لیکواله : Rhonda Byrne

ژباړه : ډاکټر محمدعیسی ستانکزی

 راز څه شی دی ؟

باب پراکټر:

 « ښایي ته ناست یې او له ځانه پوښتنه وکړې چې راز څه شی دی ؟ اوس به درته ووایم چې زه څه ډول په دې خبره پوه شوم مونږ درست له لایتناهي قدرت سره کار کوو مونږ درست له ورته قوانینوسره خپل ژوند پر مخ بیایو اودهغه لارښونه کوو دکائيناتو طبیعي قوانین دومره دقیق اومنظم دي چې مونږ انسانان حتی دستوربیړیو په جوړولو کې کومه ستونزه نه لرو اوبې جنجاله سپوږمۍ ته انسانان اوستوربیړۍ استوو او دڅو ثانیو په اختلاف سره دهغوي دکوزیدا دقیق وخت ټاکلی شو.

هرچیرته چې ېې په هند ، آسترالیا ، نوي زیلاند، لندن ، تورنتو، مونتریال ، یا نیویارک کې مونږ ټول یوازې په یوه قانون سره کارکوو، یو قانون او هغه دجذبولو قانون دی .

راز په حقیقت کې دجذبولو په قانون کې نغښتی دی !  

هرهغه څه چې ستاژوند ته ننوځي په حقیقت کې ته په خپله هغه خپل ژوند ته راکاږې اوستا دذهني تصویر له امله هغه ستاپه لور جذبیږي داستا خپل تفکر دی . هر هغه څه چې ستاپه ذهن کې تیریږي   همغه دځان په لور جذبوې .»

ستا هرتفکر ، حقیقي او یو ځواک دی .

پرنټیس ملفورډ ۱۸۹۱ـ۱۸۳۴

 

تر ټولوتکړه ښوونکو چې تر اوسه پورې ېې ژوندکړی مونږ ته ویلي دي چې دجذبولوقانون دکائيناتو تر ټولو پیاوړی قانون دی . ددغه قانون په هکله دشکسپیر ، رابرټ برونینګ او ویلیم بلیک په شان شاعرانوپه خپلو شعرونو کې خبرې کړي او دلوډیګ ، بتهون په شان موسیقي جوړونکوپه خپلې موسیقۍ کې ترې یادو نه کړې ، دلیونارډو داوینچي په شان انځورګرانو په خپلو تابلو ګانو کې آنځور کړی او دسقراط ، افلاطون ، رالف والډو امرسون ، فیثاغورث ،سرفرانسیس بیکن ، اسحاق نیوټن ، یوهان ولفګانګ ون ګوټې او ویکتور هوګو په شان متفکرانوپه خپلو لیکنواوتعالیموکې ورته نغوته کړې او له پيړیو راهیسې دهغوي نوم او حماسي اثار تلپاتې دي .

دهندویزم ، بوډایزم ، یهوديت ، مسیحیت ، اواسلام په شان دینونو ، دریا ضت او عزلت نیشنۍ په شان دودونو او دمصریانو او بابلیانو په شان تمدنونو دغه قانون دخپلو مکتوبو آثارو او داستانونو له لارې وړاندې کړی دی . دغه قانون دخپلې خاصې بیلګې په بڼه په بیلابیلوپیړیو کې په بیلابیلو آثارواولیکنو کې موندل شوی اوله میلاده درې زره کاله مخکې دکاڼو پر مخ حک شوی دی ډیرو کسانو دزړه له تله غوښتل چې په دغه ر از پوه شي اودغه راز تل موجود ؤ چې کشف شي او لاس وروسیږي .

دغه قانون دپنځون له لومړیوپیل شوی او تل به موجودوي .

داهغه قانون دی چې ستا دژوندپه هره شیبه کې دکائيناتو بشپړنظام او هر هغه مجرد شی ټاکي چې ته یې په ژوند کې تجربه کوې . هرڅو ک چې ېې او په هرځاي کې چې ژوندکوې دجذبولوقانون ستا دژوند ټولو تجربو ته بڼه ورکوي او دغه پياوړی قانون ستا دافکارو له لارې خپل کار ترسره کوي په خپله ته ېې چې دجذبولوقانون دځانته رابولې او دغه کار دخپلو افکارو له لارې ترسره کوې .

په ۱۹۱۲ کال کې چارلز هانیل دجذبولوقانون تر ټولوستر او دډاډ وړ قانون وباله چې دپنځون ټول نظام پرې متکي دی .

باب پراکټر :

«هوښیار کسان تل پر دغې مسلې پوهیدل ته همدا اوس لرغونو بابلیانو ته ځِغلنده کتنه کولاي شې هغوي تل دغه قانون پیژانده داد خلکو دیوه واړه ټولي غوره انتخاب دی .»

دبابلیانو لرغونی اوپرتمین تمدن دمحققانوپه وسیله په مستنده بڼه معلوم شوی دی دغه خلک دنړۍ په اووګونو عجایبو کې دیوه ،یعنې د بابل د معلقو باغونو د جوړولو له امله مشهوره دي دغه خلک د دکائيناتو د قوانینو د درک کولو اوله هغو داستفادې له امله دبشر په تاریخ کې تر ټولو بډاي توکم بلل کیږي .

با ب پراکټر :

« څه فکر کوې ولې دنړۍ یوازې یوفیصده اوسیدونکي ددرستې نړۍ شپږ نوي فیصده پیسې ترلاسه کوي او هغه له ځان سره لري ؟ آیا فکر کوې دا یوتصادف دی ؟ نه دا تصادف نه دی بلکه دایوه پلان شوې روده ده هغوي یوشی درک کړی دی ،هغوي په دغه رازچې مونږ پرې خبرې کوو پوه شوي دي او اوس دغه راز تا ته ههم معرفي کیږي »

هغو کسانو چې شتمنۍ یې ترلاسه کړې غوښتي یا ناغوښتې یې له دغه ر ازه استفاده کړې ده هغوي یواز ې دنعمتونو او شتمنۍفکرونه کوي او نه پریږدي چې متناقض فکر دهغوي ذهن ته لاره ومومي دهغوي برلاسه افکاریوازې دشتمنۍ په اړه دي دشتمنۍاوپیسوله فکره پرته بل شی دهغوي په ذهن کې نه شته ښایي په دې خبرې پوه وي یا نه، خو دهغوي په ذهن کې پر شتمنۍ برلاسه فکر دی چې شتمني ورپه برخه کوي په حقیقت کې دادجذبولوقانون دی چې کار اوعمل کوي .

عملاً د جا‌ذبې دقانون او دراز داثبات لپاره یوه ښه بیلګه اومثال دا دی :

ښایي په خپل چاپریال کې داسې کسان پيژنې چې ډیره شتنمي یې ترلاسه کړي وي او بیایې ټوله بیرته له لاسه ورکړي وي خو په لنډه موده کې ېې بیرته ډير ې پیسې راغونډې کړي وي هغه خبره چې په دغسې حالاتو کې پيښیږي دا ده چې ددوي غالب افکار دشتمنۍ په شاواخوا راچورلي ځکه خو دوي په لومړي سرکې ډيرې پیسې ګټلې وې له هغه ور وسته ېې اجازه ورکړه دشتمنۍ د بایللو او ویرې فکر دهغوي ذهن ته لاره پيداکړي او په دې وخت کې دتاوان او دشتمنۍ د بایللو فکر غالبه او برلاسه کیږي او د ترازو تله پر شتمنۍ له برلاسه فکره دتاوان د برلاسه فکر په لور درنیږي ځکه خو ېې خپله شتمني له لاسه ورکړي وي خو کله چې دغو کسانو خپله شتمني له لاسه ورکړه   دتاوان او بایللو ویره هم ترې کډه کوي اوبیرته پر شتمنۍ بر لاسه فکرپه دوي کې غالبه کیږي په دې ډول بیرته شتمني اوپيسې ددوي په لور راګرځي .

هر شی خپل ورته شی جذبوي

جان اساراف :

«زمالپاره دجذبولوله قانونه ترټولو آسانه تصور دا دی چې چې ځان لکه یو مقناطس و انګیرم اوپه دې هم پوهیږم چې دمقناطيس په وسیله نورشیان جذبولاي شو».

ته په خپله د هستۍ تر ټولو پیاوړی مقناطيس ېې! ته په خپل باطن کې دجاذبې قدرت لرې چې په دې دنیا کې تر بله هرشي پیاوړی دی او دغه نه اټکل کیدونکی مقناطيسي قدرت ستا له خپلو افکارو خپریږي .

باب ډویل (لیکوال ، او دجاذبې دقانون متخصص ) :

«په کلي توګه دجذبولوقانون وایي چې هر شی خپل ورته شی جذبوي خومونږ دافکارو په سویه خبرې کو و یعنې دا چې هر مثبت تفکر خپل مثبت فکر جذبوي »

دجذبولوقانون وایي چې هر شی خپل ورته اومشابه شی جذبوي نو کله چې ته په ذهن کې کوم فکر لرې په حقیقت کې هغه ته ورته افکار د ځان په لور جذبوې دلته به ځینې مثالونه یاد کړوکه ورته پام وکړې ښایي تا هم دجذبولوقانون په بې خبرۍ کې تجربه کړی وي :

آیا تراوسه داسې شوي دي چې په داسې مسلې فکروکړې چې له امله ېې خوشاله نه ېې ، اوچې څومره پرې فکر کوې هومره درته بد ښکاره شوی وي؟دلیل یې دادی چې کله یوفکر ستا ذهن ته رسیږي دجذبولوقانون هم هغه ته ورته فکر ستا ذهن ته راولي او په څو شیبوکې دومره ناسم او ناخوښه افکار ستاذهن ته لاره کوي چې حالت نورهم خرابوي چې هرڅومر ه پرې ډير فکر کوې نورهم غمجن کیږي.

ښايي دیوه غږ داوریدو په وخت هغه ته ورته افکارهم جذب کړې او وروسته به متوجه شوی ېې چې دغه غږ له خپل ذهن څخه نه شې ایستلاي او غږ تل ستاپه ذهن کې ګرځي راګرځي . په حقیقت کې کله چې تا هغه اواز اوریده بې له دې چې پوه شې خپل درست پام دې دغه آواز ته متمرکزه کړی ؤاوپه دغه کار سره تاسو په نور قدرت سره دهغه غږ ورته افکار دځان په لورجذب کړل په دې ډول دجذبولوقانون فعاله کیږي اوپه پرله پسې ډول دغه غږته ورته افکار تاسو ته وړاندې کوي او غږ نورهم په تاسو بد لګیږي .

جان اساراف :

«دیوه انسان په توګه زمونږ دنده دا ده چې دهغه څه په هکله فکر وکړو چې غواړوېې ،اوهغه څه چې غواړو ېې په خپل ذهن کې ېې مشخص کړوپه دغه وخت کې دکائيناتو یو ستر قانون یعنې دجذبولوقانون ورته رابولواو ته هماغه شی ترلاسه کوې چې فکر ېې کوې په بله وینا هغه څه جذبوې چې ډیر ېې په فکر کې ېې»

همدا اوس ستاژوند ستا دپخوانیو افکارو انعکاس دی چې درست ښه شیان او هغه شیان چې ستا له نظره ښه نه وو پکې شاملیږي .له دې چې ته هغه شی دځان په لورډير جذبوې چې ډیرپرې فکر کوې په دې ډول دژوندپه هره برخه کې په خپلو غالبو افکارو ښه پوهیداي شې او دغه کار درته آسانه دی ځکه هغه شی دې جذب کړي وي چې تاپرې فکر کړی اوهغه دې په ذهن کې ګرځیدلي دي خو له دې وروسته چې په راز دپوهیداپه حال کې ېې په دې پوهې سره هر شی بدلولاي شې او دناخوښو شیانوپه ځاي به ښه شی جذب کړې .

باب پراکټر :

«هر هغه شی به ترلاسه کړې چې په ذهن کې دې تیریږي په بله ویناهر شی چې ستاپه ذهن کې تیریږي ډيرژر به ېې ترلاسه کړې»

که وکړاي شې دهر هغه شي په هکله فکر وکړې چې غواړې ېې او هغه د غالب فکر په بڼه راولې هماغه به خپل ژوند ته دننه کړې .

مایک ډولي ( لیکوال او نړیوال ویناوال ) :

« او دغه اصل یا آرپه یوې ساده جملې کې رالنډیږې: افکار په اجسامو بدلیږې »

ددغه پیاوړې قانون له لارې ستا افکار په ژوند کې په اجسامواو حالاتو بدلیږي . دغه جمله له ځان سره دومره تکرار کړه چې په هوښیار او شعوري ضمیر کې دې راوخوټویږي . افکارپه اجسامو بدلیږي .ا و واقیعت پیدا کوي .

جان اساراف :

« هغه څه چې ډير کسان ترې خبر نه دي دادي چې هر فکر خپلې څپې او فریکونسۍ لري مونږ دفکر اندازه اخیستلاي شوکه ته یو فکر بیابیا په خپل ذهن کې راورګرځوې او کتنه ورته وکړې لکه د نوي موټر درلودل ، پيسې ، دیوې کمپنۍ جوړول ، او دخپلې خوښې میرمنې یا خاوند درلودل ….. په حقیقت کې ته په پر له پسې ډول همدغه فریکونسۍ خپروې »

ډاکټر جوویتل :

«افکار مقناطیسي زیګنالونه بهرته آستوي چې بیرته ستا په لور ورته شی جذبوي »

غالب یا برلاسه فکر دمقناطيس په شان دی اوقانون دا دی چې هر شی خپل ورته شی جذبوي په نتیجه کې افکارپه نه بدلیدونکي ډول هغه موقیعتونه چې له ماهیت سر ېې ورته وي جذبوي   .                                                                    چارلز هانل (۱۹۴۹-۱۸۶۴)

افکار مقناطیسونه دي چې فریکونسۍ لري کله چې ته دفکر کولو په حال کې ېې ستا افکار کائيناتو ته آستول کیږي او په مقناطیسي ډول ورته شیان چې یوشان فریکونسۍلري جذبوي هرهغه شی چې بهر ته آستول کیږي بیرته دخپلې سرچینې په لور راګرځي او دغه سرچینه ته په خپله ېې .

موضوع ته داسې پام وکړه : درست پوهیږو چې دټلویزیوني سټیشن مخابراتي ستنه دڅپو له لارې

پروګرامونه خپروي چې دتصویرونو په بڼه دهر چا ټلویزیو ن ته ورځي په مونږ کې ډير کسان په دې نه پوهیږی چې دغه سیسټم څنګه کار کوي خو ډیر په دې پوهیږو چې هر چینل خپلې خاصې   فریکونسۍلري او کله چې انټن په همغوڅپو برابر شي مونږ تصویرپه خپلو ټلویزیونونوکې کتلاي شو مونږ د چینل دانتخاب له لارې فریکونسۍانتخابوو کله چې وغواړوله ټلویزیون څخه بل تصویر وګورو چینل بدلوو او هغه له نورو فریکونسیوسره غږمله کوو .

ته هم یوه انساني مخابراتي ستنه یې ، په ځمکه کې له هرې ټلویزیوني ستنې پیاوړې مخابراتي ستنه بلل کیږې په کائيناتوکې دې ساری نه شته ستا مخابراتي ستنه ستا نړۍ پنځوي چې هغه بیا په خپل وار نړۍ پنځوي هغه څپې چې ته ېې آستوې له ښارونو ،هیوادونو ، او نړۍ ورآخوا فضا ته رسیږي او په درستو کائيناتو کې انګازې کوي او ته په خپلو افکارو سره دغه څپې خپروې .

هغه تصویرونه چې ته ېې دخپلو ا فکاروله انتقاله ترلاسه کوې دکور دناستې دکوټې په ټلویزیون کې ېې نه ګورې هغه ستا دژوند تصویرونه دي ستا افکارفریکونسۍجوړوي او ددغوفریکونسیوله لارې ورته موضوعات جذبوي اوبیا هغه موضوګانې ستا دژوند دتصویرونو په توګه ستا په لور بیرته منعکسوي هر هغه شی چې غو ا ړي په خپل ژوندکې ېې بدل کړې دخپلو افکارو، چینلنونو ، او څپو له لارې هغه بدل کړه.

دذهني ځواک څپې تر ټولو حساسې او په نتیجه کې دهستۍ ترټولو پیاړوې انرژي او ځواک دی.

چارلز هانل

 

با ب پراکټر :

« ځان په پریمانه نعمتونوکې وګوره اوداسې فکر وکړه چې په پریمانه نعمتونه کې ژوندکوې که داسې وکړې هغه به جذب کړې دغه چاره په هر پړاوکې او دهرچالپاره کاروندوالی لري »

کله چې تصور وکړې چې په پریمانه نعمتونوکې ژوندکوې دخپل ژوندلاره به په پیاوړي او شعوري توګه دجاذبې دقانون په اساس برابر کړې اوپوه به شې چې په کوم لورېې بوځې په همدې آسانۍسره دغه کارشونی وي ښایي دا پوښتنه مطرح کړې چې که داسې وي ولې هر وګړی خپل آیډل او دخپلې خوښې ژوند نه لري .

دبدو موضوګانو په ځاي ،ښې موضوع ګانې جذب کړه

جان اساراف :

«ستونزه دا ده چې ډيرکسان په هغوشیانوفکر کوي چې نه ېې غواړي ،او بیا له ځانه پوښتنه کوي چې ولې بیا، بیا له هماغه شي سره مخامخیږي »

داچې خلک هغه څه چې غواړي نه ېې ترلاسه کوي یوازینی دلیل یې دا دی چې دوي ډير په هغوشیانو فکر کوي چې نه ېې خوښیږي یا ېې نه غواړي او خپل فکر په هغه شي نه متمرکزه کوي چې غواړي ېې.

خپلو افکاروته توجه وکړه او خپل کلام ته غوږ ونیسه هغه څه چې غواړې پرهغه فکر وکړه دا بې جنجاله او مطلق قانون دی او هیڅ غلطي هم پکې نه شته .

دطاعون ناروغي ډيره ساري او عامه ناروغي ده چې په اوږدو پيړیو کې ېې ډير کسان ووژل خو په انسانانو کې تردې ناروغۍ هم بله ساري ناروغي شته او هغه «نه غوښتل»دي کله چې خلک یوازې دهغه شی په هکله فکر کوي ، خبرې کوي او عمل کوي   چې نه ېې غواړي په حقیقت کې دغه ساري ناروغۍ ژوندۍ ساتي خو اوسنی نسل هغه نسل دی چې تاریخ بدلوي ځکه چې مونږ هغه معلومات ترلاسه کوو چې له دې ناروغۍ مونږ ژغورلاي شي !او دغه کارله تا پیلبږي ، او ته بایدددغه نوي فکر په خوځیداکې دفکر کولو اودهغه څه په هکله دخبروله لارې مخکې شې چې غواړې ېې .

باب ډویل :

«دجذبولوقانون دې قضیې ته پام نه کوي چې ستا له نظره کوم شی ښه دی او کوم یو بددی یا دا چې ته ېې غواړې یا ېې نه غواړې،دغه قانون ستا دافکارو په وړاندې عکس العمل ښيي اوهغه ته ځواب وایي که خپل افکار او حواس خپلوپورونو او قرضونو ته متوجه کړې اوپه دې اړه و حشتناک احساس ولرې په حقیقت کې همدغه نښې او علایم دیوه سینګال په توګه کائيناتوته مخابره کوې مثلاً وایې ددغو پورونو له امله مې کور وران دی   په دې ډول ته په حقیقت کې دغه خبره دځان لپاره تائیدوې او دغه پړاو بیا بیا دخپل ژوند په بیلا بیلو پړاونو کې تکراروې او هغه احساسوې ځکه خو ستا پورونه نور هم ډيریږي »

دجذبولوقانون د طبیعت قانون دی .

دادیوه کس یا شي لپاره مشخص شوی نه دی ښه او بدنه پيژني یوازې ستا افکار ترلاسه کوي اوهغه ستادژوند دتجربې په توګه ستا په لور بیرته ستنوي دجذبولوقانون همغه شی چې ستا په ذهن کې ګرځي ستا په لور ستنوي .

ایسټرهیکس (مولفه ، او دشخصي توانمنۍ طرفداره) :

« دجذبولوقانون بیخي فرمانبرداره دی کله چې دهغه څه په هکله چې غواړې ېې فکر کوې نو دجذبولوقانون همغه شی درکوي چې ته ېې غواړې اوفکرېې کوې کله چې خپل حواس هغه څه ته چې نه ېې غواړې متمرکزه کوې همغه شی درکوي ځکه چې دجذبولوقانون ستا نه غوښتل نه اوري بلکه هغه څه چې ستا په ذهن کې تیریږي هغه درته ډالۍ کوي او همغه تاته څرګندوي کله چې وايې نه غواړم په ما ناوخته شي نه غواړم په ما ناوخته شي دجاذبې قانون ستا دغه نه غواړم نه اوري او هغه څه درته برسیره چې په فکر کې ېې وې اوبیا له همغه شي سره مخامخیږې دجذبولوقانون ستا په غوښتلو یا نه غوښتلو کار نه لري کله چې ته خپل حو اس کوم شي ته متوجه کوې مهمه نه ده چې هغه څه شی دی په حقیقت کې هغه پنځون ته بولې اوهمغه شی خلق کیږي .»

کله چې ته خپل حواس په هغه څه متمرکزه کوې چې غواړې ېې او دذهن دغه حضور ساتې له داسې شیبې سره مخامخیږې چې دخپلې خوښې شی په کائيناتوکې په ډيرقدرت سره دځان په لور رابولې دجذبولوقانون دنه ، نه غوښتلو او هر ډول منفي کلمو پروانه کوي کله چې ستا له خولې منفي کلمې راوځي همغه جذبوي   ، هغه څه چې دجذبولوقانون ېې ترلاسه کوي دا دي : که ته فکر وکړې چې زړه مې نه غواړي په جامو مې کوم شی تویي شي .

کائينات ېې داسې ترلاسه کوي زړه مې غواړې په جامو مې کوم شی تويي شي او زړه مې غواړې   چې نور شیان هم تویي شي .

زړه مې نه غواړي ویښتان مې خراب لنډ شي .

هغه څه چې دجذبولوقانون ېې ترلاسه کوي : زړه مې غواړي ویښتان مې خراب لنډ شي .معنی دا چې ويښتان به دې خرابه لنډ شي .

ځنډ کول مې نه خوښيږي .

ځنډ کول مې خوښیږي .

نه غواړم چې دغه سړی راسره بې ادبي وکړي .

زړه مې غواړي دغه او نور کسان له ماسره بې ادبي وکړي

نه مې خوښیږي چې درسټوارنټ مشر زما میز بل چاته ورکړي .

زړه مې غواړي درسټورانټ مشر زما میز بل چا ته ورکړي .

نه مې خوښیږي چې دغه بوټان زماپيښې ووهي .

زړه مې غواړي دغه بوټان زما پیښې ووهي .

نه غواړم چې پر انفلوانزا اخته شم .

زړه مې غواړي په انفلوانزا او نورو ناروغیو اخته شم .

جروبحث مې نه خوښیږي .

غواړم نور جروبحث هم وکړم .

له ماسره داسې خبرې مه کوه .

زړه مې غواړي ته او نور خلک له ماسره دغسې خبرې وکړې .

دجذبولوقانون هرهغه څه درکوي چې ته یې فکر کوې

والسلام !!

باب پراکټر :

«دجذبولوقانون تل دفعالیت په حال کې دی .که پرې باور و کړې یایې ونه کړې که پرې پوه شې یا پوه نه شې په هرحالت کې فعالیت کوي .»

دجذبولوقانون دخلقت قانون دی . دکوانتم فزیک پوهانو مونږ ته ویلي دي چې ټولو کائيناتو له فکره سرچنیه اخیستې ده .ته خپل ژوند دخپلو افکارواو دجاذبې دقانون له لارې جوړوې اوهر څوک همدغه کار کوي دغه قانون یوازې ددې لپاره کارندوالی نه لري چې ته پرې خبرېې بلکه تل ستا اودتاریخ په اوږدو کې دنورو کسانوپه ژوند کې پلی شوی دی کله چې ته له دغه مهم قانونه خبر شې په حقیقت کې متوجه کیږې چې خپل ژوند په فکر کولو سره خلق کوې اوبیا په فوق العاده ډول نورهم پیاوړی کیږې .

ایسټر هیکس :

«دجذبولوقانون څومره چې ته فکر کوې فعالیت کوي کله چې ته په تفکر کې ډوب شې دجذبولوقانون هم خپل کارپیلوي کله چې دپخواپه هکله فکر کوې دجذبولوقانون هم کارکوي او کله چې داوس او راتلونکې په هکله فکر کوې دجاذبې قانون اعمالیږي اوفعالیت کوي دایو دوامداره بهیر دی کله چې ته فکر کوې دجذبولوقانون فعالوې اوستاافکارو ته ځواب وایي ته دتوقف بټن نه شې ټنیګولاي دجذبولوقانون ستا دافکارو په شان تل دفعالیت په حال کې دی ».

که دې پام وي یانه مونږټول ډير ځله دفکر کولو په حال کې یو حتی کله چې ته له چاسره خبرې کوې یا دچا خبرې اورې بیا هم دفکر کولو په حال کې ېې ، کله چې ټلویزیون ګورې یا ورځپاڼه لولې بیا هم فکر کوې کله چې دراتلونکې لپاره خوبونه ګورې بیاهم فکر کوې ، دډریورۍ په وخت فکر کوې ،سهارچې کار ته روان ېې فکر کوې. انسان یوازې دخوب په وخت فکرنه کوي خو کله چې ویدیږو دجاذبې ځواک زمونږ په ورستیو افکارو دفعالیت په حال کې وي نو کله چې ویدیږې ښه او خوندور فکرونه وکړه .

مایکل برنارډ بک ویث :

«دخلقت عالم تل عمل اوفعالیت کوي، هرځل چې یو وګړی فکر کوي یا ډیره موده په یوشی اویوشان فکر کوي دخلقت په بهیرکې راځي اودهغه له افکاروبه یوشی راڅرګند شي .

هغه څه چې اوس ستا په ماذغو کې ګرځي ستاراتلونکی ژوند پنځوي ته خپل ژوندپه خپلو افکارو خلقوې او له دې چې تل دفکر کولوپه حال کې ېې نو تل پنځول کوې دهر شي په هکله چې فکر کوې یا پر هرشي چې تمرکز کوې همغه ستا په ژوند کې څرګندیږي .

دطبیعت د درستو قوانیونوپه شان په دغه قانون کې هم دغه کمال شته ته خپل ژوندجوړوې هر شی چې وکرې همغه ریبې! ستا افکار دتخم په معني دي او ستا ریبل طبعاًستا په تخم پورې اړه لري .

که هر ه ورځ شکایت وکړي اونارې سورې جوړې کړې دجذبولوقانون په ډيرقدرت سره هماغه شی درکوي چې ته ترې شکایت کوي ځکه چې تل په همغه شي فکر کوې که ته دبل چاشکایت او ګیلو ته غوږ ونیسې اوپر هغو تمرکز وکړې او ورسر ه له حده زیاته همدردي وکړې او ورسره موافقه وې دګیلو او شکایتونونور وضیعتونه به هم جذب کړې .

دجذبولوقانون همغه شی درته منعکسوي چې پرې فکر کوې یا پرې تمرکز کوې که په دې خبرې ښه پوه شوې په قدرت سره دخپل ژوندشرایط او حالات بدلولاې شې .

بیل هریس ( دسنټر پواینټ دڅیړندویه موسسې بنسټګر او ارواپوه ):

« درابرټ په نوم مې یو شاګرد درلود چې دانټرنټ له لارې مې درس ورکاوه او دهغه یوه کورنۍوظیفه ماته ایمیلونه و   .»

رابرټ همجنس باز ؤ اوخپلې ناخوښې پيښې به ېې تل په لڼده توګه ماته لیکلې دکارپه چاپریال کې همکارانو ورسر ه جوړه نه وه او له همدې امله دکار چاپریال ورته دزغملو نه ؤ او ډير په تنګ شوی ؤ ، کله چې په سړکونو ګرځیده له داسې کسانو سره به مخامخ شو چې له همجنس بازانو ېې بد راتلل او په هره بڼه به ېې هغه ته لاس اچاوه له بلې خوا رابرټ غوښتل چې کمیډین شي کله چې هغه دغه دنده غوره کړه ټولو به له دې امله ځوراوه چې همجنس باز دی ژوند یې له غمونواو کړاونو ډک شوی ؤ او دغه چاره دهغه دهمجنس بازۍ له امله ؤ ما دهغه روزل پيل کړل چې څه ډول خپل حواس اوفکر له هغوشیانو واړوي چې دی یې نه غواړي لارښونه مې ورته وکړه چې په هغوشیانو دې فکر نه کوي چې دی ېې نه غواړي ما ورته وویل هغه ایمیلونه چې ماته دې رالیږلي یو ځل بیا له نظره تیر کړه او هغو شیانو توجه وکړه چې ته یې نه غواړې او ما ته دې دهغو په هکه لیکلي دي زه خو وایم چې په دې اړه له حده ډیر ګرم او احساساتې ېې او خپل حواس په هغوشیانو متمرکزه کوې چې نه ېې غواړې په دې ډول ستا دکړولو شیان تر هغه ډیر ستالور ته درځي چې ته ېې تصور کوې .

له دې وروسته هغه دزړه له تله په هغوشیانو تمرکز وکړ چې غواړي ېې او ډيره هڅه یې وکړه هغه څه چې په شپږویا اتواونیو کې پیښ شول یوې معجزې ته ورته ؤ ټول هغه کسان چې دکارپه چاپریال کې ېې هغه ځوراوه یا بل ځاي ته بدل شول اویا ېې په کمپنۍ کې له کار کولو لاس واخیسته او یا دا چې دی ېې په کراره پریښود نور چا نه ځوراوه هغه ورو ورو پر خپل کار مین شواو کله چې بهر ګرځیده چالاس نه وراچاوه او نه ېې ځوراوه داسې یې فکر کاوه چې بیخي څوک نه شته کله چې هغه په سټیج کې دکمیډین رول لوباوه درست کتونکي به ورته له ځایه پاڅیدل او دهغه هرکلی به ېې کاوه نور چا نه ځوراوه .

کله چې هغه خپل فکر اوتمرکزله هغوشیانو چې ده نه غوښتل او دی ېې ویراوه دهغوشیانو په لور کړچې دی یې له زړه غواړي او دده دخوښې شیان دي، ټول ژوند ېې بدل شو .

درابرټ ژوندبدل شو ځکه چې خپل افکاریې بدل کړل هغه دکائيناتوپه لور متفاوتې څپې واستولې او کائيناتو هم له مجبوریته نوي تصاویر دهغه په لور واستول دې ته ېې پام ونه کړل چې دهغه و ضعیت څومره ناممکنه دی درابرټ نوي افکار دهغه نوې فریکونسۍ شوې او دژوند درست تصویرونه ېې بدل کړل .

ستا ژوند ستا په واک کې دی مهمه نه ده چې اوس چیرته ېې او پر ژوند دې څه راغلي ته په شعوري توګه خپل افکار په خپله ټاکلی او دژوند موقیعتونه دې بدلولاي شې!

 نور بیا

One thought on “راز(The secret) دویمه برخه”
  1. سلام ! غواړم د ژوند راز د حقیقت په باب خپله تجروبه ولیکم ! ما د ژوند راز کتاب یو کال مخکې لوستې وو، او په خپل ژوند کې مې غملي کړۍ هم دۍ. بلکل حقیقت لری. د جا‌ذبې قانون د لاری مې خپل افکار مثبت کړل او تر اوسه مي ډیری ښه او مثبت
    بریالیت بونه لاس ته راوړی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *