In this Thursday, Aug. 20, 2015 photo, an Afghan laborer pushes his handcart in front of street art on a barrier wall of the NDS (National Directorate of Security) in Kabul, Afghanistan. “I want people to define who really are the heroes of my city _ the people who clean the city, for instance,” the 46-year-old artist Kabir Mokamel said. (AP Photo/Rahmat Gul)

د ارواپوهنې نړیواله اداره وايي، دا مهال د افغانستان ۷۰ سلنه خلک د ارواپوهنې په برخه کې خدماتو ته اړتیا لري.

د اروا پوهنې نړیوال سازمان په خپل وروستی راپور کې ویلي، افغانستان چې ۳۷ میلیونه نفوس لري، دا مهال یې ۷۰ سلنه خلک اړ دي چې رواني خدمتونه ورته برابر کړای شي.

دا اداره د څو کلونو جګړه، وژنې، ویجاړۍ، د ملیونونو افغانانو بې کوره کېدل د دوی د اروايي ستونزو د زیاتېدو اصلي لامل بولي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په ۲۰۱۷کال کې ویلي و چې له ۶۰ تر ۶۵ سلنې پورې افغانان له رواني ستونزو کړېږي، چې په دې ډله کې ۷۳ سلنه یې مېرمنې او ۵۹ سلنه یې نارینه دي.

دغه راز د روغتیا نړیوال سازمان هم سږ ۲۰۱۹ کال  اعلان کړه چې له هرو پنځو هغو کسانو څخه چې په جګړه ځپلو سیمو کې ژوند کوي، درې یې په شدیدو رواني ستونزو اخته دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *