نقيب احمد عزيزي

په يوه حساب انسان تر اوسه حسي سترګو نه دی ليدلی، انسان پټ دی، انسان د غوښې او هډوکيو په جسم کې دننه دی، انسان را ايستل او راوتل غواړي…

په فزيولوژي کې د انسان جسم څو لېټره وينه، دوه سوه شپږ هډوکي، دوه دېرش غاښونه، سترګې، پزه، غوږونه دي… بس خلاص!

خو نه!

انسان ډېره پېژندنه غواړي، انسان تر سايکالوژي ورها خوا هم شته، انسان تر خوب ور پورته هم شته، انسان تر بيولوژي، فزيک او کېميايي ماحول دباندې هم دی، انسان له عظيم ذات سره روحي اړيکه هم لري…

انسان بايد معرفي شي، د حقيقي معرفت پر لور لومړی ګام د انسان پېژندنه ده، موږ تر اوسه موږ سم نه پېژنو…

دينونو انسان معرفي کړی، فلسفې انسان را پېژني، هنرونه انسانان څېړي، بيانوي، روزي، صيقلوي، ښکلوي، خپلوي او ګرځوي… ساينس د انسان د پوښتنو په ځواب پسې ګرځي…

هنرونه (شعرونه، نقاشۍ، معمارۍ، نڅا، موسيقي، مجسمې…) د انسان اندېښنې، ژورې غوښتنې، وېرې، غريزې، مفکورې، خيالونه، نظريې، اړتياوې، تشې، عاطفې او… نور را ښيي.

موږ په نړۍ کې انسان ته ډېره لاره نه ده کچ کړې، موږ ستوري څېړو، موږ د سپوږمۍ فارنهايټ ارزوو، موږ د فضا اتموسفير سنجوو، موږ د لمر د ماليکولونو پر انفجار څرخېږو، موږ د ځمکې وضعي او انتقالي حرکتونه کشفوو، موږ د تشيال پر کهکشانونو ګړېږو، موږ د سيارو او ستورټلونو ټکر اټکلوو، موږ دويم بعده جهان پيدا کوو، موږ د برمودا او کوه قاف کيسې تحليلوو، بد نه کوو؛ مګر ګيله راشي…

ولې تر اوسه ځان نه پېژنو، ولې له انسان سره سرسري چلېږو، ولې د زړه درزا نه ارزوو، ولې د سترګو ژبه نه زده کوو، ولې د هغه سکوت په ژبه نه پوهېږو چې د يو چا په لومړي ځل ليدو او د عمري تلو په قيامت را پېښېږي، ولې تر اوسه د «زه» او «ته» پر ژورو نه خبرېږو، ولې عشق د طب په ټرماميټر ناروغي ګڼو، ولې خندا او ژړا عادتونه بولو، ولې له ولې لرې يو!؟

سمه ده زموږ لمر په کار دی چې ويټامين ډي ترې واخلو، خو ايا معنويات مو يخ وهلي پرېږدو؟ ايا د زړه جهان مو کنګل ښه دی؟ ايا د سترګو د يخوالي حق نه لرو؟ ايا دا حق نه لرو چې ځان وړاندې کړو؟

د «لمر» دغه «بارانونه» زموږ د زړه د سوې دښتې او د خيال د شګلنې دنيا پر مخ هغه ځپل شوې هيلې بيا زرغونوي چې د کولتور او تشددمحوره ژوند له وېرې مو لاشعور ته شړلې…

د لمر باران اوږدمهاله نه وي، لنډ وي، ځکه خو دغه پاڼې ژر تمامېږي، ان کله خو «غېږ ته هومره وخت لکه د غلا مچکه راشي…»

«لمر» انسان دی، ځکه په «بارانونو» کې هم د تصنع او ګنهګار ثواب په غبار نه سپېرېږي، «لمر» په تياره کې دی، ځورېږي؛ مګر د هيلې د سهار سترګه يې ځلانده ده، نه ستړی کېږي او تياره به حتماً د «ډېوې» د حسن په تېرو پلوشو حلاله کړي.

«لمر» د عشق په اور ګرم دی، ځکه خو يې رڼا تر موږ هم را ورسېده… رڼا يې د باران په څاڅکو پرېمنځلې ده… د «لمر» په زړه کې داسې «ډېوه» بله ده چې پلوشې او شغلې يې تتې نه‌شي پاتې کېدای…

«لمر» پر ژوند غږېږي، پر ماشومتوب لګيا دی، د ځوانۍ، د عشق او د ژوند پر ډېرو اړخونو يې غور کړی، مهمه دا ده چې ځان يې بيان کړی او دغه بيان په ټوله کې د انسان د مشترک لاشعور، عاطفې او احساس نوا ده…

له «زړه!» سره يې خواله خوندوره ده، په «انتخابات» کې هغه کيف پروت دی چې ګومان کوو کاشکې موږ هم ورباندې سرسري نه وای تېر شوي.

په «داسې ژوند وکړه!» کې يو ځای راځي؛ «د نورو په نومونو ویاړ مه کوه، هڅه وکړه چې ستا په نوم نور وویاړي.!» دا سپارښتنه ښه ده، مګر پوښتنه دلته ده چې «لمر» ولې نارسيست کېږي، ولې دې ته زړه ښه کوي چې بل دې د يو چا په نوم وياړ وکړي؟

«د لاشعور ښاپېرۍ» «لمر» دې ته اړ کوي چې کنګل چوکاټونه ورو ورو ويلي کړي، هغه سيوري په رڼا واړوي چې زموږ ساديست او انحصاري کولتور راباندې غورځولي دي. دی له خپلې «انيما» سره دومره ډېر غږېږي چې ان کله خو يې ټولې خبرې يو ډول ښکاري.

وايي چې شاعر په ټولو شعرونو کې اصلاً يوه خبره کوي، مګر بيا بيا يې په بدل بدل ډول کوي. لمر رڼا يو ډول پاشي، مګر د باران په ماسپښين ځکه زېړه‌زرغونه ترې جوړېږي چې تر اوبو وځي… ساينس به خپل تعبير ورته لري، مګر داسې ښکاري چې اوښکې ښکلې دي، ژوند رنګين دی، ژوند کم دی، ژوند ښکلا ده، ژوند خوند دی، ژوند له غمه هم د خوشالي جوړول دي، ژوند کرکه نه ده او ژوند…

د «لمر» ټول «بارانونه» له يوه اسمانه ووري، ځکه يې په څاڅکو کې ډېر تفاوت نه‌شته. زه يې د ادبي چوکاټ په زندان کې منحصر نه ګڼم، په دغو څاڅکو کې يو شعر دی، يوه ټوټه ده، يو يو ځېل دی او بل بل…

چارلي چاپلين هم باران د دې لپاره خوښوي چې څوک يې اوښکې و نه ويني، د عمران اوښکې هم له باران سره يو ځای روانې دي. د عمران زړه ويجاړ دی، مګر داسې ويجاړ نه دی چې ژبه نه لري. عمران لمر د ادب له هغه برجه ځلېږي چې ځای يې بايد ډک وي.

دی ناره کوي؛ « یو څوک راشئ، زما د کوټې ور وټکوئ، مخکې له دې چې زما بې‌روحه جسد د خاموشي په دې توره تیاره کې ورک شي.»

زه ورته وايم چې:

نه شته داسې څوک چې غم دې واړوي

خانده چې د ګل په چم دې واړوي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *