دا نوښت د یو نوي، سوکاله او سمسور افغانستان د جوړیدو زیری دی، کیدی شي د ټاکنو پدې سپیڅلې پروسه کې یو شمیرغلو د درغلئ هڅه کړی وي، خو د آزادئ او لوی مدنیت چې انسانیت او بشري ارزښت به پکې لمړیتوب ولري، بنسټ کیښودل شو.
زما لپاره د ٢٠١۴ کل اپریل پنځمه زما د ژوند د خوښې او د نوي مدني افغانستان د زوکړې ورځ ده. پدې ورځ دا جوته شوه چې یوه انفرادي اراده او د مخکې تلو تصمیم د ټول هیواد د مخکی تلو او قانونمند کیدو دروازه پرانستی شي.
نو که د یو امن، خپلواک او آباد افغانستان خوبونه وینو، او غواړو عملاً ددی خوب د رشتیا کیدو لپاره کار وکړو، یوه اراده په کار ده چې په ځنو زړو بی گټې دودونو کې تړلي پاتی نشو، او په یو غږ د یو ښه هدف په پیژندو سره راپاڅیږو او په هر سرک او کوڅې، کلي او بانډې کې د مدنیت د پلي کیدو ناره کړو او ظلم او زور واکئ ته نه ووایو.