تاند: د ښار جوړونې او اراضۍ وزارت وايي، د دارالامان اداري کمپلیکس نقشه اود ځمکو استملاک چارې بشپړې شوې دي او راتلونکې اوونۍ به یې کارونه رسما پیل شي.
د ښار جوړونې وزارت ویاند حشمت الله ناصري نن چهار شنبه خبریالانو ته وویل، تر دې دمه د ملکیتونو تثبیت او د استملاک چارې بشپړې شوې دي او د کمپلیکس لپاره به د زېربناو چارې هم ژر تکمیل شي: (( د کمپلیکس په زیربناوو باندې له ۱۳۹۷ کال راهیسې کارونه پیل شوي وو.))
ښاغلی ناصري وايي، راتلونکې یکشنبې ته به د دارالامان اداري کمپلیکس ودانیزې چارې رسما پیل شي چې چارې به یې یو معتبر ودانیز شرکت او د جمهوري ریاست عملیاتي اداره مخته یوسي: (( موږ به دې برخه کې یوازې اجرايي او د اسانچاري رول ولوبوو.))
حشمت الله ناصري وايي، د کمپلیکس په جوړېدو به ۲۷ دولتي ادارې، وزارتونه، خپلواکې ادارې او عدلي قضايي بنسټونه ټول دارالامان ته را ولېږدول شي: (( دا کار به دوه پړاونو کې وشي، لومړي پړاو کې به ۱۳ دولتي ادارې او دوهنم پړاو کې به ۱۴ ادارې دارالامان ته راولېږدول شي.))
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني درې کاله وړاندې ویلي وو چې ټولې یا هم ۹۰ سلنه دولتي ادارې به دارالامان ته ولېږدوي.
