خبرپاڼه

نېټه: ١٣٩٣-٨-١٣

د ولسمشر په امر له کابل څخه راغلي هئيت د شهيد پتيال له کورنۍ او ولايتي ادارې سره غمشريکي وکړه.

ياد څوارلس کسيز هيئت نن غرمه مهال په ولايت مقام کي د کندهار له چارواکو او د شهيد پتيال د کورنۍ له غړو سره وکتل. په ناسته کي له کابل څخه راغلي هئيت د ولسمشر ارشد مشاور وزير او د ولسمشرۍ د شکاياتو اورېدلو د مرکز مشر اسدالله وفا، د سيمه ييزو مطالعاتو د مرکز مشر عبدالغفور لېوال، د لوګر او خوست ولايتونو قومي مشرانو، د کندهار سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا، د شهيد پتيال پلار حاجي سردارمحمد، د اطلاعاتو او کلتور رئيس دواخان مينه پال، د ولايتي شورا استازو او يو شمېر نورو مشرانو ګډون کړى وو.

ښاغلي اسدالله وفا ولايتي ادارې او د ارواښاد پتيال کورنۍ ته د ولسمشر د خواشينۍ پيغام ووايه او ويې ويل چي ولسمشر د پېښې په اړه سخته خواشيني څرګنده کړه. نوموړي زياته کړه چي ارواښاد عبدالقديم پتيال د ټول هيواد مېړنى بچى او د لوى استعداد خاوند وو. د هغه په خبره چي ټول ملت به د پتيال د قربانۍ قدرداني کوي او تل به د خلکو په زړونو کي ځاى ولري. نوموړي داراز وويل چي ولايتي اداره دي د ولسمشر د ځانګړي فرمان له مخي د پتيال کورنۍ ته د اوسېدو لپاره يوه نمره مځکه ورکړي. ښاغلي وفا د مرکزي ادارې له لوري د ارواښاد پتيال کورنۍ ته څه اندازه نقدي مرسته هم وړاندي کړه. نوموړي داراز د پتيال د ناچاپو اثارو او ليکنو د چاپولو ژمنه هم وکړه.

عبدالغفور لېوال وويل د فرهنګ په ډګر کي د ارواښاد پتيال غوندي مستعد انسان له لاسه ورکول، يوه لويه ضايعه ده. هغه زياته کړه شهيد پتيال د جنوب لوېديځي حوزې په کچه يو مستعد ليکوال، څېړونکى او شاعر وو. هغه په کم عمر کي لويي لاسته راوړني درلودې. ښاغلي لېوال وړانديز وکړ چي د پتيال ځيني نيمګړي اثار او ليکني دي سره راټول او چاپ کړل سي.

د ولايتي شورا غړي حاجي اغالالي دستګيري له ولسمشر څخه مننه وکړه چي د کندهار له خلکو سره يې د غمشريکۍ په موخه هيئت راولېږى او داراز يې له راغلو مېلمنو څخه ځانګړې تشکري وکړه. نوموړي دراز وويل: “له دولت څخه غوښتنه لرو چي د کندهار د خلکو او د پتيال د کورنۍ د تسليت په خاطر دي بشپړ تحقيقات وکړي او ژر تر ژره دي د شهيد قاتلين ونيول سي.”

نوموړي وويل د کندهار اوسېدونکي هغه مهال سکون ترلاسه کولاى سي، کله چي د شهيد قاتلين د قانون منګولو ته وسپارل سي.

د کندهار سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا هم له ولسمشر څخه ځانګړې مننه وکړه چي له دوى سره يې د غمشريکۍ په موخه هيئت راولېږى. ښاغلي ويسا زياته کړه: “پتيال واقعاً يو غوره ليکوال او څېړونکى وو. د هغه تشه به تر ډېره وخته محسوسه وي. هغه په خپله کاري موده کي د کندهار د پرمختګ لپاره نه ستړي کېدونکي هلي ځلي وکړې.”

کندهار والي ژمنه وکړه چي د شهيد پتيال کورنۍ ته به د اوسېدو لپاره يوه نمره مځکه ورکړي او د اثارو راټولو او چاپولو لپاره به لازم اقدامات وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *