تاند، چهار شنبه، د عقرب ۱۵مه: د کار او ټولنیزو چارو وزارت راتلونکې شنبه د عقرب ۱۸مه په ټول هېواد کې عمومي رخصتي اعلان کړه.

د یاد وزارت لخوا نن په یوه خپره شوې اطلاعیه کې راغلي چې راتلونکې شنبه د عقرب اتلسمه د ربیع الاول د میاشتې له ۱۲مې نېټې یا له میلاد النبي (ص) سره سمون خوري چې له همدې کبله به دغې ورځې ته په درناوي ټول هېواد کې رسمي رخصتي وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *