افغانستان یو داسې هېواد دی چې لېوان پکې د قدرت خاوندان دي او دغه لېوان تل زموږ د ټولنې پر بېلابېلو ډلو(مظلومو او بې وسه خلکو) باندې حکومت کوي.زموږ دوه سوه کلن لیکلی او تدوین شوی تأریخ د دې مسئلې شاهد دې چې که یو څوک یو ځل په قانوني یا ناقانونه توګه قدرت ته ورسېږي؛له یوې عادي څوکۍ نیولې بیا تر لوړو پوړو که هغه خصوصي برخه وي یا دولتي؛تقاعد او له دندې ګوښه کېدو ته غاړه اېښودل قطعاً نه تر سترګو کېږي.
ان داسې ځیني کسان هم شته چې حاضر وي د خپل پلار،ورور،خور، مور او سلګونو نورو افغان مسلمانانو وینه تویه کړې خو استعفا ته زړه نه ښه کوي.له یوې کمپنۍ او دفتره نیولې بیا د هېواد تر لویو مسئلو هرڅه د خپلو شخصي غوښتنو په خاطر قرباني کوي،خو دی خپله باید په قدرت کې پاتې شي ،حکومت وکړي او ولس دې ورته رییس صیب،مدیر صیب،ښاغلی او جلالتمآب وايي.
اوس پوښتنه دلته ده چې ولې موږ دومره په قدرت مین او ظالم یا مستبد یو؟ ولې موږ په ناڅاپي توګه کاڼه او ړانده کېږو؟ ولې څوکۍ او مقام؛ له وینې،عزت، آبرو، شرافت، وجدان،ایمان،صداقت،انسانیت،اسلامیت،افغانیت، انسان دوستۍ، هېوادپالنې او له خپلې نیکنامۍ نه لوړ ګڼو او دې ته حاضر یو چې خپل هر څه له لاسه ورکړو خو استعفا نه؟..نه…نه په هېڅ توګه نه! ولې استعفا؟…نه نه اصلا امکان نلري.
که آسمان پر ځمکه راولوېږي د استعفا ورکولو ظرفیت مو په وجود کې نشته..په ورځني توګه بې عزته کېږو،خو استعفا نه ورکوو…،خور او مور پسې مو ښکنځل او بد رد ویل کېږي خو موږ اصلاً نه اورو او نه هم وینو.په ورځني توګه د بې ګناه خلکو وینه تویېږي خو زموږ وجدانونه ویده دي.
کله چې د شرم او حیا په نوم یو څه له منځه ځي، کله چې انسان بې خاصیته کېږي او وجدان یې مري، کله چې سترګې مو سپینېږي،کله چې د حرامو خوړل مو عادت شي، کله چې نور مو نو د ایمان ستنې ضعیفېږي، کله چې ځان ته وایو:تر څو چې ژوندی یې نو همدا څوکۍ او مقام ستا دی.، کله چې نور؛ملي ګتې،ملت،هېواد او خاوره خپل ارزښت موږ ته له لاسه ورکوي، کله چې نور نو جنایت،خیانت،غلا،حرام خوړل،بې حیایي،انسان وژنه،ظلم،بېوزلي،نه درناوی،بد اخلاقي،د قانون نه پلې کېدل،بې بندباري وحشت او تباهي یوه عادي خبره ګرځی نو څنګه استعفا ورکړو؟د کوم وجدان او جرائت،ځواک او راڼه غږ پر بنسټ؟
نو راځئ استعفا ورکړو. راځئ همدا فرهنګ د خپل ژوند سرلاری وګرځوو، راځئ په عزتمندۍ او ویاړ خپل ځای نورو کسانو ته تش کړو، راځئ ومنو چې نور نشو کولای یا له توانه مو وتلې خبره ده، راځئ ووایو نور مې بس ده، راځئ ومنو چې نور مو عمر د کار کولو تقاضا نه کوي، راځئ ووایو چې نور نه ذهني او نه هم فزیکي وړتیا لرو، راځئ مخکې له دې چې چاړه تر هډوکي ورسېږي استعفا ورکړو.
ولې موږ باید په زور او تر فشار لاندې له دندو ګوښه شو؟…ولې دا موکه رامنځ ته کړو چې نور مو له دندو لیري کړي؟ باید په خپله خوښه له دندو لاس په سر شو، راځئ له استعفا نه وېږېږو او پر خپلې وړتیا، پوهې او تجربې پوره اعتماد ولرو.کله چې موږ خپله یو څه واوسو نو د کار په بازار کې به هم اړتیا راته وي؛نو له استعفا نه ډار په څه خاطر؟
د انسان آبرو او عزت،ایمان او وجدان،نېک نوم او غرور د نړۍ له ټولو مادیاتو او مقامونو او د دوو ورځو دندو څخه غوره دی،نو موږ ښایي چې خپل ځانونه په دنیا او آخرت کې وشرموو. راځئ مخکې له دې چې بې عزته او بې آبرو شو استعفا ورکړو، راځئ مخکې له دې چې نور کسان مو له دندو ګوښه کړي په خپله خوښه دنده پرېږدو، راځئ مخکې له وژنو او وینې تویېدنې څخه د سولې او دوستۍ په فضا کې دندې پرېږدو، راځئ د قدرت او ځای غوښتنې بېځایه تکبر له ځانه لیري کړو، راځئ ومنو چې تل مرستیال،مدیر او رییس نه یو، راځئ په عزت او په آبرو خپلې دندې پرېږدو ،خپلو کورونو کې کېنو او خپل عزت او آبرو بازار کې لېلام نکړو. راځئ ځان په دې پوه کړو چې تل راتلل یو طبیعي روال دی،زمونږه روزي ورکوونکی هم خدای ج دی؛نه احمد یا محمود او یا هم د دنیا دا دوه ورځني مقامونه چې اصلاً بقا او وفا نه لري، راځئ له بې ځایه او درواغجن شهرت او صیب،صیب ویلو نه تېر شو او بلاخره راځئ په نېک نوم،ښې مخینې،ورین تندي،رڼو سترګو او اورېدونکي غوږ خدای پاماني واخلو او خپله استعفا ورکړو.
څومره ښايسته عنوان راځې استعفا ورکړو، راځي له خپلو شخصي سهامي برخو تير شو راځي چې يوه محدوده دملي وحدت کلمې ته عملي بڼه ورکړو، راځي چې تور او سپين تر يوه وخته پورې جلاکړو، راځي د واقعيت پر اساس د حق او باطل توپير هم وکړ کوم چې زموږ له عقا يدو سره کلک تړاو لري که سياست هم کوو خودې برخې د ريا کوڅو له ځانه ليرې کړو. راځې چې يو شمير خبير کسان له … هغو کسانو چې تاريخ ورباندې شرميږي هم له کتاره وباسو راځي چې نداف ته د ندافي کار ورکړو او مسلکي ، خلکو ته د بشپړ مسلک اوپوهې کار چې هېواد له ستونزو خلاص کړي
رښتيا! موږ به د ملي منافعو لپاره استعفا ورکړو نو راځي چې په دي کار، قربانۍ ، مېړانه،پاکي ايمنداري باندې شرط کيدو چې څوک دعه دا ګز اودا ميدان وايي؟
زموږ دردمن ولس په کلونو ددغه ډول قرباني انتظار باسي خو تر اوسه پورې دا کار نه دى شوي…..ډير عالي مطلب ته دې ګوته نيولې
کله چې د حزب او جمعيت جګړه په کابل ښار کې پيل شوه نو زه په اسلام اباد کې وم چې د ملګرو ملتو نماينده « ميستري» رباني ته وويل چې د حکومت شش ګانه و چندګانه له خبرې تير د ښار دورانېدو او د بې ګناهو خلکو وژنو لپاره استعفا ورکړه اوس خو کوم مشکل نه شته ځکه رواسان له خاورې ووتل خو رباني سره ددې چې په خپله مرام نامه کې د اسلامي عقايدو خبرې کولې دومره مقاومت وکړ چې ښار ېې په کنډواله او زرګونو کسان ېې له مينځه يوړل خو اوس بيا هم موږ يو چې هغه ته د شهادت درجه ورکوو داد چا حق دي؟ د ولس او که ديو څو کسانو
زها هم وايم چې راځي د هېواد د ابادۍ، پرمختګ، جوړيدو ، په پښو دريدو او نړۍ په خاطر استعفا ورکړو داکار که وشي په هېواد کې حتما بدلون راځي او زه له شريف زاد سره سل په سلو کې موافق يم
هو! اسعفا ،استعفا، استعفا او بيا هم استعفا له هرځه نه کره خبره دروغ اورښتيا به معلو شي
استعفا یعنی دمسؤلیت منل, ځان حق ته تسلیمول. په شخصی ګټو دملی ګټو ته ترجیع ورکول او بالاخر استعفا غیرت او دمیړانی جرأت او ځان. پیژندنه ده. مګر متأسفانه چه پدی وطن کی هچا هم دا دینی او ملی وجیبه عملی نه کړه. ظاهر شاه په افغانستان 40 کاله پادشاهی مګر بالاخره یی دکاکازوی له قدرته لری کړ, دترکی په خوله یی بالښت کیښود اوربانی خو چوکی تر تاجکستان پوری دځان سره یوړه. دا چوکی سرښ لری هر چا چی پدغه چوکی ځان سرښ کړ بیا دهغه څخه لری کول تنهامرګ کوی او بس