سید جمال الدین افغاني

د ختیځ ویښوونکی، د ختیځ فیلسوف، اصلاح کوونکی، د استعمار ضد مبارز، په اسلام کې د نوي رسانس پلار او ….. لقبونه دي، چې په نړېواله کچه سید جماالدین افغان ته ورکړل شوي دي.

دا سمه ده چې سید افغان د افغانستان بچی و، خو افکارو او هڅو یې نړېواله بڼه درلودله، د استبداد پر ضد یې ګام پورته کړی او د ټولو مسلمانانو د راویښولو لپاره یې خپل هېواد پریښی، تر څو هغوی ته د بیدارۍ او اصلاح پیغام ورسوي.

ترکیې، عربستان، عراق، روسیې، هند، مصر، ایران، فرانسې او … هیوادونو ته د سید افغان سفرونه له تر ټولو مهمو هغو څخه حسابیږي. په هغو هېوادونو کې یې ژور تاثیرات پریښي دي، ګڼ شمېر شاګردان یې روزلي او خپل افکار یې په لویه کچه ترویج کړي دي.

شیخ محمد عبده یو له هغو شخصیتونو څخه دی، چې د سید شاګرد او نږدې ملګری یې پاتې شوی، هغه یې په اړه داسې وايي: پلار مې راته داسې ژوند ډالۍ کړ، چې په هغه کې زه د خپلو دوو ورونو علي او محروس سره شریک یم، خو سید جماالدین بیا داسې ژوند راته بخښلی، چې په هغه کې زه د محمدص، ابراهیمع، موسیع، عیسیع او…. سره شریک یم.

همدارنګه کله چې فرانسوي فیلسوف ارنسټ رنان (۱۸۲۳ – ۱۸۹۲ م) له هغه سره مخ شو، نو وروسته یې بیا په اړه وویل: د هغه د فکر ازادي، لوی طبیعت او اغېزمن اخلاق، زموږ د خبرو اترو پر وخت زه داسې متقاعد کړم، لکه ابن سینا، ابن رشد او یا یو له هغو نامتو پوهانو څخه چې پنځه پېړۍ یې د انساني روح میراث عرضه کړ، بیا را ژوندی شوی دی.

خو افسوس چې دا ویښوونکی ستوری، مستبدانو او بخیلانو ونشوی زغملی، ډیر ژر یې د مرموزې دسیسې ښکار وګرځاوه او د یوې مشکوکې ناروغۍ له امله د ترکیې هیواد په استانبول کې یې له دنیا نه خدای پاماني وکړله، چې ټول عمر یې له (۱۲۱۷ ل – ۱۲۷۵ ل) پورې و. وروسته بیا په ۱۳۲۳ ل کال کې د هغه جسد له استانبول څخه کابل ته را وړل شو او د کابل پوهنتون په انګړ کې خاورو ته وسپارل شو.

سید جماالدین افغان په هیواد کې دننه زښت زیات بنیادي خدمتونه تر سره کړي دي. لکه: د سیاسي استقلال اعلان، په دربار کې د چارو اصلاح، له پردۍ ژبې څخه افغاني ژبې ته د هیواد نظامي او ملکي لقبونو او نومونو را اړول، د شمس النهار په نوم د ورځپاڼې خپرول (په لومړي ځل په افغانستان کې خپره شوه)، د (تتمه البیان فی التاریخ افغان) کتاب تالیف او نشر، د وزیرانو کابینه جوړول، د روغتون تاسیسول، د نظامي او حربي ښونځیو رامنځته کول، د حیواني کلینیکونو جوړول، د پسته خانې او کاروانسرایونو رامنځته کول، د تګ راتګ پر لویو لارو باندې د مسافر خانو ودانول او ملي ژبې (پښتو) ته د ټولو پام را اړول او ….

خو سره د دغو خدمتونو چې هغه د خپل هېواد افغانستان لپاره تر سره کړي دي، ځینې کسان یې بیا هم افغانی نه بولي، بې اساسه دلایل وړاندې کوي او د تشو ادعاوو له مخې یې خپل ګڼي.

راځئ سید جماالدین افغان وپېژنو! که څه هم دا موضوع ډېره شاربل شوې او خورا بحثونه ورباندې شوي، خو بې ځایه به نه وي، چې پر همدغو بخثونو باندې لږ نور څه هم ور زیات کړو او په یوه مقاله کې یې راغونډ کړو.

د سید جماالدین افغان پر هویت باندې ولې ځینې خلک شک کوي؟ یا به یې په بربنډ ډول داسې ووایم: ولې د دغه افغان هویت د ځینو مغرضو کسانو لخوا پر ایران پورې منسوبیږي؟

زه خو وایم، چې د سید افغان هویت تر نورو روښانه دی، په هېڅ ډول نشي مبهم ګڼل کیدی، خو دا چې ځینې متعصب کسان یا ډلې، د قومي یا ژبني ویاړونو حرص اخستي او پر بل ملت باندې یې دا نه لوریږي، چې دغسې شخصیتونه ولري او ورباندې ویاړ وکړي، د بې بنسټه او کمزورو دلایلو له مخې داسې ادعاوې کوي، چې پرته له دوی نه نور هیچا ته هم د منلو وړ نه دي.

سید جماالدین په اصل کې څوک دی؟

که څوک غواړي چې هغه وپیژني، نو هغه د افکارو او نظریاتو له مخې بشپړ نشي پېژندلی. ځکه د هغه هڅې یوازې د افغانستان لپاره محدودې نه وې، بلکې د ټولې اسلامي نړۍ لپاره یې د راڼه لمر په شان حیثیت درلود او په دې لټه کې و، چې اسلامي ملت ته په نړۍ کې ستر حیثیت ور په برخه شي او هغه مسلمانان چې لا هم غفلت او ناپوهۍ په خوب ویده ساتلي ول، هغوی را ويښ کړي.

راځئ د هغه هویت د هغه له اثارو، ویناوو او کورنیو نښانو څخه معلوم کړو! چې په ډیره اسانه توګه او له کوم سر خوږي پرته کولی شو د هغه د پېژندنې پایلې ته ورسیږو.

په نړۍ کې هیڅ داسې انسان نشته، چې په یوه ځانګړې سیمه کې دنیا ته نه وي راغلی او په یو ځانګړي قام یا کورنۍ پورې تړاو ونلري. هغه هم بیا داسې یو څوک چې د ژوند زیاته برخه یې د خپل هېواد او ملت د هوساینې، بیدارۍ او پرمختګ لپاره لګولې وي.

لومړی به دې خبرې ته راشو چې: ایرانیان د کومو روایاتو او ادعاوو له مخې سید جماالدین په ایران پورې منسوبوي؟

هغوی وایي: سید جماالدین په ایران کې د همدان په اسد اباد کې زیږېدلی، هملته ځوانۍ ته رسیدلی، په نجف کې یې زده کړې کړي، د شیخ انصاري شاګرد پاتې شوی او د هغه په دستور یې د مسلمانانو د را ویښولو لپاره هند ته سفر کړی، چې په دغه ترڅ کې افغانستان ته هم تللی دی. همدارنګه هغوی زیاتوي: هغه مصر، عراق، عربستان او نورو اسلامي هیوادونو ته د دې لپاره تللی، چې هلته مسلمانان سره متحد کړي او د خپلو مسوولیتونو پر وړاندې یې وپوهوي. تر څنګ یې یو بل ټکي ته هم اشاره کړې، چې سید ځکه خپل ځان افغان نومولی و، چې د هغه په هڅو او فعالیتونو کې د ایراني هویت له امله خنډونه رامنځته کېدل، نو ځکه یې ځانته د افغاني لقب غوره وباله.

هیڅوک د چا خوله نشي ورپټولی، هر څوک به هر څه واي. خو دا د دي معنا نه لري، چې چا څه وویل، بس همغه حقیقت یا واقعیت دی. هره وینا یا ادعا باید پر منطقي او معقول استناد ولاړه وي او رښتیني شواهد ولري. داسې خو نشي کیدی، چې یو څوک سپین ته تور ووايي او د هغه له دې خبرې سره سم هغه تور شي.

د ایرانیانو پورتنۍ ادعاوې او روایتونه یې په هر صورت، خو د افغاني لقب په اړه یې چې کوم دلیل وړاندې کړی، ډېر د خندا وړ او نهایت کمزوری او بې اساسه دلیل دی.

وګورئ! د سید افغان مبارزه کوم جاسوسي فعالیت نه و، چې ګواکې ده د هغه هېواد (ایران) لپاره جاسوسي کوله او ددې په خاطر چې خپلو پټو اهدافو ته ورسیږي، ځان یې په پردي نوم نړیوالو ته ور وپېژاند. بیخي بې ځایه او ډېره ټيټه ادعا ده چې کوي یې. ولې یې ځان افغان نوماوه؟ کولی یې شوی چې هیڅ دا لقب د ځان لپاره غوره نکړي، آخر دغه لقب ته اړتیا څه وه؟ آیا په هغه وخت کې د افغانستان مناسبات له نورو هیوادونو سره د ایران په پرتله غوره ول؟ ولې یې په هغو نورو هیوادونو پورې ځان نه منسوباوه، چې د دوی په وینا هلته یې عمر ډیر تېر کړی؟ په داسې حال کې چې دوی پخپله وايي چې د سفرونو په لړ کې یې افغانستان ته هم یو ګذر کړی دی. نو آیا د دوي دا دواړه ادعاوې په ښکاره توګه یوه بله نه ردوي؟

ایرانیان د سید په اړه اسناد ځیني اسناد هم وړاندې کوي، چې له مخې یې سید ایرانی بولي. تر ټولو مهم سند د (شرح حال و اثار سید جماالدین) په کتاب کې د میرزا لطف الله خان یوه لیکنه ده، هغه خپل ځان د سید جماالدین خوریی معرفي کوي او وايي چې هغه د همدان د اسد اباد دی. همدارنګه میرزا د سید ځیني تصویرونه چې ایرانیانو سره یې اخستي، ځینې لیکونه یې چې څو تنو ایرانیانو ته استولي او په همدان کې د هغو ساداتو چې د سید جمال نیکونه یې ګڼي، د هغوی د قبرونو لوحې د حجت په توګه وړاندې کوي او له مخې یې ښه په زغرده سیدجماالدین د ځان ګڼي.

عجیب دلایل دي! نه به څوک د چا سره عکسونه اخلي او نه به هم څوک چا ته لیکونه استوي، کنه نو هویت به یې داسې وي لکه د سید جماالدین افغان. سمه ده چې هغه به هلته عکسونه اخستي وي، لیکونه به یې استولي وي، خو دا د دې معنا نه ورکوي چې ګواکې په اساس یې سید ایرانی شو. نه! سید افغان یوه نړېواله څهره وه، افکار یې یوازې پر افغانستان پورې محدود نه ول، بلکې د نړۍ ډېرو هیوادونو ته تللی او هلته یې زیات وخت تیر کړی دی، کیدی شي چې نورو هېوادونو کې یې هم دغسې نښې نښانې پاتې وي، نو آیا هغوی به هم را ولاړیږي او ادعا به کوي چې ګواکې سید د هغوی دی؟

د ساداتو د قبرونو لوحې یا هم ځان د سید جمالدین خوری بلل او د ناصرالدین شاه قاجار په وخت کې د هغه د ایرانۍ ګذرنامې صادریدل، دا ټول داسې دلایل دي، چې نه واقعیت لري او نه هم دومره پوخ اساس لري، چې په مرسته یې ایرانیان دا ثابته کړی شي، چې سید جمال د ایران دی.

لومړی دا چې د ګذرنامې په هکله زه سم نه یم پوهېدلی، یعنې څه؟ همدا چې د هغه د ایرانیتوب حکایت کوي؟ عجیبه ده، له ایرانیانو پرته نور هیڅوک هم دغسې څه نه مني. په داسې حال کې چې د سید افغان زیاتره اثار د هغه د افغانیت حکایت کوي، خو بیا هم دوی دغې یوې ګذرنامې ته ترجیح ورکړې او د نورو ټولو نړیوالو مورخینو شواهد او مدارک ردوي. آیا د یوې ګذرنامې په اساس د یو انسان ټول حقیقي هویت او ژوند دروغ ثابتېدلی شي؟ نه، هیڅکله نه.

بله خبره دا ده چې که له عقیدوي اړخه ورته وګورو او په ټوکه یې هم وانړوو، نو ښاغلی میرزا لطف الله خان پخپله ادعا کې دروغجن نه دی، ځکه د هغه مور د ده پخپل حساب باندې د سید افغان خور کیږي او دا خو طبیعي ده، چې ټول مسلمانان سره خویندې ورونه دي او هغه ده چې میرزا صاحب په نره ځان د سید افغان خوری ګڼلی شي. که داسې یې هم څوک نه مني، نو دا ځواب د پوښتنې په ډول هم وړاندې کیدلی شي. هغه دا چې که افغانان دا ادعا وکړي، چې سید جماالدین د میرزا لطف الله خان ماما دی، نو له کوم دلیل پرته میرزا د افغانستان دی. آیا د هغوی تر ادعا به دغه ادعا پیاوړې او منطقي نه وي؟ په داسې حال کې چې د سید پاتې کورنۍ په افغانستان کې ده او که ځیني غړي یې په بهر کې هم دي، نو ټول یې ځانونه د افغانستان ګڼي.

دغه راز هغوی د ساداتو د قبرونو لوحې یادوي او وایي، چې د سید افغان نیکونه په ایران کې ښخ دي.

عجیب قضاوت دی، دا ښه ده، چې سید په ترکیه کې وفات شو، هلته د لنډې مودې لپاره خاورو ته وسپارل شو او بیا وروسته په ۱۲۸۴ ل کال کې د هغه جسد کابل ته را انتقال شو. کنه که په ایران کې دفن شوی وای، بیا نو خدای خبر که افغانانو ته د هغه په اړه د خبرو کولو حق هم چا ورکړی وای.

د حیرانۍ ځای همدا دی، چې نه سادات دومره وړه کورنۍ ده او نه هم په یوې سیمې یا هېواد پورې محدوده پاتې شوې ده. په زیاتو هېوادونو کې سادات استوګن دي، دا نو په دې مفهوم نه ده، چې ګواکې سادات یوازې په ایران کې دي او چې په بل ځای کې وي، نو هغوی ټول د ایرانیو هغو لمسیان دي.

په رښتیا هم د سید افغان د نیکونو قبرونه هلته دي کنه؟ په دې اړه نامتو مورخ عبدالحی حبیبي په ډیر واضح ډول دغه موضوع روښانه کړېده. هغ پخپل کتاب (نسب و زادګاه سید جماالدین الافغاني) کې په دې اړوند خورا پراخ تحقیق کړی او دا یې څرګنډه کړې چې د سید جمال پلرونه د همدان له ساداتو سره د خپلوۍ اړیکې درلودې. هغه پخپل دغه اثر کې داسې وايي:

د سید جماالدین د پلار سید صفدر او د هغه د تربرونو (د سید نظیف زامنو) تر منځ د فیوډالي سیالیو له امله اختلافات پیدا کیږي، چې په پایله کې د سید نظیف زامن ورباندې غالبیږي او سید صفدر دې ته اړ کیږي، چې د کونړ بطن (پشد) پریږدي او د کوز کونړ په جنوبي برخه کې د شېرګر (اسد اباد) په نوم کلي کې د صفدري په نوم یوه کلا ودانوي. شېرګر او صفدري چې له جلال اباد سره ۵۰ کیلو متره واټن لري، تر اوسه پورې هم په همدغو نومونو یادیږي.

د سید صفدر پلار سید علي له دې امله په همداني شهرت درلود، چې هغه زیات وخت په همدان کې تېر کړی و، خو اوس د کونړ په (دونهي پشد) کې دفن دی او خلک یې د شاه همدان زیارت بولي.

سید محمود پاچا د سید صفدر تربور او د وزیر اکبرخان زوم و، چې په هغه وخت کې د کونړ مطلق واکمن شو، سید صفدر د دې لپاره چې له درباري دسیسو څخه په امن کې پاتې شي، خپلې کورنۍ سره د حج په نیت مشهد ته لاړ او له همغه ځایه یې د همدان په اسداباد کې د قاضي میرشرف الدین حسیني کورنۍ سره ځکه خیښي او خپلوي وکړه، چې پلار یې له وړاندې نه ورسره اشنايي درلوده.

دا چې د سید ورو مسیح الله، طیبه بیګم، مریم او نور خپلوان یې په همدان کې پاتې شول، نو هلته د قبرونو د لوحو خبره چې کیږي، هغه د همدغو خویندو او ورور اولادونه دي، چې موږ د تېر تاریخ په اوږدو کې دغسې په سلګونو افغانۍ او ایرانۍ مهاجرې کورنۍ ښودلی شو.

حبیبي صاحب په دې اړه زیاتوي: د سید جماالدین نیکه سید علي چې د حرمین زیارت ته روان و او لاره یې پر همدان ورسپره وه، نو یوه موده  هلته پاتې کیږي او د همداني اسداباد، ساداتو سره اشنا کیږي. بیا چې کله سید علي بېرته کونړ ته راستنیږي، په همداني یا د همدان شاه په لقبونو شهرت مومي.

استاد حبیبي وايي: شېرګر د سید جماالدین افغان زیږنځای دی، خو دا چې سید خپلو عربي، ترکي، غربي او ایراني شاګردانو ته ویل چې: (زما زیږنځای په افغانستان کې د کونړ اسد اباد دی)، نو مراد یې همدغه شېرګر و، چې دري ژبو هم اسداباد یاد کړی دی او تر اوسه یې هم همغه پښتو نوم لا پاتې دی. ځکه چې په دغو ټولو سیمو (کونړ او کامه) کې خلک په پښتو ژبه خبرې کوي او اسد اباد هم د پښتو شېرګر ژباړه ده.

جناب حبیبي د سید د خوري په اړه هم داسې وایي: د ایران معاصر نامتو محقق علامه محمد قزویني هم دا خبره کوي، چې دغه ادعاګانې له سره د منلو وړ نه دي، چې د اسداباد یو تن چې ځان د سید خوری بولي او څوکاله وړاندې یې په دې اړه یوه رساله هم خپره کړې او د هغه د کورنۍ غړي یې، د ده پر باور چې اوس هم د همدان په اسداباد کې دي، یو- یو یاد کړی دی.

ښه نو، له دې سره – سره افغانان نور کوم شواهد او مدارک لري؟ چې له مخې یې په خپله ادعا کې رښتیني وي؟

هو، تر ټولو مهم مدرک پخپله د سید له خولې اقرار دی، چې پخپلو اثارو کې یې ځان افغانی بللی دی. لکه، په عروة الوثقی کې یې لیکلي دي: (الافغان و هی اول ارض مس جسمی ترابها). همدارنګه غلام حسین موسوي پخپل کتاب کې د هغه له خولې داسې وایي: ( اني اخطرت لترک بلادی الافغان مظطربة بها الاهواء والاغراض).

یو بل مهم ثبوت یې دا دی، چې له ایران پرته نور ټول هیوادونه هغه د افغاني په نوم پېژني او هویت ته یې د افغاني په حیث قایل دي. په ځانګړې توګه ترکیې، عربي هیوادونو او لوی هند د افغاني په نوم یاد کړی او د افغانستان بچی یې بللی دی. همدا راز د نورو هیوادونو مورخینو او پخيله ځینو ایرانیانو (مدرسي چهاردهی، ابراهیم صفايي، شیخ عباس قمي، سید محمد علي استانه او …) هم سید د سید صفدر زوی او د افغانستان له یوې غټې کورنۍ څخه بللی دی.

شیخ محمد عبده د سید افغان په ژوند لیک کې لیکي: (سید د کونړ په اسد آباد کې (۱۲۵۴ هـ ق) دنیا ته راغلی دی.

همدغه خبره ګڼ نور کسان هم کوي: عبدالقادر مغربي، مصري لیکوال جرجي زیدان، محمد فرید وجدي، د سید افغان شاګرد ادیب اسحاق، د تفسیر المنار لیکوال سید محمد رشید، محمد پاشا مخزومي، سید حسین شیرازي، ډاکټر عثمان امین او …

دغه شان د (مقام جماالدین افغاني) په کتاب کې چې د هندي لیکوالوانو مقالې پکې راټولې شوي، سید جمالدین یې د افغانستان ګڼلی او امریکايي اسټوارډ لوټروب هم د خپلو دلایلو په ذکر کولو سره هغه افغان بللی او ویلي یې دي چې د کنړ په اسد آباد کې زیږیدلی دی.

نورې ټولې خبرې او دلایل پر خپل ځای!  لکه څنګه چې مو د دغه بحث په لومړي سر کې د سید افغان بنیادي خدمتونو ته اشاره وکړه، چې په افغانستان کې یې تر سره کړي دي، نو په روښانه توګه د هغه دا خدمتونه د دې ګواهي ورکوي، چې هغه له افغانستان پرته د بل هیڅ ځای نشي کیدی. دا په دې معنا چې پردی سړی هیڅ وخت دومره خدمتونه یو پردي هیواد ته نه کوي او نه هم د دې چانس ورکول کیږي.

2 thoughts on “راځئ سید جماالدین افغان وپېژنو!/ عبدالجمیل ممتاز”
  1. ماشاالله ډیر ښکلی او د قناعت وړ دلایل مو وړاندې کړي دی.
    ما یو وخت د ایران په مشهد کی د ایران د معاصرو شاعرانو یوه لنډه بیوګرافی ولیدله چی په هغې کې زمونږ دوه ژوندي شاعران او سیاست مداران هریو بارق شفیعی او سلیمان لایق هم ایرانیان بللی ول او عبدالاحد مومند زمونږ دهیواد تکړه پیلوټ او لومړنی افغان ستور مزلی یا کیهانورد هم ایرانی بولی.

  2. د مارچ نهمه ۹ چی د کب د میاشتی د ۱۹ سره سمون خوري٬ د اسلام د ستر مفکر٬فیلسوف او نابغه ښاغلی سیدجمال الدین افغان (رح) د مړینی د وفات له ۱۱۹ تلین سره برابره وه.

    ډیر خفه پدی وم چی زموږ ټولنه د فکری معیوبیت سره مخ ده. دلته څوک د چا د فکر په قصه کی ندی. دلته د هغه چا ورځ لمانځل کیږی څوک چی د ارمانونو قاتلان دي٬د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څه کوی حتی عام افغانان په ټولنیزو رسنیو کی د یاد مشر د فکر او مړینی د تلین څخه خبر نه وو. افغان حکومت د دی پرځای چی زاړه قصرونه او د داود خان مقبره ورغوی٬ د داسی شخصیتونو فکر دی ژوند کړی. ترڅو افغانان د فکری ګونګتیا څه راووځی. پدی خیال کی زنګیدم چی ګیله را ودریده او دغی ګیلی ته می د شعرجامه ورواغوسته٬ تر څو یی د ښاغلی سید جماالدین ارواه ته ډالی کړی.

    غزل /حکمت الله رښتین

    دلته ستا د فکر مرګ ته جلاتان دی لاس په تــوره

    دلته ټــــــــول چپیان یو شوي٫ کاهنان دي لاس په توره

    تا ښکلا کړه موږ ته رسم٬موږ بدرنګو کړله ړنګه

    آزادی د فــــــــــــــــکر نشته باداران دي لاس په توره

    ستا وطن په وینو رنګ دی٬ستا د فکر جنازی کړي

    ستا د پل ځای یی ړنګ کړی٬بی دینان دی لاس په توره

    زه رښتین تاپسی ستړی ته می پیر زه دی مرید یم
    دلته ټـــــــــــــولو ته هیر کړی افغانان دی لاس په توره

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *