عبدالله حسرت

د تاريخ په اوږدو کې جګړې او سولې د یوه او بل له ګريوانه لاس ندی ویستی. انسان(انو) د خپلو ګټو د خونديتوب او له انزوا څخه د راوتلو لپاره له نورو انسانانو سره ټولنيز تعامل وکړ. د انسانانو ترمنځ اړیکې کله د همکارۍ پر اساس وې او ځینې وخت يې بیا د جګړې بڼه غوره کړې. د ټولنیز ژوند له ارتقا سره د ژوند د تیرولو طریقې، ارزښتونه، لومړیتوبونه او مهارتونه تغیر شول. د دولتونو له منځته راتګ وروسته نه يواځې يو شمير صلاحيتونه د ټولنې د ځواکمنو او يا هم غوره شويو کسانو په برخه شول بلکې د همدغې ټولنې د ګڼ شمير داخلي چارو د تنظيم تر څنګ د بهرنيو سوليزو او جنګي اړيکو د پرمخ بيولو مسؤليت هم د حکومت تر نامه لاندې ورپه غاړه شه.

د نړۍ له پرمختګ سره سره د جګړې څرنګوالي، تکتیکونو او خونړیتوب هم توپیر وکړ. د هیوادونو تر منځ مستقیمې جګړې پر نیابتي جګړو بدلې شوې، چې د دولتونو د غیر رسمي فوځونو (وسلوالو ډلو) او يا هم د ګوډاګيو دولتونو لخوا پر مخ بیول کیږي. د خپلو ستراتیژیکي اهدافو لپاره د وسلوالو ډلو په تمويلولو سره، هغو هیوادونو چې په سیمئيزو یا نړیوالو جګړو کې ښکیل وو، وکولای شول چې ځانونه د نړیوالو پر وړاندې له ملامتیا او مسؤليت څخه وژغوري. همدا راز يې د نوي عصر له خورا مصرفي جګړې او عامه وژنو او تباهۍ څخه هم مخنیوی وکړ. ځکه چې د معاصرو اتومي وسلو استعمال خورا زیات مالي لګښت ته اړتیا لري او بې ساري بربادي رامنځته کولای شي. د جګړې په نظامي، سیاسي او اقتصادي اړخونو کې د بدلون ادراک کوونکو هیوادونو وکولای شول د خپلو خلکو، خاورې، ملي ګټو د خونديتوب او اهدافو ته د رسيدو په خاطر خپل نظامي قوتونه له نویو تقاضو سره اعیار کړي. هغه هیوادونه چې د دغو تحولاتو درک یې ونکړای شوای، (د مالي وسایلو او شتمنيو له لرلو سره سره، بيا هم) په نظامي توګه انحصاری پاتې شول.

د نړیوال ښکيلاک له ماتيدو وروسته د نویو رامنځته شويو هیوادونو ترمنځ د پولو پر سر لانجې او شخړې د نړیوالې سولې لپاره یو بل سرخوږی ؤ. د دغو هیوادونو تر منځ جغرافیایي ویش په داسې ډول وشو، چې د استعماري قوتونو له فزیکي شتون نه پرته هم د هغوی سيمئيزې ګټې خوندي پاتې شي. له بده مرغه د نړۍ د ځینو هیوادونو تر منځ دغه ویش په داسې غیر عادلانه ډول وشو چې هیڅ انساني، قومي، او سیاسي فکر نشوای توجیه کولای. په ډیرو ځایونو کې قومونه د هغوي د خوښې برخلاف په جلا جلا جغرافیایي واحدونو کې پرځای شول. له همدې امله وخت پر وخت بیلتون غوښتونکي خوځښتونه، پاڅونونه او د هیوادونو تر منځ د پولو پر سر شخړې راولاړې شوې.

د یوه هیواد جغرافیایي موقیعت او قومي جوړښت یو له هغو مهمو عواملو څخه شميرل کیږي چې د دغه هیواد لپاره د سیاسي، ستراتیژيکو، ټولنيزو او اقتصادي فرصتونو او ننګوونو ښکارندويي کوي. د سيمې د هیوادونو تر منځ د نظامي او اقتصادي منابعو او قوې د توپیر، د پولو پر سر له کاونډیانو سره ستونزې، او د يوه او بل ملي ګټو ته په احترام نه قایليدل هغه عوامل دي چې سيمئيزه او نړيواله همغږي له منځه وړي، اونيابتي، غیر مستقيمي او کله نا کله مستقيمې جګړې ته لاره هواروي.

افغانستان چې د اسيا زړه بلل کيږي، د یوه داسې ستراتيژیک موقيعت درلودونکی هيواد دی چې د پراخو سیمئيزو او نړيوالو همکاريو مرکز ګرځيدلای شي، چې نه يواځينې افغانستان بلکې ګاونډي هيوادونه او نړيوال قدرتونه یې هم له پايلو څخه په بشپړه توګه برخمن کيدای شي. خو له بده مرغه د تيرو څو لسیزو څخه د همکارۍ برعکس سياستونو وخت پر وخت د افغانستان ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتیا ته ګواښونه پيښ کړي دي، چې لوي لامل یې د سترو قدرتونو تر منځ د ملي ګټو ټکر او د دغو ګټو د تامين لپاره د افغانستان د خاورې استعمال دی.

له دې سره سره د افغانستان د سیاسي قشر له لوري د نړۍ پر مخ د پورته ذکر شويو تحولاتو په درک کولو کې ناکامي هم زموږ د اوسني حالت یو ستر لامل دی. هغه څوک چې له وخت نه مخکې او له وخت نه وروسته مزل کوي، د وخت او زمانې له عومي رفتار سره په ټکر کې وي نو اټکلي ده چې برخليک به یې زموږ په څير وي. په هيواد کې د واک پر سر د خود غرضو جګړو پائيله همدا شوه چې فقراو بې وزلۍ مو ميلمنې شوې، ملي ارزښتونه او ګټې مو تر پښو لاندې شول، د پرديو بدرنګو او بې رنګو لښکرو مو د پنځه زره کلن تاريخ غرور رامات کړ. اداره مو وپاشل شوه، او ملي شتمنۍ مو لوټ شوې. دا هر څه به ولې نه کيدل؟ آيا موږ چې څه کول او لا یې کؤو، د هغو کړنو پائيله بل څه کيدای شي؟ آيا د جوارو له تخم څخه چا د غنمو حاصل اخيستی؟ که د خپل ضمير هندارې ته ودريږو نو آيا خپل ځان ته به د کتو توان ولرو؟ آيا خپل لاسونه مو کتلي! کیدای شي لا به هم د کوم بيګناه افغان په وينو سره وي. کیدای شي لا به مو هم د چا ګريوان نيولی وي. یوه شاعر څه ښه ويلي:

ونې ونې ډير درسره ښه کيږي
تبر سره لاستی ستا ملګری دی

زموږ همدغه داخلي ضعف، بې اتفاقي، د يوې پياوړې ادارې نشتون، د سیاسی کلتور نه وده، د تيرو طلايي وختونو په خيال پلاو کې د اوسیدلو عادت، د پرديپالنې عامیدل، د رهبرۍ نشتون، د نړیوالو تر منځ د رسه کشۍ میدان جوړیدل، ټول هغه څه دي چې موږ یې د نړيوالو له سیالۍ وباسلي يو. د خپلو دغو ستونزو او بدبختيو تر ټولو ستر عاملين هم پخپله يو او لا هم د دغو ستونزو د حل لارې پر پردیو ګورو. د جرګو او مرکو د وطن شملور او بريتور د پرديو په کور د هغوی په طرحه، خوښه او وخت سره راټول او په تروش تندي يوه پیاله چای سره وڅښي. خو دا فکر نه کوي چې په دغه پياله کې د کوم مظلوم او بيګناه افغان وينې وې. د عامو افغانانو سترګې وي چې ګوندې کوم د سولې او خیر خبر به واوري خو همدغه ناستو خپلو او پرديو، همدغه مرکچيانو له قالين پوشه ميليون ډالري قصرونو او ماڼيو څخه د بې وزله افغانو ميندو زلميانو بچيو ته قومنده ورکړې وي چې د ټوپک له ماشې ګوتې لرې نه کړئ، او سوله لا هم پر تاسې حرامه ده.

دا سمه ده چې روانه جګړه څو اړخونه لري، خو دا به سمه نه وي که ووايو چې موږ د جګړې پر دوام راضي نه يو. د جګړې په غزيدو او خونړيتوب يې زموږ عمومي چپتيا، او د سولې لپاره د دواړو ښکېلوافغاني خواؤ پر بهرنيانو انحصاري کيدل د سولې د راتګ پر وړاندې تر ټولو ستر خنډونه دي. دواړه خواوې بايد دا هير نه کړي چې دوی له سولې څخه زيات د جګړې په ډګر کې پر بهرنيو متکي دي. د جګړې په ډګر کې د دواړو لوريو هغه لاسته راوړنې چې پر مټ یې دوی د سولې لپاره مخکې له وخته شرايط وړاندې کوي، د نړۍ او سيمې په سياسي چاپيريال کې د اوښتون سره سم پکې بدلون راتلی شي. افغان ولس له بل هر وخت څخه زيات د سولې تګی معلوميږي. که په اوسي حالت کې کوم لوری سولې ته نه وايي یا یې پر وړاندې خنډ جوړيږي نو دا به د افغانانو سره د دښمنۍ له اعلان سره مترادف دريځ تعبير کړای شي او لرې نده چې ولس خپله پريکړه د دوی پر وړاندې واوروي. ځکه چې افغانان په دې پوهيدلي چې د جګړې قربانيان دوی دي او ګټې د نورو پکې نغښتې دي.

خانان به بيا سره خانان شي
منځ کې به ئې خاورې شي رامبيل چامبيل ګلونه

د وخت ضرورت دا دی چې د محلحت له مخې ځينې داسې خبرې وزغمو چې د زغملو نه ندي. داسې څه ووايو چې ویل به یې د يو شمير خلکو پر غوږو ښه نه لګيږي. او همدغه نه يواځې د اوسنيو حالاتو غوښتنه ده بلکې د خدای د متوازن او معتدله دين امر هم دی. اړينه دا ده چې په خپل کور کې سره جرګه شو. حقيقتونه سره تسليم کړو. د سولې لپاره هر اخيستل شوی ګام نه يوازې وستايو بلکې د سوليزو د شعارونو لپاره قلمي جهاد او تبليغ وکړو. همدغه مو د خلاصون او برياليتوب يوازينۍ لاره ده.
——————————————-
عبدالله حسرت يو خپلواک ليکوال دی چې په بيلابيلو ملي، سيمه یيزو او نړيوالو موضوعاتو ليکنې کوي. د نوموړي د بريښناليک پته په لاندې ډول ده.
[email protected]

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *