لیکواله : Rhonda Byrne
ژباړه : ډاکټر محمدعیسی ستانکزی
دغه پنځون له نعمتونو ډک دی
ډاکټر جو ویټل :
« یوه پوښتنه چې ډیره له ماپوښتل کیږي دا ده چې که هرڅوک له رازه استفاده وکړي او ټول خلک کائینات لکه یو کتلاک وګوري او دخپلې خوښې شي ترې واخلي دغه ټول نعمتونه به پاي ته ونه رسیږي ؟که ټول خلک پيسې پيدا کړي آیا بانکونه به دیوالیه نه شي ؟»
مایکل برنارډ بک ویث :
« دراز په هکله په زړه پورې خبره دا ده چې په دې دنیا کې دهر چا لپاره دهغه له اړتیاو زیات نعمتونه شته . یو دروغ شته چې دانسانانو په ذهن کې دیوه ویروس په شان عمل کوي او دا دروغ دا دي چې دټولو لپاره بریالیتوب په کافي اندازه نه شته ا و تل دهر شي کمبود او کمښت موجود وي . دغه دروغ ددې سبب شوي چې خلک په تمې ویرې او حر ص کې ژوندوکړي دویرې ، حرص ، حساسیت اوکمښت په شان افکار دهغوي په همیشنۍتجربې بدل شوي خو حقیقت دا دی چې په دنیا کې تر حد او اړتیا ډيره کامیابي شته خلاقانه عقیدې له حده ډيرې دي قدرت له تصوره ډير شته ، مینه هم پریمانه ده، خوندونه پریمانه دي کله چې ذهن له خپل بې نهایت او لایتناهي ماهیته خبرشي ټول دغه شیان ستا دذهن په لور لار پرانیزي او در روانیږي .»
د غه فکر چې نعمتونه پریمانه نه دي بهرنیو تصویرونو ته دپام کولو په معنی دی او دغه فرضیه پیداکیږي چې هرشی له بهره راځي کله چې دغه کار وکړې مسلماً کمښت او محدودیت درته پیداکیږي اوس خو ته پوهیږې چې هرشی له بهره نه رامنځته کیږي او په لومړي پړاوکې هر شی ستاله باطني فکر او احساسه پیداکیږي او دهغو نتیجه وي ستا ذهن دټولو شیانو خلاقه قدرت دی په داسې حالت کې څه ډول ممکنه ده چې نیمګړتیااو کمښت موجود وي ؟ناممکنه دی . په فکرکولوکې ستا وس اوهمدرازهغه شی چې په فکر کولو سره ېې رامنځته کوې پوله اوبرید نه پيژني او دغه وړتیا هرڅوک لري کله چې ته په ریښتیا دې مسلې ته متوجه شې په داسې ذهن سره فکر کوې چې له خپل لایتناهي ماهیته خبر دی .
جیمز آرتو ری :
«هروتلي ښوونکي چې په دې خاورینې نړۍېې ګام ایښی دی تا ته ېې ویلي دي چې ژوند یعنې دنعمعتونو پریماني »
ددغه قانون اساس اوماهیت دا دی چې ته باید دنعمتونو دپریمانۍ په هکله فکر وکړې هغه درک کړې احساس ېې کړې اوبارو پرې وکړې مه پریږده چې دمحدودیت فکر ستا ذهن ته داخل شي ،
رابرټ کالي پر |
جان اساراف :
« له دې کبله کله چې مونږ فکر کو چې سرچینې کمې شوي دي نوې سرچینې پيداکوو چې هماغه شیان راپه برخه کوي ا ومونږ دخوښې شیانو ته رسوي »
دبلیز دتیلودډلې حقیقي پیښه دسرچینو دوړ اندې کولو لپاره یوه الها م بخښونکې کیسه ده. دبلیزدطبیعي انرژۍ دشرکت سرپرستان دتکړه بیولوجیسټ له لوري روزل کیدل چې ډاکټر توني کوئين نومیده هغوي دذهن دقدرت په اړه دډاکټرکوئین دتعلیماتو په وسیله ډیر ډاډمن وو چې دهغوي په ذهني تصویر دغه شرکت ترټولو ډير ایستلاي شي او دوي به خوشاله شي په یوه کال کې دهغوي خوب په حقیقت بدل شو او دبلیز دتیلو شرکت ترټولوښه تیل کشف کړل په داسې حا ل کې پنځوس نور شرکتونه دتیلو په موندلو کې ناکامه شول بلیز په فوق العاده ټیم سره چې هر یو دخپل ذهن په قدرت پوهیدل اوپرې ډاډمن ؤ دتیلو دیوه تولیدونکي هیوادپه شان تیل تولیدوي .
هیڅ شی محدودنه دي ، نه سرچینې نه کوم بل شی دغه محدودیت یوازې دانسان په ذهن کې شته کله چې مونږ خپل ذهن نامحدوداونوښتګرقدرت ته پرانیستی پریږدو په حقیقت کې مو دنعمتونو پریماني جذب کړې او بیخي نوې نړۍ ګورو اوهغه دځان لپاره تجربه کو .
ډاکټر جان ډمارټیني :
« حتي کله چې مونږ دکمښت خبرې کوو له دې امله ده چې دبصریت سترګې نه لرو چې په شاوخوا کې موجود شیان وګورو »
ډاکټر جو ویټل :
« پوهیږې چې کله خلک دخپل زړه غږ ته په پام سره ژوند وکړي او دهغه څه لټه وکړي چې غواړي ېې وبه ګورې چې ټول خلک ورته شیان نه غواړي اوپه یوشان شیانوپسې نه ځي دلته موضوع جالبه کیږي مونږ ټول B M V ګاډي نه غواړو مونږ ټول یوشان تجارت نه غواړو او په یوشان جاموپسې نه یو اوبل هرشی ……. یوشان نه غواړو» .
ته له دغه حیرانوونکي قدرت سره په دغې خاورینې نړۍ کې اوسې چې خپل ژوند جوړ کړې دهغه شي په جوړولو او پنځولو کې هیڅ محدودیت نه شته چې غواړې ېې ځکه چې په فکرکولو کې ستا وړتیاهیڅ سرحد نه لري خو ته دنورو ژوند هغوي ته نه شې پنځولاي ته دهغوي په ځاي فکر نه شې کولاي او که په زوروغواړې خپله عقیده پرې وتپې یوازې ستا په لورورته ځواک جذبوي نو پریږده چې نوردخپلې خوښې ژوند جوړکړي .
مایلک برنارډبک ویث :
« دنعمتونوپریماني دهر چالپاره شته که ته پرې باور وکړې او درک ېې کړې او که ته هغه ته په پام سره عمل وکړې هغه به تا ته ځان دروښيي دایو حقیقت دی »
که ته چانس ونه لرې که له بې وزلۍ او ناروغۍسر ه مخامخ ېې له دې امله دی چې په خپل قدرت دې باور نه شته او هغه نه شې درک کولاي مسله دانه ده چې کائینات هیڅ شی تا ته نه درکوي کائينات هرشی هر چاته ورکوي هیڅ توپير اوتبعیض نه کوي .
رابرټ کالي یر |
کائینات دجذبولو دقانون له لارې هرچا ته هرشی ورکوي آیا ته ددې وړتیا لرې چې هرشی ستازړه وغواړي هغه انتخاب کړې ،آیا ستازړه غواړي هرشی ستا او دبل هرچالپاره په کافي اندازه وي ؟نو همدا انتخاب وکړه اوپه دې پوه شه چې دنعمتونوپریماني په هر شي کې شته او دا برید او پوله نه پيژني یوه نړۍ پرتم او جلال شته په مونږ کې هریو دا توان لرو چې دخپل فکراو احساس له لارې بې حده اوپریمانه نعمت ته ورسیږو او هغه خپل ژوند ته داخل کړو نو دځان لپاره ېې انتخاب کړه ته یوازینی کس ېې چې دغه کار کولاي شې .
ایسټرهیکس :
«هر شی چې ستا زړه ېې غواړي لکه مینه ، خوند ،کامیابي، نعمتونه ،خیر اوبرکت او بل هرشی چې غواړئ ېې ټول په دې دنیاکې شته او چمتو دي چې تاسولاس وراوږدکړئ ته باید د هغو غوښتنکی شې اونیت وکړې. کله چې ته نیت وکړې او دهغه شي شوق ولرې چې غواړې ېې کائینات ټول دغه شیان ستا په واک کې درکوي په خپل چاپریال کې موجودټول ښه شیان وپیژنه او هغو ته د خیر او برکت په سترګه وګوره او وېې غوا ړه له بلې خوا که همدا اوس حالات ستا په خوښه نه دي خپله انرژي په ګیلو شکوو مه تیروه هغه شي ته پام کوه چې غواړې ېې تر څوډیر ترلاسه کړې »
دمیرمن هیکس دغه کلمې چې وايي : هرشي ته دخیر اوبرکت په سترګه وګوره بایدسره زر وبولوپه ژوند کې دهر شي لپاره خیر او برکت غوره وي کله چې ته دهرشي لپاره خیر اوبرکت غواړې په حقیقت کې دعشق په پیاوړیو فریکونسیو ولاړ ېې .په انجیل کې راغلي عبریانو له مخکې دشتمنۍ ، سلامتیا ،ا و خوښیو لپاره دعاګانې کولې هغوي د برکت غوښتنو او حمد او ثنا له قدرته خبر وو ډيری کسان یوازې هغه وخت یو چا ته دخیر اوبرکت دعاګانې اویا عافیت ورته وایي چې پرنجی ورشي خو دوي له دغه قدرته دژوندپه بل ډګر کې کار نه دی اخیستی . همدا وس دخیر اوبرکت قدرت ځانته راوبوله البته له حمد اوثنا سره کله چې یو چایا یوشي ته خیر اوبرکت غواړې یا هغه ته مینه ډالۍکړې اوکله چې دعشق پرتمینې فریکونسۍ له ځانه خپروې سل برابره بیرته تا ته ستنیږی .
خیر اوبرکت ټول منفي شیان له منځه وړي نو دخپلو دښمنانو لپاره هم خیراوبرکت واستاوه که خپل دښمن ته ښيراوکړې همدغه ښیرا به تا ته راوګرځي او ته په خپله به تاوان وکړې که دهغوي لپاره خیر اوبرکت وغواړې ټولې منفي چارې او ناخوالې به له منځه لاړې شي او مینه او عشق به ستا په لور ستنه شي کله چې ته پرځان خیر اوبرکت پيرزو کړې احساس به وکړې چې دنوې فریکونسۍ په لور دې خپل لوری بدل کړی چې دغه چاره دهغه ښه احساس ښکلی غبرګون دی .
ډاکټر ډنیس ویټلي :
« ډيروپخوانیو مشرانودراز له ستر قدرته چې په حقیقت کې نورو ته دونډې ورکول دي غافله پاتې وو او هغه ېې له لاسه وکړی داترټولوښکلی وخت دی چې په تاریخ کې ساری نه لري او دا لومړی ځل دی چې مونږ په راز پوه شوي یو او علم موپه خپلو ګوتو لمس کړی او نورو ته مو انتقال کړی دی »
په دغو معلوماتوسره ته دنړۍ او ځان په حقیقت پوهیږې دخلقت ددغه راز دپوهیدا په برخه کې ما ډیرڅه له رابرټ کولي ، پرنټیس ملفورډ ، چارلز هانل ، او مایکل برنارډبک ویث له تعلیماتو ترلاسه شوه په دغه درک سره ما بشپړه آزادي هم ترلاسه کړه هیله کوم ته هم وکړاي شې دهمغې آزادۍ انګړ ته ننوځي ا و که وکړاي شې دخپلو افکاروو دخپل وجود دقدرت له لارې ترټولو ښکلې او لوېې ښګڼې دې نړۍاو دبشریت راتلونکې ته ډالۍ کړه .
د راز لنډیز Secret summaries
** دهغه شي په وړاندې چې مقاومت وکړې همغه به جذب کړې ځکه چې تاپه پياوړیو احساساتو سره پرې تمرکز کړی دهر شي دبدلون لپاره خپل باطن ته مراجعه وکړه اوپه خپلو افکارواو احساستو سره نوې علایم اونښې بهر ته واستوه .
** پر منفي موضوعاتو په تمرکز سره نړۍ ته ګټور نه شې ثابتیدلاي کله چې ته خپل ټول فکر منفي شیانو ته واړوې نه یوزاې داچې هغه به ډير کړې بلکه نورمنفي مواردبه خپل ژوند ته داخل کړې .
** دنړۍ پر ستونزو دحواسو دتمرکز په ځاي خپل پام او تمرکز اعتماد ،مینې ، دنعمتونوپریمانۍ ، ښونې او روزنې ،سولې او صمیمیت ته واړوه .
** هیڅکله ښه شیان ستا لپاره نه خلاصیږي ځکه چې په دې نړۍ کې هرچا ته دهغه له اړیتا وو ډیرنعمتونه شته ژوند یعنې دنعمتونوپریماني .
** ته دغه وس لرې چې دخپلو افکارواو احساستو له لارې نامحدودې زیرمې ته ورسیږې او هغه په خپل ژوند کې څرګنده کړې .
** په نړۍ کې دهر شي لپاره خیر او برکت وغواړه اومنفي پالنه پریږده او داخبره هیره کړه چې هیڅ شی جوړ نه دي اوځان دپنځون له لوړې فریکونسۍ یعنې مینې سره ی