په دې وروستيو کې مسئول چارواکي په هېواد کې د الکترونيکي تذکرو د ويش خبره ډېره کوي، دې کارې که څه هم له له وړاندې څخه ډېرې سياسي او ژبنۍ ناندرۍ له ځانه سره درلودې، خو بيا هم تر نسبي جوړجاړي وروسته د يوې ګونګې معما په توګه پاتې مسئله ده، چې که جدي پام ورته ونشي شونې ده چې بوږنونکې پايلې ولري او د افغانستان سياسي اوضاع نوره هم کړکېچنه کړي.

داپه داسې حال کې ده چې د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوژۍ وزير انجينير اميرزى سنګين  لا له وړاندې ويلي و چې د هېواد د اتباعولپاره دنويو الکترونيکي تذکرو  دويش لړۍ به د ١٣٩٢ کال د وري په مياشت کې پيل شي.

 له دې اعلام  مخکې د ټولټاكنو خپلواک کميسيون د دې تذکرو د چارو په ځنډيدو انديښنه ښودلې وه.

او ويلي يې وو، چې په هېواد کې د ازادو او شفافو انتخاباتو ترسره کيدو ته الکترونيکي تذکرې ضروري دي، اوس چې د ١٣٩٢ کال نيمايي هم تېره شوې د دې تذکرو او تر څنګ يې د ټاکنو د ويش لړۍ ډېره پڅه پرمخ ځي او ان ډېر خلک د تذکرو د ويش او د ټاکنو د کارت د توزيع او خپل سياسي برخليک په ارزښتونو ندي خبر او نه پوهيږي چې تذکيره اخستل او د ټاکنو لپاره د کارت لرل څومره اړين کار دى.

سر ه له دې چې تذكره د شخص د هويت څرګندويي كوي ګڼ شمېرنورې ګټې  هم لري، خو ددې ټولو سره سره

  زموږ په هېواد كې په مليونونه خلك  بې تذكرو ژوند كوي او  آن عادي تذکرې  هم نلري  او دې مهم كارته د يوې عادي چارې په سترګو ګوري، په تېره بيا په لېرې پرتو سيمو، كليو او بانډو كې ډېر داسې كسان شته، چې د ژوند ترپايه هم تذكره يا هويت پاڼه نه اخلي، په ځانګړې توګه ګڼ شمېر ښځې تذكرې نه لري او ډېر په دې باور دي، چې تذكره يواځې د نارينه وواو لوستو كسانو لپاره په كاريږي، خو كه پام وشي تذكره د هر انسان يا په بله وينا د هر نارينه او ښځينه د هويت څرګندويه ده او د تذكرې اخستل سربېره پر دې ، چې يوه اړتيا ده، يو مسؤليت دى او د حق اخستلو لپاره يوه ځواکمنه وسيله ده، ځکه چې له تذکرې پرته د رايې  د ورکولو  په موخه چې هر انسان يې د خپل برخليک د ټاکلو  حق لري، يعني  له تذکرې او کارته پرته  نشي کولاى ولسي جرګې ته خپل استازي و ليږي. ځکه چې د ولسي جرګې لپاره د استازي ټاکل د قانون له مخې له کارت او تذکرې پرته نشي ترلاسه کيداى، موږ دا ستونزه د هيواد په دوو مرکزي ولايتونو  ميدان وردګ او غزني کې ښه ليدلاى شو، ميدان وردګ  دا مهال د اوو  ګڼ ميشتو ولسواليو (  بندچک، جغتو، سيداباد، جلګه، نرخ، جلريز او ميدانښار)  څخه يواځې دوو تنو د افغانستان پارلمان ته د خپل ولايت څخه لاره موندلې ، دا په داسې حال کې ده ، چې د همدې ولايت د بهسودو څخه  ٣ تنو چې هزاره توکمه دي پارلمان ته په تيرو ټاکنو کې لاره وموندله  اوس مهال د دې ولايت ګڼې پروژې  هم  د يادو دريو وکيلانو په همکارۍ له وزارتونو اخستل کيږي او په لومړۍ او دويمه حصه بهسودو کې په کار اچول کيږي ، داکار د دوى حق دى موږ يې پرځاى بولو خو پدې خپه يو چې موږ ولې په لوى لاس د دا ډول حقونو څخه خپل ځان محروم کړى، ځکه چې د دې ولسواليو خلکو  رايه ورکړه او د وردګو له څلورو ولسواليو څخه  او د ميدانښار څېرمه دريو ولسواليو څخه يوازې يو يو کس وتوانېدولسي جرګې ته لاره ومومي… په هر حال اوس چې په ٢٠١٤ کال کې ټاکنې په مخ کې لرو،ايا په دې موفکر کړى چې د دې سيمې د خلکو به څه حال وي، ځکه چې د دې اوو ولسواليو خلک نسبت نورو ولسواليو ته د رايې ورکولو چندان ليوالتيا نلري چې دا کارې ډېرې خطرناکې پايلې لري او که د دې سيمو خلک رايې ورنکړي ممکن له ډېرو سياسي ، مادي او معنوي شتمنيو بې برخې پاتې شي، چې مسئووليت يې پخپله د همدې سيمې خلکو ته راجع کيږي.  د دې ترڅنګ په تيرو ټاکنو کې د غزني ولايت څخه يو پښتون توکمي او تاجک توکمي هم پارلمان ته لاره ونکړه ځکه چې هغوى رايې نه وې ورکړې او تذکره اخستل او رايه ورکول ورته عادي ښکارېدل، په پايله کې  د دې ولايت امتياز يوازې يو قوم ( هزاره) قوم ترلاسه کړ چې يوولس تنه استازي يې د همدې ولايت څخه ولسي جرګې ته ورسول ،  که چېرې موږ غواړو د افغانستان په ولسي جرګه کې خپل استازي  ولرو نوله تذکرې او د ټولټاکنو د کارت  پرته داحق نشو تر لاسه کولاى، موږ وينو چې ډېرى پښتانه وروڼه د همدې ستونزې پر اساس ندي توانيدلى څو ولسي جرګې ته د دوى د حقوقو مدافعين او استازي وليږي، ځكه، چې د  تذكرو اخستل دشخص د سيمې، ژبې ، قوم، مذهب، عمر،جنسيت، دندې او نورو كوايفو څرګندويي كوي، چې له مخې  يې په سرشمېرنه او نورې سياسي او اقتصادي چارې تنظيميږي . د بېلګې په توګه مركزي حكومتونه او ادارې تل د قانون له مخې د مالي كال په پيل كې د يوې سيمې د نفوسو دشمېر له مخې سيمو  او ولايتونو ته بوديجه ځانګړې كوي. كه په يو ولايت كې خلك تذكرې وانخلي ممكن د هغوى نفوس كم وښودل شي او هغوى ته دومره پاملرنه ونه شي كوم، چې ګڼ نفوسو سيموته كيږي، چې په دې كار سره د سيمې دخلكو هر ډول، سياسي، ټولنيزې، اقتصادي او  دې ورته ډېرحقوق له منځه ځي.يا په بله وينا كله، چې  په افغانستان كې  نوى اساسي قانون جوړيدلو نو هر ولايت ته د هغوى د نفوسو د شمېر مطابق په ولسي جرګه كې ونډه وركړل شوه، چې د هغوى له هر راز حقوقو څخه په ولسي جرګه كې دفاع وكړي او ستونزې يې مركز ته ورسوي. د استازو دا ولايتي سهم هم د هغوى دنفوسو له مخې وركړل شو، په دې ويش كې هغو ولايتونو ډېر زيان وكړ، چې دتذكرو د نه اخستلو له امله هغوى د نفوس د ډېروالي سره سره هم كم  وګڼل شول او لږ سهميه وركړل شوه. د بېلګې په توګه د ميدان وردګو ولايت، چې يو ګڼ ميشته مركزي ولايت دى، په ولسي جرګه كې پنځه تنه استازي لري. كه د دې ولايت وګړي خپلې تذكرې وانخلي، په راتلونكې كې به ممكن  د دې ستونزې په څېر ډېر نورزيانونه هم وويني، ځكه موږ وينو، چې يو شمېر ولايتونه ، چې د ميدان وردګو ولايت د يوې ولسوالۍ برابر نفوس لري، په ولسي جرګه كې پنځه تنه استازي لري…

لكه څنګه، چې د يو كس د زېږېدلو په لومړيو ورځو كې هغه ته يو نوم انتخابيږي او داچاره په هر هېواد او هره سيمه كې يوه مهمه اړتيا بلل كيږي ، همداسې د يو شخص د انساني هويت د څرګنديدا لپاره د تذكرو اخستل يوه مهمه او مبرمه اړتيا ده، خو بد بختانه، چې زموږ ګڼ هېوادوال دې مسالې ته نه دي متوجه شوي او كه دا حالت همداسې دوام وكړي ممكن د هيواد په راتلونكې سياسي وضعيت ډېر اغيز ولري، په تېره بيا هغه سيمې او قومونه، چې يواځې نارينه يا يواځې لوستي او خاص كسان يې تذكرې اخلي په راتلونكې كې د ډېرو ناوړه عواقبو او پښيمانتياوو سره مخ كيدلاى شي. كه ځېر شو تذكره اخستل د انسانانو اسلامي مكلفيت هم دى ځكه، چې په تذكره كې د شخص د نوم سربېره د هغه د پلار، نيكه قوم،  ولايت ، ولسوالۍ، كلي اود شخص د كسب په اړه هم معلومات څرګنديږي او د اسلام په سپيڅلي دين كې د شخص اصليت او هويت د انساني كرامت څرګندوى بلل شوي، ځكه نوحيوانات هيڅكله هم  كوم خاص قوم ته نه منسوبيږي او نه كوم قوم لري، خو انسانان الله ج قبيلې او قومونه پيدا كړي دي لكه، چې په  قران عظيم الشان كې الله فرمايلي، ژباړه: ((ما تاسو شعبې او قبيلې پدا كړي ياست د دې لپاره، چې يو بل وپېژنئ، بل ځاى كې خداى ج فرمايي : (( ما تاسو د يو نفس ( ادم ع) څخه پيدا كړئ او له ادم څخه مو د ده ښځه (( هوا))پيدا كړه او له دوى دواړو مو ډېر سړي او ښځې پيداكړل…نو له دې للهي لارښوونو څخه څرګنده شوه، چې د انسان هويت دهغه د انساني كرامت څرګندويي كوي او له هويت پرته انسان كه څه هم، چې انسان دى، خو ذليل او د خلكو له نظره سپك انسان دى، چې په ټولنه كې چندان توجه ورته نه كيږي.

اوس به د تذكرې څو مهمې اړتياوې په ګوته كړو:

۱ – له تذكرې پرته موږ پاسپورټ هم نشو اخستلاى او له پاسپورټ اخستلو پرته موږ حج ، چې يوه الهي فريضه ده هم نشو ادا كولاى، نو جوته شوه، چې تذكره سربېره پر دې ، چې يوه سياسي او ټولنيزه اړتيا ده، يوه ديني اړتيا هم ده او له تذكرې پرته موږ خپلې ديني چارې هم نشو بشپړولاى، نو راځئ، چې د خپل دين سره د مينې له امله هم خپله تذكره واخلو او هم خپل هغه دوستان، چې تذكرې يې نه دي اخستي دې  مسئوليت ته متوجه كړو.

۲ –  زموږ هيواد يو وروسته پاتې هېواد دى، چې پر نورو ستونزو سربېره زياتې ناروغۍ هم پكې نشي تداوي كيدلاى، له همدې امله زموږ زيات هيوادوال هره ورځ د خپلې درملنې په موخه هند او يا نورو هيوادونو ته ځي، چې داسفر هم له تذكرې پرته ناممكن دى او داچې زموږ په هيواد كې د هر ډول ناروغيو د تشخيص اودرملنې امكانات نشته، نو زموږ د روغتيا د ساتنې او ژوند د بقا په خاطر اړيو، چې يو بهرني هيواد ته لاړ شو، چې له تذكرې  پرته شونتيا نلري، نو جوته شوه، چې تذكره زموږ  د ژوند په تيره بيا د ښه او روغ ژوند لپاره يو مهم اصل دى، ځكه، چې له روغ بدن پرته ژوند بې مزې دى.

۳ – دعلم زده كړه په هر نارينه او ښځينه فرض ده او له پوهې پرته موږ نشو كولاى د ژوند په ستونزو بريالي شو. كه موږ وغواړو، چې لوړې زده كړې ولرو او يا داچې خپل دوستان او اولادونه مو د لوړو زده كړو په موخه پوهنتون يا ښوونځي ته شامل كړو ، نو له تذكرې پرته دا نيكبختي نشو ترلاسه كولاى او  په دې خو باورلرو، چې بې علمه او ناپوهه انسان د دنيا او اخرت له  زيات شمېر ښيګڼو محروم دي لكه، چې الله ج وايي ژباړه : ((  ايا برابر دي هغه كسان، چې علم لري له هغو كسانو سره، چې علم نه لري، نه بلكې هيڅكله هم جاهل له عالم سره نشي برابريدلاى ، نو په دې بايد باور ولرو، چې له تذكرې پرته موږ علم نشو ترلاسه كولاى.
۴ – نكاح: نكاح، چې يو شرعي حكم او د  انسان د ټولنيز ژوند د بقا لپاره مهم اصل ګڼل كيږي دنكاح خط د ليكلو لپاره د هويت پاڼې درلودل اړين دى او لكه څنګه، چې  نكاح او نكاح خط مهم دى، همداسې د نكاح خط لپاره مخكې له نكاح خط څخه د نكاح تړونكي هويت پېژندنه لازمه ده، چې  دا هويت پېژندنه د هويت پاڼې يا تذكرې پر اساس كيدلاى شي.

۵ – وثيقه: وثيقه د انسان په ژوند كې يو بل مهم ركن دى، چې د نكاح او نكاح خط په څېر د وثيقې د جوړولو لپاره د تذكرې لرل حتمي دي، ځكه، چې له تذكرې پرته وثيقه هيڅ معنا نلري او د باور وړ نشي بلل كيدلاى.

۶ – ځمكې او جايداد : زموږ د ژوند يو بل مهم اړخ اقتصادي توانمندي ده. لكه څنګه، چې اقتصاد د انسان په ژوند كې مهم رول لري او انسانان د خپل اقتصاد د ښه كيدو لپاره  د نورو هلو ځلو ترڅنګ په سوداګرۍ لاس پورې كوي، چې له دې جملې څخه يو هم د ځمكو او جايدادونو اخستل او پيرودل دي، چې د معاملاتو د لارښوونې د دفترونو او خصوصي جوړجاړيو له مخې تر سره كيږي اود ځمكو، كورونو او نورو جايدادونواو دوكانو نو راكړه وركړه د قبالې په وسيله كيږي. خو دا هم بايد په ياد ولرو، چې هيڅ قباله د اخستونكي او پلورونكي د هويت له څرګنديدا او هويت پاڼې  د لمبر پرته هيڅ معنا نه لري، نو په دې اساس ويلى شو، چې كه تذكره ونه لرو نو ځمكه او جايداد هم نشولرلاى او كه يې ولرو هم نو د تذكرې د نشتون له امله د اعتبار وړ جايداد نه دى، چې دا كار هم په راتلونكې كې ډېرې زياتې ستونزې پېښولاى شي. نو ويلاى شو، چې تذكره زموږ په ټولو چارو كې دخيله ده او له تذكرې پرته زموږ هيڅ كارشونتيا نه لري.په پاى کې ويلى شو چې که موږ پخپله د خپل برخليک غم ونخورو د نړۍ هيڅ قدرت زموږ غم نخوري او ان د سياسي اختلافونو څخه په استفاده زموږ حقونه ترپښو لاندې کوي، نو په زغرده وايو جې که موږ هويت پاڼه او کارت ونلرو زموږ راتلونکې به د ستونزو د ډېروالي له امله ډېره تته وي او موږ به له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان يو.

One thought on “راتلونکې ټولټاکنې او زموږ تته راتلونکې/ اورنګ مختار”
  1. لیکونکی وروره په خپل وخت سره دی ښه اړینه لیکنه کړیده، خوښ اوخوشحاله اوسی.

    زما په فکردالکترونيکي تذکرې ویشل په اوس وخت کی سم کار نه دی، بس زړی تذکیری کفایت کوی، ځکه دیوی خوا زمونږدحکومت مشران ټول مصلحتی دی داسی نه چه تذکیری راته هم په مصلحت او…..جوړی کړی اوبل داچه په ننی وخت کی دافغانستان ډیر خلک دوطن څخه بیرون دی اویا ددولت څخه ناراضه دی.

    دتذکیری اخیستل ډیر اړین دی باید هر پښتون تذکیره ولری، اوکه تذکیره ونلری نوپښتونه وروره هم دی خپل ځانته ضررورساوه اوهم دی خپلو ټولو پښتنو ورونو ته ضرر ورساوه، بیړه وکړه اوتذکیره ترلاسه کړه.
    والسلام
    م. افغان

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *