لیکواله : Rhonda Byrne

ژباړه : ډاکټر محمدعیسی ستانکزی

له مخکې خپله ورځ وپنځوه

ته دجذبولو له قانونه په استفادې سره خپل ټول ژوند پنځولی او هغه جوړولي شې . او په دې توګه له هغه سره سم پر مخ تللی شې یوښوونکی او لارښود پرنتیس ملفورډ چې په خپلو لیکونوکې ېې دجذبولو دقانون په هکله ډير څه ویلي دي   ثابتوي چې دخپل روزګار په هکله له مخکې فکرکول څومره ارزښت لري .

کله چې ته له ځان سره وایې چې له خوښیو ډک او په زړه پورې سفر به په مخکې ولرې په حقیقت کې له خپل جسمه مخکې ځواک او عوامل استوې چې ستالپار ه دښکلي اوپه زړه پورې سفر تدابیر غوره کړي کله چې له سفر یا خرید او کومې کتنې مخکې ویره ، ډار اوناسم طبیعت ولرې په حقیقت کې له ځانه مخکې یو ناڅرګند ځواک استوې چې تاته یو ډول خپګان رامنځته کوي . زمونږ افکار یاپه بله وینا زمونږ ذهني حالت تل دکار په حالت کې دي او ترمونږ مخکې مونږ ته دښو یا بدوموضوع ګانو تابیا وې غور ه کوي :

«پر نتیس ملفورډ»

پر نتیس ملفورډ دغه جملې په ۱۸۷۰ مه لسیزه کې لیکلي دي څومره له وخته مخکې ؤ! ته په خپله په ښکاره کتلاي شې چې دهرې ورځنۍ پيښې په هکله له مخکې فکر کول څومره مهم دي . بې له شکه د خپلې ورځې په هکله مخالف فکر کول دې تجربه کړي دي او یوه پایله ېې ورخطاکیدل اوبیړه ده .

که ته بیړه کوې پوه شه چې افکار اواعمال دې دویرې په بنسټ ولاړ دي دغه ویره ددې سبب کیږي چې ته له مخکې بد موارد او مسلې دځان لپاره برابر او بدې موضوع ګانې یوپه بل پسې جذبوکړې نتیجه داده چې دغه ناغوښتلي او بد شیان ستا په لاره کې شنه کیږي. که دغه کار روان وساتې دجذبولو قانون په راتلونکې کې ستا لپاره نورخراب شرایط هم برابروي او دا ددې سبب کیږي چې ته بیړه وکړي .ته باید له دې کاره ډ ډه وکړې او ځان له دغوفریکونسیو لیرې کړې .که څو دقیقې وخت ضایع کړې دغه کارشونی دی په یادوساته که نه غواړې چې بد ې خبرې او شیان دځان په لور جذب کړې نو ځان بدل کړه .

ډير خلک په تیره بیا په لویدیځو ټولنوکې هرڅوک په وخت پسې ګرځي او ګیلې مانې کوي چې ډير وخت نه لري ( دا هغه شی دی چې له پښتنو سره تو ټولو ډير دی ) په هر حال کله چې څوک وايي وخت کافي نه دی حتماً دجذبولوقانون په فعالیت کې دی که تل نارې سورې کوې چې کافي وخت نه لرې له همدا اوسه په ټینګار سره اعلان وکړه چې له اندازې ډير وخت لرې اوخپل وخت بدل کړه .

همداراز دخپل راتلونکي ژوند دپنځولو لپاره انتظار په قدرتمند وخت بدلولاي شې بل ځل چې دانتظارپه حال کې ېې وخت راګیر کړه اوتصور وکړه ټول هغه شیان لرې چې غواړې ېې. ته په هر وخت او هرځاي کې دغه کار کولاي شې اودخپل ژوند هروضعیت په مثبته بڼه اړولاي شې دخپلو فکرونو له لارې له مخکې دخپل ژوند دهرې پيښې ټاکل په خپل ورځینې عادت بدل کړه . له مخکې په فکرکولوسره په هر کار کې چې کوې ېې او یا هرچیرې چې ځې تنظیم کړه په دې ډول په هدفمنه توګه خپل ژوند جوړولاي شې .

د راز لنډیز Secret summaries

** دجذبولو قانو ن دعلاء الدین د دیو په شان ستا هره غوښتنه پوره کوي .

** دپنځولوبهیر د دریوګامونوپه پورته کولوسره له تاسو سره مرسته کوي چې هر څه غواړې هغه وپنځوې: غوښتل ، باور کول یا ځواب ورکول ، او موندل .

**   له کائيناتو غوښتنه دهر هغه شي لپاره چې ته ېې غواړې داسې موقیعت په لاس درکوي چې دهغه څه په هکله چې غواړې ېې شفافیت ولرې کله چې ستا ذهن شفافه شي په حقیقت کې دې غوښتنه کړې ده .

**   باور، اقدام کولو ، خبرو او فکر کولو ته اړتیالري په دې ډول ته وا هغه څه چې تا غوښتي دي له مخکې دې ترلاسه کړي دي کله چې ته له ځانه دیوشي دترلاسه کولو فریکونسۍ خپروې دجذبولو قانون دهغه دترلاسه کولو لپاره خلک ، شرایط او پيښې پاروي چې ته دخپلې خوښې شی ترلاسه کړې .

**   موندل ستاله احساس سره نیغ په نیغه ارتباط لري په دې ډول چۍ ته وا ستاغوښتنه څرګنده شوې ده همدا اوس ښه احساس تا دهغه څه په فریکونسۍ کې راولي چې ته ېې غواړې .

** دوزن دکمولو لپاره دوزن پر کمولو تمرکز مه کوه په بدل کې په مطلوب وزن تمرکز وکړه وګوره چې دخپلې خوښې وزن په هکله څه احساس لرې هماغه احساس ولره تر څو هغه دځان په لور جذب کړې .

   ** دهغه څه دبرسیره کیدالپاره چې ته ېې غواړې کائينات وخت ته اړتیا نه لري. دیومیلیون ډالرو برسیره کیدل ورته دومره آسانه دي لکه یو ډالر .

** دجذبولو دقانون دتجربه کولو لپاره لومړی له کوچني شي لکه یوګیلاس قهوې پیل وکړه په پریکنده توګه نیت وکړه چې دغه شی جذب کړې کله چې پوه شوې چې دغه قدرت لرې په بل مهم شي پسې ولاړشه .

**   په دې اړه چې غواړې حالات څنګه پرمخ لاړ شي په فکرکولو سره له مخکې خپله ورځ پنځولاي شې په دې ډول ته په هدفمنه توګه خپل ژوند جوړولاي شې .

پیاوړي بهیرونهpowerfull prosses

ډاکټر جو ویټل :

«ډير کسان احساس کوي چې په خپلو اوسنیو حالاتوکې راګیرشوي اوبندیان دي خو زه به درته ووایم چې ستا دژوند اوسني شرايط که هرڅه دي ستا دژونداوسني واقیعتونه دي اودغه واقیعتونه له رازه په استفادې سره بدلیداي شي »

ستا دژوند اوسني واقیعتونه دهغو افکارو له امله دي چې تاپه خپل ذهن کې روزلي دي که دفکر اواحساس بدلول پيل کړې دغه ټول شیان به بیخي بدل شي .

داچې بشر ځان بدلولا ي شي او دخپل برخلیک په باچا بدلیداي شي دتفکر دقدرت په وړاندې دهوښیار ذهن نتیجه ده .

«کریسټن . ډ .لارسون ( ۱۹۵۴ – ۱۸۶۶ )

ایسټرهیکس :

« ډيرځله داسې ښکاری چې ګیر شوی ېې او دا ددې لپاره دی چې ته په اوسنیو موضوعګانو فکر کولو ته دوام ورکوې اوپه نتیجه کې بیا بیاهمغه شیان درپه برخه کیږي .کله چې غواړې حالات بدل کړې په لومړي سر کې باید خپل فکر بدل کړې هر وخت چې خپل پوستي صندوق ته ځې او دا فکر درسره وي چې بیا به ماته دقرضونو دورکولو کاغذونه راغلي وي حتماً به هغه درته راغلي وي هر ځل چې بهر ځې له پورونو اندیښمن ېې نو ځکه خو بیا بیا ورسره مخامخیږې هر ځل چې دغه فکر کوې   همدغه فکر به په عمل کې وګورې ځکه چې ته دپورونو په هکله فکر کوې ځکه چې ته په خپله دپورونوپه فکرکې ېې علت ېې دادی چې دجذبولو قانون ستا دافکاروهر حکم مني په خپل ځان مهربا نه شه او کله چې دپوستې صندوق ته ورځې دیوه ښه چک په تمه اوسه »

توقع درلودل دراکا ږلوپه زړه پورې ځواک دی ځکه چې ټول شیان ستا په لور جذبوي همدغه ډول چې باب پراکټر وايی «سخته ګروهنه تا له هغه څه سره ګنډي چې درلودل یې غواړې او شوق ېې لرې په دې معني چې تمه او انتظار هم هغه ستا په لور جذبوي » دهغه څه انتظار باسه چې غواړې ېې ، نه دهغه دمخالف شي، همدااوس دڅه شي انتظار کوې ؟

جیمز ري :

« ډير کسان خپل او سني حالت ته ګوري او وايي دا دی زما حالت . خو دا ته نه ېې بلکه دا هغه څوک دی چې مخکې ؤ. راځئ چې یومثال درکړو : فرضاً ته په خپل بانکي حساب کې ډیرې پيسې نه لرې یا ښه صحت نه لرې اویا ښې ټولنیزې اړیکې نه لرې په حقیقت کې دا ته نه ېې بلکه ستا دمخکینیو افکاروپاتې شوني دي چې ته تل دهغو په هکله فکر کوې نومونږ تل دمخکینیو اعمالو او ا فکاروپه پاتې شونوکې ژوندکوو کله چې خپلو اوسنیو حالاتو ته یوه کتنه کوې او هغو ته په پام سره ځان تعریفوې حتماً په راتلونکې کې هم هماغه شی ترلاسه کوې که داسې نه وي دابه دطبیعت دقانون خلاف ورزي وي »

هر څه چې یو، دهغه څه نتیجه ده چې دهغو فکر مو کړی دی .

«   بوډا ۴۸۳- ۵۶۳ مخزیږدیز کال »

هغه روده او بهیر به درته بیان کړم چې تکړه ښوونکی ګودارد ېې بنسټګر بلل کیږي نوموړي په ۱۹۵۴ میلادي کال کې دهغه په هکله خبرې وکړې او دبیاکتنې یابیا جوړونې دمتخصص لقب ېې ګټلی دی دغې رودې زما په ژ وند ژور اغیز وکړ . نویل وړاندیز کوي چې دهرې ور ځې په پا ي کې له دې مخکې چې ویده شې دورځنیو چاروپه هکله فکر وکړه که داسې شیبې یا پيښې وي چې ستاپه زړه او خوښه نه وي ترسر ه شوي هغه داسې په خپل ذهن کې تیرې کړه او بیا کتنه پرې وکړه چې په تا کې شور او ولوله رامنځته کړي په دې ډول چې ته په هغوپیښو څرنګه چې ستا زړه ېې غواړي فکر وکړه که داسې وکړې بیخي به هغه شی وپنځوې چې ستا زړه یې غواړي په حقیقت کې دهغې ور ځې فریکونسۍ به پاکې کړې او نوې فریکونسېۍ به خپرې کړې په دې ډول په قصدي توګه دراتلونکې لپاره نوي تصویرونه پنځوې هیڅکله دتصویرونو دبدلون لپاره ځنډ نه دی شوی هروخت چې وغواړې ځان بدلولاي شې .

دقدرونې پياوړې پروسه

ډاکټر جوویټل :

«همدا اوس دخپل ژوند دبدلولولپاره څه کولاي شې ؟زه به درته څوخبرې وکړم لومړنی کارد هغوشیانو د لیسټ برابرول دي(gratitude (چې له امله یې دخدای شکر کوې دغه کار ستا په فکر او انرژۍ کې دبدلون او اوښتون سبب کیږي ښايي تر دغه تمرین مخکې دې خپل فکر او حواس هغو شیانو ته متوجه کړی وي چې نه یې لرې اویا ترې شکایت کوې خو ددغه تمرین په ترسره کولوسره به په یوې بېلې لارې روان شې همدا اوس دهغو نعمتونو شکر وباسه چې خداي درکړي دي اوته ېې له امله ښه احساس لرې »

که ستا نوی فکر دا وي چې دقدرونې احساس ستاټول ذهن دکائيناتو له خلاقې انرژۍسره نیژدې کولاي شي ډیرښه ورته پام وکړه او وګوره چې دا یو واقیعت دی

«     و الاس واټلز۱۹۱۱- ۱۸۶۰ »

 

مارسي شیموف :

«قدرونه اوشکرکول مسلماً چې ستا ژوند ته نورنعمتونه اوپریمانۍ ډالۍ کوي »

 

ډاکټر جان ګرې ( اوراپوه مولف او نړیوال ویناوال )

هر سړی پوهیږي چې کله ېې میرمن دیوه واړه کار له امله دهغه مننه کوي هغه غواړي خپلې میرمنې ته نور کارونه هم وکړي همدا قدر ونه ده چې هر څه ستا په لورجذبوي او ستا ملاتړ کوي »

ډاکټر جان ډمارټیني :

« زه له کلونو راهیسې دا وایم چې هرهغه شی چې په هکله ېې فکر کوو اویا یې له امله تشکر کوو زمونږ په لور راځي »

جیمزآرتور ری :

تل قدرونه زمالپاره قدرتمنه روده وه هره ورځ سهار چې کله خوبه راپاڅیږم دخداي شکر کوم هره ورځ سهارکله چې له کټه خپلې پښې په ځمکه کیږدم وایم : خدایه شکر . له هغه وروسته دغاښونو دبرش کولو په وخت دهغو نعمتونو په هکله فکر کوم چې لرم ېې اوله امله ېې دخداي شکر کوم البته زما فکر کو ل دتوتي په شان نه دي چې یوازې فکر وکړم بلکه پرې تمرکز کوم او دقدرونې احساس بیخي حس کوم »

هیڅکله به هغه ورځ هیره نه کړم چې له جیمز ګرې څخه مو فلم جوړ کړ هغه خپله ښکلې اوځواکمنه روده له مونږ سره شریکه کړه له همغې ورځې ما دجیمز ګرې ردوه په خپل ژوند کې وکاروله هره ورځ سهار ترهغه وخته په ځمکه پښې نه ږدم چې دخداي شکرونه کړم .باید دنوې ورځې دقدرونې احساس په خپل ټول وجودسره حس کړم. په هر ګام کې چې دحمام په لورېې اوچتوم دخداي شکر کوم کله چې ځان کار ته دتګ لپار ه تیاروم بیا هم شکر کوم ترهغه وخته چې خپل کارپیلوم په سلوهاو ځله دخداي شکرکوم .

ددغه کار په ترسره کولوسره مې ډير شیان په خپل ژوندکې وپنځول زه دخپل ژوند فریکونسۍ په خپله تنظیموم اوپه هدفمنه توګه همغه ډول چې زړه مې غو اړي خپله ورځ اعلانوم داسې نه چې سربداله او ګډ وډ له خپل کټه ښکته شم او پریږدم چې زما ورځ ما په خپل کنټرول کې راولي هیڅ لاره تردې ځواکمنه نه ده چې ته خپله ورځ په دې ډول پيل کړې ته دخپل ژوند خالق یې نو له همدا اوسه په شعوري توګه خپله ورځ وپنځوه!

قدرونه اوشکر کول دتاریخ په اوږدوکې دسترو فیلسوفانو دتعلیم غټه برخه وه دشتمنیدا دعلم په نامه په کتاب کې چې والاس واټلز په ۱۹۱۰ کال کې لیکلی دی ډيره برخه دشکرکولو اوقدرونې مسلې ته بیله ده دغه کتاب زماژوند بدل کړ.

هغه ښوونکي چې دراز په فلم کې ېې شتون پيدا کړ شکر کول او قدرونه دخپل ژوند یوه برخه بولي او ترې استفاده کوي په دغو ښوونکو کې ډیری خپله ورځ دمننې اوقدرونې په افکارو اواحساساتو سره پيلوي .

یوبریالی او کارموندوکی کس جو شوګر من دراز فلم کتلی دی او له ماسره یې تماس ونیوه. هغه ماته وویل دفلم په زړه پورې برخه دقدرونې برخه وه او یادونه ېې وکړه چې قدرونې او شکر کولو دهغه دژوند په بریالیتوب کې دپام وړ رول لوبولاي هغه ډيرې بریاوې دځان په لور جذب کړي او اوس هم هره ورځ دقدرونې له رودې استفاده کوي حتي د ډيرې وړې خبرې لپاره . کله چې هغه دخپل ګاډي لپاره پارکینګ پیداکوي دخداي شکر کوي .

جو دقدورنې او شکرګذارۍ له ځواکه خبر دی هو قدرونه او شکر کول یې دژوند یوه برخه شوې ده . له هغه ټولوخبروسر ه سره چې لوستلي مې دي او ټول هغه موارد چې له رازه په استفادې سره زما په ژوند کې پیښ شوي له هغو وروسته پوه شوم چې شکر کول او مننه له ټولو شیانو یوه لویشت پورته وو که ته غواړې له رازه په استفادې سره یوکار ترسره کړې یوازې قدرونه او شکر کول دخپل ژوندپه یوې دود رودې بدل کړه.

ډاکټر جوویټل :

« کله چې د هغه څه په هکله چې لرې ېې ستا احساس بدل شي نور ښه شیان به هم جذب کړې چې له امله یې دخداي شکر کوې . ته کولاي شې شاوخوا ته دې وګورې او ووایې : ښه زه هغه ګاډي چې زړه مې ېې غواړي نه لرم زه هغه کور نه لرم چې دردلودلو هیله ېې کوم د خپلې خوښې مېرمن او یا سلامتیا نه لرم . خو زه درته وایم چې بس کړه او دغه خبرې پریږده ځکه دا هغه شیان دي چې ته ېې نه غواړې غوره ده خپل فکرپه هغوشیانو متمرکزه کړې چې لرې ېې ا وله دې امله دخداي شکر وکړه .مثلاً ته سترګې لرې چې دغه کتاب پرې لوستلا ي شې یا هغه جامې چې لرې دهغو شکر وکړه په هر حال که دهغو شیانوپه هکله چې لرې ېې شکر کول پيل کړې ډيرژر به نور ښکلي او دخوښې شیان جذب کړې . »

 

په ریښتیا چې ډيری کسا ن چې په نورو رودو ېې خپل ژوند جوړ کړی وي دناشکرۍ له امله په بې وزلۍ کې ساتل شوي دي                                                                                 ولاس واټلز

 

پر هغوشیانوچې لرې ېې له شکرکولو پرته خپل ژوند ته نور شیان نه شې راوستلاي . ولې؟ ځکه هغه افکاراو احساسات چې له ځانه دناشکرۍ له امله خپروې ټول منفي عواطف دي ښایي دحسادت احساس وي او یا دزړه خوړلو ،د خپګان وي او یا دیوه شي دکمښت احساس دغه ډول احساسات هغه څه نه شي درکولاي چې ته ېې غواړې دغه منفي احساسات ستا په لور دښوشیانو دراتلومخه نیسي که ته نوی ګاډی وغواړي خو دزاړه د درلودلو له امله دخدای شکر ونه کړې دایوه برلاسه فریکونسي ده چې له ځانه یې کائيناتو ته استوې او ته به نوی ګاډي هم وانه خلې. دهر هغه شي د درلودلو له امله دخداي شکر وکړه کله چې د درلودونکو شیانو له امله دخداي مننه پيل کړې ته به هم حیرانه شې چې په دغو افکارو سره دې څومره نور شیان دځان په لور جذب کړل ته دغه پیل وکړه له هغه وروسته دجذبولوقانون دمننې دغه افکار ترلاسه کوي او هغو ته ورته نور شیان تا ته ډالۍ کوي ته دمننې په فریکونسۍ دریږې او ټول ښه شیان به ستا وي .

په ورځني او دوامداره توګه دخداي دشکر کولو عمل یوه لاره ده چې له امله ېې شتمني هم ستا په لور درځي .

والاس واټلز

لی براور ( دشتمنۍ دټولولو متخصص او ښوونکی ) :

« زه باوري یم کله چې څو ک ووايي چې حالات زما په خوښه نه دي او یا حالات ناسم دي خپل ټول فرصتونه به له لاسه ورکړي . يو ځل زما دکورنۍ ژوند له ستونزو سره مخامخ شوی ؤیوه کوچنۍ تیږه مې پیداکړه کښیناستم اوهغه مې په لاس کې ونیوله ورپسې پاڅیدم او تیږه مې هم په خپل جیب کې وا چوله ومې ویل:

کله چې دغه کاڼی لمس کوم هرهغه څه به په ذهن کې تیروم چې له امله ېې دخداي شکر کوم نو هره ورځ سهار چې له خوبه پاڅم تیږه دمیزله سره اخلم اوهغه په خپل جیب کې ږدم او پر هغو شیانو فکر کوم چې له درلودولو ېې خوشاله ېم او دخداي شکرکوم شپې بیرته تیږه له جیبه راباسم او په میز ېې ږدم اوسبا بیا دغه کار تکراروم .

ماپه دې عقیدې په زړه پورې تجربې درلودلي دي یوملګری مې درلود چې دجنوبي افریقا ؤ یوه ورځ ېې ولیدم چې تیږه مې له لاسه ولویده ویې پوښتلم دا څه شی دی دتیږې په هکله مې ټوله کیسه ورته تیره کړه هغه دشکرګذارۍ دکاڼي نوم پرې کیښود دوه اونۍ وروسته مې له جنوبي افریقایو بریښنالیک ترلا سه کړ افریقایي ملګري راته لیکلي ؤ : زوي مې دیوې نامعلومې او عجیبې ناروغۍ له امله د مرګ په حال کې دی یوډول هیپاټیټ یا دځيګر پړسوب لري آیا کولاي شې د شکر کولو څو کاڼي ماته هم راولیږې؟ ما دغه کاڼی په یوه واټ کې پیدا کړی ؤاو معمولي کاڼی ؤ خو هغه له افریقا ماته لیک لیږلی ؤ چې باید دغسې یو کاڼی ورولیږم نو ددې لپاره چې یوه خاصه تیږ ه ورواستوم سین ته لاړم اوله هغه ځایه مې څو دانې خاصې تیږې راټولې کړې او هغه ته مې واستولې . څلور پنځه میاشتې وروسته مې دافریقایي ملګري لیک ترلاسه کړ چې پکې ېې لیکلي ؤ:

زوي مې ښه شوی دی خو یوه خبره درته کوم مونږ ترزرو دانو ډيرې تیږې، هره یوه په لس ډالره خرڅه کړه او دخیریه ټولنې لپاره موپيسې ټولې کړې نو د شکر کولو اوقدرونې نظر دیره مهم دی اوباید تل دغه فکر درسره وي»

وتلی ساینس پوه البرټ انیشټین دوخت ، مکان او جاذبې په هکله زمونږ په تفکرکې یو انقلا ب راوسته هغه له بې وزلۍ او کمزورتیاسره سره په خپل کار کې بریالی شو چې چاېې تصورهم نه کاوه انیشټین دراز په هکله په ډیرو پوهیده او هره ورځ به ېې زر ځله دخداي شکر کاوه حتي دهغو پوهانو قدرونه به ېې کوله چې له ده مخکې وو او له ده سره ېې مرسته کړې وه .

دمننې اوقدرونې یوه بله ګټه دپنځولو یا خلقت په بهیرکې دهغو کارندوالی دی او دغه کار هغه څه ته درسیدا پروسه ګړندۍ کوي چې ته ېې غواړې هماغه ډول چې باب پراکټر دخلق کولو په لومړني ګام کې یعنې دهغه څه دلیکلوپه پروسه کې چې ته ېې غواړې ، سپارښتنه کوي ترهر څه مخکې هره جمله په دې ډول ولیکه همدا اوس زه خوشاله یم او دخداي شکر کوم ….په همدې ډول لیک او غوښتنې ته دوام ورکړه اوپاتې جملې څرنګه چې ستا زړه غواړي وېې لیکه .

کله چې ته دهغو شیان له امله چې فکر کوې هغه لرې دخداي شکر وکړې کائیناتو ته قوي څپې او علایم آستوې او دغه علایم تاته وايي چې له مخکې دې دغه شیان د رلودل ځکه چې اوس ېې له امله شکر کوې . ځان عادت کړه چې هره ورځ سهار تر دې وړاندې چې خپله بستره پریږدې ددې ښې ورځې لپاره شکر وباسه چې ته ېې په خوشالۍ تیروې او له مخکې فکر وکړه چې هر څه ستاپه خوښه پرمخ ځي دغه احساس په ځان کې وروزه.

له هغې شیبې چې ما راز کشف کړی دی او دغه نظر مې دیوفورمول په بڼه واړاوه ددې لپاره چې نړیوال هم په غه راز خبرکړم نوهره ورځ د راز دفلم له امله مې دخداي شکر کاوه ځکه چې نړیوالو ته ېې خوښي ډالۍ کړې وه زه په سر کې نه پوهیدم چې څه ډول دغه راز په یو ه فلم بدل کړم خو عقیده مې درلوده چې لاره او روده به ېې جذب کړم .
ما خپل ټول حواس راټول کړل او نتیجه مې ېې په خپل ذهن کې انځورکړه له مخکې مې له خدايه دشکر کولو ژور احساس درلود کله چې دغه کار زما دذهن ملکه شوه دطالع او چانس دروازې راته پرانستل شوې تر ننه پورې هم زه او هم د راز ټیم هره ورځ دزړه له تله دخداي شکر کوو مونږ اوس په یوه ټيم بدل شوي یو چې هره شیبه دخداي شکر زمونږپه منځ کې انګازې کوي او دا زمونږ دژوند په لارې او رودې بدله شوې ده .

نور بیا

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *