تاند- د ناټو سرمنشي اندریس فوګ راسموسن وايي، یوازې کرزی نه بلکې د افغانستان د حکومت هر استازی د امریکا له متحدو ایالتونو سره امنیتي موافقه لاسلیکولی شي.

کرزي د مشورتي لویې جرګې له پرېکړې سره سره له امریکا سره د امنیتي موافقې له لاسلیکولو ډډه کړې.

د امنیتي موافقې له لاسلیکولو د ولسمشر کرزي انکار په بروکسل کې د ناټو د غړیو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په دوه ورځنۍ غونډه کې، چې نن /چهارشنبه/ پای ته رسېږي، ډېر بحث وشو.

د ناټو سرمنشي اندریس فوګ راسموسن د افغانستان له استازي سره له کتنې وروسته په بروکسل کې خبریالانو ته وویل:« هر څوک چې د افغانستان د حکومت استازیتوب وکړي، له امریکا سره دوه اړخیز امنیتي تړون لاسلیکولی شي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري پرون /سې شنبه/ وویل، د کرزي دفاع وزیر امنیتي موافقه لاسلیکولی شي، یو څوک یې باید مسوولیت په غاړه واخلي.

3 thoughts on “راسموسن وايي، د افغانستان د حکومت هر استازی امنیتي موافقه لاسلیکولی شي”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *