په تېره لسيزه کې دافغانستان په سياسي تاريخ او اقتدار کې يو څو سياسي، تکراري  او سولېدلې څېرې کارته پورته کېږي او  د واک اصلي زړی بياهم په يوه محدوده سيمه او زورواکي اقليت پورې تړلی او محدود دی .

 په دغه لسېزه کې پښتانه نه يوازې چې په بې ساري ډول ځپل شوي، بلکې شته کليدي او مهم پستونه هم ترې په زور او رضا اخيستل شوي او يا هم دناولو دسيسو او پلانونو ښکار دي.

له بده مرغه چې پښتانه تل په دې خوښ او تېراېستل شوي، چې ولسمشر يا دنظام دسر سړی تل پښتون دی، په داسې حال کې چې تر ډېره د ادارې  داصولو له مخې مشر يو سبموليک شخص وي او ډېر مهم او کليدي اجرا ات مرستيالان او دهغوی تر لاس لاندې کوي، ددغه لسيږې په اوږود کې نه يوازې چې اصلي واک او کليدي پوښتونه همغسې له ځانګړې سيمې او ځانګړې غير ملي مفکورې لرونکو اشخاصو سره وساتل شول، بلکې تر دې ښکته پستونو کې هم دکار وړ او په کار پوه کسان په يوه او بل نامه وځپل شول، چې په يوه ډول نه يوه ډول له دندو زړه توري او هغوی يې پرځای خپل نا راضه او نا اهله ياران مقرر کړي. هغه دشاعر خبره “چي يې سر په لکۍ اړوې هغه دی “.

دا هم په صورت دلته مهم خبره بيا هم دهغوی د رضايت ده، افغان دولت سره ددې چې دخلکو په رايو رامنځته شوی، نړيوال ځواک ، مشروعيت او مرستې تر شا دي، خو بيا هم ددغه اشخاصو او ډلو ناز وړي او دپښو له يوه درب او ګواښ سره يې لسګونه ارادې بدلوي، دغه اشخاص دخپلې بې علمۍ او معاصر جهالت ته په پام سره بيا هم په دولت کې ددوی دشتون کمی احساسوي او د لا نورو امتيازاتو غوښتونکي دي .

دهېواد په شمال  کې دجوزجان پاچا جنرال دوستم ددغه ولايت له پخواني والي محمدعالم سره اختلاف پيدا شو، د ولايت پر مقام يې وسله والو بريد ته تياري ونيوه، خو هغه متل دی چې وايي “خره نه ژاړي ، بارونه ژاړي ” مخکې له دې چې د برحاله والي غږ واورېدل شي، دده پلويانو نارې سورې جوړې کړې، چې ګني رهبرجنش دهغه ملاقات ته ور روان و، چې د راتلونکو ټاکنو په اړه ورسره مشورې وکړي، خو والي يې له ليدنې انکار وکړ او پر ضد يې وسله را اوچته کړه .

په هر صورت دوستم خپل زور او ددولت بې ظرفيتي او کمزورې اراده په جوزجان او تخار کې تجربه کړه، دلته يې هم دخپل خوښې را ووست او په تخار کې يې هم خپل مخالف والي د څو ورځو لاريونونو په ترڅ کې په دولت لرې کړ او اوس يې نو خپل کسان مقرر کړل، چې ده ته هر ډول باج ورکولو ته تيار دي .

عجيبه خو لا داده، چې خپله په دولت کې ددولت مخالفين او اپوزيسيون شته، دولسمشر لومړی مرستيال چې چانس او بخت ورسره تل بې ساري ياري کړې، اوسمهال د راتلونکو ټاکنو د نوماندانو په سر په ډېرو پټو او ښکاره ناستو کې ليدل کېږي، دی دده په خپله اصطلاح “مرد شماره دو افغانستان ” دی ، اوسنی ټول حکومت هم دده او دده د تنظيمي اوپخوانيو يارانو په لاس څرخېږي، خو سړی نه پوهېږي، چې مارشال صاحب له دې نه وړاندې دڅه تمه لري؟  ولسمشري غواړي او که دغه څوکۍ ته يې دخپل کوم کس د راوستو خوبونه ليدلي .

دهېواد ولسي جرګه هم  سره ددې چې ولس ريښتني استازي په کې شته ، خو دځينو ځانغوښتو او متعصبو وکيلانو له امله اوس خپله دمعامعلو په يوه مرکز بدله ده ، دا چېرته امکان لري، چې دکورنيو چارو وزير دې دامنيت نه خوندي کولو او بې کفايتۍ له امله دصلب صلاحيت او عدم اعتماد له رايې سره مخ شي او بيا دې بېرته دهغه نه په يوه جګ او مهم پست دفاغ وزيز په توګه وټاکل شي. هغه څوک چې خپله دهېواد په دننه دکور امنيت خوندي نه کړي ‎، نو دبهرني ګواښ او ننګونو پر وړاندې به څه وړتيا ولري؟ په دې موضوع ټول پوهېږي، چې ” که غوا توره ده، شيدې يې سپينې دي”

اوس چې دده حکومت په شمار څو مياشتې پاتې او د ولسمشرۍ او ولايتي شورا ګانو ټاکنې په را نږدې کېدو دي . نږدې هره اونۍ نوي ايتلافونه او ډلې رامنځته کېږي، دغه بهير ښه په درز کې روان دی، کله دمارشال صاحب په کور کې ماښامنۍ او شپنۍ غونډې جوړېږي، کله د دجنرال دوستم او کله هم دبلخ والي عطامحمدنور په مېلمستون کې ، ددوی ددغه غونډو راپورونه او تصويرونه که څه هم دافغانستان د راتلونکو ټاکنو په اړه دبحث په نامه خپرېږي، خو له دې سترګې نه شو پټولی، چې ددوی لومړۍ موخه يوازې دواک او ځواک نشه ده، چې څنګه يو ځل بيا په راتلونکو ټاکنو کې يو داسې ولسشمر وړاندې کړي، چې ددوی دهر ډول غوښتنو تابع او نازونه يې پرې وچلېږي.

خو حقيقت دادی، چې ولس په تېره لسيزه کې دغه دواک او څوکۍ مينان پېژندلي، تجربه کړي او دخپل قضاوت په تله تللي دي، دوی دخپل شخصي ګټو پر وړاندې دملي ارزښتونه پېژني، دملي حاکميت او خپلواکۍ ته درناوی لري او نه هم دهېواد دغوڅ اکثريت قوم حقونو او امتيازاتو ته په يوه زره درناوي قايل دي .

ولس بايد پوه وي، چې دغه لنډ مهالي ايتلافونه، جبهې، حوزې، ګوندونه او اجماع ګانې دولس دخير له پاره نه، بلکې دشخصي، سمتي، تنظيمي او غير ملي ګټو دخوندي کولو له پاره دي .

 ددې اېتلافونو جوړونکي نه په افغانستان کې ديوه مقتدر او قوي حکومت غوښتونکي دي، نه ملي ګټې تعريفولی شي، نه علمي او فکري وړتيا لري  او نه هم د روانو  خړو اوبو روڼوالی والي غواړي، ځکه چې بيا نو  وروسته له دې دوی ته دکبانو نيول ګرانېږي .

ولس بايد نور په اوسنيو دولتي او غير دولتي څېرو، چې په تېره يوه لسيزه کې تل دخپلو ګټو او معاملو له پاره لوبېدلي، هېڅ باور ونه کړي، ددوی ژبې ډېرې نرمې، څېرې يې ډېرې زړه راښکونکې او ظاهرا معصومې، خو په حقيقت کې يې دګوتې پنجې خنجرونو او څېرو يې مظلومانوله وينو رنګ اخيستی. که رامخکې کېږي او ټاکل کېږي، نو نوې څېرې ، په هېواد مين، په زده کړو او ملي فکر سمبال خلک دې وي، که نه نو  ددوی له ټاکنې نه ټاکنې ډېرې ښې دي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *