له ټولو نه مخکې دې خبري ته ضرورت دی چې د کوم کار یا د کومې نظریې او ایدیې عملي کولو ته سړی نیت لري چې دا کار او نظریه ځان ته معلومه کړي او اصلي مفهوم یې وپېژني. بیا،نو، که غواړي چې و یې کړي شاید چې د یوې مثبتي غایې د حصول په تحت کې به وي. که فرضاً یو سړی چېرته د یو کار په کولو باندي بې له دې نه چې مفهوم یې ځان ته معلوم کړي، بوخت شي نو دا کار یې د غایې په لحاظ دوه مخه لري یعني د دغه کار کولو غایه به یا د ده له طبیعت سره برابره وي او یا نه. که دا غایه یې له طبیعت سره برابره وه، خو ښه خبره ده؛ کوم زیار چې ده د دغه کار په کولو کې پرته د غایې له سنجش نه ګاللی دی ابته او ضایع نه شو. مګر که دغه نتیجه او پای د ده له طبیعت سره برابری و نه خوري نو په دې کې هیڅ شک نه شته چې دا ډول بې تدبيره کار سړی په خپلو کړو پښېمانه کوي. تر دې چې د دغه کارپه کولو باندي خو پوره پښېمان وي مګر نورو کارونو د کولو حوصله هم ورسره پاتې نه وي. همدا وجه ده چې د بې تدبیره خلکو کارونه اکثره شنډ خېژي، اګرکه ځيني کارونه یې اتفاقاً کله کله برابر هم وي. په هر تقدیر بې غایې کار کول، اتفاقي وي او که قصدي، بد دي.
هغه کار چې اتفاقي غایه ولري اګر که د غایې په نسبت مهم دی مګر د اعتبار وړ نه دی، ځکه چې اتفاقات کله،کله وي.
لنډه داچې مخکې له کار کولو نه دې خبريې ته توجه په کار ده چې زه څه کوم او د څه له پاره؟
په دې اساس که څوک کوم عمل ته اقدام وکړي او یا کومه نظریه عملي کوي غالباً بې نتېجې نه وي.
ددې مضمون موضوع او عنوان «راحت» دی.
راحت ، بې له دې چې څوک یې په مفهوم باندي ځان خبر کړي – چې څه شی دی – هرڅوک یې غواړي، او نادیده د هرچا خوښ دی. اوس نو باید وویل شي چې راحت څه شی دی؟
«راحت» د «زحمت» لېري کولو ته وایي او ضمناً یو اکتسابي امر دی. «راحت» دهغه چا په برخه کېږي چې اول څه «زحمت» ولري او بیا په خپل زیار دغه زحمت له ځان نه لېرې کړي؛ چې عیناً همدا زحمت لېرې کول د راحت معنی ده. بله دا چې راحت اکتسابي امر دی یعني د راحت په هره مرحله کې چې سړی وي بیا هم نسبت و هغه چاته چې د ده په نسبت د زیاتو زحمتونو د ازالې وظیفه ایفا کړې وي، دا سړی په زحمت کې دی، او نسبت وهغه چاته چې له ده نه یې لږ زحمتونه تحمل کړي وي په راحت کې دي، مګر هغه څوک چې زحمت یې نه وي ګاللی له دغو اکتساباتو څخه باالکلیه وتلی دی، په هیڅ ډول راحت کې نه دی.
اوس نو که څو ک راحت غواړي او غواړي چې خپله د راحت د غوښتلو دعوه حل او فصل کړي، باید چې په مدبرانه ډول، د خپلو زحمتونو – فردي وي که اجتماعي – حدود و ټاکې او بیا په پوره ځان ستړیا له دغو حدودو څخه ځان وساتي تر څو چې د راحت خاوند شي ، او د ژوند مستحق. ځکه چې ژوند د موجود ذاتي او نفسي حرکت ته وایي، چې د حرکت معنی د یو ځای پرېښودل او د بل ځای اشغالول دي. کله چې جهات – حسي وي که نظري – مختلف دي او دغه موجود ته په مساوي ډول نسبت لري، نو د یو جهت په خوا توجه کول ضرور یو مرجح غواړي چې هغه مرجح یې د راحت حس دی، چې دغه موجود د خپل راحت پر خوا بیایي او د ژوند د تعریف مصداق یې ګرځوي. که دا مرجح په کوم موجود کې نه و، نو په دې اساس چې دی له ټولو جهاتو سره مساوي تناسب لري ساکن بلل کېږي.
که فرضاً کوم حرکت ترې نه صادر شی هغه به هم عرضي وي او کومه فایده به ذاتاً پرې مرتبه نه وي، لکه ډبره چې له لوړې نه د ځوړې پر خوا را و رغړي او حرکت وکړي، خو کله چې د ډبري دغه حرکت د کوم احساس په تحت کې نه وي نو داحرکت به حرکت نه شمېرل کېږي، او داسي نه شي ویل کېدلای چې دا ډبره ژوندۍ ده. همدا رنګه هغه اشخاص چې د خپلو زحمتونو حدود نه شي حس کولای او له دغو حدودو څخه د وتلو تدبیر نه لري او یا یې نه کوي، د ډبرو او نورو ساکښو موجوداتو په څېردي. صرف دومره فرق لري چې دا ډول شخص یومتألم موجود دی، چې د خپل تألم د رفعې چاره ورسره نه شته او ډبره غیر متآلم موجود دی چې هیڅ چارې ته احتیاج نه لري.
اوس نوکه څوک غواړي چې په راحت کې و اوسېږي نو باید چې د راحت معنی او مفهوم وپېژني او بیا یې وغواړي.
***
(دا لیکنه غالباً په ۱۳۳۸ لمریز کال کې، په کابل مجله کې خپره شوې ده. هغه مهال استاد «رحیق» تخلص کاوه)