لیکواله : Rhonda Byrne

ژباړه : ډاکټر محمدعیسی ستانکزی

ستا خپل راز     The secret to you

ډاکټرجان هګلین :

« کله چې خپل چارچاپيره ګورو حتي کله چې خپل بدن ته ګورو هغه څه چې ګورو ېې دکل یوه برخه یاجزء دی یعنې دواورې دیوه غره څوکه ده »

باب پر اکټر :

« یوه شیبه په دې اړه فکر وکړه خپل لاس ته وګوره ظاهر اً جامد ښکاري خو په حقیقت کې داسې نه وي که هغه دیوه مناسب میکروسکوب لاندې کیږدې یوه لویه پیمانه انرژي به وګورې چې دخپریداپه حال کې ده »

جان اساراف :

« ټول شیان له یوه ورته شي څخه جوړشوي دي که هغه ستاسو لاس وي یاستوري او سمندرونه »

ډاکټر بین جانسون :

« ټول شيان له انرژۍ جوړ دي راځئ چې دغه خبره لږ نوره هم راوسپړوچې تاسو ېې ښه درک کړئ لومړی دغه پنځون دی ، ورپسې زمونږ کهکشان ، اوبیا زمونږ سیاره یاځمکه اوله هغه وروسته دانسان وجوددی او بیا ستاسو دبدن سیسټم اوغړي ا و ورپسې حجرې دي او که هره حجره وسپړ و له مالیکولونو جوړه ده او که هرمالیکول تجزیه شي له اټم څخه جوړشوی او که اټم تجزه شي انرژي لاس ته راځي نو ډیرې خبرې شته چې باید پرې خبرې او فکر وشي خو په کائیناتوکې هرشی انرژي ده »

کله چې ماراز کشف کړ غوښتل مې پوه شم چې په فزیک او ساینس کې ددغه علم په هکله څه نظرموجوددی هغه څه چې ما له مطالعو وروسته ترلاسه کړل حیرانوونکي وو په اوسني پړاوکې دژوند په هکله یوه په زړه پورې مسله دکوانټوم دفزیک او نوي علم کشف ؤ چې دراز له تعالیمواو هغو تعالیمو سره غږمله دي چې دتاریخ په اوږدو کې ستر ښوونکي پرې پوه شوي دي .

ما په ښونځي کې هیڅکله فزېک نه دی لوستی له دې سر سره اوس چې دکوانټوم فزیک سخت اوپیچلي کتابونه لولم په هغه ډیره ژرپوهیږم ځکه چې زړه مې غوښتل په هغو پوه شم دکوانټم دفزیک مطالعې له ماسره ډيره مرسته وکړه چې له راز سره دانرژۍ لرونکوسطحوپه تړاوپوهه شو م کله چې خلک دراز دعلم او دنوي علم دفرضیو په تړاوپو ه شي باور ېې پیاوړی کیږي .

اجاز ه راکړئ توضیح ورکړم چې ته څه ډول دپنځون ترټولوپیاوړی مخابراتی بوسټرياانټن یې. په بله وینا ټولې انرژۍ په یوې فریکونسۍ کې خپریږي ته هم چې یوه انرژي یې په خاصې فریکونسۍ خپریږې او هغه څه چې په هروخت کې ستا فریکونسۍ ټاکي په حقیقت کې ستا تفکر اواحساس دی ټول هغه شیان چې ته ېې غواړې له انرژۍ جوړ شو ي دي چې هغه هم دخپریدا په حال کې دي ټول شیان له انرژۍ جوړشوي دي . داهم یو حیرانونکی عامل! کله چې ته دهغه شي په هکله فکرکوې چې غواړې ېې اوله ځانه یوه فریکونسۍ خپروې ددې لامل کیږې چې ستا دخوښې شي انرژي په همغې خاصې فریکونسۍ کې خپره شي او په دې ډول تا ته ستا دخوښې شی درپه برخه کیږي کله چې ته خپل ټول پام هغه شي ته اړوې چې غواړې ېې په حقیقت کې دهغه شي داټوم څپې بدلوې او ددې سبب کیږې چې دغه څپې ستا په لورراوګرځي . ددې دلیل چې ته ترټولو ستره مخابراتي ستنه یا انټن یې دادی چې تاته داسې قدرت درکړل شوی چې خپله انرژي دافکارو او احساساتو له لارې متمرکزه کړې او دهغه شي څپې چې تمرکز دې پرې کړی بدلې کړې په نتیجه کې ستا دخوښې شی په مقناطیسي ډول ستا په لور جذبیږي .

کله چې دهغوښوشیانوپه هکله فکروکړې چې غواړې ېې او هغه شیان احساس کړې سمدستي دې ځان له هغو فریکونسیو سره غږ مله کړی او دا کار ددې سبب کیږي چې هغه شیان ستا په لور جذب شي او همغه شیان ترلاسه کړې . دجذبولوقانون وایي هرشی خپل ورته شی جذبوي ته دانرژۍ یو مقاطیس ېې نو په الکټریکي ډول ځان دهغوشیانوپه لورپه انرژۍ بدلوې چې غواړې ېې. انسانان پخپله مقناطیسي انرژي کنټرولوي ځکه چې له بهره څوک هغه نه شي کنټرولاي او دهغوي په ځاي بل څوک فکریااحساس نه شي کولاي او دا فکر او احساس دي چې زمونږ فریکونسۍخلقوي .

کابو سل کاله مخکې دعملي کشفیاتو له ګټوپرته چارلز هانل دپنځون دکړچارله څرنګوالي خبر ؤ .

 باب پراکټر :

 « دامهمه نه ده چې ته په کوم ښارکې ژوند کوې په هرحال ته دا قدرت لرې چې دیوې اونۍ لپاره ټول ښار روښانه او نوراني کړې »

له دغه قدرته دخبریدا لپاره باید دبریښنا په سیم بدل شې . کائينات دبریښناسیم دی له ځان سره په کافي اندازه قدرت لیږدوي ترڅو وګړي په هروضعیت کې بریالي شي کله چې دوګړي ذهن له کائیناتو سره تماس نیسي دهغه ټول قدرت به جذب کړي .

چارلز هانیل

 جیمز ری :

 « زیاتره کسان ځانونه فاني جسم بولي خوته فاني بدن نه ېې حتي ترمیکروسکوپ لاندې دانرژۍ یو لوي ډګرېې که ته دکوانټوم یوه فزیک پوه ته ورشې او ورته وواېې نړۍ له کومو شیانو جوړه ده ؟ هغه به درته ووایي له انرژۍ . نو انرژي توضیح کړه ؟ انرژي هغه شی دی چې نه رامنځته کیږي او نه له منځه ځي تل وه ، ده او وي به . دا هغه شی دی چې تراوسه پورې موجود ؤاو هیڅکله له منځه نه ځي .

کله چې دالهیاتویوه ډاکټر ته ورشې او ترې پوښتنه وکړې عالم څنګه رامنځته شوی دی ؟ هغه به درته ووايي خداي پنځولی دی نو ترې پوښتنه وکړه چې خداي توصیف کړي ځواب به درکړي خداي شته ، ؤاو تل به موجود وي هیڅکله پنځول شوی نه دی ته به وګورې چې ددغو دواړو توصیف یوشان دی خوپه بیلابیلو کلمو سره .نو که تراوسه دې فکر کاوه چې ته یوازې غوښه او هډوکی یې په دې فکر کې بیا کتنه وکړه ته معنوي موجود ېې ته دانرژۍ یوه سرچینه ېې چې دانرژۍ په یوې لویې حوزې کې کار کوې »

څه ډو ل دغه ټول شیان له تا یومعنوي موجود جوړوي؟زما له نظره دې پوښتنې ته ځواب ورکول دراز دتعلیماتویوه په زړه پورې برخه ده ،ته انرژي ېې او انرژي نه پنځول کیږي او نه له منځه ځي بلکه یوازې دهغه بڼه بدلیږي او دا ته ېې .! ستا دوجود ا صلي جوهر !ستا سوچه انرژي ! چې تل موجوده ده او موجوده به وي . هیڅکله نه شي کیداي چې ته ونه اوسې که ژور فکر وکړې ته په خپله په دې پوهیږې ایا دخپل نه شتون تصور کولاي شې ؟ له دې سره سره چې په ژوندکې دې ډيرشیان لیدلي ،آیا ته به دخپل شتون عدم ومنې او دغسې یوتصوربه وکړې ته دغسې تصور نه شې کولاې ځکه چې غیرممکنه ده، ته تلپاتې انرژي ېې .

دذهن یوازینۍ نړۍ

ډاکټر جان هګلین :

« کوانټوم فزیک دا خبره تائیدوي . چې ټوله دنیاپه کلي ډول له یوه تفکره بڼه خپله کړه اوزمونږ شاخوا ټولې مادې هم دیوه تفکر زیږنده ده په حقیقت کې مونږ دټول پنځون سرچینه یو کله چې دمستقیمې تجربې له لارې دغه قدرت درک کوو په هغه وخت کې خپل اختیاراعمالولاي شو او له هغه وروسته به نورهم بریالي شو،ته هرشی پنځولاي شې په دې پوه شه چې هر شی زمونږ دعقل په چاپریال کې دی په نهایت کې دا مطلقه هوښياري ده چې پنځون کنټرولوي . نو دا چې څه ډول له دغه قدرته استفاده وکړو مثبت که منفي داخبره په مونږ اوزمونږپه ذهن پورې اړوندیږي.

په ټول کې مونږ دخپل ژوند او دنړۍ دبرخلیک پنځوونکي یو مونږ هرهغه شی جوړولاي شوچې په نړۍ کې شته نودانسان دبالقوه ځواک په وړاندې هیڅ محدودیت نه شته که داخبره ښه درک کړې دابه هغه پړاو وي چې په اساس ېې ژورپوټنشیل پیژنو اوهغه په کار اچوو اوهغه تله به وي چې هغې ته په پام سره خپل قدرت کنټرولوودغه ټول شیان زمونږ دفکر په سوېې پورې ارتباط پیداکوي »

دډا‌کټر هیګلین په شان ځینې تکړه روزونکي وايي یوازېنی شی چې شتون لري تفکراومطلق ذهن دی او هروخت کارندوالی لري پریږده چې دمطلب پوهیدا لپاره نوره توضیح هم درکړم په دې معني چې هرممکن شی له مخکې موجود ؤ ټول راتلونکي معلومات ، کشفیات او اختراعات داحتمالاتوپه توګه په عالم کې شتون لري اودبشر دذهن په تمه دي ترڅو هغه دځان په لورجذب کړي دتاریخ په اوږدوکې هره اختراع او نوښت دعالم له ذهنه بهرشوی او انسان په شعوري یا لاشعوري توګه هغه ترسره کړي دي.

ته څه ډول هغه دعالم له یوازیني ذهنه دځان په لورجذبوې ؟ ته دغه کار له هغه په پوهیدو او دخپل خارق العاده تصور له لار ې کوې دهغو اړتیاوو دپيداکیدا لپاره چې بشپړیدا ته په تمه دي شاوخواته ځيرشه اوهغه پيدا کړه .

دهر کار دترسره کولولپاره مهمه اختراع مجسم کړه وګوره کوم شي ته اړتیا شته ورپسې دهغه شي اختراع په ذهن کې مجسم کړه دهغه په هکله فکر وکړه اړتیا نه شته چې داختراع لپاره تمرین وکړې لوړ ذهن په خپله امکانات برابروي یوازېنی کار چې ضروري دی ته ېې ترسره کړې دا دی چې خپل ذهن په وروستۍ نتیجې متمرکزه کړې او تصور وکړې چې اړتیادې پوره شوې ده او ته یوازې هغه دځان په لور رابولې کله چې ته وغواړې ، احساس وکړې او باور ولرې هغه شی به ترلاسه کړې ډيرې فرضیې شته چې ستاپه تمه د ي چې ترسره ېې کړې ته په خپل شعوري ضمیر کې هرشی لرې په دې شرط چې عملاً کار وکړې اودغه شیان په خپل ذهن کې مجسم کړې .

جان اساراوف :

«مونږ ټول له یوبل سره تړاولرو یوازې ورته پام نه کوو هیڅ بیلتون په مونږ کې نه شته په پنځون کې ټول شیان سره تړلي دي او هغه یوازې دانر ژۍ تړاوو دی »

له دې امله هرچیرته چې وګورې نتیجه ورته ده . مونږ ټول یو شان او لکه یو وجودیو مونږ ټول دانرژۍ دیوې حوزې له انرژۍ یا یوه لوړ ذهن ، یا له یوه شعور(او هرنوم چې ته ورکوې )څخه ېو.په هرحال مونږ دیوه وجود په شان یو.

که همدااوس دجذبولو دقانون په فکر کې ېې دې ته په پام سره چې مونږ یو وجود ېو دهغه په کمال پوهیږې .

په دې حالت کې پوهیږې چې ولې دنورو په هکله ستامنفي افکار بیرته ستاپه لورګرځي او تاته تاوان رسوي تا ته به هیڅ وخت تاوان ونه رسیږي مګرهغه وخت چې پنځون ته دمنفي افکارو دخپراوي له لارې هغه بیرته ځانته راوبولې هغه شی چې مخکې اوپه ټول کتاب کې مونږ پرې بحث وکړ. تا ته اختیار درکړل شوی خو کله چې ته منفي فکر کوې اومنفي احساسات ولرې ځان به له وحدانیت اوټولوښیګڼوجدا کړې .که د هرډول منفي احساس په هکله فکر وکړې پوه به شې چې هریوېې دویرې له امله دی او دا منحرفه افکار دي .

رقابت دبیلتون یوه نمونه ده په لومړي پړاو کې کله چې ته رقابتي افکار لرې دکمښت او نیمګړتیا دذهنیت له امله ده داسې ښکاري چې ته وايي هرشی لږ دي اوټولو ته نه رسیږي له دې امله مونږ ټول مجبوره یو دهرشي دترلاسه کولو لپاره له یوبل سره سیالي وکړو کله چې ته سیالي وکړې هیڅکله به ګټونکی نه شې حتي که فکر وکړې چې بریالی شوی ېې دجذبولو دقانون په اساس کله چې ته سیالي کوې په حقیقت کې دژوندپه هره برخه کې دې دځان په خلاف درقابت لپاره شرایط جذبوې او بالاخره ته به بایلونکی وې مونږ ټول یو وجود یوکله چې ته سیالي کوې دځان په خلاف دې سیالې کړې ده باید له ذهنه رقابت وباسې او په یوه خلاق ذهن بدل شې خپل فکر یوازې په خپلو هیلو او غوښتنومتمرکزه کړه او له معادلو هر ډول سیالي بهر کړه البته هغه سیالي چې دکارونودښه کیدالپاره وي هغه سیالي نه وي.

کائينات دهر دنیایي شي تامینوونکي دي . ټول شیان له کائیناتو ترلاسه کیږي او دخلکو،شرایطواو پیښوله لارې دجذبولو دقانون په وسیله تاته انتقالیږي دجذبولوقانون دیوه تدارکاتي قانون په توګه وبوله .دا هغه قانون دی چې تاته وس درکوي چې ددنیا له بې حده زیرمویوشی جذب کړې کله چې ته دخپلې خوښې شي دجذبو لو لپاره دخوښۍ فریکونسۍ واستوې نو پوه شه چې بې نقصه ،سم شیان او سم خلک ، او شرایط ستاپه لور درځي او هغه څه جذبوې چې ته ېې غواړې !

داخلک نه دي چې ستا دخوښې شیان تا ته درکوي که دغه ناسمه عقیده ولرې او هغه تل له ځان سره وساتې تل به نیمګړتیا او کمښت تجربه کړې ځکه چې تا بهرنۍ نړۍاوخلکو ته دتمې نظرکړی وي خوحقیقي ذخیره اودتامین سر چینه نه لیدل کیږي . ښايي ته دغه زیرمه کائينات ، خداي ،متعالي ذهن ، لایتناهي شعور یابل هرشی وبولې کله چې تا کوم شی تر لاسه کړ په یادولره چې دجذبولو دقانون برکت دی اوله دې امله دی چې ته دکائیناتوپه تدارکاتي فریکونسۍ برابر شوی ېې اوله هغوسر ه غږ مله یې دکائيناتوشعور چې په هرشي بر لاسه دی دخلکو ،شرایطو ، او پيښو دپارولو سبب کیږي ترڅوهغه شی تا ته درکړي چې غواړې ېې ځکه چې دا قانون دی .

ایسټرهیکس :

« مونږ معمولاً له دې امله تیروتنه کوو یا منحرفه کیږوچې خپل ظاهري اومادي جسم ته توجه کوو خو دغه جسم یوازې ستا روح په خپل چوکاټ کې ساتلاي دی ستا روح دومره ستر دی چې په یوې کوټې کې نه شي راتلاي ستاروح تلپاتې دی خداي خپل روح ستاپه کالبد کې پوه کړی دی ترڅو له ځانه ښیګڼې خپرې کړې »

مایکل برنارډبک ویث :

« دسپیڅلي کتاب په اساس ویلاي شو چې مونږ دخداي تصویر او شمایل یو او ویلاي شو چې مونږ دهغو امکاناتو بې پایه حوزه یو چې څرګندیږي داټول حقیقتونه دي »

ستا ۹۹ فیصده هویت نامرئي د ی چې نه شې لمس کیداي .

ر . باکمینسټرفولر ۱۹۸۳-۱۹۹۵

ته په خپله په دغه فزیکي کالبدکې یو خداي ېې ته ابدي حیات ېې چې ستا په وجود او ستا په نوم څرګنديږي ته کیهاني موجود یې ته له سر ه ترپایه قدرت ېې ته له جلال او جبروت سر ه ېې .

جیمز ري :

«ټول ستر مکتوبونه مونږ ته وایي چې انسان دپنځون دسرچینې په توګه خلق شوی دی داپه دې معني دی چې ته دخپلو غوښتنو دپوره کولو لپاره ستر قدرت لرې ستاقدرت له الهي قدرته سرچینه اخلي ښايي تا له دغه قدرته تراوسه پورې استفاده کړي وي اویا ښايي هرشي دې غوښتي وي هغه دې ترلاسه کړي وي خوپوه شوی به نه وي . غواړم له تا یوه پوښتنه وکړم او هغه دا ده چې هغه څه چې تاپه خپل ژوند کې ترلاسه کړي دي همغه دي چې تا غوښتل اویا هغه شیان دي چې ستا لیاقت ولري ؟ که ستا ځواب منفي وي آیا اوس مناسب وخت نه دی چې هغه بدل کړې ځکه چې ته ددغه کار دترسره کولو قدرت لرې »

ټول قدرت زمونږ له باطنه دی او له دې امله زمونږ ترکنټرول لاندې دی .

رابرټ سولیر

ته په تیر وخت پورې اړوند نه ېې

جیک کنفیلډ:

«ډيرکسان په دې باور دي چې په ژوند کې قرباني شوي اوډير ځله خپل تیر وخت ته اشاره کوي مثلاً وايي چې مور اوپلار ېې ورسره ښه چلند نه کاوه او یاپه یوې ناسمې کورنۍکې لوي شوي دي خو ډيری ارواپوهان باوري دي چې پنځه اتیا فیصد کورنۍ ناسمې او ګډوډې دي ځکه خو زه وایم چې ته یوازې نه ېې زما پلار شرابي ؤ او له ماسره ېې بد چلند کاوه کله چې شپږ کلن وم مور مې ترې طلاق واخیسته هدف مې دادی چې هر څوک یوه کیسه لري مثلاً جان اساراف وايي له دیارلس کلنۍ تراتلس کلنۍ زه کوڅه ډبو سره ګرځیدم جیمز ری وایي په ځوانۍ کې ما په موټر سایکل سخت ټکر کړی ؤ . ډاکټر جو ویټل وايی زه یووخت په ډالاس کې بې کوره وم او پنځلس کاله مې په بې وزلۍ کې ژوندکړی . ډاکټر ډمارټيني وايي کله چې زه په ښونځي کې وم ما ته ېې ویل چې ته به هیڅ زده نه کړې او دلیک لوست په زده کولو کې مې ستونزې درلودې .

په دې ډول ویلاي شو چې دهر چا ژوند یوداستان لري اوس پو ښتنه داده چې ته اوس څه غواړې ؟ ستا انتخاب څه دی ؟ته کولاي شې خپل فکر اوحواس په هغه شي متمرکزه کړې چې غواړې ېې که نه په تیرو غلطیو تمرکزکو ې کله چې خلک په هغه شي تمرکز کوي چې غواړي ېې پخواني شیان له لیکې بهرکیږي او ته همغه شی ترلاسه کوې چې فکر پرې کوې اوټول پام دې هغه ته وي او هغه څه چې نه ېې غواړې هغه به له منځه لاړ شي او هغه ناخوښه شیان به نور نه وي خوپه دې شرط چې په اوسني عصر کې ژوند وکړې »

هغه کس چې خپل ذهنیت دخپل ژوند په تیارې برخې   برابرکړي په حقیقت کې په تیرو بدبختیواو ناکامیو کې اوسي او په راتلونکې کې دنورو بدبختیو او ناکامیو لپاره دعاکوي که ته دراتلونکي لپاره له بدبختیو پرته بل شی نه ګورې په حقیقت کې له همغه بدبختیو سره دمخامخیدا لپاره دعاګانې کوې اومسلماً هغه به ترلاسه کړې   .

پرنټیس ملفورډ

که ته تیر ژوند ته ځیر شې اوپه تیرو ستونزو تمرکز وکړې یوازې خپل ژوند ته نور سخت شرایط راولې تیر وخت پریږده پر اوس فکر وکړه دخپل ځان لپاره دغه کار وکړه که تا پخوا کومه ستونزه او خپګان درلود او هغه اوس هم په ذهن کې ولرې یا داچې کوم کس دهغه دناسم کار له امله اوس هم ورټې په حقیقت کې دې ځانته تاوان رسولاي دی ته یوازینی کس ېې چې کولا ي شې هغه ژوند خلق کړې چې ته ېې لیاقت لرې . که ته قصداًُ په هغه شي تمرکز وکړې چې غواړې ېې همغه شی به دجذبولوقانون تا ته ډالۍکړي یوازې دا ته ېې چې باید لاس په کار شې او تیرې ترخې تجربې هیرې کړې .

ایسټرهیکس :

«ته په خپله دخپل برخلیک طراح ېې . ته دخپل ژوند دکتاب لیکوال یې . ته ېې چې خپله کیسه لیکې . قلم ستاپه لاس کې دی اودلیکلو نتیجه همغه ده چې ته ېې انتخاب کړې »

مایکل برنارډبک ویث :

« دجذبولو دقانون په هکله په زړه پورې خبره داده چې کله ستا زړه وغواړي همغه وخت پیلولاي شې او کولاي شې حقیقي تفکر پيل کړې او په خپل باطن کې دخوښۍ او غږملتیا حس پياوړی کړې په دې بڼه کې قانون هم خپل کارپیلوي او تا ته ځواب درکوي »

ډاکټر جو ویټل :

«له همدا اوسه دخپلو باورونو اوایډلونو بدلون پيل کړه او بیلابیلو مسلو ته توجه وکړه او په هغو باور وکړه مثلاً داباور پيداکړه چې په کائيناتوکې نعمتونه له حده ډير دي او دغه عقیده ولره چې زه نه زړیږم او هره ورځ نورهم ځوانیږم مونږ خپل باورونه هر ډول چې زمونږ زړه ېې غواړي دجذبولو دقانون په اسا س بدل کړواوهغه وپنځوو »

مایکل برنارډبک ویث :

«ته ځان له ارثي او پلرنیو عادتونواو بیلګو خلاصولاي شې له هغو بې وسیو ځان خلاص کړه چې تصورکوې هغه ستا په ژوند کې شته دي ناسم اومحدودیت راوستونکي ټولنیز باورنه پریږده او دتل لپاره ثابته کړه چې ستا باطني قدرت   دنړۍ له هر قدرته برلاسه او لوړ دی »

ډاکټر فریډآلن ولف :

« ښايي له ځان سره ووايې چې ټولې خبرې سمې دي خو زه دغه کار نه شم کولاي اویاداچې څوک مې نه پریږدي ، اویا هم ددغه کار لپاره کافي پيسې نه لرم ، اویاددغسې یوه کارلپاره زه دومره ځواک او قدرت نه لرم خو هر ه منفي جمله یا نه شم کولاي په خپله یو خلاقیت یاپنځونه ده .په دې ډول ته یو منفي شی دځان لپاره خلقوې»

کله چې ته وایي زه یې نه شم کولاي یا ېې وس نه لرم ځیر واوسه چې په خپل دغه کلام سره کوم شی پنځوې.هغه پیاوړی اند اوتفکر چې ډاکټر ولف یې مونږ ته وايي دپیاړیو ښوونکو له لوري ثابته شوې مسله ده کله چې دنه شم کولاي په ځان دکولاي شم کلمه وکاروې هغه کلمې چې ته ېې په خپله ژبه بیانوې په سترځواک سره یوشی پنځوې اوپه پریکنده توګه دا اعلان کوې چې دغه کارکولاي شې او هغه ترسره شوی بولې اوکله چې ته ووایې : زړه ستړی شوی یم ، ناروغه یم ډير چاغ یم ، له ما تیره ده او نورېې نه شم کولاي په دې بڼه کې دکائیناتو( دیو) تا ته وايي هر امرچې وکړې زه ېې منم باداره! ځکه چې کائينات همغه کوي چې ته ېې غواړې او ته ېې فکر کوې .

کله چې په دې خبره پوه یې ایا دابه سمه نه وي چې د کولاي یې شم له کلمې په خپل ګټه استفاده وکړې ؟ ښه به نه وي چې وواېې زه همدا اوس ښه خبر ترلاسه کوم ، زه همدا اوس خوشاله یم ، زه همدا اوس بډاي او تندرسته یم ، زه تل وخت پیژانده یم زه تل ځوان پاتې کیږم او زه هره ورځ پریمانه الهي انرژي ترلاسه کوم.

چارلز هانل دکلیدي رودې په نوم په یوه کتاب کې وايي : تاکیدي عبارتونه شته دي چې دهغو له لارې هر وګړی هغه څه ترلاسه کولاي شي چې غواړي یې او دغه تاکیدي عبارتونه دټولو موضوع ګانو لپاره غږمله شرایط برابروي چارلز هانل زیاتوي دلیل یې دا دی چې تاکیدي عبارتونه له حقیقت سره بیخي اړخ لګوي او دحقیقت په څرګندیدا سره هر ډول تیروتنه او ناغږملتیا له منځه ځي .

تاکیدي عبارتونه دا دي : زه یوبشپړ انسان یم ، هر کار کولاي شم ، پیاوړی له مینې ډک غږمله ،ښاد اوخوښ یم .

که غواړې هر ورک او پټ شی راڅرګندکړې دغه لنډه لاره امتحان کړه هره هغه شی چې غو اړې ېې دیوه څرګند حقیقت په توګه یې وګوره . دغه حالت ددې سبب کیږي چې کله یوشی چې غواړې ېې دبریښنا په شان به درته څرګندشي او داپه حقیقت کې دکائيناتو په معنوي حوزه کې شته اویوازې په همدې حوزه کې پیداکیږي .

کله چې ته یوشی په خپل ذهن کې مجسم کوې په دې پوه شه چې هغه حقیقت دی او شک پکې نه شته ، هغه به حتماً څرګنديږي .

دا چې دغه قانون کوم کارونه درته ترسره کولأي شي هیڅ محدودیت پکې نه شته په میړانې اوجرئت سره دخوښې شي په ترلاسه کولو باور وکړه او فکر وکړه چې ستا آیډیل له مخکې موجود ؤ اووار له واره په حقیقت بدل شوی دی .

چارلز هانل

کله چې هینري فورډ دموټر په اړه په دنیاکې خپله خوب مطر ح کړ شاوخوا خلکو پرې ملنډې ووهلې او تصور ېې وکړ چې دهغه ماذغه خراب شوي دي هینري فورډ له هغو خلکو ډیره پوهه درلوده چې پر ده یې ملنډې وهلې هغه دکائیناتو دقانون له رازه خبره ؤ .

که فکر وکړې چې کولاي ېې شې یا ېې نه شې کولاي په داوړو بڼوکې ستا خبره سمه ده اوهمغه کیږي چې ته ېې غواړې.

هینري فورډ۱۹۴۷- ۱۸۶۳

که   تصور وکړې چې کولاي شې،او دغه جمله تکرار کړې په دې شعور سره په هرکار کې بریالی کیږې .که مخکې دې نه شو کولاي ښايي یو علت یې دا ؤ چې فکر دې کاوه ته دومره بااستعداده نه ېې اویادا چې تصور دې نه کاوه چې تا دومره بااستعداده ذهن درلوداوته هر شی دځان په لور جذبولاي شې ته هر کار چې وغواړې هغه ترسره کولاي شې ته بې ساری نابغه ېې نو تل ځانته همدا خبره کوه او له خپل ا صلي هویته خبر شه .

مایکل برنارډبک ویث :

« آياپه دې اړه محدودیت شته ؟ نه هیڅ محدودیت نه شته مونږ نامحدود موجودات یو اوهیڅ حد او پوله نه لرو وړتیا ،استعداد ، قدرت او الهي نعمتونه په دې سیاره کې دهروګړي لپاره نا محدود دي »

په خپلو افکارو پوه اوخبراوسه

ستا ټول قدرت په دې کې دی چې ته پر دغه قدرت خبرواوسې او دغه قدرت په خپل شعور او ضمیر کې وساتې .

که خپل ذهن خوشې کړې هغه به داورګاډي په شان دحرکت په حال کې وي تا ،ستا دپخوانیوافکارو په لور بیایي او هلته ستا دتیرو بدو پيښوپه اخیستو سره بیرته تا ،ستا دراتلونکو افکارو په لور راولي او هغه درته له مخکې پيش بیني کوي . دغه نه کنټرولیدنوکي افکار په خپله هم خلاقه دي کله چې ته خبر او پوه وې په دې معني دی چې ته په اوس وخت کې اوسې او په دې پوهیږې چې څه فکر کوې ته دخپلو افکارو کنټرول په خپل لاس کې لرې اوستا ټول قدرت په همدې کې دی .

خو څنګه بایدپرې خبر شې ؟ یوه لاره ېې دا ده چې له ځانه پوښتنې وکړې : اوس زه په کوم فکر کې یم ؟ او څه ډول طبیعت اوحس لرم ؟ کله چې له ځانه داپوښتنه کوې پوه ېې ځکه چې خپل ذهن دې اوسني وخت ته متوجه کړی وي اوتیر یادونه دې ترې ایستلي دي .

کله چې په دې هکله پوښتنه کوې ځان اوسني وخت ته راوله هره ورځ سل ځله دغه کاروکړه ځکه چې ستا ټول قدرت له قدرته په خبرتیا کې دی که په خپل قدرت پوه نه شوې قدرت معني نه لري دغه کار مه هیروه .مایکل برنارډبک ویث له دغه قدرته خبرتیا په دې ډول بیانوي : هیره نه کړې چې تل یې په یاد وساتې .

دغه کلمې زما دژوند دسندرې په نوټ بدلې شوي دي . ددې لپاره چې له ځان سره مې مرسته کړي وي او ددې لپاره چې تل پوه واوسم له کائیناتو غواړم چې کله زما ذهن پریشانه شي په یوې نرمې څپیړې سره ما بیرته اوسني وخت ته راوګرځوي دغه چاره ددې سبب کیږي چې تل په یاد وساتم او خپلې غوښتنې هیرې نه کړم له بیلابیلو لارو زه هڅه کوم ځان ویښ وساتم دمثال په توګه کله چې زما له لاسه یوشی ولویږي یا دامبولانس غږ واورم یاهم بل هرډول غږ مې ترغوږ شي نو داماته یو ډول نخښه وي چې دخپلو افکارو دانحراف مخه ونیسم او اوسني وخت ته راوګرځم کله چې زه دغه نخښې واورم سمدستي له کاره لاس اخلم اوله ځانه پوښتنه کوم په څه فکر کې یې ؟ څه احساس لرې ؟ آيا هوښیار یم ؟ او البته کله چې دغه پوښتنه کوم نو ویښ او خبر یم .

کله چې ته له ځانه پوښتنه کوې چې هوښيار ېې که نه؟ په حقیقت کې ستا حواس په ځاي دي او هوښيار شوی یې .

دقدرت حقیقي راز ، له قدرته خبریدل دي

چارلز هانل

کله چې ته دراز له قدرته خبرشوې او له هغه استفاده پيل کړې ټولو پوښتنو ته به ځواب پيدا شي کله چې ته دجذبولو له قانونه ښه درک ولرې پوښتنې کول په خپل عادت بدلوې کله چې ته دغه کاروکړې دهرې پوښتنې ځواب به ترلاسه کړې ته له دغه کتابه استفاده په همدې خاص هدف سره پيلولاي شې . که په خپل ژوندکې دیوې مسلې په هکله پوښتنه لرې یا لارښوونې ته اړتیا لرې پوښتنه وکړه او باور وکړه چې ترلاسه به ېې کړې او بیا دغه کتاب الله توکلي پرانیزه او هره پاڼه چې تاپرانیستله په هغې کې دخپلې پوښتنې ځواب او خپل لارښوونه موندلاي شې .

حقیقت دا دی چې کائیناتو په ټول عمر کې تا ته ځواب درکړی دی خو دا ته ېې چې ځواب نه شې تر لاسه کولاي هغه وخت به ځواب ترلاسه کړې چې ته خبر ا وپوه وې .

ستا په شاوخواکې چې هرشی دي په هغو ځان پوه کړه ځکه چې هرشیبه ممکنه ده خپل ځواب ترلاسه کړې هغه چینلونه چې دغه ځوابونه ترې راځي نا محدوده دي ممکنه ده دورځپاڼې دیوه سرټکي په توګه وي چې ستا پام جلبوي .ښايی دغه ځواب په راډیو کې دیوې سندرې دخپریدا په وخت ترلاسه کړې اویا په یوه ګاډي کې دیوه لیکل شوي مطلب له لارې ېې ترلاسه کړې اویاښایي یوازې دیوه الهام له لارې وي په یاد ولره او خبر شه او تل ځان خبر ساته . زه دخپل ژوند یا دنوروله تجربو په دې پوهه شوې یم چې مونږ دځان په هکله یا له ځان سره دمینې ښه او بشپړ فکر نه کوو له ځان سره مینه نه کول ددې سبب کیږي چې خپلو غوښتنو ته ونه رسییږو کله چې له ځان سره مینه ونه لرو په حقیقت کې هر شی په خپل لاس بیرته شړو.

هرشی چې مونږ یې غواړو که هغه هرشی وي دمینې له لارې ترلاسه کیداي شي دښې میرمنې ،ښه کار ، شتمنۍ اوسلامتیالپاره باید مینه ولرو دخپلې خوښې شیانو دجذبولو لپاره باید له ځانه مینه خپره کړو که دغه کار وکړو هر شی چې غواړو یې ډير ژر به ېې ترلاسه کړو .

دیوشي دترلاسه کولو لپاره باید له ځان سره مینه وکړو اوله ځانه دمینې لوړه فریکونسۍ خپره کړو چې دغه کار دډیری کسانولپاره سخت ښکاري   که ته خپل حواس بهر ته او هغه شي ته متمرکزه کړې چې اوس ېې ګورې ښايی منحرفه شې او وغړیږې ځکه چې هرهغه شی چې ته یې اوس ګورې اوهغه احساسوې په حقیقت کې ستا دپخواني فکر نتیجه اوحاصل دی .که له ځان سره مینه ونه لرې هغه کس چې ته ېې اوس وینې ټوله به ملامتیا وي هغه کس چې تا اوس په خپل وجوداوباطن کې پیداکړی دی .یعنې هغه کس چې تا جوړکړی او هغه ته ېې .

ددې لپاره چې له ځان سره بشپړه مینه ولرې او پرځان ګران وې باید خپل فکر خپل نوي اړخ ته واړوې ته باید خپل باطني اړخ ته پام وکړې . یوه شیبه آرمه کښينه په خپل وجودکې ژوند ته توجه وکړه او ټول فکر دې هغه ته واړوه په دغه کار سره به ژوند تاته څرګند شي او دا دخوښۍ ،خوشالۍا و مینې احساس دی چې بشپړ هم دی.

کله چې خپل حواس خپل داخلې وجود ته متوجه کوې ددغه احساس په وخت مینه تجربه کړه او له هغه وجوده قدرنه وکړه .په دې حالت کې به له ځان سره مینه وکړې ښايی دغه احسا س دې دلومړي ځل لپاره تجربه کړی وي .

هر ځل په ځيرتیاسره ځانته پام وکړه اوپه دې وخت کې سمدستي خپل فکر دخپل وجود باطني برخې ته متمرکزه کړه په دې وخت کې به دهغه ښیګڼه تا ته څرګنده شي ددغه کار په ترسره کولو سره ټول هغه عیبونه او نیمګړتیاوې چې ستاپه ژوند کې څرګندې شوي دي هغه به له منځه لاړې شي ځکه چې ددغه وجود په رڼا ګانو اوپلوشوکې هیڅ ستونزه نه شته که غواړې لوړ نظر پیداکړې ناروغۍ له منځه یوسې ا وسلامتیاترلاسه کړې تنګسیا   دنعمتونوپه پریماني بدله کړه خپل پام خپل وجودته واړوه اوله هغه سره مینه وکړه په دې ډول کمال ته رسیداي شې .

یوڅرګندحقیقت دا دی چې زمونږ اصلي وجود هیڅ ستونز ه اوعیب نه لري زمونږ اصلي وجود معنوي دی   اوله دې امله له مطلوب حده کم کیداي نه شي امکان نه لري په هغه کې محدودیت ،نیمګړتیااوناروغي وي .

چارلز هانل

د راز لنډیز Secret summaries

** هر شی انرژي ده، ته هم دانرژۍ مقاطیس ېې له دې امله هرشی چې ستاپه لورراځي په الکټریکي بڼه له انرژۍ ډکیږي او په الکټریکي ډول تا دهرشي په لور چې غواړ ې ېې انرژيټیک کوي .

** ته معنوي موجود ېې . ته انرژي ېې ،انرژي نه رامنځته کیږي اونه له منځه ځي بلکه یوازې دهغې بڼه اوچوکاټ بدلیږي له دې کبله ستا سوچه توب تل ؤ ، شته او ویي به .

** کائینات له یوفکره پیدا شول ته نه یوازې خپل برخلیک بدلوې بلکه دخپلې شاوخوا دنیا خالق هم یې .

** دعقیدو نامحدودې زیرمې له تاسره دي ډول ډول اختراعات ،کشفیات او نوښتونه ښايي دبشر په تمه وي چې هغه رامخته کړي ته هرشی په خپل وجود او شعور کې لرې .

** خپلې پخوانۍ ستونزې ، کولتوري ملاحظات او ټولنیز بدلونونه څنګته کړه ته یوازینی کس ېې چې خپل ژوند همغسې چې له تاسره ښایي پنځولاي شې .

** ستا دغوښتنودپوره کیدالپاره لنډه لار دا ده چې خپلو غوښتنو ته دیوه حقیقت په توګه وګورې.

** ستا قدرت ستا په افکارو کې نغښتی دی بیا نو خبر اوسه تل په یاد ولره چې ځینې خبرې کله ناکله په زړه کړې .

دژو ند راز The secret to life

نیل ډونالډوالش (لیکوال او نړیوال ویناوال) :

«په آسمان کې توره تخته نه شته چې پاک خداي په هغې ستا په ژوندکې ستا دنده او هدف لیکلی وي په آسمان کې داسې توره تخته نه شته چې پرې لیکل شوي وي : نیل ډونالډ والش خوش لباسه سړی چې دیوویشتمې پیړۍ په یووخت کې ېې ژوند کاوه داهغه څو ک دی چې باید ………….. .

یوا زینی کار چې زه یې باید ترسره کړم دادی چې دڅه لپاره دلته یعنې دې نړۍ ته راغلی یم او دلته څه کوم اویا داچې دغه توره تخته پیدا کړم اوپوه شم چې خداي زما لپاره څه ډول ذهنیت درلود خو دغسې توره تخته نه شته .

نو ستا هدف همغه دی چې ته ېې په خپله ټاکې ستا دنده او ماموریت دا دی چې ته ېې په خپله دځان لپاره په نظر کې نیسې ستا ژوند همغه دی چې ته یې په خپله پنځوې هیڅکله څوک ستا کړنلاره نه شې بدلولاي . دا ته په خپله ېې چې باید دخپل ژوند توره تخته ډکه کړې که هغه دې دژوند په تیرې تومنې ډکه کړي وي ژر ېې پاکه کړه او هر هغه شی پاک کړه چې پخوا دې په کار نه ؤ راغلي او دخداي شکر وکړه چې تراوسه پورې تر دې ځآیه رسیدلاي ېې او نوې راتلونکې او نوی پيل په مخکې لرې ته او س نوې او ښکلی تخته لرې له سره پيل وکړه له همدا اوس خپل خوندونه پيدا کړه او له هغو سره ژوند و کړه »

   جک کنفیلډ :

«ډيره موده تیره شوه چې زه په دې خبره پوه شوم ځکه چې په دې ذهنیت سره لوي شوی وم چې باید یو کار ترسره کړم که دغه کار ونه کړم خداي به له ما خوشاله نه شي .

کله چې پوه شوم زما غټ هدف دخوښیو احساس او دهغو تجربه کول دي له هغه وروسته مې یوازې هغه کارونه پيل کړم چې خوښۍ او خوشالۍ ورسره وې زه اوس یو شعار لرم اوهغه دا چې که درته خوند نه لري نومه یې ترسره کوه »

نیل ډونالډ والش :

«خوند،مینه ، آزادي ،خوښي ، خندا اصلي خبرې همدا دي که ته خوند اخلي چې دکورپه یوه ګوټ کې کښينې اویوه ساعت مراقبه وکړې همدغه کارترسره کړه اوکه ته مثلاً دیوه ساسیچ یاساندویچ په خوړلوسره خوند اخلي دغه کار ترسره کړه »

جیک کنفیلډ :

« کله چې زه خپله پيشو نازوم خوند اخلم ،یا کله چې په طبیعت کې ګرځم خوند اخلم او زړه مې غواړي تل په همداسې موقیعت کې واوسم کله چې دغه کارکوم خوند اخلم ددغه کارلپاره غوره ده دهغه شي نیت او قصد ولرم چې غواړم ېې په دې ډول به هغه څرګند شي او هغه شی به ترلاسه کړم »

هغه کار ترسره کړه چې زړه دې غواړې اوخوند درکوي په دې ډول دخوښۍ احساس کوې که ته خبر نه ېې چې کوم کار دې خوشالوي له ځانه پوښتنه وکړه ؟ زه له کوم شي خوند اخلم ؟ کله چې دپوښتنې ځواب دې ترلاسه کړ ځان ژمن کړه چې همدا کار به کوې او له ترسره کولو ېې خوند واخله په دې ډول دجذبولو قانون دخوندونو ، خوښیو ،او ښه شرایطواو فرصتونو باران درباندې وروي چې ټول ستا ژوند ته خوندونه ډالۍ کوي .

ډاکټر جان هګلین :

 «په دې ډول ویلاي شو چې باطني خوشالي دبریالیتوب محر ک او اساس دی »

 همدا اوس نیت وکړه چې ښاد اوسې او ښه احساس ولرې دا یوازینی کار دی چې باید ترسره ېې کړې که دا یوازینی شی دی چې دکتاب له لوستلو دې ترلاسه کړ په دې ډول دراز ډیره مهمه برخه دې ترلاسه کړې ده .

ډاکټر جان ګیري :

« هرهغه شی چې تاته ښه حس درکوي تل ستا په لور نورې خوښۍ هم راولي . همدا اوس ته دغه کتاب لولې دا،ته وې چې هغه دې خپل ژوند ته راوست او اوس هم انتخاب ستا په لاس کې دی چې که ښه احساس لرې اوخوند ترې اخلې له هغه استفاده وکړه او که خوند نه درکوي له همد اوسه ېې پریږده او بل شی پيدا کړه چې   خوند درکړي او ستا دزړه له اواز سره یوشان شي »

دراز پوهه ستا په واک کې ده او اوس ته اختیا رلرې که غواړې تر ې استفاده وکړه او نه دې نه خوښيږي ترې استفاده مه کوه ازادي او دانتخاب حق له تاسره دی .

خپلې خوښۍ اونیکمرغۍ تعقیب کړه پنځون به په هغه ځاي کې درته دروازه پرانیزي چې څلوروخواوو ته یوازې دیوالونه وي .

جوزف کمپل ۱۹۰۴-۱۹۸۷

ایسټرهیکس :

« کله چې خوښي او نیکمرغي تعقیبوې تل به دخوښیو او خوشالیو په فضا کې ژوند کوې دنعمتونوپه پریمانۍ کې دکائیناتوغیږدځان په لور پرانیزې کله چې په دغسې احساس کې له خپلو دوستانو اوخپلوانو سره دشوق او ښادۍ احساس کوې په دې خوشالۍ کې هغوي هم شریکوې اوستاخوښي ،خوشالي او مینه ټولو ته خپریږي »

باب پاکټر :

« له ژونده خوند واخله ځکه چې ژوند حیرانوونکی دی او یوپرتمین سفر بلل شوی »

میري ډایمونډ :

« ته دنورو په پرتله بیل ژوندکوې او خلک به تاته ګورې اووایي به چې ته ولې له نورو بیل یې او څنګه له مونږ څخه بیل ژوند لرې ته کوم داسې کار کوې چې مونږ ېې نه شو کولاي په هر حال له نورو سره ستا یوازینی توپیر دا دی چې ته په راز پو ه شوی یې او له هغه په خپل ژوندکې استفاده کوې »

موریس ګوډمن :

«په دې وخت کې به داسې کارونه وکړې چې مخکې نورو درته ویل چې دغه کارونه ترسره کولاي نه شې او ناممکنه دي »

 ډاکټرفریډ آلن وولف :

 «په حقیقت کې مونږ دنوي پير په لور حرکت کوو داهغه پیر دی چې دفضا دمخکښانو دفلم په اساس دفضا وروستی برید اوپوله نه ده بلکه دذهن وروستی برید دی »

 ډاکټر جان هګلین :

« زه راتلونکی له بې حده پوټنشیل سره ګورم یوې خبرې ته پا م وکړه چې مونږ انسانان ترډير ه حده دخپل ذهن له پنځه فیصده ځواک څخه استفاده کوو او سل په سلوکې له دغه ځواکه استفاده نه کوو تاسو اوس داسې نړۍ فرض کړئ چې انسانان له خپل ټول ذهني توان څخه استفاده وکړي په دې ډول به مونږ داسې ځاي ته ورسیږو چې تصور یې هم نه شو کولاي او هرڅه چې وغواړو هغه به ترلاسه کړو »

د غه عصر په اوسنۍ سیاره کې ترټولو هیجاني او پرتمین پړاودی مونږ ډير ناممکنه شیان ولیدل چې ممکنه شول که اوس هم هر ډول محدودافکار خوشې کړو او په دې پوه شو چې نا محدوده یو او هرکار کولاي شو نو په بیلابیلو برخوکې لکه په علم ،سپورټ ، هنر ، ټیکنالوجۍ کې به نامحدوده عظمت او پرمختګ راپه برخه کړو .

 خپل جلال اوپرتم ومنه

باب پراکټر :

 « هغه ښه شیان تصور کړه چې هیله ېې کوې ټول دینې کتابونه ، فلیسوفان ،او تکړه دینې مشران همدا خبر ه کوي ستون شه او دهغوي حکیمانه خبرې وڅیړه ډيری دغه خبرې په دغه کتاب کې لیکل شوي او تاسو ته معرفي شوي د غو ټولو کسانو یوشی درک کړی اوهغه راز دی اوس تا هم دغه خبر ه درک کړې اوپه راز پوه شوی ېې نو له هغه استفاده وکړه څومره چې ډير پرې پوه شې هومر به ډير ترلاسه کړې »

راز ستا په باطن کې دی څومره چې له خپل داخلي قدرته استفاده وکړې هومره به هغه دځان په لور جذب کړې ته هغې مرحلې ته رسیږې چې نور تمرین ته اړتیا نه لرې ځکه چې ته په خپل ځواکمن هوښیار او بشپړ کیږې او ته به په خپله په مینې او خوند بدل شې .

 ایسټرهیکس :

 « ته په خپل ژوند کې دغه ځانکړي مقام ته رسیدلی یې له دې کبله چې تل ځانته وايې : زه ددې وړ یم چې ښاد اوسم . ز ه ځّکه دې دنیا ته راغلم چې په هغې کې معیاري او نوي شیان ورزیات کړم .

په ساده وینا په داسې یوشي بدل شې چې دپرون په پرتله مهم وي ټول هغه موارد چې تا تجربه کړي او یا پر تاتیر شوي ددې لپاره ؤ چې ځان تیار کړې اوس تصور وکړه چې له دې وروسته څه کولاي شې اوس چې راز دې ولوست په دې پو شوی ېې چې دخپل ژوند پنځوونکی یې او هرڅه ستا په لاس کې دي، دې چارې ته په پام سره نورڅه کارونه کولاي شې؟ او غواړې بل کوم ځاي ته ورسیږې ؟ څو تنه نور دخپل وجود له امله خوښ او نیکمرغه کولاي شې ؟ وخت څنګه په خپل کنټرول کې راوستلاي شې ؟ څه ډول پکې مداخله او تصرف کولاي شې ؟ بل هیڅوک هغه کار نه شې کولاي چې ته ېې کولاي شې دا چې څوک ېې او څه کوې له همدا اوسه ېې پيل کړه .»

 مایکل برنارډبک ویث :

« زه عقیده لرم چې ته بې ساری یې په تا کې داسې بې ساری شی شته چې هر کار پرې کولاي شې . دې ته له پامه پرته چې په ژوند کې څه بلاګانې پر تا راغلي ، او دې ته له پامه پرته چې عمر درباندې تیر دی کله چې ته یو مناسب ا وښه فکر لرې ستا په وجود کې داسې شی شته چې له ټولې نړۍ فعاله دی هغه به څرګندشي اوستا ژوند به بدل کړي او تا به تغذیه کړي ستا ملاتړ به وکړي او ستا لارښونه به وکړي هغه شی به ستاهستي وساتي یوازې که هغه ته اجازه ورکړې داهغه شی دی چې سل په سلو کې پرې ډاډه یم . »

داچې ځمکه په خپل چورلیز راچورلي ستالپاره دي،دسمندرونو مد او جزر ستا لپاره دي مرغان ستالپاره سندرې وايي ،لمر ستا لپاره ځلیږي او ستوري ستالپاره سترګګ وهي هره ښکلاچې ته ېې وینې هر عجیب شی چې ته ېې تجربه کوې ټول ستا لپاره دي شاوخوا نظر تیر کړه له تاپرته به دغه هیڅ شی نه وي مهمه نه ده چې فکر وکړې ته څوک یې اوس ته خپل حقیقي هویت پیژنې ته پر کائيناتو مسلط یې ته ددغه ټا ټوبي وارث ېې او ته ترټولو غوره حیات لرې او داځکه چې ته اوس په راز پوه او خبر ېې »

راز دتیر وخت ،اوس او راتلونکې لپاره کارندوالی لري .

رالف والډو امرسون

 د راز لنډیز Secret summaries

** ته باید په خپله دخپل ژو ند توره تخته شې او هرهغه څه پرې ولیکې چې ته ېې غواړې .

** یوازینی کار چې ته ېې باید ترسر ه کړې دا دی چې ښه حس ولرې .

** څومره چې له خپل باطني قدرته ډیره استفاده وکړې هومره به ډير قدرت ستا په لور جذب کړي .

** هغه وخت چې بایدپه خپل جلال اوپر تم پوه شې همدا اوس دی .

** مونږ په یوه پرتمین پیر کې ژوندکوو کله چې له خپلو محدودو افکارو لاس واخلو دبشریت حقیقي جلال او پرتم دخلقت په هر ه زمینه کې تجربه کولاي شې .

**   هغه کارترسره کړه چې خوند ترې اخلې که نه پوهیږې چې کوم شی درته خوندور دی له ځانه پوښتنه وکړئ زه له کوم شي خوند اخلم ؟

** کله چې په خپلو خوندونو تکیه وکړې او هغوته مقید شې دخوندونوباران به درباندې واوري او نور خوندونه به جذب کړې ځکه چې خوند منعکسوې .

** اوس چې دراز په علم پوه شوی ېې دا په تاپورې ارتباط پيداکوي چې څه کوې، هرانتخاب چې ته ېې کوې هغه به سم وي قدرت ستا په ولکه کې دی .

پاي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *