لیکواله : Rhonda Byrne

ژباړه : ډاکټر محمدعیسی ستانکزی

راز آسانه دی

مایکل برنارډ بک ویث :

«مونږ په داسې یو عالم کې ژوند کوو چې بیلابیل قوانین پکې شته دځمکې دجاذبې دقانون په شان چې موجود دی که ته له یوې ودانۍ ولویږې دامهمه نه ده چې ښه سړی ېې یا بد په هر حالت کې په ځمکه لګیږې »

دجذبولوقانون دطبیعت قانون دی او دځمکې دجاذبې دقانون په شان،بې پلوه،نامشخص ، دقیق او پریکنده .

ډاکټر جو ویتل :

« هر هغه شی چې همداشیبه ېې په ژوند کې ستا شاوخوا کلابنده کړې منجمله هغه شی چې ترې ګیله لرې تا په خپله هغه جذب کړی دی . پوهیږم چې ددې خبرې له اوریدا کرکه کوې اوسمدستي وایې : ما خو دګاډي ټکر نه ؤ جذب کړی ، ماخو دغه ګاګ چې ستونزې یې راته پیښې کړې نه ؤ جذب کړی . خو زه سپینه خبره کوم او درته وایم چې دغه شیان تا جذب کړي دي البته ددې خبرې درک ډير سخت دی خو که تا ومنله ژوند به دې بدل شي اودا ددې ستر راز یوه برخه ده چې مادرته بیان کړ »

غالباً کله چې خلک د راز دغه برخه اوري تاریخي پيښې ورپه زړه کیږي چې ډيرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او دهغوي دا خبره نه مني چې دغو ټولو کسانو پيښې دځان په لورجذب کړي وي دجاذبې دقانون په اساس حتماًهغوي له پيښوسره ورته فریکونسۍ درلودې حتمي نه ده چې هغوي دې ددغوپیښو په هکله فکر کړی وي خو دهغوي دفکر فریکونسۍ دپيښوله فریکونسیو سر ه ورته وې ددې خبرې معني دا ده چې که مونږ وغواړو ډير شیا ن دځان په خوښه بدلولاي شو .

ته همدا اوس دانتخاب حق لرې زړه دې غواړي په دې باور واوسې چې یوازې بد چانس ستا لپاره ناوړه پیښې راوړي   ؟ که نه غواړې چې هر څه په کنټرول کې ولرې ته په دغو دواړوکې انتخاب کولاي شې او هر یو چې وغواړې هغه به ستا وي که په هر یو فکر وکړې همغه به درته ډالۍ شي .

هیڅ شی به ستا ژوند ته داخل نه شي مګر داچې هغه په خپلو ا فکارو سره ځانته راوبولې .

با ب ډویل :

«په مونږ کې ډېر کسان نه پوهیږواو په ناپوهۍکې دجذب کار ترسر کوو مونږ تصور کوو چې په خپل ژوند هیڅ کنټرول نه لرو اوزمونږ افکار په خپل سرعمل کوي اوفکر کوو چې هرڅه ناغوښتي مونږ ته راځي خوداسې نه ده »

هیڅ څوک قصداً نا غوښتي شیان نه جذبوي ددې چارې تجربه اسانه ده چې څه ډول له دې پرته چې پر راز خبر واوسې ستا او دنوور کسانو په ژوند کې ناغوښتي کارونه پيښیږي ددغو ټولو خبرو سرچینه زمونږ دافکارو برلاسه او نوښتګر قدرت دی .

ډاکټر جو ویټل :

که دلومړي ځل لپاره دغه خبرې اورې ښایي داسې احساس وکړې چې زه مجبوره یم دخپلوافکار څارنه وکړم او په دې برخه کې پام وکړم چې داډیر سخت کار دی او سرخوږی لري ښایي په لومړي سر کې سخت وي خو ډیر خوندور دی ، تفریح او خوندېې هم له همدې ځایه پیلږي .

ایسټرهیکس :

«مونږ نه غواړوچې تاسو تشویق کړوچې خپل افکارکنټرول کړئ یاڅارنه پرې ولرئ دغه کاربه سړی لیونی کړي ځکه چې له بیلابیلو افکارسره مخامخیږئ خو دلته ستاسو حسي لارښودسیسټم فعاله کیږي .

باب پراکټر :

«ستاسو افکار ستاو احساسات رامنځته کوي »

مارسي شیموف ( لیکوال ، او ویناوال ) :

دهر فکر کنټرول زمونږ لپاره ناممکنه دی څیړونکي وايي چې مونږ هره ورځ کابو شپیته زره فکرونه لرو نو دابه څومره سخته وي چې مونږ دغه شپيته زر ه فکرونه کنټرول کړو خو له نیکه مرغه یوه آسانه لاره شته اوهغه زمونږ احساسات دي زمونږ احساس پرهر هغه څه مونږ خبروي چې دهغوپه هکله فکر کوو »

داحساساتو اهمیت مبالغه او لافې نه دي ستا احساسات ستا دژوند دجوړلولو لپاره ترټولو ښه وسیله ده چې له تاسر ه مرسته کولاي شي   کله چې ډیر افکار ستاپه لور درشي که په هر یوه فکر کوې تا به لیونی کړي خو ستا احساسات په دغه وخت کې فعالیږي ستا افکار دهرې موضوع اساسي عامل دی هرهغه څه چې په دې د نیا کې ېې ګورې او تجربه کوې ېې ستا داحساساتو یوه برخه ده عامل ېې هم تل ستا خپل افکار دي .

باب ډویل :

«عواطف او احساسات ترټولو ښه نعمتونه دي اوددې سبب کیږي چې مونږ پوه شوچې کوم شی جذبومونږباید دفکر کولو له بهیره خبر واسودغه کار احساسات کوي »

ستا احساسات ډیر ژر تا له هر هغه شي خبروي چې ته ېې په هکله فکرکوې . تصور وکړه چې کله تا ته یو بد خبر درکوي څه ډول حالت پیدا کوې ناڅاپه دې زړه لوېږي ځکه خو ستا احساس دهغه څه بیړنۍنښه ده چې ته ېې په هکله فکر کوې .

غوره نه ده چې ته له خپل احساسه خبر واوسې او له خپل احساس سره غږمله شې ځکه چې داپرهغه څه دخبریدا ترټولو ګړندۍ لاره ده چې ته پرې فکر کوې .

ایسټرهیکس :

«ته دوه ډوله احساس لرې ښه او بد احساس او ته دهغوپه توپير ډیر ښه پوهیږې ځکه چې یو ستا طبعیت ښه کوي او بل ېې خرابوي چې په هغو کې ډپرشن ، عصبانیت ، او عذاب وجدان شاملیږي دغه ډول احساست ممکنه نه دي چې تاپياوړی کړي ځکه چې دا بد احساسات دي »

هیڅوک ستا دښه او بد احساس ترمنځ توپير نه شي کولاي ځکه ته په خپله یوازینی کس یې چې له خپل احساسه خبر ېې که په خپل احساس ډا ډه نه ېې او نه پوهیږې چې څه ډول احساس لرې دورځې په اوږدو کې له ځانه داپوښتنه کولاي شې :چې زه څه ډول احساس لرم ؟ اوپه دې ډول به دخپل احساس له ډوله خبر شې ..

په دې برخه کې داډیره مهمه خبره ده چې باید پرې پوه شې او هغه دا چې له ښو افکاروسره په یو وخت بد احساس نا ممکنه چاره ده دا دقانون په خلاف بغاوت دی ځکه چې ستاافکار ستا احساسات راڅرګندوي که ته بد احساس لرې ستادبدو ا و منفي افکاروله امله دی چې ستا حالت هم خرابوي .

ستا افکار ستا فریکونسۍ مشخصوي اواحساسات په دې ډول تا ته وایي چې په کومو فریکونسیو کې قرارلرې.

کله چې بد احساس لرې هغه فریکونسۍ تولیدوې چې نورې بدې موضوع ګانې هم ستا په لور جذبوي دلته ده چې دجذبولوقانون فعاله کیږي او دبدو موضوع ګانو تصویرونه او هغه څه چې ستا حالت نورهم خرابوي   خپروي او ټول ستا په لور ستنیږي .

کله چې ستا حال خرابه دی او دخپلوافکارو دبدلولو هڅه هم نه کوې چې حالت دې ښه شي په حقیقت کې کائیناتوته دا اعلان کوې چې داسې شریط راته برابر کړه چې حالت مې نورهم خرابه شي   .

لیزا نیکولز :

«ددې مسلې دوهم اړخ دا دی چې ته ښه احساسات هم لرې ته په خپله پوهیږې چې کله دغه حالت لرې ځکه چې ستا حالت ښه کوي دمثال په توګه شوق ، خوشالۍ ، اومینې ته اشاره کولا ي شوته هره روځ دغسې احساس درلودلاي شې کله چې ته ښه احساس په پرانیستې غیږ ومنې نور ښه احساسات او هغه مواموارد چې ستا حالت ښه کوي ستا په لور جذبوي . »

باب ډویل :

په ریښتیا چې دا آسانه خبره ده مثلاً وایي : زه اوس کوم شی جذبوم ؟زه به درته ووایم چې ښه نوته څه احسا س لرې ؟که ستا ځواب دا وي چې ډير دخوشالۍ احساس کوم . نو ډير ښه همدغه احساس ولره اوهغه وساته »

داممکنه نه ده چې یوڅوک ښه احساس ولري او ورسره په یووخت منفي افکار په ذهن کې ولرې . که ښه احساس لرې اوطبیعت دې ښه وي دلیل یې دا دی چې ښه افکار لرې . ته پوهیږې هرهغه شی چې په ژوندکې ېې غواړې هغه درلودلاي شې کوم محدودیت نه شته خوپه یوه شرط ته باید ښه حالت ولرې اوطبیعت دې ښه وي کله چې په دې اړه فکر کوې ،آیا داهمغه شی نه دی چې ستازړه غوښتل هغه ولرې ؟ که دحق او انصاف خبره وکړو حقیقت دا دی چې دجذبولوقانون ډير ښه عمل کوي   .

مارسي شیموف :

«که ښه احساس لرې د داسې راتلونکې په پنځولو بوخت ېې چې ستا په خوښه دی دورځو په تیرایدا سره دجذبولوقانون په هره ثانیه کې خپل کارکوي هرفکر او احساس چې وکړې دهمغه په اساس خپل راتلونکی جوړوې . که ته اندیښمن او زړه ختلی یې دغسې حالت او موارد به په ټوله ورځ کې ستا په برخه وي او خپل ژوند ته یې په خپله درولې »

کله چې ته ښه احساس لرې حتماً ښه افکار په سر کې لرې په دې بڼه کې دې کار سم دی او دپياړیو فریکونسیو دخپراوي په حال کې ېې او دغه فریکونسۍ به تا ته نور ښه حالتونه جذب کړي اونور ښه احساسات به درته ډالۍ کړي کله چې ښه احساس او سم او برابر طبیعت لرې هغه مه پریږده او ترې استفاده وکړه پام کوه کله چې ته ښه احساس لرې په پیاوړتیا سره نور ښه موارد او احساسات ستا په لور جذبوي .

راځه چې یوګام نور هم مخکې شو. که په ریښتیا ستا احساسات دکائيناتو له لوري یو ارتباط وي چې تا خپل تفکرته متوجه کړي آیا داکفایت نه کوي ؟

جک کننفیلډ :

«زمونږ احساسات زمونږ لپاره دارزیابۍ یو میکانیزم دی چې آیا موږ په سمه لار ځو که نه . »

په یاد ولره چې ستا افکاردهر شي عمده اوغټ عامل دی نو کله چې تل یوفکرپه ذهن کې لرې دغه فکر په چټکتیا سره کائيناتو ته آستول کیږي ،په مقناطیسي ډول ځان له ورته فریکونسۍ سره نښلوي اوپه څو ثانیو کې هماغه فریکونسۍ داحساساتو له لارې ستا په لور ګرځي په بله وینا کائينات ستا احساسات بیرته ستاپه لورمخابره کوي اوتاته وایي اوس په کومې فریکونسۍ کې ېې . ستا احساس ستا دفریکونسۍمیکانیزم دی .

کله چې ته ښه احساس ولرې په حقیقت کې کائينات تا ته مخابره کوي چې ښه افکار په ذهن کې لرې به همدې ډول که بد احساس ولرې کائينات تاته وایي چې بد فکرونه دې په سر کې دي .

له دې امله کله چې بد حال او احساس لرې په اصل کې کائينات تاته پیغام درکوي : خبرادر !‍.همدا اوس خپل فکر بدل کړه .منفي فریکونسي ثبتیږي فریکونسي بدله کړه او دخپرولو لپاره ېې اپوټه شمیره پیل کړه خبردار !

بل ځل چې ناسم حالت اوطبیعت لرې یاله منفي احساس سره مخامخ یې دکائيناتودخبرداري علایمو ته غوږ ونیسه ګني په هماغې شیبې کې به ته د دښوفکرونو دروازه چې ستا په لور پرانیستل شوې ده له دې امله وتړې چې په منفي فریکونسۍکې ېې . خپل افکار بدل کړه او دښو مسلو په هکله فکر وکړه کله چې تاښه حالت او طبیعت پیداکړ او ښه احساس مو درلود په خپله متوجه کیږې چې دلیل ېې دفریکونسۍ بدلون او پر نویو فریکونسیو تګ دی اوکائينات به په ښو احساساتو سره هغه تائیدګړی وي .

باب ډویل :

« ته هغه څه ترلاسه کوې چې احساسوې ېې ،نه هغه شی چې ډیرفکرپرې کوې .

له همدې امله کله چې ځینې کسان سهار په کیڼ اړخ اوپه بد احساس له خوبه راپاڅي درسته ورځ ېې په همدې ډول تیریږي هغوي نه پوهیږي چې د احساساتوپه ډیر لږ بدلو ن سره خپله ټوله ورځ بدلولاي او ښه کولاي شي .

که ته یوه ښه ورځ پیل کړې او دخوشالۍ او ښه احساس ولرې او پرې نه ږدې چې دغه ښه احساس بدل شي باور وکړه چې په هغه ورځ به دجاذبې دقانون په اساس نورې ښې خبرې واورې او له ښو موقیعتونو اوخلکو سره به مخامخ شي او دخوشالۍ دغه احساس به دوام وکړي .»

مونږ اوتاسو ټول داسې حالتونه ډیر تجربه کړي چې حالت مو هیڅ نه ښه کیږي او هر څه راته چپه شي، سره تړلي اوزنجیري عکس العملونه په یوه فکر سره پیلږي ښایي پرې خبر ېې یا ترې ناخبره واوسې همدغه یو بد فکرکافي دی چې نور بد فکرونه هم جذب کړې اوپه نتیجه کې حالات نورهم خرابیږي او کله چې ته د همغه بد فکر په وړاندې بدغبرګون وښيې په حقیقت کې نور ناسم مواردهم دځان په برخه کوې ځکه چې زمونږ غبرګون یوازې ورته شیان جذبوي اوپرله پسې غبرګونونه یو په بل پسې پيښیږي ترهغه وخته پورې دغه حالت دوام کوي چې ته په خپله قصداً په فکري بدلون سره ځان له هغو فریکونسیو راوباسې او ته کولاي شې چې خپل افکار دهغه څه په لور بدل کړې چې ته ېې غواړې دخپلو احساساتو له لارې دفریکونسۍ دبدلون په اړه تائیدیه اخیستلاي شې او دجذبولوقانون ستا په فریکونسیو پورې کلک نښلي او هغه ستا دژوند دنویو تصویرونو په توګه ستاپه لور آستوي .

اوس ته دلته خپل احساسات کنټرولاي شې اوپه ژوند کې دهر شي لپاره له هغو استفاده کولاي شې ته دخپلې خوښې شي دترلاسه کولولپاره خپل احساس هم پرې وزیاتولاي اوپه دې ډول له خپل احساسه استفاده کولاي شې .

مایکل برنارډ بک   ویث :

«همدا اوس دسلامتیااحساس کولاي شې ، دنیکمرغۍ احساس وکړه ، دا احساس وکړه چې مینه ستا په شاوخواکې خپره ده حتی که بهرنی شتون ونه لري ته ېې احساس کول پیل کړه په دې ډول به کائينات ستا دغه باطني احساس ته ځواب ووایي اوڅرګند به شي ځکه چې دغه ډول احساس کوې »

ښه ده اوس څه ډول احساس لرې ؟ څو شیبې دخپل طبیعت او حالاتو په اړه فکر وکړه . که ښه حس نه لرې خپل درست حواس پر خپلو باطني احساساتو مترکزه کړه او هڅه وکړه خپل احساس ښه کړې اوخپل طبیعت ورسره خوندور کړه کله چې خپلو احساساتو ته په هدفمنه بڼه پام وکړې البته په دې نیت چې خپله روحیه ورسره لوړه کړې هغه سل په سلو کې او په ډیره ښه توګه لوړولاي شې . یوه لاره ېې دا ده چې خپلې سترګې بندې کړې او خپل باطني احساس ته توجه وکړه او دیوې دقیقې لپاره وخانده .

ایسټرهیکس :

«ستا افکار اواحساسات ستاژوند پنځوي اوډا ډه اوسه تل به همداسې وي .هغه شی چې فکر ېې کوې اوهغه شی چې احساسوې ېې اوهغه څه چې څرګنډیږي ټول یو شان دي ،تل او هرځل »

دجذبولو قانو ن بیخي دځمکې دجاذبې دقانون په شان هیڅکله تیروتنه نه کوي داسې به نه شي چې یوه ورځ دځمکې دجاذبې قانون خپله دنده هیره کړي وي او خینځیرانو الوت پیل کړي وي هیڅکله داسې نه کیږي همدغسې د جذبولو قانون به هم هیڅلکه خپله دنده پرې نه ږدي او دمصرف تاریخ به یې تیر نه شي   که ستا په لور کوم شی درځي هغه دې په خپله په دوامدره او همیشني فکر سره دځان په لور جذب کړی دی دجذبولو قانون دقیق او پریکنده دی .

مایکل برنارډ بک ویث :

« ددې خبرې منل سخت دي خو کله چې له تعصبه لاس واخلواوځان دهغو په وړاندې آزاد پریږدو پایله به ېې حیرانوونکې وي یعنې هرشی چې فکر ستاپه ژوند کې تاته درکړي په خپلې پوهې اوشعورکې په بدلون سره هغه بدلولاې شې او دخپلې خوښې شی ترلاسه کولاي شې »

ته په هرشي کې دبدلون درواستو قدرت لرې ځکه ته یوازینی کس ېې چې خپل افکار انتخابوې اوخپل احساسات حس کوې اوهر شی چې فکر ېې کیږي او احساسیږي هغه ترلاسه کیداي شي .

ته چې همداسې پر مخ ځې ، خپله دنیا پنځوې     .                     «وینستن چیرچیل »

 

ډاکټر جو ویټل :

«دښه احساس درلودل بیخي مهم دي . ځکه چې همدا ښه احساس دیوزیګنال په توګه کائیناتو ته ځي او نور ښه موارد ستاپه لورجذبوي څومره چې ښه حالت اوطبیعت ولرې نورهم هغه شیان جذبوې چې ستاله

ښه احساس سره مر سته کوي اوروحیه دې نوره هم ښه کیږي .»

با ب پراکټر :

«آیا په دې پوهیدلې چې کله دې حالت ښه نه ؤیا دماتې احساس کوې او ماذغه دې کار نه کوي ډیر ژر خپل احساس بدلولاي شې؟

په خپل ټیپ ريکارډرکې یوپه زړه پورې کیسټ کیږده اویاپه خپله سندره ووایه همدغه کار به ستا روحیه او حالات بدل کړي . یاهم دیوې ښې موضوع په هکله فکر وکړه خپله ماشوم یا بل هر څوک چې درباندې ګران وي دهغوپه هکله فکر وکړه دغه فکرپه ریښتیاپه خپل ذهن کې وساته اوله هغه پرته بل هرفکر له خپل ذهنه وباسه ژمنه درسره کوم چې روحیه به دې ښه شي .»

دهغو شیانویولیسټ برابر کړه چې ستاروحیه ورسره ښه کیداي شي زمونږ هدف هغه شیان دي چې ناڅاپه ستا حالت ښه کولاي شي.دمثال په توګه په زړه پورې خاطرې، راتلونکې پیښې ، خندوونکې شیبې،طبیعت، هغه کس چې درباندې ګران وي ، اویا ستا دخوښې موسیقي درسره و لیکه له هغه وروسته کله چې دعصبانیت احساس وکړې اویا ښه روحیه ونه لري هغه لیسټ ته وګوره چې مخکې دې برابر کړی او په هغو کې یو انتخاب کړه او ورته پام وکړه په بیلابیلووختونوکې راز راز شیان ستا حالت بدلولاي شي که یوشی ستا حالت ښه نه کړي بل یو انتخاب کړه یوازې یوه یا دوه دقیقې وخت غواړي ترڅو خپل پام بدل کړي اوخپله روحیه ورسره ښه او خپلې فریکونسۍ بدلې کړې .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *