د تجسم پیاوړی بهیر (Visualize)

تجسم هغه بهیر دی چې په اوږدو پيړیو کې لویو استادنو او ښوونکو دهغه درس ورکړی دی په ۱۹۱۲ کال کې چارلز هانل دکلیدي رودې په نامه په کتاب کې دتجسم دوړتیا دترلاسه کولو لپاره ۲۴ اوونیز تمرینونه وړاندې کړل تر ټولو مهمه خبره داده چې دهغه ټول کتاب له تاسره مرسته کوي چې دخپلوافکارو باچا واوسې .

د تجسم دپیاوړتیا دلیل دادی چې : کله ته له هغه څه چې غواړې ېې یوذهني تصویر جوړ کړې دهغه د درلودلواحساسات او افکار په اوسني وخت کې رامنځته کوې . تجسم یوازې د تصویرونو په چوکاټ کې پیاوړی او متمرکزه تفکر دی چې په همغه نسبت احساس رامنځته کوي ته دتجسم په ځواک کائیناتو ته فریکونسۍ آستوې دجذبولو قانون دغه مهمې نښې نښانې ترلاسه کوي او تصویرونه همغه ډول چې تاپه خپل ذهن کې لیدلي دي تا ته بیرته ستنوي .

ډاکټر ډنیس ویټلی :

«ماد تجسم کولو بهیر دفضايي مسلو په هکله داپولو په نامه له پروګرامه زده کړ او هغه مې پر ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ کلونو په المپیک کې وکاراوه دتجسم له لارې ته په حقیقت کې دخپلې خوښې شیانو ته حقیقي اړخ ورکوې . مونږ مخکې دالمپیک ورزشکاران راټول کړل او هغوي مې مجبوره کړل چې په خپل ذهن کې دمنډو تمرین وکړي ددغه کارنوم مې په تجسمې موټر سره تمرین ایښی ؤبیامو دهغوپه بدن پورې دبیو فیډبک « BIOFEED BACK »   (هغه دستګاه چې روحي او عاطفي حالات کنټرولوي) وسیله ولګوله مونږ ولیدل همغه عضلات چې دسیالۍ په ډګر کې فعالیت کوي دتجسم په حالت کې هم فعاله وې څنګه ممکنه وه ټول ېې حیرانه کړو څنګه ذهن دهغه کار ترمنځ چې ته ېې تمرین کوې اودهغه د تجسم کولو توپيرنه شي کولاي خو که ته د خپل ذهن باچا وې په خپل جسم به هم حکم چلوې»

داختراع کونکو اودهغوي داختراعګانو په هکله فکر وکړه . درایټ وروڼه او الوتکه ، جورج ایسټمن او کوډک فلم ، توماس اډیسن او څراغ ،الکسانډر ګراهم بل او ټلفون ،. ددغو اختراع ګانو دپنځولویوازېنی دلیل دا ؤ چې یوکس دهغو تصویرپه خپل ذهن کې لیدلی ؤ هغه ېې په ښکاره ولید په ذهن کې دتصویر په ساتلو او نهايي نتیجې سره کائيناتو په خپل ټول ځواک سره دهغه اختراع دهغه له لارې نړۍ ته وړاندې کړه .

دغه کسان په راز خبر ؤ داهغه کسان ؤ چې په ناڅرګندو او نامریي شیانوېې کلکه عقیده درلوده او پوهیدل چې دهغوي باطني قدرت پر کائيناتو دفشار او دهغوي داختراعاتو دڅرګندیدا سبب کیږي دهغوي عقیده او ایمان دبشري انقلاب ستر عامل ؤ او مونږ هره ورځ دهغوي دذهن له ګټو استفاده کوو .

ښايي له ځان سره ووايې چې زه ددغو اختراع کونکو په شان سترذهن نه لرم ښايي فکر وکړې چې هغوي وتوانیدل هغه شیان مجسم کړي خو زه یې نه شم کولائ ته حقیقت نه شي پټولاي او کله چې له رازه دپوهیدا ستر کشف ته دوام ورکړې نوپوه به شې چې دهغوي په شان ذهن لرې حتي ترهغوي ډير ښه ذهن لرې .

مایک ډولي :

« کله چې یو   ذهني تصویر لرې او دغه تصویر دې مجسم کړ تل په وروستۍ نتیجې ګوته کیږده.هر شی چې تجسم کړاي شې هغه به ترلاسه کړې .

داهم یو مثال ، همدا اوس دخپلو لاسونو شاته وګوره ښه ورته ځیر شه دپوستکي رنګ ، لوړو ژورو ، دوینې رګونو ،ګوتمۍ او نوکانو ته وګوره ټول جزئیات په یاد وساته تردې مخکې چې خپلې سترګې بندوې وګوره چې ستا دغه لاسونه او ګوتې دیوه نوي ګاډي شټرنګ نیولاي دی دغه تجسم داسې وکړه چې په رښتیا دې ګاډی ترپښولاندې دی او په ښه سرعت سره هغه چلوې»

ډاکټر جو ویټل:

« دابیخي یوه حقیقي اوژوندۍ تجربه ده او ته به داسې فکر وکړې چې هغه ګاډی دې خپل کړی دی حتی که ته نوربه ورته اړتیا هم ونه لرې داسې به فکر وکړې چې هغه دې له مخکې درلود »

که د ډاکټر ویټل خبروته ښه پام وکړې تابه هغه ځاي ته ورسوي چې دتجسم لپاره ضروري دی کله چې ته خپلې سترګې پرانیزې او بیرته حقیقي اوفزیکي نړۍ ته راوګرځې که ته یې حیرانه کړې اوټکا ن د ې وخور پوه شه چې ستا تجسم حقیقي ؤ او کله چې ستا تجسم حقیقي وي حتماً به هغه شی هم ترلاسه کړې .

جک کنفلیډ :

« په حقیقت کې دا احساس دی چې دجذبولو سبب کیږي یوازې تصویر او فکر رول نه شي لوبولاي ځینې کسان فکر کوي چې که مثبت فکر وکړي یا هرهغه شی چې غواړو ېې مجسم ېې کړو کافي دي خو که ته دغه کار وکړې او دنعمتونو دپریمانۍ ، خوند او مینې احساس ونه کړې دجذبولو قدرت نه شې پنځولاي په دغه حالت کې دی چې دغه راز عملي کیږي .»

باب ډویل:

« او اوس په خپل ټول قدرت سره احساس وکړه چې په همغه ګاډي کې ناست ېې نه داچې ووایې : کاشکې مې دغه ګاډی درلودلی اويایوه ورځ ېې ترلاسه کړم د غسې احساس له ورایه ښکاري چې دراتلونکې لپاره دی او له اوس سره ارتباط نه لري که ته دغه حالت ولرې تل به په راتلونکې کې پاتې شي . »

مایک ډولي :

«خوشالي اوخوند احساس کړه که دغه کار احماقانه هم درته ښکاره شومثلاً که په خپلې تیارې کوټې کې دګاډي درلودل مجسم کوې له هیجانه نارې او خوشالي وکړه ډير کسان به درته ووايي دا خوشې خبرې دي خو که په ژوندکې بدلون غواړې دغه کار وکړه »

مایکل برنارډبک ویث :

« له همدا اوسه په دغه احساس او تفکر سره ستا لپاره یوه درواز ه پرانستل کیږي چې له منځه یې دکائيناتو قدرت ځان څرګندوي »

دا څه ډول قدرت دی زه نه پوهیږم خو دومره پوهیږم چې شته .

الکسانډ ګراهم بل ۱۹۲۲-۱۸۴۷

جک کنفیلډ :

« دازمونږ دنده نه ده چې په څرنګوالي پوه شو دیوه شي دڅرګندیداڅرنګوالی پریوشي له باور اوعقیدې سره ارتباط لري که ته په یوشي عقیده ولرې حتماً به درته ښکاره شي او هغه شی به ترلاسه کړې »

مایک ډولې :

« څرنګوالی دکائيناتو په چمبراو قابو کې دی ستا دخوبونو ترمنځ کائينات تل تر ټولو لنډه ، چټکه او غږمله لاره پيژني »

ډاکټر جو ویټل :

« که ته هرشی کائیناتو ته وسپارې ته به له هغوشیانو هیښ او حیرانه شې چې درسپارل کیږي دلته به جادو ته ورته یو شی وګورې اوته به هغه ګاډی ترلاسه کړې چې تجسم کړی دې ؤ »

   دراز استادان یاښوونکي ټول هغه عناصر چې ته ېې دتجسم کولوپه وخت کاروې پيژني او پرې خبر دي . کله چې ته یو ذهني تصویر لرې او هغه احساسوې په حقیقت کې ځان په داسې موقیعت کې راولې چې ته ګواکې همدا اوس دې غوښتنه پوره شوې ده او په عین حال کې پر کائیناتو دډاډ اواعتماد اوزار هم لرې ځکه چې ته په وروستۍ نتیجې تمرکز کوې او دهغه له امله رامنځته شوې تجربه احساسوې او له دې پرته چې دکارپرڅرنګوالي فکر وکړې ستا ذهني تصویر هغه   بشپړشوی بولي ستا احساس هم همدغه کار کوي .ستا ذهن اوستا وجود هغه شی په داسې بڼه ګوري چې له مخکې دې درلود. دا دتجسم هنراوکمال دی.

ډاکټر جو ویټل :

«ته دغه کار باید هره ورځ په ځيرتیا سره وکړه خو سخت او شاقه کارېې مه بوله بلکه په شوق ېې ترسره کړه ددغه رازپه هکله هغه څه چې اهمیت لري ښه احساس دی باید په ټولو پړاونوکې شور او ولوله ولرې او دهغه شي ددرلودلو شوق په تاسو کې ژوندی وي باید تل لوړه روحیه ولرئ ترهغه ځایه چې امکان لري »

ټول کسان د تجسم قدرت لري راځئ چې دغه کیسه دپخلنځي په یوه تصویر سره ثابته کړو همدا اوس خپل ټول ذهن له خپل پخلنځي پاک کړه دخپل پخلنځي فکر مه کوه له ذهنه دې دپخلنځي ټول شیان وباسه لکه ګاز، کاشۍ ،المارۍ او هرشی چې په پخلنځي کې دي هغه دې یو یو له ذهنه وباسه که دغه کار سم وکړې تا په حقیقت کې خپل پخلنځي په خپل ذهن کې مجسم کړ تاپه خپل ذهن کې دخپل پخلنځي عکس ولید همدا د تجسم کولوپیاوړی بهیر دی .

ټول کسان په یوډول تجسم کوي ښايي پرې پوه شي او یاله سره یې احساس نه کړي تجسم دبریالیتوب ترټولوستر راز دی .

جنیویوبرنډ۱۸۸۱-۱۹۶۰

دلته به هغوټکو ته اشاره وکړوچې ډاکټرجان ډمارتیني د تجسم په هکله په یوه ازمیښت کړي دي جان ډمارټیني وايي : که ته په خپل ذهن کې غیرمتحرک تصویرونه جوړ کړې ددغو تصویرونو ساتل سخت کار دی له دې کبله غوره ده خپل ذهني تصویرونه متحرک کړې.ددې لپاره چې دغه خبره درته ثا بته شي یو ځل بیا دخپل پخلنځي تصویر مجسم کړه خو دا ځل په لږ توپير سره، فکر وکړه چې پخلنځي ته ننوځې دیخچال په لورځې لاس دې دهغه په لاستي ږدې دروازه ېې پرانیزې او دننه پکې ګورې یوبوتل اوبه اخلې په دې ډول چې داوبو سوړ والی احساس کړې په داسې حال کې چې په یوه لاس کې مو بوتل دی په بل لاس دیخچال دروازه بنده کړئ اوس دې چې خپل پخلنځی په ټولو جذئیاتو سره مجسم کړ دتصویور کتل به درته آسانه وي آیا داسې نه ده ؟

 

مونږ ترهغه ډیر امکانات او قدرت لرو چې فکر ېې کوو او پرې پوه شوي یو او تجسم یوسترقدرت دی .

جنیویوبرنډ

 نور بیا

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *