د راپورتاژ ډولونه
دوهم بحث
په تېر بحث کې مو یوازې د راپورتاژ تعریف (پېژندنه) وکړه. په نني بحث کې به د راپورتاژ ډولونه وسپړو.
په ټوله کې راپورتاژ په دوه ډوله دی؛ لومړی؛ هغه کیسه ییزه پېښه چې لوستونکو ته په خورا لرې فاصله کې قرار لري.
خو دا پېښه په داسې سیمه کې رامنځته شوې وي، چې نه خبریال له نږدې لیدلي وي او نه هم لوستونکو.
دلته پوښتنه پیدا کېږي؛ چې خبریال به نو دغه راپور له کوم اړخه جوړوي؟
په ځواب کې ویل کېدای شي چې:
الف: مطالعه: خبریال هغه کتابونه ګوري چې د یادې سیمې، دودونه، عنعنات، فولکور، کلچر هرڅه په کې په واضح ډول شنل شوي، کله چې ددوی، له ټولو کړنو خبر شي، وروسته ورباندې داسې خبر جوړوي، چې د لوستونکو او یادې سیمې ترمنځ فزیکي واټن کم شي.
ب: مرکې: که په مطالعه هم بسنه ونشي، بیا نو اړینه ده چې خبریال به خپل صوټ ریکارډونه له ځان سره اخلي، او له هغو کسانو سره به مرکې کوي، چې تېرځای یې له نږدې لیدلی وي. لیکوال د دغو مرکو په مټ کولای شي، ترڅو یو ښه هنري راپور، د لوستونکو مخې ته کېږدي.
دوهم ډول راپورتاژ؛ دهغې پېښې کیسه ده، چې د پېښدو په وخت کې یې خبریال په خپلو سترګو ننداره کړې وي، انځورونه یې ترې اخیستې وي، وروسته نو قلم را اخلي، پېښه به په داسې ډول انځور کړي ، چې لوستونکي احساس کړي، ترڅو سیمه، له نږدې ګوري. حقیقتاً به د لوست په دایره کې وي، خو په مجاز کې به (دی) هم د پېښې عیني شاهد وي…
د راپورتاژ جوړښت
دریم بحث
راپورتاژ په ژونالېزم کې د نورو لیکنو په څېر کوم ځانګړی جوړښت نه لري. په تېر بحث کې مو یادونه وکړه چې ددې ژانر لیکل ترډېره؛ د خبریال یا لیکوال په فطري استعداد پورې اړه لري. د تعریف له مخې راپورتاژ د یوې کیسې سره ورته والی لري. دا تشبېح په دې معنا نه ده چې؛ دا ژانر به ټکي په ټکي د یو ناول غوندې لیکل کېږي، بلکې ځینې داسې اصول شته چې د راپورتاژ او کیسې په جوړونه کې ترې ګډه استفاده کېږي. لکه د هنري تورو کارول، ژوندی پیل، کرکټرونه او نور…
دا خبره ډېروخبریالانو ته هم د قبول وړ ده.
ډېری ژورنالېستان وايي: راپورتاژ د یوې کیسې په څېر درۍ برخې لري (سر، منځ، پای). دوی زیاتوي: لکه څنګه چې لیکوال خپله کیسه په ژوندیو ټکو پیلوي، په همدې ډول راپورتاژ هم خوځنده پیل لري.
لیکوال یا خبریال هڅه کوي ترڅو په لومړۍ برخه کې داسې جملې سره راټولې کړي، چې د متن تر پایه د لوستوونکو د پاملرنې وړ وګړځي. د ویډیویي، یا په بشپړ ډول؛ ژوندي راپورتاژ د جوړښت لومړی پړاو، په یوه ټاکلې سیمه کې د پېښې په غږ پیلېږي، هغه آواز که د خوښۍ وي او که د ویر…
بېلګه: (( ټک ډووم، ټک ټک ټک ټک، ډوم!!! وېرونکې فضا ترډېره خړو ګردونو په سر اخیستې، په سیمه کې اوس هم، د سپکو او درنو چادونو غږونه اورېدل کېږي…)).
او یا هم په ټنګ ټکور پیل کوي، خبریال له ۳۰ ثانیو نیولې تر یوې شېبې پورې لومړی، موسیقي د اورېدونکو ترغوږونو پورې رسوي. وروسته بیا د همدې لارې ځان د راپورتاژ دوهمې یا تفصیلي برخې ته ننباسي.
ښه! دا خو یې لومړۍ برخه شوه، راځو تفصیلي برخې ته: د راپورتاژ دوهمه برخه د خبریال /لیکوال لپاره یوڅه ستونزوره ده. ځکه دلته پېښه په تفصیل سره بیانېږي خودا تفصیل باید داسې وشي چې د لوستوونکو د ستړیا سبب نه شي؛ له اضافي کلماتو ځان ساتنه یوازینی شرط دی. ځکه په دې برخه کې یوازې د حقیقت او واقیعت سپړل دي.
بېلګه: (( زرغونه چې اوس د دریو بچو مور ده، بیاهم له خپل پلار نه ګیله کوي؛ هغه وایي: زه مې پلار په دولس کلنۍ کې له خپلې کورنۍ جلا کړم. د یو څو روپیو په بدل کې یې زما ژوند، په وېرونکې کنډواله بدل کړ.
زرغونه پرلپسې سلګۍ وهي، ماشومان یوازې دخپلې مور د اوښکو ننداره کوي. له زرغونې مې وپوښتل: خاوند د څه کار کوي؟ هغه په داسې حال کې چې؛ خپلې اوښکې د خیرن پلو په پیڅکه پاکوي، وایې: خاوند مې د نیشه یي توکو کاروبار کوي. (( خاوند مې په نیشه توکو روږدی دی، همدا یې کاروبار دی، په دریو څلورو ورځو کې یوازې یوځل کور ته راځي…)).
د پای برخه: د راپورتاژ په جوړښت کې د پای برخه زما په اند ډېره سخته ده، ځکه چې دلته، خپلې موضوع ته د پای ټکی اېښودل کېږي. د خپل راپور لمن باید په داسې ډول راټوله شي، چې کومه کونځه پکې رانشي، لیکوال باید پوره ځیر وي ترڅو په پای کې باید داسې جملې سره وصل نه کړي، چې د ټول متن روانوالی له منځه یوسي.
د راپورتاژ ادبي اړخ
څلورم بحث
په تېرو بحثونو کې مو یادونه وکړه؛ چې راپورتاژ ادبیاتو ته نږدې، یو ژورنالیستیک ژانر دی. چې ترډېره په ژورنالېزم کې ترې استفاده کېږي.
په نني بحث کې به بیا د پورته جملې په تعقیب، ددې ژانر ادبي اړخ څېړو.
مخکې له دې چې د راپورتاژ ادبي اړخ وسپړل شي؛ اړینه ده چې لومړی د ادب په معنا پوه شو.
د ادب په پېژندنه کې د ډېرو ادیبانو قلمونه خوځېدلي، ډېرو د خپلو تجربو او مطالعو سره سم؛ د دې علم لپاره یو ځانګړی تعریف ټاکلی. زه هم هڅه کوم، ترڅو د دوی له خولې؛ د ادب یوه داسې پېژندنه ولیکم، چې تر ډېره معیاري وي.
((ادب له مهذب څخه اخیستل شوی؛ مهذب هغه درختې یا ونې ته ویل کېږي؛ چې بې کاره او بې ګټې ښاخونه ترې پرې شي او مېوه لرونکې څانګې یې پاتې شي. نو هر هغه وینا؛ چې تحریري وي یا شفاهي، نظم وي که نثر خو چې هنري ارزښت ولري، ادب بلل کېږي)).
هنري ارزښت په څه معنا؟
ددې پوښتنې په ځواب کې په لنډون سره وېلای شم چې هنر؛ لیکنه د ادب په جامه کې نغاړي، هنرونه هغه توري دي چې؛ نالوستي لوستي کوي، هنرونه هغه کرښې دي چې؛ لوستوونکي له ځان سره بیایي، هنر له ادب سره مستقیمه اړیکه لري. خو هنر او ادب؛ یوازې متن نه دی؛ بلکې دغه دوه څیزونه د انسان ژوند هم ارزوي…
داچې له موضوع بهر نه شم؛ بېرته راګرځم د (راپورتاژ ادبي اړخ ته). په ټوله کې باید هر ډول راپورتاژ ته د ادبي راپورتاژ نوم ورکړل شي. ځکه دایو داسې ژانر دی چې له نثر سره خورا ورته والی لري، کیسه ییزه بڼه لري، په بشپړ هنر لیکل کېږي، پنځېدل یې هم ترډېره د لیکوال دنده ده.
که چېرته له دغه ژانر څخه د ادب کلمه لرې کړو، یوازې یې راپورتاژ وبولو؛ نو زما په اند چې بیا به دیوه عادي خبر او ددې ژانر ترمنځ چندان توپیر ونه لیدل شي.
ځکه خبر په یوه لیدونکې پېښه لیکل کېږي، سفر پکې اړین دی، ژوندۍ صحنه لري، ژر باید جوړ شي. خو راپورتاژ چې له ادبیاتو سره نږدې ژانر دی؛ سفر پکې شرط نه دی، سیمه که لیدلې شوې وي که نه؛ مهمه نه ده. داچې موږ په راپورتاژ پسې ځو، داسې هم کېدای شي چې راپورتاژ په موږ پسې راشي.
له دې ټولو څرګندونو په ډاګه کېږي چې؛ راپورتاژ له ادبیاتو سره؛ د کیسې په څېر نږدې اړیکه لري. او همدا اړیکه یې؛ ادبي اړخ جوړوي.