اې په خوب کې رانه ورکې

***

کوډې وکړه را پیدا شه
زه دې تږی د دیدن یم

ړنګه غرقه غیږ ته راشه

اې په خوب کې رانه ورکې

***

زړه مې داسې نازک شوی

ماتیدونکی له تا نه دی

صبریدونکی له تا نه دی

اې په خوب کې رانه ورکې

***

دا به اوج د یو احساس وي

ټول بې رنګ او غمجن بریښي

زه او ته او زمونږ نړۍ چې

د خزان تکرار نن بریښي

اې په خوب کې رانه ورکې

***

دا به اوج د بل احساس وي

چې په شوق کې دې ژوندی یم

چې په تا مست لیونی یم

اې په خوب کې رانه ورکې  

 ***

راپیدا شه چې دنیا مې

 ستا لاسو ته انتظار ده

یا مې ښکلی بد قسمت کړه

یا مې ورک آن تر قیامت کړه

اې په خوب کې رانه ورکې

***

دا چې لرې رانه اوسې

شیبې څنګه بې رحمیږي

چې یواځې یو مین زړه

زما له حاله ښه خبریږي

اې په خوب کې رانه ورکې 

***

زما له مینې مه تیریږه

له قسمت مه خپه کیږه

او له ما هم مه ځوریږه

اې په خوب کې رانه ورکې

***

کوډې وکړه یو ځل راشه

زندګي مې  ټوله ستا شه

په دې ټول وجود مې ساه شه

دا شعر مې د یوې سندرې له مخې په پښتو ژباړلی هیله من یم په زړه پوری وي.

صفي الله ستانکزی ۲۷جون ۲۰۱۳ کابل

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *