تاند- د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف د پوځ ټولو قوماندانانو، استخباراتي ادارو، او امنیتي ځواکونو ته امر کړی چې د هر هغه چا پر ضد اقدام وکړي چې د پاکستان له خاورې د افغانستان خلاف هلې ځلې کوي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو د خبرپاڼې پر اساس، جنرال شریف وویل، پاکستان به د افغانستان د مځکنۍ بشپړتیا او ملي یووالي لپاره په خپل ټول توان هڅه وکړي، خو له افغانستانه هم ورته تمه لري.

راحیل شریف دا خبره نن /پنجشنبه/ شمالي او جنوبي وزیرستانونو ته له استول شویو پوځیانو سره په کتنه کې وکړه.

ده وویل:«د پاکستان او افغانستان د پولو په اوږدو کې عملیات روان دي او د پولې امنیت ټینګېږي، پاکستان به هیچا ته اجازه ورنه کړي چې له خاورې څخه یې د افغانستان پر ضد کار واخلي.»

ده د جبهې په لومړۍ کرښه کې د جنګېدونکو پوځیانو روحیه وستایله، ویې ویل چې دوی د خپل هیواد لپاره جنګېږي.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز زیاته کړه«د افغانستان – پاکستان د پولو په اوږدو کې سوله او ثبات زموږ لپاره لومړیتوب لري، دې هدف ته د رسېدو لپاره به موږ له ټول وس او توانه کار واخلو.»

راحیل شریف دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې د امریکا د مشرانو جرګې د وسله والو خدماتو د کمېټې د مشر جان مکین په مشرۍ د امریکايي سناتورانو پلاوي اسلام اباد او کابل ته سفر وکړ او له پاکستانه یې په کلکه وغوښتل چې نور نو حقاني شبکه په خپله خاوره کې وځپي.

مکین د اسلام اباد له سفره وروسته د دوشنبې په ورځ په کابل کې وویل چې پاکستان ورڅخه د یوه بل فرصت غوښتنه کړې ده.

جنرال راحیل شریف پاکستاني پوځیانو ته وویل چې په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره د افغان کډوالو خپل هیواد ته ستنېدا او د پولو مدیریت (بارډر منېجمینت) ضروري دی.

راحیل شریف وویل چې ټولو پوځي او استخباراتي ادارو ته امر کوي چې د هغو سرغړوونکو خلاف کلک ګامونه واخلي چې د پاکستان خاوره د افغانستان پر ضد کاروي.

ظاهراً د ده اشاره طالبانو او حقاني شبکې ته وه چې د پاکستان له خاورې په افغانستان کې عملیات تنظیموي او د جنګي کسانو د تنظم او تمویل چارې اداره کوي.

پاکستان تر دې پخوا هم د طالبانو د ځپلو او یا خبرو ته د هغو د حاضرولو ژمنې کړي خو وروسته پرې پښېمانه شوی او ویلي یې دي چې ولې د افغانستان لپاره په خپل هیواد کې د چا خلاف جنګ وکړي.

په وروستیو کې پاکستان وویل چې که په خپله خاوره کې د طالبانو پر ضد اقدام وکړي د پاکستان لپاره به منفي عواقب ولري.

د امریکا له لوري پر پاکستان د مرستو کمېدا او په نړیواله ټولنه کې د پاکستان د منزوي کېدو احتمال، کېدای شي پاکستان د افغانستان په وړاندې په خپله پالیسي کې بالاخره بدلون ته اړ باسي.

3 thoughts on “راحیل شریف، د افغانستان خلاف د پاکستان د خاورې د کارول کېدو د مخنیوي امر وکړ”
  1. دا اعلان صرف یو تجارتی بڼه لری او دا صرف دنړیوالو سترګوته خاوری اچول دی اوبلخصوص د ناټو غونډی لپاره یو پیغام و تر څو زمونږ د ولس مشر څرګنونی وګواشی مګر اوس خلک په دا تجارتی اعلانونو اعتماد نه کوی

  2. زما په ګمان پاکىتان ډيورن لاين ته درسمى کيدو لاره لټوى ، پاکىتان وايي موژپر دافغانستان سره پر پوله امنيت ټنګوو ددى کار لپاره پر ځينو سيمو دروازى جوړوو او پر ډيورن لاين ديوال جوړوو تر څو ترهګر له پولى په اسانى وانه وړى لدى يي دپولى ټنګښت مطلب ندى مطلب يي دډيورن لاين په رىميت پيژندل دى جى داهڅکله افغانانو ته دمنلو وړنده او که رشتيا غواړى په داخل ده خپله خوره کى هغه مرکزونه له منځه يوسى چى ترهګر روزى

  3. ازموده را ازمودن خطا است.
    پاکستان ځان ته وخت اخلي او د نړیوالی ټولنی توجو له ځانه لیری کوي او نړیوال غولوي.
    پاکستان په دی وروستیو کی د امریکا او د نړیوالو تر نیوکو لاندی راغلی او اقتصادی کومکونه پری مشروطه شوي دی. اوس غواړی پر خپل ځان فشار کم کړي. پاکستان به کله هم د افغانستان له مداخلی لاس وا نه اخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *