لیکواله : Rhonda Byrne

ژباړه : ډاکټر محمدعیسی ستانکزی

پيسې صدقه کړه چې پيسې ترلاسه کړې

 ددې لپاره چې پيسې ترلاسه کړې د پيسوصدقه ورکوه کله چې ته صدقه ورکوې په دې معنا ده چې وايي زه ډيرې پيسې لرم چې له نورو سره هم مرسته کولاي شم یوه خبره مه هیروئ چې شتمن کسان دنړۍ ترټولوسخي کسان هم دي هغوي له هرچاسره ډيره مرسته کوي او تر هر چا ډيره صدقه ورکوي له همدې امله کائینات هغوي ته ډيرې نورې پیسې او شتمني ورکوي اوشتمني یې څو برابره زیاتوي .

که له ځان سره وايې زه دبخښنې لپاره ډيرې پيسې نه لرم . هر څه به بایلې اوس ته په خپله پوهیږې . چې ولې کافي پيسې د بخښنې لپاره نه لرې کله چې خیال کوې د بخښنې لپاره کافي پيسې نه لرې نو کرم او بخشش پیل کړه کله چې دبخښلو لپاره خپل ایمان ثابت کړې دجذبولو قانون تل ستا په لور راځي او تاته نورڅه هم درکوي دبخښنې او له ځانه د تیریدنې په منځ کې ډیر توپير موجود دی بخښل او سخاوت انسان ته دخوښۍ ا ور ضایت احساس پیداکوي خو له ځانه تیریدنه داسې نه ده او سړی نه خو ښوي ددغو دوو ترمنځ توپيروکړه ځکه چې متضاده شیان دي يو پکې دنه شتوالي نښې خپروي او بل له حده دډيرو شیانو د درلودلو . یو انسان ته ښه احساس ورکوي او بل ناسم احساس له ځانه تیریدنه بالاخره په زره چاودن بدلیږي په خپله خوښه بخښل ترټولو خوندور شی دی چې دجذبولو قانو ن هم کلک پورې نښلي او ستا اړتیاوړ ډير شیان درته پيرزو کوي ته په خپله دغه توپیر حس کولاي شې .

جیمزآرتور ري :

«ما ډير کسان لیدلي دي چې شتمن دي او ډيرې پیسې ترلاسه کوي خوروابط ېې سم نه وي ، دا شتمنی نه ده ته ښایي یوازې دپيسو لټه وکړې اوډيرې پيسې به وګټې خو ددې ضمانت نه شته چې ته بډاي کس ېې زه دا نه وایم چې پيسې د شتمنۍبرخه نه ده پیسې دشتمنۍ برخه ده خودبډایېنې یوازې یوه برخه حسابیږي ، له بلې خوا ډيرداسې کسان هم پيژنم چې معنوي کسان دي خو تل پوروړي او دردمند دي دا هم بډاینه نه ده ژوندباید په ټولوبرخوکې بډاي اونیکمرغه وي ژوندیعنې په هره برخه کې بډاینه او خوشبختي »

که ته په دې باور لوي شوی ېې چې شتمني له معنويت سره په ټکر کې ده مونږ درته سپارښتنه کوو چې دانجیل دمیلیونروانو په نامه کتابونه ولوله چې کاټرین پانډا لیکلي دي په دغه ښکلو کتابونو کې به داخبره کشف کړې چې ابراهیم ، اسحاق ، یعقوب ، یوسف ، موسی ، او عیسی یوازې بریالي ښوونکي نه ووبلکه دډيرو اوسنیو میلیونرانو په پرتله ېې دهغه وخت په سویه ښه ژوند کړی ؤاو شتمن کسان وو. دا ستا مسلم حق دی   او دا ته ېې چې دخپل ژوند په هره برخه کې هر څه چې وغواړې ترلاسه کولاي ېې شې او ته دنعمتونو او شتمنۍ کنجي له ځانه سره لرې ته دهر ښه شي لیاقت لرې او کائينات هم هر هغه شی درکوي چې ته ېې غواړې خو ته باید هغه دځّان په لور جذب کړې ا وس ته په خپله له رازه خبر ېې ته کنجي له ځان سره لرې کنجي ستا افکار او احساسات دي اوته په خپل ټول ژوند کې دغه کلي په لاس کې لرې نواستفاده تروکړه .

مارسي شیموف :

« دلویدیځ په کولتورکې هرڅوک دښه ژونداو لوړ مقام د ترلاسه کولو لپاره هلې ځلې کوي هغوي ستر کور او لوړ مقام غواړي او ټول ظاهري شیان خوښوي خو مونږ د تحقیقاتوپه وسیله په دې خبرې پوه شوي یوچې دټولو ظاهري شیانو درلودل هغه شی نه شي تضمینولاي چې مونږ ورپيسې یو او هغه خوشالي او خوشبختي ده نو مونږ په دغو ظاهري شیانو پسې ځو ترڅو دځان لپاره خوشالي وګټو خو هرڅه سرچپه شي یعنې د ظاهري شیانو درلودل خوشبختي او نیکمرغي نه ده .

ته بایدد باطني خوند اوارامښت لټه وکړې اوپه لومړي پړاو کې باطني بصیرت پیداکړې په دغه وخت کې ټول ظاهري شیان هم ځان څرګندوي »

هغه څه چې ته ېې غواړې باطني کاردی بهرنۍ نړۍ داغیز او نتیجې نړۍ ده چې یوازې دافکارو له امله پیداکیږي خپل افکاراو فریکونسۍ د خوشالۍپه څپو برابر کړه له خپل باطنه دخوښۍ اوخوند احساس راپورته کړه او هغه په خپل ټول توان سره کائيناتو ته واستوه په دې ډول به په ځمکه د جنت دکتو تجربه وکړې .

 

د راز لنډیز Secret summaries

** دپيسو دجذبولولپاره پر شتمنۍ تمرکز وکړه که پر بې وزلۍ تمرکز وکړې امکان نه لري چې خپل ژوندته ډیرې پېسې جذب کړاي شې .

** د تخیل له ځواکه استفاده او داسې ښودل چې له مخکې دې دغه پيسې چې غواړې ېې درلودې ډیره ګټوره روده ده دبډایتوب تصور وکړه اوپه دې ډول دپيسو په اړه ښه حالت پیداکړه وبه ګورې چې ستا ژوند ته نورې پيسې هم جذبیږي .

** په اوسني وخت کې دخوشالۍ احساس د پيسو دجذبولو ترټولو اسانه لار ده .

** باید ستا نیت او قصد داوي چې کله هر شي ته ګورې او خوښيږي دې باید ووایې چې دهغه داخیستو توان لرم او هغه شی ا خیستی شم په دې ډول به ستا طبیعت بدل شي او دپيسو په وړاندې به ښه حالت پیدا کړې .

** پيسې خیرات کړه ځکه چې په بخشولو سره ښه احساس پیداکوې او په حقیقت کې ته وایې زه ډيرې پيسې لرم ځکه خو له نوروسره مرسته کوم .

** په خپل پوستي صندوق کې دچکونو دشتون تصوروکړه .

** خپل افکار په شتمنۍ برابر کړه او دشتمۍپه هکله فکر وکړه .

دارتباطاتو رازthe secret to relationships

میري ډیامونډ (دفینګ شويي دعلم مشاوره ،ښوونکې او ویناواله) :

«دغه راز په دې معنا دی چې مونږ دخپلې نړۍ جوړوونکي یو او هره غوښتنه چې ولرو هغه به زمونږ په ژوند کې ښکاره شي له دې کبله زمونږلپاره داډیره مهمه خبره ده چې موږ څه احساسات ، هیلې ، او افکار لرونو هرډول افکاریا احساسات چې ولرو څرګندبه شي اونتیجه به ورکړي .

یوه ورځ دیوه ډایرکټر کور ته لاړم چې ښه هنرمن ؤ دهغه دکورپه هرګوټ کې دښځو عکسونه چې مخونه ېې په ټوکروپوښل شوي وو ځوړند وو ښځو خپل مخونه اړولي ؤ په داسې ډول چې ګواکې وایي : زه تا نه وینم . ما ورته وویل :فکر کوم ته دعشق په برخه کې ستونزه لرې .هغه وویل :ته په غیبو پوهیږې څنګه په دې خبرې پوه شوې . ځواب مې ورکړ : نه غیب نه شم لوستلاي، خو وګوره تا دخپل کورپه اووبرخو کې ددغو ښځو عکسونه ځوړندکړي دي ویې ویل:زه په دغوانځورونو مین یم په خپله مې ایستلي دي ومې ویل خبره خو نوره هم ورانه شوه ځکه چې تا خپل ټول ځوا ک او استعدادپردغه کار لګولی دی .

دغه سړی ډير ښکلی دی اوښایسته جامې هم اغوندي شاخوایې ښکلې نجونې هم ډيرې دي خو تراوسه پورې چا پرې زړه نه دی بایللی له هغه مې وپوښتل :ته څه غواړې وېې وېل :غواړم له یوې میرمنې سره آشنا شم . ومې ویل : نودهغې انځور وباسه او دکور په ګوټ ګوټ کې ېې ځوړندکړه اودغه نوروتصویرونه چې له تا ېې مخ اړولی دی هغه له کوټې لیرې کړه .

شپږ میاشتې وروسته مې هغه کس ولید پوښتنه مې ترې وکړه: عشقي ژوند دې چیرته ورسید ؟ وېې ویل:له خوندونو ډک دی ټول غواړي له ماسره وي او غواړي ر اسره اړیکي ټینګي کړي. ومې ویل: ددې لپاره چې تاپه خپله وغوښتل. ویې ویل: زما حالت او طبیعت ډير ښه دي په ډيرو کلونوکې مې له کومې نجلۍ سره مینه نه وه کړې خو اوس ښځې زماپر سر جنګونه کوي . ما ورته وویل چې بخیلي مې درسره وشوه .، ده ځواب راکړ: خو اوس مې زړه غواړي چې واده وکړم او کورنۍ جوړه کړم اوله مینې ډک ژوند ولرم . ورته مې وویل چې همدغه شی اوس په یوې تابلوکې انځور کړه ترلاسه به ېې کړې هغه دعاشقانه رابطې یوه تابلووایستله اویوکال وروسته ېې له خپلې مینې سره واده وکړ او اوس ډير خوشاله دی .

هغه خپلې غوښتنې ته ورسید ځکه چې نورې غوښتنې ېې له څرخې وایستلې. البته له کلونو راهیسې هغه دغه غوښتنه درلوده له دې پرته چې ترلاسه ېې کړي ځکه چې هیله ېې نه برسیره کیده دهغه ظاهري ژوند، او دهغه کوردنوموړي له هیلو سره په ټکر کې وو که ته په دغې خبرې پوه شوې نو ټول کارونه به ستا په خوښه پر مخ ځي . »

دمیري ډیامونډ دیوه ناروغ یا مشوره اخیستونکي کیسه ددې خبرې دثابتولو لپاره ښه دلیل دی چې څه ډول د فینګ شويي علم(هغه علم دی چې چینايي منشه لري او په لودیځ کې دود دی چې له مخې ېې دکوروسایل او تابلوګانې په دې ډول کیښودل کیږي چې په انسان کې مثبت بدلون راولي) ېې دراز په تعالمیو کې وښود دا ددې ښودنه کوي چې کله مونږ خپل ټول افکار په خپل ټول توان سره وکارو هرڅه چې وغواړو په پیاوړتیا سره راته پیداکیږي زمونږ افکار هغه کلمې چې زمونږ له خولې راوځي، هغه احساس چې مونږ یې پیداکوو اوزمونږ اقدامات خلقوي . اقدمات هم په خپل وار ډير اهمیت لري ځکه چې دا افکار دي چې مونږ پر اقدام لاس پورې کوو که مونږ خپلو اقداماتو ته ښه ځیر شو ښایي خپل ډير ژورافکار درک کړو دفلمونو دډایرکټر اوهنرمن پورتنۍ کیسه ددې ښودنه کوي چې دهغه ډيرژرو افکار دهغه په اقداماتو او دژ ندپه چاپریال کې منعکس شوي ؤ هغه دډیرو ښځو انځورو نه ایستلي ؤخوپه دې بڼه چې ټولو ترې مخ اړولی ؤ ته به په دې پوه شې چې دهغه ترټولو ژور افکارڅه وو؟ که څه هم دهغه زړه غوښتل چې له ښځو سره آشنا شي خو ژورو افکارو یې دهغه په انځورونوکې دغه شی نه ؤ منعکس کړی . له هغه وروسته چې ده په قصدي توګه خپل اقدامات بدل کړل نو ددغه کار له امله هغه خپل حواس په هغه شي متمرکزه کړل چې غوښتل یې . په ډير ساده بدلون سره دغه هنرمن وکړاي شول چې خپل ژوند انځور کړي او دجذبولو دقانون له لارې هغه جوړ کړي .

