لیکواله : Rhonda Byrne
ژباړه : ډاکټر محمدعیسی ستانکزی
دسریزې په ځاي
ددغه کتاب محتوا ښايي په لومړي نظردرته عجیبه او دهغه کارندوالی نا ممکنه ښکاره شي خو ما ېې اصلي نسخه دوه ځله ولوستله له هغه وروسته مې په خپل ژوند کې ځینې برخې عملي کړې نو ډيره ښه نتیجه مې ترې واخیست تکل مې وکړ چې دغه په زړه پورې کتاب پښتو ته وژباړم خو دژباړې په وخت داسې فکر راته راته پیدا شو چې پښتو لوستونکی به پوه نه کړاي شم څه موده وروسته مې درازفلم ولید هغه نور هم خوند راکړ بیا هم راته ځینې شکونه پيدا شول چې ښایي دغه فلم او کتاب دلویدیځوالولپاره وي اوپښتانه لوستونکي ترې خوندوانه خلي اوپه عملي ژوندکې ترې استفاده ونه کړاي شي او دوي به دارواپوهنې هغه کتابونه خوښ کړي چې مستیقماً د رواني ناروغیو له معالجې سره مرسته وکړي خو دفلم او کتاب جاذبه او اغیزپر ما دومره زیات شوچې نورمې هیڅ ډول ملاحظې پام ونه کړاو دکتاب ژباړه مې پیل کړه.
کتاب په دوه ځله لوستلو ارزي ځکه ما ېې اصلي نسخه دوه ځله ولوسته او باور وکړئ چې ژوندېې راته بدل کړ او ډیر هغه شیان مې په آسانه ترلاسه کړل چې ډيرکلونه مې دهغو د درلودلو هیله کوله ښايي یو علت ېې داوي چې ما پرې باوروکړ که تاسو هم دغه کار وکړئ حتماً به ستا سو په ژوندکې ډيرژر، ژور بدلون راشي او ډيرې خوشالۍ به درپه برخه کړي ځکه چې له دغه رازه په خبریدا سره په پوه شې چې څنګه خپلو ټولو غوښتنو ته رسیداي شې او په خپل وجودکې به په بټ ځواک پوه شې داهغه ځواک دی چې په څرګندیداسره ېې ستا دژوندپه هرډګر کې ستا هیلې اوآرزوګانې لکه سلامتیا ، خوښي ، دنده ، شتمني ،او ښې اړیکې پوره کیداي شي البته په دې شرط چې پرې باور وکړې او په ځيرتیا سره ېې ولولې . که پوه شئ چې په ډيرو هیوادونوکې دغه کتاب تیر کال حتی شپږ ځله هم چاپ شوی نو حتماً به خپله یوه ورځ ورته بیله کړئ او بیا به ېې سپارښتنې ګام په ګام عملي کړئ په دې ډول به ډير ژر په خپل ژوندکې مثبت بدلون وګورئ .
په درناوي ډاکټر محمد عیسی ستانکزی
د لیکوال مقدمه
یو کال مخکې مې ژوند ګډو ډشو، دربدره شوم . سخت کار مې کاوه ناڅاپه مې پلار مړ شو او له خپلو ملګرو او خپلوانو سره مې مناسبات خرابه شول او ټولنیزموقیعت مې څپڅپانده شو په هغه وخت کې مې حتی په خیال کې هم نه راتلل چې ددې نا امیدۍ له منځه به دخداي نعمت راپه برخه شي .دیوه سترراز څنډه راته برسیره شوې وه. دژوند راز ، دا په حقیقت کې سل کلن کتاب ؤ چې لور مې هیلي Hayley راکړ ما دبشریت په تاریخ کې د راز قضیه تعقیب کړه په دې خبرې مې باور نه کیده چې ډير کسان پرې خبروو ، دتاریخ په اوږدو کې دافلاطون ، شکسپير ،نیوټن ، هوګو ،بتهوون، لینکلن ، اډیسن ، او انیشټین په شان کسان هم په دې راز پوهیدل .
په ناباورۍ کې مې له ځانه وپوښتل : ولې اوسني خلک په دې خبرې نه پوهیږي ؟ډير مې غوښتل په دغه راز خلک خبر کړم نو دهغو کسانو پلټل مې پیل کړل چې ژوندي دي او په دغه راز خبر دي .دغه کسان یو په بل پسې پیدا شول دمقناطیس په شان شوم په پلټنې او څیړنې سره هغه نظر خاوندان چې ژوندي وویو په بل پسې زما په لور جذب شول.
کله چې مې یو ښوونکی وموند هغه بل راته پیدا کړ تردې چې دغوکړيو دزنځیر بنه خپله کړه که په غلطۍ کې به په بلې لارې لاړم نوي شي ته به مې پام شو او د ذهنی انحراف له امله به بل لوړ مقامه معلم راپه برخه شو که په تصادفي توګه مې دانټرنټ غلطه بټنه هم کیکاږله له مهمو او حیاتي معلوماتو سره مخامخیدم . یوازې په څو اونیوکې ما د څوپیړیوراز پیدا کړ او ددغه راز ښوونکې مې هم یوپه بل پسې وموندل .
فکر مې وکړ چې دغه راز دیوه فلم په چوکاټ کې نړیوالو ته وړاندې کړم په دو میاشتو کې دسینمایي او ټلویزیوني فلم تولیدونکي هم په دغه راز پوه شول او هغه یې زده کړ . د ا ډيره مهمه خبره وه چې ددغه ټیم هر غړی پرې پوه شي ځکه چې دهغوي له پوهیدا پرته په دې برخه کې زمونږ هڅه او هاند ګټه نه درلوده .
مونږ حتي یوښوونکی چې دفلم لپاره تضمین وي نه درلود خو له رازه خبر وو نو په کلک هوډ سره له اسټرالیا دامریکا په لور چې په دې برخه کې د ډيرو ښوونکومرکز دی روانه شوم اونۍ وروسته دراز ټیم ددرستې امریکاله پنځه پنځوس ښوونکو او لارښودانو فلمونه واخیستل چې نتیجه ېې یو ۱۲۰ ساعته فلم ؤ په هر ګام او هر نفس کې مونږ له رازه استفاده وکړه اود( راز) فلم مو وپنځاوه . له مبالغې پرته مونږ هر شی او هر څو ک د ځان په لور جذب کړل اته میاشتې وروسته( راز) نندارې ته وړاندې شو.
دفلم په خپریدا سره په درستې نړۍ کې عجیبې پیښې وشوې خلکو دخپلو مزمنو دردونو درغیدا ، دډپرشن دمعالجې او دنورو ډول ډول ناروغیو دجوړیداخبرونه راکړل ، حتی داسې کسانودخپل علاج او رغیدا په هکله راته ولیکل چې دمرګ په بسترې پراته او مرګ ته سترګې په لاره ؤ. مونږ دپام وړ راپورنه ترلاسه کړل چې خلکو له دغه رازه په استفادې سره ډیرې پیسې او چکونه ترلاسه کړي وو . ډيروکسانو ددغه راز په مرسته کور ، دژوند شریک ، موټر ، دخپلې خوښې دنده ، ترفیع ګانې او هرڅه ېې چې غوښتې وو ترلاسه کړي وو .د ماشومانو د کړکیچنو مسلو او اړیکوپه هکله عجیه پيښې شته دي چې د ډيرو کسانو لپاره په زړه پورې وي مونږ له ماشومانو هم دپام وړ کیسې ترلاسه کړې چې له رازه په استفادې سره ېې هر هغه څه ترلاسه کړي ؤ چې دوي غوښتې وو منجمله ښې نمبرې او ښه ملګري ېې دځان په لورجذب کړي دي . راز داسې یوه انګیزه شوه چې په دې برخه کې ډاکټران له خپلو ناروغانو ، ښوونځي او پوهنتونونه له زده کوونکو او محصلینو ، سپورټی کلبونه له ورزشکارانو، او مذهبي مرکزونه له خپلو مراجعه کوونکو سره ځینې خبرې اوموردونه شریک کړي . په دې اړه په ټوله نړۍ کې په ډيرو کورونو کې میلمستیاوې وشوې چې په هغو کې خلکو خپل معلومات له خپلو ملګرو او خپلوانو سره شریک کړل دغه راز ددې سبب شو چې ډير کسان ځانته دخوښې شیان جذب کړي له یوه معمولي شي رانیولې تر میلیونونو ډالرو پورې . دغه ټولې پیښې دفلم له خپریدا یوازې څو میاشتې وروسته وشوې .
دراز د کتاب له لیکولو زما هدف په ټوله نړۍ کې په میلیارډنو کسانو کې د خوښۍ او خوند داحساس پیداکول ؤ چې دغه کار وشو او اوس هم دوام لري د راز ټیم هره ورځ دنړۍ له هر ګوټه په هر عمر کې په زرګونو لیکونه ترلاسه کوي چې وايي خوشالۍ او دخپلې خوښې نتیجې ته رسیدلي دي او دوي مونږ وستایلو. د غه ټولې خبرې ددې ښود نه کوي چې دغه ټیم خپل هدف ته رسیدلی دی او اوس خپل هدف لمس کولاي شي که په دغه راز پوه شوې داسې کار به نه وي چې ترسره ېې نه کړاي شې . که هر چیرې ېې او هرڅوک ېې راز ددې وس لري چې هرڅه وغواړې هغه درکړي .
په دغه کتاب کې څلورویشت کم ساري او تکړه لارښودان او ښوونکي ونډه لري . دهغوي ویناوې په درستې امریکا کې او په بیلابیلو وختونو کې دفلمونو په بڼه بدلې شوې بیا هم ټول یوه خوله او همغږي دي په دغه کتاب کې د راز دښوونکو او ددغه راز دحیرانوو نکو کیسو ویناوې او خبرې شته چې عملي شوي دي زه ټولې ساده لارې ، ټکي ، او لنډې لارې یا شارټ کټ چې په خپله مې زده کړي تا ته درښییم ترڅو ته هم خپلې خیالي نړۍ ته ورسیږې .
وبه ګورې چې ما په ټول کتاب کې په ځانګړو چوکاټونو کې د« ته » کلمه غټه لیکلې ده دلیل ېې دا دی چې ته( لوستونکی) احساس وکړې او پوه شې چې دغه کتاب مې ستا لپاره لیکلی دی کله چې زه د( ته) کلمه کاروم یعنې له تاسره نیغ په نیغه خبرې کوم زما نیت دادی چې ته دکتاب له پاڼو سره شخصي ارتباط ټینګ کړې ځکه چې دراز کتاب ستا لپاره پنځول شوی دی .
کله چې دغه کتاب لولې او په راز پوهیږې ورو ورو متوجه کیږې چې څه ډول هر کار چې غواړې هغه ترسره کولاي شې، ځان په حقیقي معني کې پیژندلاي شې اوپر هغه پرتم او جلال پوهیداي شې چې ستاپه تمه دی.
باب پراکټر ( مولف ،فیلسوف ، او ښوونکی ) :
(« راز » هر هغه څه درکوي چې ته ېې غواړې : ښادي ¸سلامتیا . او شتمني .)
ډاکټر جوویټل (دماوراء الطبیعه علومو عالم ، دبازارموندنې یا مارکیټینګ متخصص او مولف ) :
« هرهغه څه درلودلاي شې چې ته ېې غواړې هر کار دې چې زړه غواړي او یا هرهغه مسلک چې ته ېې غواړې هغه به ترلاسه کړې .»
جان اساراف( دپیسو دبازار متخصص او کارموندونکی ):
«هر هغه څه چې مونږ یې انتخابو هغه درلودلاي شوزما له نظره دا مهمه نه ده چې څومر ه سترشی مو انتخاب کړی دی .
په څه ډول کو ر کې غواړې ژوند وکړې؟ غوا ړې میلیارډر شې؟ کوم ډول دنده دې خوښه ده ؟ ډیر بریالیتوب غواړې ؟په ریښتیا څه شی غواړې ؟»
ډاکټر جان ډمارټیني (فیلسوف ، دمساژ او دملا دمریو دځاي په ځاي کولو متخصص ، درملګر او دباطني بدلون او اوښتون متخصص ) :
«دا دژوند مهم راز دی .»
راز دټولو هغوشیانو ځواب دی چې تراوسه موجود ؤ،موجود دي او موجودبه وي .
راف امرسون امریکايي شاعر۱۸۰۳-۱۸۸۲ |
ډاکټر ډنیس ویټل(اروا پوه ، اودذهني پیاوړتیا لارښود ):
«هغو لارښوونکوچې پخواېې دغه راز په واک کې درلود غوښتل ېې دغه قدرت وساتي او نور ته پکې برخه ورنه کړي هغوی خلک په دغه راز نه خبرول ، خلک به خپلو کارونو ته تلل خپلې دندې به یې ترسره کولې او بیرته به خپلو کورنو ته ستنیدل هغوي خپل واک نه درلود ځکه چې راز دمحدودو اوګوته په شمار کسانو په ولکه کې ؤ.»
مایکل برنارد بک ویث ( داکیپ انټرنیشنل دمعنوي مرکز بنسټګر اوغیبویونکی ) :
«ما دخلکو په ژوند کې ډيرې معجزې کتلي دي مالي معجزې ، دجسمي ناروغیو درغیدنې اودغه راز روحي او ارتباطي معجزې .»
جک کنفیلډ ( مولف .ښوونکی ، دژوند لارښوداو پارونکی ویناوال ) :
« دراز دکارولو پر څرنګوالي دپوهیدا له لارې هرڅه پیښیدا ي شي .»
نور بیا