یوازې وه. سترګې یې پټې کړې چې ویده شي، بیرته یې رڼې کړې. خوب نه ورته، ملګري یې په فیسبوک کې ورته لیکلي و چې نور نه سره ګورو. دې پخوا یوځل خوا ورسره بده کړې وه بیا هغه بیرته ورته راغي او پخلا شو.

 سر یې له بالښته راجګ کړ، غوږ یې ونیو. داسې غږ یې تر غوږو شو لکه څوک چې کړکۍ ټکوي. ورولټیده. د کور د وره خواته یې یو ټیټ سیوری ترسترګو شو. ورو یې ور پرانیست. یوه خوا بله خوا یې وڅارله. شاوخوا لړه راښکته شوې وه.

بیرته راوګرځیده. ورپام یې شول، له دیواله د کوټې تر کړکۍ په واورو کې د پلونو نخښې وې. ورکړوپه شوه. پلونه واړه وو. خو سم نه ښکاریدل، واورې پټ کړي وو.

څرپی شو، یوه مرغه وزر ټپ وهل، تور ښکاریده، په غبار کې پټ شو. لکه چې کونګ و، په دې نیمه شپه کې نور  مرغان څه کوي؟!

په شا شا رهي شوه، ور یې پسې پورې کړ. د خوب څراغ یې ولګاوه، په بخارۍ کې یې لرګي کیښودل. فیسبوک یې پرانیست، نیت یې وکړ چې ملګري ته پیغام ولیکي، هغه بلاک کړی و.

د څراغ مخې ته په  جګو پښو کښیناسته، د ببرو ویښتانو سیوری یې شاته پر دیوال داسې ښکاریده لکه د ځوځو کوټه.

کمپله یې پر سر راکش کړه. زړه یې دربیده خو له خوبه یې موبایل له لاسه ولوید.

پراګ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *