یکواله : Rhonda Byrne
ژباړه : ډاکټر محمدعیسی ستانکزی
ستا دذهن قدرت
مایکل برنارډ بک ویث :
«ته هغه څه چې دځان په لورېې جذبوې که هغه ښه دي اویا بدپه حقیقت کې هغه غالب افکاردي چې ته ېې په خپل ذهن کې لري ښايي دغه افکار شعوري وي یا لاشعوري خپل کار کوي »
ښايي پخوا له خپلو افکارو خبر وې یابه ترې خبر نه وې خو اوس ترې خبر شوی ېې همدا شیبه ته په راز پوه شوی یې اوله ژور خوبه راویښ او هوښیار شوی ېې ، پر معلوماتو ،قانون ، او دخپلو افکارو له قدرته خبر شوی ېې نوپه هغوشیانو فکر وکړه چې ښه دي او ته ېې غواړې .
ډاکټر جان ډمارتیني :
کله چې دراز مسلې او دخپل ذهن قدرت ته ښه ځير شو او په ورځني ژوند کې خپل نیت اوقصد ته پام وکړو ګوروچې داټول شیان زمونږ په شاوخواکې دي یوازنی کار چې اړین دی دادی چې سترګې پرنیزو او هرڅه وګورو»
ایسټرهیکس :
«ته هر چیرته دجذبولوقانون کتلاي شې ته هر شی دځان په لورجذبولاي شې : وګړي ،موقیعتونه ، سلامتیا ، پيسې ، پورنه ،خوندونه ،هغه ګاډی چې چلوې ېې ، هغه ټولنه چې پکې ژوند کوې دغه ټول شیان دیوه مقناطیس په شان دځان په لورجذبولاي شې هر هغه شی چې پرې فکر کولاي شې دځان په لور راکاږلاي شې ستا ټول ژوند ستا په ذهن کې دموجودو افکارو ورایښت دی ته دجذبولو قانون په خپل ژوندکې کتلاي شې هغه څوک چې ډير دناروغۍپه هکله خبرې کوي ترټولوډيرناروغه وي هغه څوک چې دپيسو فکرکوي شتمن دی او هغه څوک چې دسلامتیاپه فکر کې وي هغه سالمه دی .
دغه کائينات اودنیا دټولوده او هیڅوک ترې رد شوي نه دي هیڅ شی دجاذبې له قانونه بهر نه دي ستا ژوند ستادغالب فکرانعکاس دی ددې سیارې ټول ژوي دجاذبې دقانون له لارې عمل کوي له نوروموجوداتو سره دانسانو توپیر دا دی چې بشر ذهن لري چې توپير وکړي انسان دخپل واکمن ذهن په مټ خپل افکار ټاکلی شي انسانان په خپل ذهن سره دکلي حیات دپنځولو او عمدي فکر کولووس لري .
ډاکټرفریډ آلن وولف ( دکوانتوم فزیک متخصص ، ویناوال او مولف ) :
«زه بې ځایه هیله نه درکوم او دیوه بې اساسه تفکر اویا دکوم لیونتوب په اساس خبرې نه کوم بلکه داساسي او ژور درک په اساس له تاسره غږیږم . په حقیقت کې دکوانتم فزیک دغه کشف تاییدوي او ښيي چې هیڅوک یوشی له دې پرته چې ذهن ېې ورننوځي دځان کولاي نه شي او په حقیقت کې فکر او ذهن هر هغه شي ته بڼه ورکوي چې درک کیږي اومونږ ېې وینو .»
که څوک په کائیناتو کې د مخابراتو دیوازنیي لوي انټن داندازې او قدرت په هکله فکروکړي دډاکټر وولف په خبرې پوهیداي او له هغه سره غږمله کیداي شي . ستا ذهن فکر کوي او ستا دژوند دتجربو په توګه ځینې تصویرونه ستا په لور آستوي ته په خپلو افکارو سره نه یوازې خپله دنیا جوړ وې بلکه ستاافکارپه قدرت سره ددنیا په پنځون هم ورزیاتیږي . که دې فکر وکړ چې ډیر کوچنی سړ ی ېې او په دنیا کې هیڅ قدرت نه لرې یوځل بیافکر وکړه په حقیقت کې ستا ذهن ستا شاوخوا نړۍ جوړوي اوهغې ته بڼه ورکوي .
په وروستیو اتیا کلونو کې دکوانتوم دفزیک پوهانو موندنواو حیرانوونکوڅیړنو دخلق کولو یا پنځولوپه برخه کې دبشردذهن له بې ساري قدرته زمونږ درک زیات کړی دی او اوس مونږ په دې پوه شوي یو چې دبشرذهن څومره لوي قدرت لري دهغوي عمل اوکاردکارنګي ، امرسون ،شکسپیر ، بیکن ، کریشنا مورتي ، اوبوداپه شمول دنړۍ دسترو متفکرانو له ویناوو سره سیالي کوي .
باب پراکټر :
«که څوک دراز په قانون پوه نه شول په دې معني نه دی چې هغه ېې رد کړی دی ښايي څوک په دې پوه نه شي چې بریښنا څنګه کار کوي خو دهغه له ګټو استفاده کوي زه هم نه پوهیږم چې څنګه کار کوي خو په دې پوهیږم چې په بریښنا سره یوچا ته دماښام ډو ډۍ پخولا ياو یانورې استفادې ترې کولاي شو.»
مایکل برنارډ بک ویث :
« غالباًکله چې خلک دیو ستر راز درک کول پیلوي له خپلو ټولو منفي افکارو وحشت کوي په دو خبروپوهیدل ضروري دي یوه داچې له علمي پلوه ثابته شوې ده مثبت فکردمنفي فکر په پرتله ډير پياوړی وي او دوهمه داچې په دې خبرې سره ستاسو اندیښنه همدلته ختمیداي شي .»
په حقیقت کې ستاپه ژوند کې دمنفي چارې پیدا کیدل ډیرومنفي افکارواو دوامداره منفي فکرته اړتیالري. په هر حال که ډیر وخت پر منفي افکارو تمرکز وکړې یوه ورځ به ستا په ژوند کې څرګندشي که ته دخپلو منفي افکارو له امله اندیښمن ېې دخپلو منفي افکارو په هکله به نورې اندیښنې جذب کړې اوپه عین حال کې به دهغوي اندازه نوره او نوره هم ډيره شي له همدا اوسه فېصله وکړه چې دښو افکاروپه هکله فکر وکړې او ددې په ترڅ کې کائيناتو ته ووایه چې ستا ټول ښه افکار پیاوړي دي اوهر ډول منفي افکار کمزوري دي .
ایسټرهیکس :
« دخداي شکر وباسه چې په حقیقت ستا دټولو افکار د بدلولو لپاره ډير وخت په کار دی ګني له سرخوږیو سره به مخامخ شې ته نه غواړې ستا افکار سمدستي عملي شي همدغه ځنډ ستا لپاره لویه مرسته ده اوتا ته وخت درکوي چې دهغوشیانو په هکله چې فکر پرې کوې بیا کتنه وکړې او نوی انتخاب ولرې ».
ستا دژوند دجوړولو لپاره ستا ټول قدرت همدا اوس ستا په لاس کې دی ځکه همدا اوس هغه وخت دی چې ته دفکر کولو په حال کې ېې که داسې فکر کوې چې برسیره کیدل ېې ستاپه ګټه نه دي همدا اوس کولاي شې د فکر کولو ډول دې بدل کړې په ښو افکار سر ه دهغو ځاي ډک کولاي او هغه پخواني چې سم نه دي پاک کولاي شې . په حقیقت کې وخت تا ته سترخدمت کوي ځکه چې ښه فکرونه خپل ذهن ته دننه کولاي شې او نوي سیګنالونه او څپې خپرولاي شې .
ډاکټر جو ویتل :
«ته باید له خپلو افکارو خبر واوسې او خپل افکارپه ځیرتیا وټاکې اوته باید په دې برخه کې دقت وکړې اوخوند ترې واخلې ځکه چې ته دخپل ژوند شهکار ېې ته دخپل ژوند میکل آنژ ېې ته خپله مجسمه جوړوې او دغه کار په خپلو افکارو سره کوې »
پرذهن دمسلطه کیدایوه لاره دذهن دارامښت زده کول دي له استثناپرته په دغه کتاب کې ټولو استادانو مراقبه دخپل کاراساس ګرځولې ده دراز له کشفیدا وروسته پوهه شوم چې مراقبه څومره پياوړی رول لوبولاي شي اوڅومره اغیزمن شی دی . مراقبه ستا ذهن اراموي له تاسره مرسته کوي چې خپل افکارکنټرول اوخپل جسم احیا کړې . ښه خبر دا دی چې ضروري نه ده دمراقبه لپاره څو ساعته په یوه کنج کې کیښنې اوله ځانه سره خلوت وکړې ته په ورځ کې له دریو یا لسو ډقیقومراقبې خپل تمرین پیلولاي شې دغه کار دافکارو په کنترولولو کې حیرانونکی اغیز کولاي شي .
همداراز له خپلو افکارو دخبریدا په خاطر دځان لپاره یو نیت او قصد درلودلاي شې مثلاً «زه په خپلو افکارو واکمن یم » غالباً دغه عبارت تکرار کړه . پرې مراقبه وکړه کله چې په دغې غوښتنې پورې کلک ونښتې دجاذبې دقانون په اساس به دغه کار ترسره شي اوخپل هدف ته به ورسیږې .
اوس ته داسې معلومات ترلاسه کولاي شې چې له امله ېې خپله لوړه بیلګه جوړه کړې یاېې وپنځوې البته دا امکان شته چې ستا دغه بیلګه تردې مخکې ستاپه فریکونسیوکې موجوده وي ته یوازې داوټاکه چې څه شی غواړې دهغو څپې اوسیګنالونه خپاره کړه په دې ډول ستا لیدتوګه به ستا ژوند جوړکړي.
د راز لنډیز Secret summaries
** زمونږدژوند تر ټولو ستر راز دجذبولوقانون دی .
** دجذبولوقانون وایي :هرشی خپل ورته شی جذبوي . له دې کبله کله چې ته دکوم شي په هکله فکر کوې په عین حال کې هغه ته ورته افکار ستا په لور جذبوي .
** افکارمقناطیسي دي اوخپلې خاصې فریکونسۍلري کله چې په ماذغو کې کوم فکروروزې هغه دکائيناتو په لور آستول کیږي او په مقناطیسي ډول ټول هغه ورته شیان چې یوډول فریکونسۍلري دځان په لور جذبوي هر شی چې بهرته آستول کیږي بیرته دخپلې سرچینې یعنې ستا په لور ستنیږي. .
** ته انساني مخابراتي انټن ته ورته ېې چې په خپلو افکارو سره سیګنالونه خپروې که غواړې په خپل ژوند کې کوم شی بدل کړې له فکري بدلونه په استفادې سره فریکونسۍ بدلې کړه .
** ستا اوسني افکار ستا راتلونکی ژو ند جوړوي دهر شي په هکله چې ډیر فکر وکړې او پرې تمرکز وکړې ستا دژوند په بڼه تا ته څرګندیږي .
** ستا افکار په موضوعاتو بدلیږي .
نور بیا