کله چې غواړې په خپل ژوندکې یو شی جذب کړې فکر دې ونیسه چې ستااقدامات ستا له غوښتنو سره په ټکر کې نه وي. په دې هکله یوپه زړه پورې مثال مایک ډولي چې دراز په فلم کې ېې شتون درلود په یوه کسټ کې ریکارډ کړی دی دغه کیسه دهغې میرمنې ده چې زړه ېې غوښتل یوښه او دخپلې خوښې میړه ولري او هغه خپل ژوند ته جذب کړي هغې ټول کارونه سم ترسره کړل او داخبره ېې معلومه کړې وه چې راتلونکی میړه ېې څه ډول وي او کوم خصوصیات او څیره ولري اودغسې یو کس یې په خپل ژوندکې مجسم کړی ؤخو ددغه راتلونکي میړه درک نه لګیده . یوه ورځ کله چې خپل کورته ننوتله او غوښتل ېې خپل ګاډی په ګراج کې پارک کړي اسویلی یې وایسته او پوهه شوه چې دهغې اقدامات دهغې له غوښتنې سره په ټکر کې دي همدا شیبه چې دې غوښتل خپل ګاډی په ګراج کې پارک کړي دراتلونکي میړه دګاډي لپاره ېې په ګراج کې ځاي نه ؤ دغو اقداماتو کائينات پوهول چې په هغه څه چې غواړي یې باور نه لري نو په بیړه ېې خپل ګراج پاک کړ او دیوبل ګاډي لپاره ېې ځاي جوړ کړ له هغه وروسته خپلې کوټې ته لاړه او دکالیو المارۍ ېې چې له جامو ډکله وه خلاصه کړه دراتلونکي میړه دکالیو لپاره یې ځاي نه درلود هغه خپل کالي سره راټول کړل او دراتلونکي خاوند دجامو لپاره ېې ځاي برا بر کړ پردې سربیره دې عادت درلود چې دکټ په منځ کې څملي له دې وروسته ېې دکټ یوه خوا تشه پریښوده ترڅو دراتلونکي میړه لپاره ېې ځاي پاتې وي.

کله چې دغې میرمنې دماښام د ډوډۍ پر سره دغه کیسه مایک ډولي ته کوله دخوښې میړه یې په څنګ کې ناست ؤ له دغو کارونووروسته دهغې دخوښې کس دهغې په ژوندکې څرګند شو او اوس دواړه ګډژوند کوي.

دې ته ورته یوه بله کیسه هم شته چې زما پر خور ګلندا تیره شوې هغه دراز دفلیم دتولید مدیره وه چې په آسترالیا کې ېې ژوند کاوه خو زړه ېې غوښتل چې امریکاته لاړه شي او هلته له مونږ سره په شرکت کې کاروکړي . ګلنداپه راز ډيره ښه پوهیده اوپه ځیرتیاسره ېې هرکار په سمه توګه ترسره کاوه چې خپلې غوښتنې ته ورسیږي میاشتې تیرې شوې خوهغه لاپه آسترلیاکې وه. ګلندا خپلو اقداماتو ته ځغلنده کتنه وکړه او پوهه شوه چې اعمال او کړچارېې له غوښتنې سره غږمله نه دي نو جدي اقدامات ېې وکړل هغې خپل ټول کارونه خلاص کړل خپل بکسونه ېې وتړل او هغه شیان ېې هم وبخښل چې په امریکاکې ورته پکار نه ؤ په څلورو اونیو کې   ګلنډا په امریکا کې وه او زمونږ په شرکت کې ېې کار کاوه .

په هغه څه فکر وکړه چې غوښتنه دې کړې او ډا ډه شه چې ستااقدامات دهغه شي انعکاس دی چې ته ېې دترلاسه کولو تمه لرې او ورسر ه په تضاد کې مه اوسه . داسې عمل وکړه چې ګواکې هغه شی دې ترلاسه کړی د ی بیخي همغه کارونه کوه چې دترلاسه کولو په وخت ېې ترسره کوې دخپلو غوښتنو د ترلاسه کولو لپاره ځاي لوي کړه په دغه کار سره پیاوړې نښې او فریکونسۍ آستوې .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *