لیکواله : Rhonda Byrne
ژباړه : ډاکټر محمدعیسی ستانکزی
دپيسو رازSecret to the money
هرهغه شی چې ذهن یې تصور وکړاي شي ترلاسه کیږي . |
ډبلیو کلیمنټ سټون «۲۰۰۲- ۱۹۰۲ »
جک کنفیلډ :
« په راز پوهیدل ماته یوحقیقي بدلون ؤ ځکه چې له داسې پلارسره لوي شوم چې منفي فکرېې کاوه او ویل به ېې شتمن خلک دبې وزلوله پیسو شتمن شوي دي او هر څوک چې پيسې لري حتماً ېې دنوروجیبونه وهلي دي دپيسو په هکله له ډیروباورونوسره لوي شوم مثلاً داچې ډیر کسان داوايي چې که پيسې ولرې حتماً به بد سړی وې یوازې شیطان صفته کسان پيسې لري ایافکر کوې پيسې له ونو ځوړندې دي پلار به مې تل ویل فکر کوې زه راکفلر یم؟ نوزه په دې ډول لوي شوم فکر مې کاوه ژوند ډیر سخت دی تردې چې له ډبلیو کلیمنټ سټون سره بلد شوم او په خپل ژوندکې مې بدلون او تحول پيل کړ .
کله چې ما له کلیمنټ سټون سره کار کاوه هغه به ویل : ته باید دژوند لپاره یو هدف وټاکې چې ډیرمهم وي تر دې حده مهم وي چې کله ورورسیدې هک پک پاتې شې اوژوند دې بدل کړي اوپه دې پوه شې چې دغه هدف ته یوازې له دې امله ورسیدې چې تاته مې دغه لاره در ښودلې وه . په هغه وخت کې ما یوازې دکال اته زره ډالره عاید درلود له ځان سره مې وویل چې باید یو غټ هدف دځان لپاره وټاکم نو ومې ویل چې باید زه دکال یولک ډالره عاید ولرم په هغه وخت کې نه پوهیدم چې څه ډول به دغه کارکوم نه مې امکانات درلودل او نه مې کوم فکر او ستراتیژي خو یوازې مې له ځان سره ویل: اعلان کوم چې دغه هدف ته رسیږم او په دغه کار عقیده لرم او داسې عمل کوم چې دغه خبره پيښه شوې ده اودایو واقیعت دی چې دغه پیسې عملاً ترلاسه کوم نو دغه کارمې پيل کړ .
یوکارچې سټون راښودلاي ؤ دا ؤ چې هره ورځ خپلې سترګې بندې کړم او هدفونه په دې ډول چې ګواکې له مخکې نتیجې ته رسیدلي دي مجسم کړم ماپه یوډالري نوټ دیولک ډالري مارک ولګاوه او هغه مې په خپلې کوټې کې په چټ ونښلاوه هره ورځ مې تر بل هر شي مخکې سترګې په هغه لوټ لګیدلې او راپه زړه به شول چې دا زما هد ف او زما غوښتنه ده بیا به مې خپلې سترګې بندې کړې او مجسم به مې کړل چې دژوند مصرف مې په کال کې دیولک ډالرو په اندازه دی . په زړه پورې خبره داوه چې تر دیرش ورځوپورې کومه خاصه پيښه ونه شوه اوپرمختګ مې ونه کړ او هیچا ډیرې پیسې راته پیشنهاد نه کړې .
څلوراونۍچې تیرې شوې په فکر کې مې دیولک ډالرو دګټلو فکر پيدا شو ناڅاپه مې په ذهن کې راوګرځیدل چې مخکې مې یوکتاب لیکلی دی او له ځان سره مې وویل: که ددغه کتاب څلورلکه نسخې هره دانه په پنځه ویشت سنټه وپلورم دا یولک ډالره کیږي کتاب چمتو ؤخو کله هم زما په ذهن کې دغه فکر نه ؤپيداشوی .(یو راز دا د ی چې کله یوالهام بخښوونکی فکر دې په سرکې راوګرځید باید پرې عقیده ولرې اوپه اړه یې اقدام وکړې )زه نه پوهیدم چې څه ډول دخپل کتاب څلور لکه نسخې وپلورم تر دې چې نیشنل اینکوایرر (NAtional enquirer) ورځپاڼه مې په یوه دوکان کې ولیده تردې مخکې مې په زرګونوځله کتلې وه خو ډیر مې ورته پام نه ؤ شوی ناڅاپه مې دې ورځپاڼې نظر جلب کړ او فکر مې وکړ که لوستونکي زما پر کتاب خبر وي مسلماً به څلورلکه کسان ورشي او زما کتاب به واخلي کابو شپږ اونۍ وروسته مې په نانژ کالج کې وینا وکړه او له هغه وروسته یوه میرمن راته راغله او ویې ویل : په زړه پورې وینا دې وکړه زړه مې غواړي له تاسره مرکه وکړم داهم زما ویزیت کارډ له نیکه مرغه هغه ازاده خبریاله او مقاله لیکونکې وه چې خپلې مقالې ېې پر نشنل اینکوایرر خرڅولې موضوع دابهام له حالته بهر شوه اوپه ذهن کې مې راتیره شوه چې دغه مسله زماپه درد خوري ددې مقالې په چاپیدا سره زما دکتاب خرڅلاو هم ډیر شو دلته باید یوه خبره وکړم چې ددې میرمنې په شمول ټولې پيښې مې په خپله دځان په لور جذب کړي ووخبره به لنډه کړم په هغه کا ل ما یو لک ډالره ونه ګټل مونږ دوه نوي زره درې سوه اووویشت ډالره ګټلي وو فکر کوئ چې مونږ به پښیمانه شوي وو ؟ نه د اسې نه ؤ بلکه برعکس مونږ وویل چې دادحیرانۍ خبره ده له هغه وروسته زما میرمنې راته وویل که دغه رازاو دجذبولوقانون دیولک ډالرو لپاره کارندوالی لري دیومیلیون لپاره به کارندوالی ونه لري ؟ ومې ویل نه پوهیږم فکر کوم چې لري ېې راځه چې امتحان ېې کړو.
یوه ورځ زما ناشریاخپرندويې ټولنې زمادیوه کتاب لپاره چې دروح لپاره دچرګ سوپ نومیده دیوملیون ډالرو چک ولیکه اودخپلې امضاء په څنګ کې ېې دیوې خندانې څیرې انځور هم ایستلاي ؤ ځکه چې داېې لومړی ځل ؤ چې دیو میلیون ډالرو چک ېې لیکه .
ماله خپلې تجربې استفاده کړې وه او هغه مې امتحان کړې وه او مسلماً نتیجه ېې ورکړې وه اوس هم هره ورځ له هغه په استفادې سره ژوند کوم »
پرراز پوهیدل او دجذبولوله قانونه استفاده په هرځاي کې کارندوالی لري دهرهغه شي لپاره چې ته ېې غواړې ورته بهیر لري پیسې هم ترې مستثني نه دي.
دپيسو دجذبولولپاره بایدپرشتمنۍ تمرکز وکړې که تصور وکړې چې کافي پيسې نه لرې ډيرې پيسې هم نه شې ترلاسه کولاي ځکه چې ستاافکارپه دې خبرې تمرکز لري چې ته کافي پيسې نه لرې ته بایددپیسې پر پریمانۍ تمرکز وکړې ترڅو ستاپه لور راشي .
ته بایدله خپلو افکارونوې نښانې خپرې کړې او دغه افکار په دې ډول وي چې همدا اوس له تصوره ډیرې پیسې لرې ،دتخیل قدرت دې بایدپه کار وګمارې اوباوروکړې دغه پیسې چې ته ېې غواړې له مخکې دې درلودې دغه کار ډيرخوندور هم دی .
کله چې ته داسې وښېې چې ډيرې پیسې لرې او دپيسو د درلودلو لوبه پيل کړې ډير ژر به دپيسو په وړاندې ښه حالت پيدا کړې او احساس به دې ښه شي اوپه دې ډول شتمني به ستا په لوردرشي .
دجک په زړه پورې کیسې دراز ټیم وهڅاوه چې دراز په ویب سایټ (www.thesecret.tv) کې یوسپین چک دوړیا ډاونلوډ په توګه دخلکوپه واک کې کیږدي. دغه سپین چک ستالپاره دکائيناتو دبانک له لوري لیکل شوی خپل نوم اودخوښې پيسې دې اونور جزئیات په چک ولیکه او خپل مخکې دې کیږده ترڅو هره ورځ هغه ووینې کله چې چک ته ګورې احساس وکړه چې همدا اوس پیسې لرې تصور وکړه هغه پيسې پر هرهغه کارونولګوې چې ته ېې غواړې احساس وکړه څومره عجیبه ده! پوه شه چې هغه ستا دی ځکه کله چې ته ېې وغواړې ترلاسه کوې ېې مونږ له خلکو ډیر راپورونه ترلاسه کړل چې له دغه چکه په استفادې سر ه هغوي ډیرې پسې ترلاسه کړې دي دایوه په زړه پورې لوبه ده چې نتیجه هم ورکوي .
دنعمتونو پریماني جذب کړه
داچې خلک په کافي اندازه پيسې نه لري یوازینی دلیل ېې دادی چې په خپلوافکارو سره ېې دهغو پيسو مخه ډب کړې ده چې ددوي جیبونو ته ورځي هر ډول منفي فکر،احساس ، اوعاطفه دپيسې په شمول د ټولو
ښو شیانومخه ستاپه لورنیسي . دا دومره لویه خبره نه ده چې کائينات پيسې له تاوسپموي په حقیقت کې ستا داړتیاوړ پیسې همدا اوس په نامرئي حالت کې شته دي ، که ته پیسې نه لرې دلیل ېې دادی چې ته په خپله دځان په لور دهغو دراتلو مخه نیسې اودغه کار په خپلو افکارو سره کوې .
ته باید خپل ذهنیت دپيسو درلودلو له لوري هغه لوري ته واړوې چې له اړتیا ډیرې پیسې لرې . دپيسو دنه درلودلوپه ځاي دپریمانه پيسو د درلودلو افکار په خپل ذهن کې وروزه په دې ډول غږملتیا رامنځته کیږي . کله چې ته پيسو ته اړتیالرې ستاپه باطن کې یو پياوړی احساس شته البته دجذبولو دقانون له لارې دخپلې اړتیا وړشتمنۍ جذبولو ته دوام ورکړه .
زه به دپيسوپه اړه خپله یوه تجربه درسره شریکه کړم تردې مخکې چې راز کشف کړم زما حساب کتاب په دې ډول ؤ چې په هغه کال کې زمونږ شرکت ډیر تاوان کړی ؤ او په دریو میاشتوکې هرڅه په صفرکې ضرب کیدل او شرکت مې له لاسه ورکاوه لس کاله مې زیار ایستی ؤ اوس مې په آسانه له لاسه ورکاوه . دشرکت دژغورلو لپاره مې ډيرو پيسو ته اړتیا درلوده حالات ورځ په ورځ خرابیدل اوله یوسرخوږي سره مخامخ شوی وم . ترڅو چې رازمې کشف کړ اوله امله ېې زماپه ژوند کې هر څه منجمله زما دشرکت حالت بدل شوځکه چې خپل فکر مې بدل کړزما حسابدار دپيسوپه کمښت تمرکز کړی ؤ او مادپيسو په پریمانۍ تمرکز وکړسل په سلو کې مې فکر کاوه چې کائينات پيسې رالیږي اوهمداسې هم وشول .پيسې له هغه ځایه راورسیدې چې فکر مې هم نه کړی زه به کله شکمنه او بدګمانه شوم خوبیرته به مې خپل ذهنیت بدل کړ اوخپل ټول حواس به مې هغه څه ته کړل چې غوښتل مې دهغه د درلودلو له امله مې دخداي شکرکاوه اودرضایت یوډول احساس راته پيدا کیده او باور مې پرې کاوه تردې چې په ریښتیا مې داړتیا وړ پیسې ترلاسه کړې .
دلته غواړم ددغه راز یوه برخه درته روښانه کړم، دهرهغه شي دترلاسه کولو لنډه لاره چې ته ېې غواړې او ورپيسې ېې خوشالي او ددې حالت درلودل دي دا ترټولو چټکه لاره ده چې پيسې یا بل هر شی چې ته ېې غواړې ستا په لور راشي په کائيناتو کې دخوښۍ او خوندپر احساس تمرکز وکړه کله چې دغه کاروکړې ټول هغه شیان به جذب کړې چې تا ته خوښي او خوشالي ډالۍ کوي چې یوازې په پيسوپورې تړاو نه پيداکوي بلکه هرهغه شی چې غواړې ېې پکې راځي ته باید یوسیګنال واستوې ترڅو هرهغه شی تا ته بیرته ستون شي چې غواړې ېې کله چې دخوښۍ او خوندونو احساس له ځانه خپروې بیرته ستا دژوند دتجربو او تصویرونو په ډول تا ته ر اګرځي. دجذبولو قانون ستا ټول باطني افکار او احساسات ستا دژوند په توګه تاته ستنوي .
پرنیکبختۍ تمرکز
ډاکټر جو ویټل :
«زه همدااوس دډيرو کسانوپرفکرکولو پوهیداي شم چې څه فکرکوي د وي به فکرکويې چې څه ډول ډيرې پيسې دځان په لورجذبولاي شم ؟ په داسې حال کې چې خپل کاراوکسب راباندې ګران دی څه ډول له دې لارې ډیرې پيسې ګټلاي شم ؟ یا څه ډول لوړ مقام تر لاسه کولاي شم ؟ څه ډول خپل عاید لوړولاي شم ؟ دغوټولو غوښتنو لپاره یوازې نیت وکړه .
دا هغه خبره ده چې په ټول کتاب کې پرې خبرې وشوې ستا دنده داده چې دکائیناتوله کتلاک څخه هغه څه خوښ کړې چې غواړې ېې او هغه ورته اعلان کړه که یو شی پکې نغدې پيسې دي هماهغه وغواړه ورته ووایه چې څومره غواړې مثلاً زړه دې غواړې له یوې ناببرې لارې پنځه ویشت زره ډالره ترلاسه کړې هغه هم په دیرشو ورځوکې هغه به ترلاسه کړې په دې شرط چې ته په خپلې دې غوښتنې باور وکړې »
که له پخوا داسې افکار لرې چې دپيسو دپیدا کولو یوازېنۍ لاره ستا همدا دنده ده دغه فکر له سره وباسه که دغسې فکر لرې آیاشکرګزاره اوسیداي شې؟ دغسې افکاربه له تاسره هیڅ مرسته ونه کړي .
اوس ته متوجه شوی ېې چې دنعمتونو پریماني ستا لپاره هم شته ستا دنده د انه ده چې په دې پوه شې څه ډول دغه پيسې ستا ژوند ته درځي په څرنګوالي ېې فکر مه کوه ستا دنده یوازې غوښتنه اوباور کول دي باور وکړه چې هغه دې ترلاسه کړي او دخوشالۍ احساس کوې دپیسو دترلاسه کولو څرنګوالی دکائیناتو په غا ړه پریږده .
باب پراکټر :
« که یوڅوک له پورونو دخلاصون فکر ولري دغه کس به تل پوروړی وي . هرهغه شی به جذب کړې چې فکر ېې کوې ، ته به وایي داخو دا له پورونو ا وقرضونود خلاصون فکردی .
زه دې ته اهیمت نه ورکوم چې دا فکر ترپورونو لاندې تلل دي که له هغه راوتل .په هرحال ترڅو چې دپورونو په هکله فکر کوې هغه به جذبوې له ځان سر ه دپورونو د ورکولو یوپروګرام برابر کړه له هغه وروسته دې فکر خوشالیو او خوشبختۍ ته متوجه کړه »
کله چې دومره پوروړی ېې چې ستا ټول فکر ېې بوخت کړی وي او نه پوهیږې چې څه ډول به ېې ورکوې خپلو حسابونو ته توجه نه شې کولاي په دې ډول ته نور پورونه هم جذبوې ته باید داسې لاره پیدا کړې چې له خپلو حسابونو او کتابونوپرته پر کامیابۍ هم فکر وکړې ته باید دیوه ښه حس لپاره یوه لاره پیدا کړې ترڅو ښې موضوع ګانې دځان په لور جذب کړې .
جیمزآرتور ري :
« په ځلونو مې له خلکو اوریدلي دي چې وایي زړه مې غواړي راتلونکی کال دسږني کال په پرتله دوه برابره عاید ولرم خو وروسته کله چې دهغوي کارونو اوعمل ته ګورم ددغه کار لپاره ضروري کارونه اواقدامات نه کوي له هغه وروسته وايي چې دا خو زما له وسه وتلې خبره ده یامالي وس نه لرم . اوس حدس ووهه څه کیږي؟ کائینات درته وايي هر څه چې ته وايی هغه اجرکوم او درته وايي: امر کوه باداره . »
کله چې دمالي وس نه لرم جمله ستاله خولې ووځي همدا اوس دې دقدرت مورچه بدله کړه همدا اوس دغه جمله داسې اصلاح کړه چې: مالي وس ېې لرم او دغه شی پیرودلاي شم.دغه جمله څو ځله تکرار کړه دطوطي په شان شه او دیرش ورځې دې نیت همدا کړه هرشي ته چې وګورې او خوښ دې شي ووایه چې مالي وس لرم او پيرودلاي دې شم کله چې دخپلې خوښې ګاډی ګورې چې په سړک تیریږي ووایه : ددغه ګاډي داخیستو توان لرم کله چې ښې جامې ګورې ووایه رانیولاي ېې شم او وس یې لرم په دغه کارسره به ته ځان بدل کړې او دپیسوپه وړاندې به ښه احساس پيداکړې لږ لږ ځان قانع کړه چې ددغوشیانو درانیولو لپاره مالي توان لرې اوپه دغه کار سره به ستا دژوند تصویرونه بدل شي .
ایسټرهیکس :
«کله چې ته خپل ټول حواس دیوشي په نه درلودلو او یاناامنۍ متمرکزه کړې او ووايې چې دغه شي نه لرم او یا له خپلې کورنۍ اوبچیانو سره تل لانجه وکړې چې دومره پيسې نه لرم او یا ددغه شي داخیستلو توان نه لرم په دې ډول به هیڅکله مالي وس پیدانه کړې ځکه چې تا دهغه شي جذبول پيل کړي چې نه ېې لرې ځکه چې دهمغوشیانوپه هکله فکر کوې کله چې ته نعمتونه، پریماني او بریالیتوب غواړې نو پرنعمتونو ، کامیابۍ او بریالیتوب تمرکز وکړه »
دهغه شي معنوي اړخ چې ظاهري وجودلري او ترلاسه کیږي هیڅکله نه ضایع کیږي . ټوله موده له تاسره دی خو داعتقاداو ستا دغوښتنې په اندازه غبرګون ښیي . |
چالز فیلمور ۱۹۴۸-۱۸۵۴
اوس چې په راز خبرشوې کله چې شتمن کس ګورې پوهیږې چې دهغه غالبه اوبرلاسه فکر شتمني ده ؟نه تنګسیا اوپه دې ډول یې پیسې د ځان په لورجذب کړي دي ښايي دغه کار ېې په شعوري یا غیر شعوري ډول کړی وي دغه ډول کسان پر پيسو تمرکز کوي ا وکائینات دخلکو ،شرايطواوپيښو په پارولو سره هغوي ته شتمني ورپه برخه کوي .
په حقیقت کې هغه شتمني چې هغوي یې لري ته ېې هم لرې ستا اودهغه ترمنځ توپير دا دی چې هغوي په خپل تفکر او ذهن سره شتمني جذب کړې او ستاشتمني همغسې خوشې اوناڅرګنده پاتې ده ددې لپاره چې هغه څرګنده کړې دشتمنۍپه هکله فکر وکړه .
ډیویډ شیرمیر :
«کله چې ما دلومړي ځل لپاره دراز خبره واوریده هره ورځ به ماته ډير حسابونه اوبیلونه راتلل چې باید هغه ادا کړم اوخپل پورونه پررې کړم فکر مې وکړ چې څه ډول دغه حالت بدل کړم؟ دجذبول قانون مونږ ته وايي چې په هر شي تمرکز وکړې همغه به ترلاسه کړې ځکه خو زه هم بانک ته لاړم اودخپل بانکي حساب موجودي مې واخیسته لږې پیسې مې پکې درلودې په هغو مې لاک راکاږه اودبانک په کتابچې کې مې خپله موجودي پاکه کړه په ځاي مې هومره پیسې ولیکلې چې ددرلودلو هیله مې کوله وروسته مې فکر وکړ راځه چې تصوروکړم چې دبیلونو په ځاي هره ورځ زما پوستي صندوق ته چکونه راشي نو ما د چک پاڼې په خپل ذهن کې مجسمې کړې چې زما پوستي صندوق ته راغلي دي اوپه دې خبرې مې کلکه عقیده درلوده په یوې میاشتې کې بدلون پیل شو . دحیرانۍ خبره وه اوس زه له خپل پوستي صندوقه یوازې چکونه ترلاسه کوم البته څه ناڅه بیلونه هم راځي خوچکونه مې پرې ډیر دي »
دراز دفلیم په خپریدا سره مونږ له خلکو ډیرلیکونه ترلاسه کړل چې ویل به ېې دراز دفلم دکتوپه وخت ېې په ناببره توګه چکونه ترلاسه کړي دي دا ځکه چې دوي دډیویډ پیښې ته توجه کړې وه .
یو وخت مې یوه نوې لوبه اختراع کړه چې زما احساسات ېې بدل کړل هغه داسې وه چې کله به ماته بیل یا دپورونو دورکولو کاغذونه راتلل داسې مې ښودل چې دا حقیقي چکونه دي له خوشالۍ به مې ټوپونه وهل او وېل به مې بیا هم پيسې رارسیدلي دي دخداي شکر دی. یویو بیل به مې په لاس کې واخیسته اوتصور به مې کاوه چې چکونه دي په خپل ذهن کې به مې یوصفر هم پرې زیات کړ ترڅو هغه ډیرکړم دیادداشت په کتابچې کې مې دبیلونو اندازه لیکله اویوصفر به مې ورسر ه ډیر کړ او ورسره به مې ولیکل مننه کوم تردې حده به مې دخوشالۍ احساس کاوه چې اوښکې به مې له سترګو روانې شوې له هغه وروسته به مې هغه بیل رواخیست چې ترټولو کمې پیسې به ېې وې شکر به مې وایسته ا و دهغه پوربه مې ادا کړ.
مابه هیڅکله بیلونه نه خلاصول مګر هغه وخت چې دغه احساس راته پيدا شوی ؤ چې دا چکونه دي که مې تر دې مخکې بیلونه خلاص کړي واي نو زړه به مې لویده پوهیدم که داسې فکر وکړم چې دابیلونه دي او باید چې پيسې ېې ورکړم نو نور بیلونه به هم راتلل پوهیدم چې باید دغه احساس له منځه یوسم او دخوند اودپيسو دراتلو احساس ېې په ځّاي پيداکړم ترڅو په ژوند کې ډيرې پيسې وګټم په داسې حال کې چې مخکې به ډير بیلونه او پورونه راتلل . دغې لوبې ماته لوي خدمت وکړ اوپه ريښتیاچې نتیجه ېې ورکړه .
ته هم دخپل باطني احساس له لارې په دې پوهیږې چې کوم کار له تاسره مرسته کولاي شي چې دغسې مثبت فکروکړې
لورال لنګمیر (دمالي چارو کاپوهه اودشخصي شرکتونواستاده ):
«زه په دې فکر سره لویه شوم چې دپيسو دپیداکولو لپاره بایدډيرې هلې ځلې وکړم ورورسته مې دغه فکر بدل کړ او دغه فکر مې دهغه ځاي ناستی کړ چې پيسې په آسانه او پرله پسې توګه ترلاسه کیداي شي دغه فکر ښه نتیجه وکړه . په پيل کې سړی فکر کوي چې دا دروغ دي او دغه خبره سمه نه ده . ستا دمازغویوه برخه به درته ووايي دروغ دي او دا سخت کار دی نو ښايي دغه لوبه تر یوه وخته دوام وکړي او ښايي تر یوې مودې له خپل ذهن سره ښکیل پاتې شئ خوبالاخره نتیجه ورکوي »
که دافکر لرې چې دپيسو دترلاسه کولولپاره باید ډیرې هلې ځلې وکړې . دغه فکر سمدستي لیرې کړه او دلورا لنګمیر دغه خبره تل په یاد لره چې پيسې په آسانه ترلاسه کیداي شي .
ډیویډ شریمیر :
« کله چې دشتمنۍ اوپيسو خبره رامنځته کیږي شتمني دفکر په رودې بدلیږي ځکه چې شتمني یو ذهني قرارداد دی ټول په دې پورې تړاوو پيدا کوي چې ته څه فکرکوې »
لورال لنګمیر :
« زه خلکوته په شخصي توګه روزنه ورکوم او ارواپوهه یم په دغوکسانو کې اتیافیصده وايي ته دغه کار کولاي شې خو زه ېې نه شم کولاي خو یوه خبره باید هیره نه کړو چې ټول کسان دا وس لري ترڅو دپيسوپه وړاندې خپل باطني ارتباط بدل کړي اوهرڅه دځان په ګټه بدل کړي .»
تر ټولو ښه خبر دا دی چې کله ته پر هغه څه باور پيداکړې چې پرې پوهیږې اوزده کړي دې وي چې دا مهمه مسله ده په دې وخت کې به تا دنعمتونو دجذبولو او لټون لپاره حرکت کړی وي بریالیتوب ستا دوجود له بهره نه بلکه ستا دوجود له باطنه سرچینه اخلي . رالف والدو امرسن ۱۸۸۲ـ ۱۸۰۳ |
ته باید دپيسو په اړه ښه احساس ولرې ترڅو ډيرې پيسې جذب کړې داخبره د درک وړ ده چې کله یوڅوک ډيرې پيسې نه لرې هغه به دپيسو په وړاندې ښه احساس هم نه لري ځکه چې کافي پيسې نه لري خو په دې نه پوهیږي چې همدغه منفي احساس نورو پيسو ته دهغه درسیدا مخه نیسي . ته باید دغه څرخه بدله کړې او دپيسوپه وړاندې ښه احساس پیدا کړې او له دې پرته باید دهرشي لپاره دخداي شکروکړې دغه جملې تل له ځانه سره تکرار کړه چې له حده ډیرې لرم ، پيسې په لاره دي ، زه دپيسو عاشق یم اوپيسې پرمامینې دي، هره ورځ پيسې ترلاسه کوم ،خدایه شکر کوم اوله تا راضي یم .
نور بیا