تاند- د ناټو سر منشي اندریس فوګ راسموسن د جمعې په ورځ د پاکستان له حکومته او پوځه وغوښتل چې په افغانستان کې له سولې سره د مرستې لپاره نور ګامونه واخلي.
راسموسن په بروکسل کې د میاشتنۍ خبري غونډې په ترڅ کې ټینګار وکړ چې د سولې په بهیر کې باید د افغانستان د اساسي قانون په شمول بشري حقونو، په تېره بیا د ښځو حقونو ته درناوی وشي.
راسموسن وویل:«تر هر څه مخکې اجازه راکړئ چې د پاکستان پر مثبت رول ټینګار وکړم. له پیله زموږ دریځ دا و، که غواړو چې نه یوازې په افغانستان بلکې په ټوله سیمه کې اوږدمهاله سوله او ثبات یقیني(تضمین) کړو، د پاکستان مثبتې همکارۍ ته اړتیا ده. او په دې لړ کې پاکستاني چارواکو، حکومت، او وسله والو ځواکونو(پوځ) ته پکار ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د ترهګرۍ او سرزورۍ پرضد تر وسه وسه مبارزه وکړي.»
راسموسن همداراز وویل:«زه فکر کوم چې پاکستان د افغانستان په سیاسی بهیر کې هم مهم رول لوبولی شي. هماغه راز چې تاسو پوهېږئ، ناټو په سیاسي بهیر کې شامله نه ده. خو موږ په دې برخه کې خورا څرګند دریځ لرو او دا دریځ مو په شیکاګو کې د ناټو په سرمشریزه کې اعلان کړی و.»
ده دا هم وویل:«د دې لپاره چې له سیاسي بهیره بریالۍ پایله ترلاسه شي پکار ده چې درې شرطونه ومنل شي؛ لومړی دا چې د سولې د بهیر مالکیت کاملاً د افغانانو وي او د افغانانو په مشرۍ وي. دا لومړنی شرط دی. دوهم دا چې دا بهیر باید د بشري حقونو په شمول د افغانستان دیموکراتیک اساسي قانون ته پوره درناوی وکړي. او بې له شکه د ښځو حقونه هم پکې شامل وي. او درېم دا چې طالبان باید له تروریستي ډلو سره اړیکې وشلوي. که دا شرطونه ومنل شي، فکر کوم له دې ډول سیاسي بهیره د مناسبو او مثبتو پایلو هیله کېدای شي او باید موږ فرصت ورکړو.»
د ناټو سرمنشي همداراز د افغانستان په امنیتي وضعیت کې د پام وړ ښه والي ته اشاره وکړه، ویې ویل افغان امنیتي ځواکونه خورا پیاوړي شوي دي.
له طالبانو سره د سولې خبرو ته وروسته له دې هیلې وغوړېدې چې په قطر کې د طالبانو دفتر پرانستل شو خو دا هیلې وروسته – وروسته هغه مهال مړاوې شوې چې کابل د دې پیل شوې بهیر په وړاندې زړه نا زړه شو.
په قطر کې د جون په نیمايی کې د طالبانو د دفتر له پرانستل کېدو وروسته کابل راز راز څرګندونې کړي.
د جمعې په ورځ د کرزي ویندوی وویل چې یو شمېر طالب مشرانو له ولسمشر کرزي سرخ تماس نیولی او د قطر دفتر یې د پریدو له لوري جوړ شوی بللی دی.
ځیني کتنونکي د کابل، چې تل یې طالبانو ته د خبرو خواست کاوه، وروستۍ څرګندونې پلمې بولي او د سولې په بهیر کې د کرزي د ادارې په ریښتینولۍ شک څرګندوي.
.