عصمت الله صالح

ښځې راډیو غلې کړه، د ټیکري څنډه یې له غوږ واړوله، چورت یې ونیو، په انګړ کې یې د ماشومانو غالمغال واورېد، د خامک ستنه یې پر دسمال وټومبله، دسمال یې پر توشکه کېښود او په بیړه له کوټې ووته…

پر ځمکه پروت ماشوم، ولاړ ماشوم ته تندی تریو کړ، سپېرې شونډې یې پرانیستې:

ـــــ تا په خور او مور یې بوزم، د سپي زویه، د رنډۍ بچیه!!…

د ولاړ ماشوم غوسه زیاته شوه، دا ځل یې د پښو پر ځای د پراته ماشوم سر ته کلکه لغته ورکړه او په لړزېدلي اواز یې وویل:

ـــــ کنځاوې مه کړه، ګېني مرداروم دې…

ښځې په دهلېز کې لامده پلاستیکي بوټان پر پښو کړل، ور منډه یې کړه؛ خو لا انګړ ته نه وه ‌رسېدلې،  چې کیڼه پښه یې په بوټ کې تاو شوه او د برنډې په زینو کې ځای پر ځای ځوړند سر کېناسته…

د کلا دروازه خلاصه شوه، سړي د غوا پړی خوشی کړ، ښځې ته ورغی، په ورخطایۍ یې وویل:

ــــــ وه ښځې څه چل دی، څه در وشول!!؟؟

ښځې سر پورته کړ، له اوښکو ډکې سترګې یې ولاړ ماشوم ته کړې، په غوسه یې وویل:

ــــــ هغه د سپېرې زوی په کاڼي وویشتم، څو ځل مې درته وویل، چې دغه مردار‌خور له کوره وشړه؛ خو دا ځل به یا زه درنه ځم او یا به دغه د سپېرې زوی له کوره ورکوې!!…

سړي په ولاړ ماشوم ورمنډه کړه، خوله یې غوږ ته ور‌نږدې کړه، په خشکه یې وویل:

ــــــ د خرې زویه نن دې وژنم، همداسې دې نه پرېږدم!!…

سړي د ماشوم غومبري ته څپېړې برابرې کړې، کړسه کړسه…

په خاورو کې پروت هلک پاڅېد، د پلار تر غټې څنګلې یې کوچني لاسونه تاوو کړل، په زاریو یې وویل:

ــــــ پلاره مه کوه، راحت زه وهلی یم، مور مې یې په کاڼي نه ده ویشتلې…

سړي، ماشوم پرېښود، شاته یې وکتل، ښځې خپل زوی ته برګې سترګې نیولې وې.

پای 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *