دلته که ګورم ډیرځوانان لګیا دي چي دمبارزي په نامه یو څه وکړي دا ښه خبره او پرځاي کار دی چي زموږ ځوانان دي دستونزو پروړاندي ګامونه اوچت کړي اودهري توطیي مخه ونیسي، دحل لاري یې وګوري، ستونزي هواري کړي،سالم و اوسي دهیواد دپرمختګ لپاره هره لاره په کار واچوي چي هم مودځوان لیاقت،استعداد،پوهه،فکراوشعوري کړه وړه یې معلوم شي.ددي لپاره ده زه دهري انسان فکري مبارزي طرفدار یم دهغه دغښتلتیالپاره په هیواد کې ترخپل وس اوتوان پوري لازمي منډي ترنډي کوم چي دلته هره څه موږ دپوهي اوشعور له لاري سرته ورسوو،نه داحساساتو،جنګ،جګړي او یو بل ته دسپکاوي یا بد ویلو له لاري،دا چي دبیان ازادي دهر وګړي حق دی داساسي قانون له مخي خو ازادي باید دیوشخص پر شخصیت تیری نه وي،دهغه دکارمخه ونه نیسولانور یې هم وهڅوو.
خو دلته چي وینو ځیني وروڼه یو په بل پسي هسي تورونه لګوي ددي پرځاي چي کار وکړي په خپلو کې سره ښکیل دي یو پربل دافغان دښمنو ادارو دکارکوونکو تورونه لګوي،یو د اوبل په داسي نومونو سره نوموي چي ددغوځوانانو سره نه ښایي،نه ورته په کار داسي دي چي زموږ ځوانان تکړه او په زده کړو سمبال ځوانان دي په داسي کارونوکې ځان راښکیل کړي هر وخت موږ ډیره انرژي یو دبل پر راپرځولولګولي ده،چي څنګه یودبل دکارمخه ډب کړي یودبل په مخالفت کې موانرژی دومره ډیره ده چي شپه اوورځ پر دي فکرکوو چي څنګه دپلانکي دکار مخه ونیسو؟څنګه یې راوپرځوو؟څنګه یې په ټولنه کې دټیټ حیثیت سره مخامخ کړو؟
هو رښتیا چي دا کارمو تر ډیره یوشمیر هغه ځوانان کوي چي دتعلیم کچه یې ترماسترۍ رسیدلي ده.
په پوهي اولیاقت خو ښه دي خو دالیاقت اواستعداد دوي پر دي راګرځولي دي پلانکی والله داسي کوي اودپلانکۍ سره ژوري اړيکي لري بس په دي څولسیزو کې خو موږ په دي کې راګیر وو چي پلانی مجاهد، پلانی خلقي،پلانی ملتي،پلانی غرب پلوی،پلانی شرق پلوی دی.
همدا توري اوسپیني ټاپي یو پربل موږ خورا په اسانۍ سره لګولي دي هغه څوک چي زموږ دشخصي ګټي په زیان وي نو داټاپي پري ډیري ژر لګوو نن چي ټولنیزي رسنۍ ګورم نو بیا ځوانان خورا په دي بوخت دي چي یو او بل دافغانیت له نامه وباسي،یو بل ښه سپک کړي،دوستي، افغانیت،پښتنواله ټول بس همدا وګڼي چي زه والله دهغه پلاني سره ناجوړه یم.
خو دهیواد وراني،بيکاري،ناسمه اداره او هرڅه پریږدي دښمن مو ننداره ددي وکړي دوي څه کوي؟بس موږ بیا ځان ته ښه وایو تر دي چي په خپلو کې سره اخته یو پردي مو دخوښۍ ننداره راته وکړي.
هغه څه فکر،انرژی،فکري قوت رانه په دي لاره کې مصرف شي.
هغه ددرویش یو دوه بیته خورا ددي وروڼو لپاره کافي دي
ماخپله توره کړه دورور په زړه کې ماته خدایه
چي دښمن راغلو زه په دوه لاسه وم پاته خدایه
چي زه وم ونه دوي لمبي د اور راوبللي
چي زه ایره سوم دوي خبر ورکړو هواته خدایه
هرڅه چي دښمن راباندي کړي دي دا ټول زموږ دبي اتفاقۍ نتیجه ده،داټول هغه څه دي چي موږ لا اوس هم یواوبل نه شو زغلای لا هم یو اوبل ته لاس نه ورکوو،لا مرسته اوهمکاري دیو اوبل سره نشته .
اوس یو دوه پوښتني له هغو ځوانانو چي په ټولنیزو رسنیو کې یو اوبل پسي داسي څه لیکي ورته نه ښایې.
(۱)دا تاسو چي په یو اوبل پسي څه لیکئ او وایاست دا مو دهیواد،سیمي اوقوم په ګټه دي رښتیا دي؟
(۲)دا انرژي چي تاسو یې یو دبل پرمخالفت لګوئ پرسمه لار نه شئ لګولای؟
(۳)دبیان ازادي همدي ته وایې چي یو اوبل ته سپکي سپوري ووایو؟یایوپربل تورونه ولګوو؟
ایا نورقومونه به په دي کار سره موږ ته ښه ووايي؟
اخرکې بیا هغه وروڼو هیله کوم چي دداسي کارونه مخه په خپله ونیسي دا بده نه چي یو اوبل سره وزغمو،یو اوبل سره کښینو،یو اوبل ته دورورۍ لاس ورکړو.