په تندي مو کونځو کتارونه جوړ کړي وو، خبرې مو خلاصې نه وې چې ټولګیوال مو په ټولګي ننوتل وروستۍ خبره مې دا وه چې ښه دې ونه کړل.
وروستی ساعت و، زړه مې ډک او له ستړیا مې سترګې نښتې وې او مخکنۍ خبرو لاهو کړی وم.
استاد سلام وکړ، خو مخکې له دې چې په درس پیل وکړي سترګې په ټولګي کې په ناستو محلصینو تېرې کړې.
بیا یې خبرې پیل کړې: نن چې پوهنتون ته راتلم د موټر په چالانه راډیو کې د راز ساتلو په هکله بحث روان و.
وړاندې له درس له تاسو پوښتم، ټول یې له نظره تېر کړو په شاېستې یې غږ کړ لورې!
ته پورته شه!
ستا په نظر راز څنګه ساتل کېدای شي؟
په ټول ټولګي کې پسپسک شو، استاد په لوړ غږ وویل : چوپ شئ !
شاېسته غلې وه، استاد بیا خپله پوښتنه تکرار کړه، بچۍ تاته وایم د راز ساتلو په اړه ته څه وایې؟
مړ اسوېلی یې ووېست، ستونی یې نښتی و، له سترګو یې اوښکو لارې جوړې کړې، چې په ځان پوهېدم له ټولګي مو وروستی ټولیګوال کتابچه په لاس ووت.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *