یو ولیکه خو ښه کتاب ولیکه، ژباړه وکړه خو سمه ژباړه وکړه.
دا څو ورځې کېږي چې د مونوګراف لپاره موضوع راکړل شوې ده او هغه هم د ژورنالیستیک ژانر کالم په باره کې ده.
د بېلا بېلو کتابونو په لټون اخته یم او د یادې موضوع په اړه پلټنه کوم څو ګټور او د کالم په اړه ښه او هر اړخېز معلومات پیدا کړم.
کوم کتابونه، چې د ژورنالېزم په برخه کې له نورو ژبو را ژباړل شوي دي، د هغو معلومات یو څه ګټور دي؛ خو ځينې راټولوونکي مې ولیدل، چې د ژباړل شویو کتابونو بېلا بېلې برخې لکه؛
خبر، مرکه، کالم، فیچر، تبصره، او همداسې نورې موضوع ګانې را کاپي کړي او په خپل کتاب کې یې پیسټ کړي دي.
چې د راټولوونکي صیب! کتاب وګورې له نورو بېلا بېلو ژباړل شویو کتابونو به یې راټولونه کړي وي.
بیا به یې ورته لیکلی وي، لیکوال پلانکی صیب!
راټولوونکی صیب! په راټولونه کې ځانته لیکوال صیب! مه لیکه ځان ته راټولوونکی صیب ولیکه، ځکه تا خو له نورو کتابونو دا هرڅه راټول کړي دي؛ نو ته څنګه ځان ته د لیکوال خطاب کوې، حتا په دې هم چې تا په یاد راټول شوي کتاب کې قلم هم نه دی خوځولی؛ نو ته څنګه ځانته لیکوال لیکي.
بس عجبه خلک دي، عجبه وطن دی، عجبه لیکوالي ده.
نه څوک د تپوس شته چې ورته ووایي، په کوم دلیل راټول شویو معلوماتو ته لیکوال لیکي او نه ورته وایي، چې دا دې ښه کار نه دی کړی؟
که د لوستلو برخې ته یې راشو، نو راټولوونکی صیب! خو راټولونه کړې وي، خو ژباړن صیب! هم په ژباړه کې د نورو ژبو لغات پوره مکمل استعمال کړي وي، چې په لوستلو کې یې ستونزي لوستونکي ته وي.
خو ژباړن صیب! ته دستایلو وړ کس یې که هرڅومره وستایل شې؛ خو بیا به هم کم یې، ته چې ژباړه کوې نو خپل ماغزه پرې خورې او هغه د ځينو پخو لیکوالو خبره چې ژباړه اسانه کار ندی او نه یې څوک په اسانۍ سره کولي شي او که څوک ژباړه کوي؛ نو هغه یې هم په سختیو سره کوي او وس یې لري، ځکه ژباړه کوي.
ژباړن صیب! که ته ژباړه کوې؛ نو سختې جملې په خپله ژباړه کې مه کاروه، ځکه لوستونکی په سختو جملو نه پوهېږي او نه ترې مطلب اخیستلی شي، ژباړن صیب! ته دا ژباړه د خپل ځان لپاره نه کوې او که کوې یې نو بیا ستا ژباړې ته څه حاجت دی.
ته چې ژباړه کوې خو د ټولنې د اړتیا پر اساس ژباړه کوې، چې زما ژباړل شوی اثر به څوک واخلي او یو څه ګټور معلومات به ترې په خپله برخه کې واخلي.
یواځې د ژورنالېزم اړوند د ژباړې خبره دلته نه مطرح کوم، بلکې زیات ناول ژباړونکي هم خپل ژباړل شوي کتابونه تحت الفظي ژباړي او همداسې د نورو برخو کتابونه هم در واخله.
ښه خبره به دا وي، چې ژباړن ښه ژباړه وکړي، راټولوونکی باید خپل نوم لیکوال ونه لیکي او لیکوال هڅه وکړي چې ښه کتابونه ولیکي او د کتاب د نوم په ټاکلو کې له پوره دقت نه کار واخلي.