کلونه څه، بلکې سوونه کاله وشول چې عادت نه بدلوو، خو نورې نړئ له پخوا دغه عادت بدل کړی! موږ خپل مړي پالو او مړي ژاړو خو نور خلک او پرمختللې نړی ژوندي پالي او په ژوندون د خپلو مشرانو او مخکښانو قدر کوي. افغانان بيا داسې نه دي، په ژوند هر مخکښ، نابغه او اتل باندې داسې نومونه ږدي چې ټولنه کې يې په قصدي توګه قدر کموي، او کله نا کله يې لا پسې واخلي له وطنه يې بې وطنه کړي او يا يې ووژني، خو له مرګ وروسته يې په قدر پوه او لاسونه سره مروړي، موافق او مخالف يې وايي چې دا خو د کار سړئ و! بيا ورته مرثيې ليکي او په بدعتونو پيل وکړي څوک يې قبر ور پخوي او بل يې په قبر جنډي دروي، بيا ورته بابا او يا دادا وايي، له مرګ وروسته دادا او يا بابا ويل به ژونديو او  وطن ته څه ګټه ورسوي؟!.1

راځئ خپل ژوندي په ژوند وپالو، د تېرو ميراث يعني د مړو پالل پرېږدو، او مړو ته دعا کول کافي ده او مړي بايد ښه ياد شي نور حساب يې له څښتن تعالی سره ده او له ژونديو سره يې کوم کار نشته.

د ژونديو پاللو دغه لړئ به روانه وي، تاسې ته به هغه ژوندئ سټې در وپيژنو چې ژونديو ته لګيا دي او قدر يې په ژوندينې په کار ده!

د دغې لړئ، لومړی تن محمد آصف رحيمي چې اوسمهال د کرنې وزير ده، او د دغه مخکښ او وطنپال نوښتونه به يو په يو په څو لړيو کې هيوادوالو ته وړاندې کړو او د نورو مخکښانو تل پاتې کارنامې به هم، يو د بل پسې هيوادوالو ته وړاندې کوو.

د کرنې برخه کې د پخوانيو مشرانو او خدای بښلو کړنې د قدر وړ دي او په ځانګړي توګه د مرحوم ډاکټر صيب عبدالوکيل خدمتونه چې د هيواد کروندګرو او بزګرو لپاره يې ډېرې ستړې وګاللې، يوه وړه بېلګه ېې له بهر څخه د مارلنګ او بيروتئ مڼو د پيوندونو راوړل دي، افغان بڼوال او ټول ولس به يې تل ياد ساتي، او کله چې مڼې پخې شي نو هر افغان خپل لاسونه د مرحوم ډاکټر صيب عبدالوکيل په حق کې لوی څښتن تعالی ته پورته کوي او جنتونه ورته غواړي !2

د کرنې د وزير له نوښتونو يو نوښت په ننګرهار کې د ميوو د څيړنېز مرکز جوړول دي او په دغه مرکز کې يې د څو ډوله ميوو ملي کلکسيونونه جوړ کړي دي‎. په دغې لړئ کې به لومړئ د ستروسو کلکسيون در وپيژنو. په دغه څيړنيز مرکز کې د ستروسو په کلکسيون کې مختلف ډولونه شته او هر ډول يې بيا مختلفې ورايټي ګانې لري. اوسمهال د ستروسو په ملي کلکسيون کې په ۴۱ ورايټيو څيړنه روانه ده او روان کال کې به ۲۰ نورې ورايټي ګانې ور اضافه شي او شمير به يې ۶۱ ته ورسېږي، د ورايټي ګانو د اضافه کولو لړئ به تر هآغه روانه وي چې ټولې هغه ورايټی چې سوداګريز ارزښت ولري، او د هيواد له اقليم او خاورې سره ښه تطابق وکړي، بايد په ملي کلکسيون کې شتون ولري.

دبېلګې په ډول؛ د ناولينا په نوم مالټه چې د کلون شميره يې ۷۰۰۲ ده د ننګرهار د ستروسو په ملي کلکسيون کې توليد شوې، د هرې مالټې وزن تقريباْ نيم کيلو ګرام، دانې نه لري، جوس يې ډېر ده، نری پوټکی، اعلی خوند او ډېر په وخت پخېږي.

3

 په دغه ملې کلکسيون کې نه يواځې هغه ورايټي ګانې چې کورنی مارکيټ لري، بلکې زيار ايستل کېږي چې هغه ورايټي ګانې چې بهرنی مارکيټ هم ولري ځای پر ځای او تر څيړنې لاندې ونيول شي. له څيړنو وروسته تر ټولو غوره ورايټي ګانې د نيالګيو روزونکو ټولنو ته د مورنيو قوريو په شکل ورکول کېږي، او په دغه سيستم سره يوه تصديق شوې ورايټي تکثيرېږي، اوسمهال د ستروسو لپاره وړ اقليم د هيواد مشرقي ولايتونه ګڼل شوي او که د هيواد په نورو سيمو کې د ستروسو نيالګي ښه وده او ښه حاصل ورکړي هلته به هم ترويجېږي. او تر سږ کال د ننګرهار په کانال کې په ۵۸۰ هکټاره ځمکې د ستروسو نيالګي کېنول شوي دي.

نو راځئ خپل مخکښان او نوښتګر مشران په ژوند وپالو او قدر يې وکړو!

7 thoughts on “راځئ خپل ژوندي وپالو! – حسن افغان”
  1. رښتیا هم چی وزیر صاحب محمد آصف رحیمی پوه مسلکی او د کار سړی دی. دا ټول د ده خدمتونه وو چی د معینیت څخه وزارت ته یوړل شو. خو باید له یاده ونه باسو چی تېر ژمی په کابل کې یو من وطني پیاز په 200 افغانۍ و او ځینو ویل چی دا هغه افغاني پیاز دي چی په اوړي کې پاکستان ته وړل شوي هلته په څړځایونو یعنی سردخانو کې ساتل شوي او په ژمي کې بېرته کابل ته وارد شوي … دا ځکه چی افغانستان کې سردخانې یا نشته یا کمې دي.

  2. ما دومره اورېدلي چې سږ کال د کرنې وزارت په هيواد کې اته سړې خونې جوړوي او هره یوه به ۵۰۰۰ ټنه ظرفیت ولري!

  3. د زراعت وزارت څخه مننه کوم تر دې دمه يې زښت ډېر کارونه کړي تر یو حده یې د انارو، خټکیوو، پستو، زعفرانو، مڼو، انګورو (چې بازار نه لري هغه به د نورو کار وي) او د مالداری او باغداری په برخو کې خو زموږ د جلغوزیو په رابطه کومه کیسه لري او که نه او بل مو شکایت ده چې پکتیا ته يې ډېر پام نسته
    نو غواړو چې په ټول وطن کې زراعت وده وکړي
    ژوند ژوند

  4. د کرنې دغه وزیر چې کله وزارت پیل کړی تر ډېره حده یې په کرنه کې کار کړی یادول به یی څه کوم خو هاغه اړین کارونه لا تر اوسه نه دي سوی لکه سرد خانې نسته، زراعت نه دی میکانیزه سوی، زراعتی بانک پخوا و اوس نسته، میوو دانو ته مارکیټ بیخي سته ده نه….. دا سمه ده چې کرنه وخت غواړي نو تر کله به موږ وخت بانه کوو او وایو به چې وقتګیر است، مالداري خو هم بیخونده روانه ده………………………………زه په وزیر نه لګېږم خو لا کارونه سته او دغه یی وخت ده چې وسي

  5. در سکتور زراعت کار شده ولی اثرات آن معلوم نیست>>>>>>>>>>>> کچالو بامیان در وقتش سیر 50 افغانی میباشد ولی زمستان که نیاز است پیدا نمیشه و بازار خارجی هم نداره د آبیاری کار از کجا شد بندهای جدید ساخته نشده در مالداری کار وزارت ضعیف است ……………..وزارت زراعت باید تخنیک ماهی گرفتن را به مردم ما بیاموزد نه ماهی خوردن را! شب گذشته خبر توزیع دو هزار تن گندم در ولایت بادغیس اعلان شد ولی باید به مردم کشت گندم و امکانات و میتود های افزایش حاصلات را برسانند مردم تا به کی به مساعدت دولت و یا خارجی ها نشسته باشند
    تشکر

  6. درنو دوستانو! د کرنې دغه وزير تر ډېره حده کار کړی او کارونه يې د ستایلو دي دا او رښتیا هم اړتیا ډېره ده کرنه کولای شي چې دا ولس له لوږې وژغوري…. نو په هره برخه کې د دغه شان سټو پالل اړين کار ده چې نور هم وهڅول شي

  7. وزیر صیب ته دې الله نورې بریاوې هم ورکړي د هیواد کرنه ډېر څه ته اړتیا لري او زراعتی توکو ته باید مارکیټ پیدا شي کارونه شوي خو لا همت په کار ده ……………… وېره له دې لرم هسې نه کوم نوي کال ته بل مصلحتي وزیر دغه وزارت ته راشي بیا کیسې سمتي او تنظیمي کړي …………………………………………. کرنه به دا ولس چې نفوس یی نه کنټرولېږي له لوږې وساتي او که کیسه ورانه شوه نو بیا دغه روان کارونه هم ودرېيييييييييييييييييييييييييييييي زما وړانديز سر له اوسه نوي جمهور ریس ته دا ده چې همدغه وزیر په کرنه کې پرېږدي او یا تر ده ښه او یا د ده په سویه کس راولي کنه بیړه به د ولس غرقه شي نور خو څه نه لرو او د برښنا وزارت ته باید هم مسلکي کس وټاکي
    احترام

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *