لیکواله : Rhonda Byrne
ژباړه : ډاکټر محمدعیسی ستانکزی
داقدام کولوپیاوړی بهیر
مارسي شیموف :
« څوک چې په دغو اصولو ژوندکوي یعنې هغه کسان چې ددغه جادويي ژوند په رودو کار او فعالیت کوي له هغوکسانو سره چې په دې اصولوکارنه کوي یوازې یو توپير لري اوهغه دا دی چې لومړۍ ډلې دژوند ښه عادتونه لري هغوي عادت کړی وي چې دجاذبې له قانونه په خپل ژوندکې استفاده وکړي او هر چېرې چې ځي له معجزې سره مخامخیږي ځکه چې هغوي له رازه استفاده نه هیروي هغوي تل له هغه استفاده کوي اوهغو ته دغه چاره یوازې یوتصادف نه دی چې یوځل دې پيښ شوی وي بلکه تل دخپلې خوښې شی په آسانۍ سره ترلاسه کوي . »
دلته به دوه داستانونه بیان کړو چې په ښکاره دجذبولو پياوړی قانون اودکارپه حال کې د کائيناتو بې عیبه چوکاټ ثابتوي . لومړۍ کیسه دجیني په نوم دیوې میرمنې ده چې د راز دفلم dvd ېې اخیستې وه اولږ ترلږه یې په ورځ کې یوځل کتله چې ټول پيام ېې ګام په ګام دبدن په حجرو کې جذب شي په تیره بیا دباب پراکټر تراغیز لاندې راغلې وه اوفکر ېې کاوه چې له هغه سره کتل ډيرپه زړه پورې دي .
یوه ورځ سهار چې جینې خپل لیکونه ټولول په حیرانۍ سره ېې وکتل چې پوستچي په غلطۍ کې دباب پراکټر لیک دهغې په آدرس آستولی ؤ جیني نه وه خبر چې باب پراکټر ددې له کوره څلور بلاکه لیرې اوسیده! له دې پرته دجینې او باب دکور نمبرې هم ورته وې هغې سمدستي لیک واخیسته چې سم ادرس ته ېې وسپاري . تصور کولاي شې چې جینې له دې وروسته چې با ب ېې ولید څومره خوشاله شوه هغې ناڅاپه باب پراکټر ولید چې مخې ته ېې ولاړ دی ډیرکم پيښیږي چې باب په کورکې وي ځکه چې دتدریس لپاره دنړۍ ګوټ ګوټ ته سفرونه کوي خو دکائيناتو چوکاټ وخت ډیر ښه پيژني له دې چې دجیني په ذهن کې ؤچې که باب پراکټروګوري څومره به ښه شي نو دجذبولو قانون وګړي ،شرایط او دټولو کائيناتو پیښې داسې برابرې کړې چې جیني باب وګوري .
دوهمه کیسه دکالین په نوم دیوه لس کلن ماشوم ده چې دراز فلم ېې کتلی دی او هغه ېې ډير خوښ شوی ؤ دکالین دکورنۍ غړي د ډیسني ورلډ دکتنې لپاره په یوسفر تللي وولومړنۍ ورځ ېې په اوږدو کتارونو کې تیره کړې وه نو په همغه شپه کالین له ویدیدا مخکې فکر وکړ : زړه مې غواړي سبا په ټولو وسایلوکې کیښینم بې له دې چې دغه اوږد کتار وزغمم .
په بل سهار کالین او کورنۍ ېې د Epcotcenter په دروازه کې وو چې دپارک دروازه پرانستل شوه او دډیسني ورلډ کارکونکی دهغوي په لور راغی اوویې ویل چې هغوي دیوې ورځې لپاره د ايپکارټ سینټر غوره کورنۍ انتخاب شوې او دغوره کورنۍ په توګه په مهموکسانو کې راځي نو دپارک یوکارکونکی به ټوله ورځ له دوي سره وي او له انتظار پرته له ټولو وسایلو او دتفریح له لوبو استفاده کولاي شي دا له هغه څه ډير شی ؤ چې کالین ېې تمه او هیله کړې وه ! په هغه ورځ په سلګونو کسان دایپکاټ سنټرپه کتارونو کې ولاړ وو خو کالین شک ونه کړ اوحیر انه هم نه ؤ چې ولې ددغو ټولو خلکو له منځه ېې دوي دغوره کورنۍ په توګه انتخاب کړې وو پوهیده چې دلیل ېې داؤ چې هغه له رازه استفاده کړې وه .فکروکړه چې یو، لس کلن هلک هغه قدرت کشف کړ چې دهغه دباطني نړۍ د پارولو سبب کیږي .
هیڅ قدرت پر واقیعت ستا دذهني تصویر دبدلیدا مخه نه شي نیولاي مګر همغه قدرت چې هغه یې رامنځته کړی دی
« جنیو برانډ» |
جیمز آرتوررې :
« ځینې کسان تریوې مودې پورې دغه موضوع په خپل ذهن کې ساتي اوله زړه دراز پلویان شي دوي وایي : زه اوس په راز پوه یم او هڅول شوی یم چې خپل ژوند بدل کړم خوله لنډې مودې وروسته ګوري چې کومه نتیجه نه ورکوي علت یې دا دې چې دوي سطحي فکر کوي او دراز په ژورو نه وي پوه شوي دغه کسان سطحي نتیجو ته اجمالي کتنه کوي او وايي : دا زما لپاره کارندوالی نه لري دوي په داسې حال کې نا امیده شي چې کرل شوی فصل دځمکې لاندې نوی ټوکیدلی وي او ورو ځآن ښکاره کوي خو کله چې دوي دنهیلتوب فکروکړي نو کائينات ددوي دغه منفي فکر ته ځواب وايي او ورته وايي په هر شي چې فکر کوې همغه درته پوره کوم باداره امرکوه په دې ډول د دوي زرغون شوی فصل بیرته دځمکې تل ته ځي او وده نه کوي »
کله چې پریږدې چې دشک او تردید فکر دې په ذهن کې نفوذ وکړي ډير ژر دجذبولو قانون شکمن افکار یوپه بل پسې تا ته درکوي کله چې ستا ذهن ته دشک او تردید فکر درغی ژر ېې خوشې کړه او دهغه په ځاي دغه جمله تکرارکړه : پوهیږم همدا اوس ېې تر لاسه کوم او هغه شی احساس کړه چې غواړې ېې »
جان اساراف :
«کله چې دراز پر قانون پوه شوم زړه مې غوښتل چې هغه عملي کړم او وګورم چې څه کیږي .په ۱۹۹۵ کال کې ما یوه تابلوجوړه کړه اودتجسم تابلونوم مې پکې پرې کیښود په هغه چوکاټ کې مې دهغوشیانو عکسونه ولګول چې ماېې د درلودلو هیله کوله لکه دلاس ساعت ، دخپلې خوښې مېرمن ،دخپلې خوښې کور په ټول کې دهر هغه څه تصویر مې پکې ولګاوه چې غوښتل مې او د درلودلوهیله مې کوله هره ورځ به په خپل دفتر کې کښيناستم او دغې تابلو یا چوکاټ ته مې کتل اوهغه شیان به مې په خپل ذهن کې مجسمول چې ددرلودلوهیله مې کوله په ریښتیا چې عجیبه حالت به مې پیداکړ او داسې فکر مې کاوه چې دغه شیا ن مې له مخکې درلودل او هغه مې ترلاسه کړي دي ځان به مې دخوبونو کور ته دتګ لپاره چمتو کړ په خپل ذهن کې مې ورته کډه کوله .
په دریو کلو نو کې ما درې ځله کډه وکړه تردې چې بالاخره کلیفرونیا ته بدل شوم او هلته مې خپل اوسنی کور واخیست په یو کال کې مې بیرته ورغاوه اوبیا مې خپل ټول شیان او وسیلې ورته انتفال کړل یوه ورځ سهار زما زوي زما دکارکوټې ته راغی په کوټه کې ېې یوقوطی ولید چې له پنځو کلو ېې سربند ؤ له ماېې پوښتنه وکړه پلاره په دغه قوطي کې څه شی دي؟ ما وویل دا زما دخوبونو اوهیلو دپوره کیدا تابلو ګانې دي هغه وویل دخوبونو دپوره کیدا تابلوګانې څه شی دي ؟ ما ځواب ورکړ : داهغه تابلو اوچوکاټ دی چې دژوند ټول هدفونه به مې پرې لیکل دټولو هغو شیانو تصویرمې پکې لګولاي ؤ چې زړه مې غواړي هغه ولرم البته پنځه کلن هلک په دې خبرو نه پوهیده نو مجبوره شوم چې پورته شم او هغه کارټن ورته خلاص کړم ورته مې وویل چې ته صبر وکړه دروېې ښییم . کله چې ما کارټن پرانیسته نو دیوه کورعکس ته مې پام شو چې پنځه کاله مخکې مې په خپل ذهن کې مجسم کړی ؤ هغه څه چې زه یې حیرانه کړم دا ؤچې همدا اوس مې په همداسې یوه کور کې ژوندکاوه په حقیقت کې ما دخوبونوهغه کور اخیستی ؤ چې څوکاله مخکې مې په خپل ذهن کې مجسم کړی ؤپه داسې حال کې چې زه په خپله هم پرې خبر نه وم کله چې ما دکورعکس ته کتل اوښکې مې له ستګو بهیدې ځکه چې بیخي حیرانه او هیجاني شوی وم زوي مې پوښتنه وکړه ولې ژاړې .؟ بالاخره ما دجذبولودقانون څرنګوالی درک کړی ؤبالاخر په دې پوه شوی وم چې راز څنګه کار کوي او زما دکورپه هکله دجذبولو قانون عملی شوی ؤ ما دخوبونوکور اخیستی ؤ په داسې حال کې چې پرې خبر نه وم »
تجسم ټول شیان دي تجسم په حقیقت کې له مخکې دژوند دجاذبو لیدل دي
البرټ انیشټین «۱۹۵۵-۱۸۷۹ » |
ته هم دخوبونوپه تابلو سره خپل تصورات عملي کړ ه دهغوشیانو عکسونه چې غواړې ېې او دهغوشرایطو تصویرونه چې هیله ېې کوې پر دغې تابلو ولګوه خوپام کوه چې دخپلو هیلو تابلو په داسې ځاي ولګوې چې ته ېې وکتلاي شې او هره ورځ ورته ګوره بیخي همغسې چې جان اساراف کړي وو همدا اوس هغه شیان احساس کړه چې ورپسې ېې اودهغو دترلاسه کولو له امله شکر کوه عکسونه وار په وار بدلولاي شې دا دجذبولو له قانون سره دماشومانو دبلدتیاښه لاره هم ده، زه هیله کوم دنړۍ ټولې میندې اوپلرونه او ښوونکي دخوبونو د پوره کولو تابلوګانې جو ړې کړي او ماشومان دهغې جوړولو ته وهڅوي .
دراز په ویب پاڼه کې مونږ دنظر دتبادلې ډله لرو یوه کس دخوبونو په تابلو کې دراز د D V D عکس نښلولاي ؤ هغه فلم کتلاي ؤ خو دفلم کاپي ېې نه درلوده ما ته په زړه کې راتیره شوه هغو کسانو ته یو یاداششت ولیږم چې که هرچا دراز دفلم لپاره اطلاع رسونه وکړه لسو لومړنیو کسانوته به دراز دفلم DVD واستوم په دغوګټونکوکې یوکس همغه سړی ؤچې په خپلې تابلو کې ېې دراز دکتاب عکس نښلولاي ؤهغه له دې دوه ورځې وروسته DVD ترلاسه کړه چې دهغې عکس ېې په خپلې تابلو کې لګولاي ؤ . که د ا DVD وي یا کور یا دستاسودخوښې بل شی دجذبولو روده ېې یوشان ده او موندل ېې خوندور دي .
دتجسم کولو بله کیسه دنوي کور په هکله زما دمور تجربه وه زما پر مور سربیره ډیرو نورو کسانو هم دغه ځانګړی کورغوښت مور مې اراده وکړه چې دغه کوربه دځان کړي هغه کښيناسته او څو ځله ېې دهغه کورآدرس او خپل نوم ولیکه بیاېې تصور وکړ چې خپل ټول فرنیچرې ېې په نوي کورکې ای
ښي دي له څو ساعتونو وروسته چې زما موردغه کارونه وکړل دټلفون زنګ راغی او خبر ېې ورکړ چې دکور داخیستو لپاره دهغې وړاندیز منل شوی دی هغه حیرانه نه شوه ځکه چې پوهیده کور دهغې دی .
جک کنفیلډ :
« فیصله وکړه چې څه شی غواړې ایمان ولره چې هغه درلودلاي شې ایمان ولره چې دهغه د درلودلو لیاقت لرې اوباور وکړه چې تا ته به څرګندشي نوهره ورځ خپلې سترګې بندې کړه اوهغه څه مجسم کړه چې له مخکې دې غوښتل ،احساس وکړه چې له مخکې دې دغه شی درلودلاي دی اوس له هغه حالته بهر شه او خپل حواس دې په هغوشیانو متمرکزه کړه چې له امله ېې دخداي شکر کوې او په ریښتیا ترې خوند واخله له هغه وروسته له هغه حالته بهر شه او دغه احساس په کائيناتوکې ازاد کړه اوا یمان ولره چې کائينات پوهيږي څه ډول هغه شی درته ښکاره او هغه درپه برخه کړي »
د راز لنډیز Secret summaries
** سترګې په لارپاتې کیدل دجذبولو پياوړی قانون دی هغوشیانو ته سترګې په لاراوسه چې غواړې ېې دهغوشیانو تمه مه کوه چې نه ېې غواړې .
** دخداي شکر کول او قدرونه دانرژۍ دبدلون او خپل ژوند ته دهر شي دراوستوپياوړی بهیر دی دهغوشیانو د درلودلو له امله شکر وکړه چې له مخکې دې درلودل ترڅو نوي شیان جذب کړې .
** له مخکې دنعمتونو شکر کول ستادغوښتنو په لورحرکت ګړندی کوي او دکائيناتو په لور پیاوړې نښې او علایم آستوي.
** تجسم کول په ذهن کې دتصویرونو دخلقولوبهیردی کله چې یو شی مجسم کړې په حقیقت کې دهغه شي د درلودلو پیاوړي احساسات اوافکار رامنځته کوې له دې وروسته دجذبولو قانون همغه شی درکوي چې تاپه خپل ذهن کې لیدلي .
** دجذبولو له قانونه دښې استفادې په خاطر هغه په خپل عادت بدل کړه خو داسې عادت نه چې یوازې یو ځل به پيښيږي .
** دهرې ورځې په پاي کې تر ویدیدا مخکې دورځې پيښې یوځل بیا ترنظر تیرې کړه اوپه خپل ذهن کې هر هغه شی چې ستا په خوښه نه ؤ په هغه شي بدل کړه چې ستا لپاره په زړه پورې وي .
نور بیا