زه نه وایم چی ډاکتر اشرف غنی احمدزی تر ټولو مناسب او د افغانستان دخلکو ټول شرایط یی پوره کړی ، او زموږ وطن به ګل ګلزار کړي ، چی نه به پکی بډی (رشوت)، غلا، فقر،بیکاری وی او نه به پکی بی امنی وي او ډاکتر عبدالله تر ټولو بد کاندید دی چی وطن به بیا د راز راز مشکلاتو سره مخ کړی لکه مخکی یی چی موږ شاهد وو. بلکی وایم چی دومره لوړه توقع هم باید ونلرو څو بیا په خپلو رایو پښیمانه نشو او دومره هم باید ړانده، کاڼه او تیر فراموش ونه اوسو چی هرڅه په ډیر کم وخت کی له یاده وباسو. د یو کس په څو غوړو الفاظو، تش په نامه وعدو او دجهاد د نامه نه په استفادی باید په بیا بیا ونه غولیږو.

مخکی له دې چی خپله رایه ورکړو راځی لږ فکر وکړو د خپلی راتلونکي په خاطر، دخپلو اولادونو په خاطر،دخپل ملک په خاطر،د اسلام او مسلمانانو په خاطر، ددی بي شماره او بی سرپرسته کونډو او یتیمانو په خاطر،ددی فقیرو بیچاره وو کلیوالو بچیانو په خاطر چی نه تعلیم ته لاس رسی لری او نه یو مناسب ژوند ته، ددی بی شماره سوالګرو په خاطر چی د فقر له لاسه په بد لمنیو مجبوره کیږی، د دې تنکیو ماشومانو انتحاریانو(فدایانو) په خاطر چی هره ورځ خپل ځانونه قربانی کوی. که مو بدون له عمیق فکر او درک نه خپله رایه په قومی او ژبنی بنیاد چاته ورکړه، نو د دې پورتنیو کسانو د ګناه او بدبختیو مسول هم ځانونه وګڼی.

دخپلی رای د الهی مسولیت په خاطر یوه ډیره آسان لارترڅو خپل مسولیت په سالمه طریقه تر سره کړو. راځی یوه ساده او لنډه مقایسه د فعلی کاندیدانو تر منځ وکړو تر څو په ډاډه زړه وکولای شو خپله رایه یو مقایسوی مناسب کس ته ورکړو تر څو خپل وطن دا غریب او بیچاره افغانان لدی فعلی بدبختی نه خلاص کړو.

د مقایسی معیارونه: اسلام، وطن دوستی، پوهه، خیانت د وطن سره، د پردیو استخباراتو سره رابطی، صداقت د وطن دښیرازی په وړاندی،دفقراو بیکاری دلریکولو لپاره سالم پلانونه، دصلحی رغنده پلان، داداری فساد لمنځه وړلو لپاره پلان.

داداری فساد لمنځه وړلو لپاره پلان

د سولې رغنده پلان

دفقر او بیکاری لمنځه وړلو پلان

صداقت دوطن دښیرازی سره

بیرونی استخباراتی رابطی

خیانت دوطن سره

پوهه

اسلام

دکاندیدانو نومونه

S/N

٪100

٪100

٪100

٪100

هیڅ نه

هیڅ نه

٪100

٪100

ډاکتر اشرف غنی

1

٪40

٪40

٪40

٪40

٪20

٪5

٪60

٪100

زلمی رسول

2

٪20

٪35

٪30

٪40

٪50

٪5

٪60

٪100

عبدالقیوم کرزی

3

٪35

٪70

٪30

٪40

٪70

٪20

٪60

٪100

عبدالرحیم وردګ

4

٪0

٪0

٪10

٪20

٪100

٪100

٪40

٪100

عبدالله عبدالله

5

٪20

٪50

٪40

٪40

٪40

٪20

٪60

٪100

هدایت امین ارسلا

6

٪5

٪20

٪5

٪20

٪100

٪95

٪10

٪100

ګل آَغا شیرزوی

7

٪30

٪50

٪30

٪40

٪80

٪40

٪50

٪100

داود سلطانزوی

8

٪70

٪60

٪40

٪50

٪5

هیڅ نه

٪50

٪100

محمد نعیم

9

٪5

٪5

٪10

٪10

٪100

٪100

٪100

٪100

عبدالرب رسول سیاف

10

٪90

٪100

٪40

٪60

٪10

٪5

٪70

٪100

قطب الدین هلال

11

دا پورتني فیصدی کولای شی هر څوک د کاندیدانو دپیژندنی په تناسب تغییر او تبدیل کړی، خو زما خپل درک او پیژندنه دکاندیدانو نه په همدی شکل وه کومه چی ما په پورتني چوکاټ کي ذکر کړی ده.

مصباح الدین عابد

د لیکوالو لیکنې او نظرونهخامخا د تاند د دریځ ښکارندويي نه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *