پاچا خان پوهنتون

تاند- پاکستاني رسنۍ وايي چې د دغه هیواد د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف نن د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، اجرايي رييس عبدالله عبدالله او په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان کېمبل ته ټېلفون وکړ.

د پاکستاني رسنیو د راپور پر اساس جنرال راحیل د خیبر پښتونخوا په چارسده کې پر پاچا خان پوهنتون د چهارشنبې د ورځې د تروریستي حملې په اړه خپل معلومات له افغان مشرانو او د غوڅ ملاتړ د ماموریت له قوماندان سره شریک کړل.

په راپور کې ویل شوي چې راحیل شریف خپل معلومات د پاچا خان پوهنتون د حملې په اړه د شویو تحقیقاتو پر اساس وړاندې کړي دي.

شریف ویلي چې پر پاچا خان پوهنتون تروریستي برید له افغانستانه د پاکستاني طالبانو د تحریک له لوري د موبایل ټېلفون له لارې کنټرولېده.

یو شمېر پاکستاني رسنیو حتي داسي ادعا هم کړې وه چې حمله کوونکي افغانان دي او له افغانستانه وراستول شوي وو.

خو د پاکستان د پوځ ویندوی جنرال عاصم بجوه وايي چې دا برید د پاکستاني طالبانو د تحریک له لوري شوی او هغوی د برید قومانده له افغانستانه د موبایل ټېلفون په وسیله ورکوله.

باجوه همداراز وویل:« په برید کې څلورو وسلوالو برخه لرله، څلور واړه وژل شوي او موږ پوره معلومات لرو چې دوی څوک وو؟ څنګه یې برید ترتیب کړ؟ او د چا په اشاره یې دا هرڅه وکړل؟»

عاصم باجوه دا هم وویل چې دوی کافي شواهد او معلومات راټول کړي چې پر اساس یې پلټنې کوي خو ده نور جزییات څرګند نه کړل.

د پاکستان د پوځ چارواکو له افغانستان او ناټو څخه غوښتي چې د دې برید د عاملانو په نیولو کې مرسته وکړي.

د پاکستاني طالبانو ویندوی محمد خراساني پرون وویل چې دوی پر پاچا خان پوهنتون په حمله کې لاس نه لري.

ده دا هم وویل چې پاکستاني طالبان له غیر نظامي ځایونو سره کار نه لري.

8 thoughts on “راحیل شریف پر پاچاخان پوهنتون د حملې معلومات له افغان مشرانو سره شریک کړل”
  1. راحیل جانه هغه به هم ستایو د آی اس آی بړيڅی په افغانستان کی ځای پرځای شوی وی او د فلم د ډکولو لپاره به یی اکتونه کړی وی. اوس ټوله نړۍ پوهیږی چی د تروریستانو ځاله چیرته ده او څه کول غواړی. هیڅ افغان او پښتون نه غواړی د خدای بخښلی پاچاخان د پوهنتون د محصلینو یو تار هم ضایع شی . دا تاسی یاستی چی کله یی ژبه په ښوونځیو کی منع کوی او کله یی مخامخ وژنی. خدای ج منتقم دی او د ظالمانو نه به د آخرت په ورځ کی سخته پوښتنه وشی.

  2. افغانستان ته د څه لپاره معلومات ورکوي. دا معلومات هندوستان ته ورکړئ چې دستاسو په اندازه د افغانستان په بې امنۍ کې لاس لري او هم په پاکستان کې حملې کوي. کله چې د افغانستان او پاکستان حالات لږ مثبت خوا ته روان شي بیا هندوستان په دواړو هیوادونو کې حملې شروع کړي تر څو حالات بیرته خراب او دواړه هیوادونه پر یو بل بې باوره شي. زه هغو طالبانو ته حېران یم چې د هنوستان لپاره حملې تر سره کوي او خپل مسلمانان وژني او بیا ځانونه مسلمان هم ګڼي عجب اسلام دی هنوستاني طالبان هم پکې شته. رحیل شریف صاحب افغانستان خو بې سرپړوښه دیګ دی دا ۴۰ کاله پکې تاسو ګوتې وهلې او نورو ته مو هم لاره هواره کړې. که چیرته د هنوستان نه پوښتنه نه شئ کولی نو بیا د ټولو د بادار امریکا نه معلومات وغواړئ.

  3. ای اس ای د تا په شان حملې کوي خو بیا یې په نورو راړوي! ډېره بې شرمه اداره ده.

  4. راحیل ته ووایاست چی ته ګرم نه یی چه دافغان حکومت نه معلومات غواړي ځکه ګرم نه یی چه تاسی دومره زیات د ,ای,ایس,ای سپی روزلی چه اوس حساب او کتاب درنه ورک دی نو ځکه ا باید فغان حکومت ستاسو سره کومک وکړی تر څو داسړی خواره سپی په کوډلو او یا هم په اوسپنیز قفسونه کی ټینګ بند کړی.په درنښت
    راحیل شریف ته

  5. د مبایل نه زنګ ورتلل هیڅ ثبوت نه شی جوړیدلای.
    پر پوله ها خوا ۳ کیلو متره د افغانستان مبایلونه کار کوی. او د پولی دیخوا ۵ کیلومتره د پاکستان او ایران مبایلونه کار کوی. کیدای شی د ای ایس ای ایجنټ د افغانستان له سیم کارت نه له لنډی کوتل نه زنګ وهلی وي. بله خبره دا ده چه د ای ایس ای ایجنټان په داخل د افغانستان کی په سلهاوو اوسی نو دا کومه سحته خبره نه ده چه د تیلیفون اړیکی هم پنجاب له افغانستانه برابری کړی وی. دولت دی باید په احتیاط ددغه ثبوط ځواب ور کړي.

  6. دا حمله دآيس آي له خوا ډيزآن سوې اوددوئ له خواپر دې مظلوم اولس دخپلو مغرزانه اوارتجاعې اهدافو په خاطر چه هميشه پښتانه پکښي قرباني ورکوي سرته رسولې ده دا اعلان چه فکي طالبانو دا کار کړئ دئ دا اعلان هم ددغو آيس آئ له خوا سوئ دئ اوس به وګورو چه دآيی آي ددغو حملو څخه ئې هدف ځه و دا به پدې نژدو ورځو کي معلوم سي پر پيښور حمله پر کابل حمله ده هيڅ افغان ته دمنلو نه ده.
    ولي داسي حملې په کراچي لاهور اسلام آباد کي نه تر سره کيږي دا واضع ده چه دا حمله آيس آئ کړي ده دخپلو خارجي حاميانو په دستور .

  7. How come that, it was planned from Afghanistan. The media reported the attackers were trained in Dara-e-Adam Khel, Kheber Pakhtoonkhowa. Their training photos were reported. there is specific terrorist camp under Pakistan Army and ISI.

    Why Pakistan Army doesn’t allow media to prepare coverage from Waziristan??? there reason is clear they killed thousands of innocent people there, they destroyed their houses, schools, businesses and etc. What they did in Khebar, Tera and other valleys of Pashtoons, the same. why the pashtoons people don’t recognize the double face of Pakistan establishment?

  8. Salaam;

    Pashtano & Afghanano wrunno lustunkoo ! sha zeer shiy
    Penjaby pokistanee D`efa` wazir Hoja Asef ” wayi” mong da 40 lya ziyat kaloonah pa India aw Afghanistan ki ddery modaxelee karry, pes-la dee ba yi na kawoo!”> i`teraf kawi.

    Vayand yi, Bajva wayi” Mong d Bachakhan Univ d hamle per plan; details etc.. xabar woo!! aw daa pakistany Talibano kirry!; bya wrosta wayi che d mobile zangona la bara ratllil!”.>> ! Kha la`neti ! che domra xabar ham viy no bya wali mo makhnewy na kawla.
    Aw d pakistany talibano sakha bae-l shawi (momkin d`aishy! ghool) Omer mansuur pa num yawcha zimavari manily da!> Turky Jihan journalist la Kofrabad`a.

    Afghanistan & Afghanan xosusen pashtani d Phakhr-e Afghan Bachakhan nuum aw reshtyny mobarezy aw KHUDAI-KHEDMATGARY ta d zrrah la kumy ihteram lary, za fikr kawim hetskala ba pa Pakhtun -meshto seemo aw pa terabya Pohantun bandy dasy bozdelana, jasusanah aw ghayr-islami, ghayr-e insany breed wa na krry. Pa 1948 ki cha d salhaoo KH.Khedmatgarano wyny bahawly vay???. Penjaby d-engreeiz goddagyan paxpla i`teraf kawi aw hatta Beynalmilal mahkeme ham beraa`t na si werkawly.

    Allah de monafikghyn aw 72 csheytany ddaly yi gharqy krri aw d Ahl-e sunnet aw djama`at 73. ddala de kamyaba krri ameen.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *