خان محمد ستانکزی، پراګ
خاوران وېب سایټ زمونږ د هېوادوالو له خوا خپرېږي چې نژدې ۸۰٪ لیکنې یې د افغان او افغانستان پر ضد وي، خو یوه نیمه د کارخبره هم خپروي.
څه موده وړاندې یوه په کې لیکلي وو چې که پښتانه په ریښتیا سره غواړي چې ژبه یې وده وکړي په کار دی چې لومړی ډېرې قوي لاسته راوړنې ولري. نور خلک به مجبورشي چې د دوی له لاسته راوړنو څخه د ګټې اخیستنې له پاره د پښتو زده کړې ته مخه کړي.
د خاوران لیکوال په دې برخه کې د جرمني ژبې مثال راوړی وه او ویلي یې وه چې جرمنیان له دې امله نا ارام وو چې ژبه یې سخته ده او نورو یې زده کړې ته زړه نه ښه کاوه. بیا یې یاده کړې وه چې جرمنیانو له دې امله یا د ژوند او اقتصاد د نور ضرورت په اساس د تخنیک ترویج ته مخه کړه او ښې پراخې لاسته راوړنې یې په کې وکړې. هغوی له موټرو څخه نیولې تر بېلابېلو ماشینونو پورې جوړ کړل چې د نړۍ ګڼو هېوادونو ته یې صادر کړل. د نورو هېوادونو محصلین جرمني ته ورغلل، زده کړې یې په کې وکړې او په جرمني کې د زده کړو له پاره مجبور شول چې جرمني ژبه زده کړي، او څه یې هم په نورو هېوادونو باندې د خېټې اچولو له لارې دې ته برابر کړل چې ژبه یې زده کړي.
دا کار زمونږ په برخه کې سرچپه دی. مونږ د نورو سیمې نیولي دي، واکمنۍ او امپراتورۍ مو پرې کړې دي خو نه یوازې دا چې په نورو ځمکو بلکه په خپله ځمکه او ان د خپلې واکمنۍ په ماڼۍ کې مو خپله ژبه نه ده کارولې چې په دې ډول مو هم له خپلې ژبې سره نادوده کړې او هم له خپل هویت سره.
اوس چې په یو شمېر برخو کې مونږ بیا پرمختګ کوو او خلک مجبورېږي چې زمونږ ژبې ته پام وکړي، ولې مونږ له دغه چانس څخه ګټه وانه خلو؟ سمه ده چې زمونږ جمهور رییس زمونږ په ژبه له بهرنیو خبریالانو سره خبرې نه کوي؛ له انګلیس سره انګلیسي وايي او له پاکستاني او هندو سره اردو، خو د ولس په توګه زمونږ مسؤلیت بېل دی. د لاندې ویډیو مثال را اخلو. کرکټ چې نژدې ټول لوبغاړي یې پښتانه دي کله چې لوبغاړي او ان مینه وال ځوانان یې خبرې کوي څوک انګلیسي وایي او څوک اردو. په داسې حال کې چې کله یو خبریال په بله ژبه خبر اخلي د راپور جوړولو له پاره مجبور دی چې هغه خپلې ژبې ته ترجمه کړي او دا د هغه مسؤلیت دی نه زمونږ د لوبغاړو یا د لوبې د مینه والو.
راځئ چې دا ویډیو وګورو او وعده وکړو چې بیا به خپله ژبه نه هېروو، ځکه چې ژبه د مورحیثیت لري؛
(انشاالله زه به دا ژمنه سر ته رسه وم او دا دیره خه خبره ده (تاسونابو جهان مننا
خان محمد ورور تر ګوتو د ځار، ډیره په ځای او ښکلې لیکنه د کړیده خو که زمونږ خلک ورنه پند واخلي، زمونږ ډیری کسان په ځانګړې توګه سیاسي مشران یوازې د ګټو د حاصلولو لپاره د پښتو نارې وهي او کله یې چې څوکۍ تر لاسه کړیه بیا نه پښتو شته او نه هم پښتون. ډیر د شرم ځای دی چې مونږ خپله ژبه نه وایو، نه لیکو او نه لولو او یوازینی شی چې مونږ یې پخپله ژبه کوو هغه شاعري او د شاعرۍ په چوکاټ کې چاپلوسي او بې ځایه لافې دي.
خلک خبرې نه بلکه د عمل په ډګر کې هڅې کوي چې خپل هویت او خپله ژبه نورو ته ور وپیژني. زمونږ څومره پوهان چې دي ټول شعرونه لیکي، مړه کور د په غزلو او شعرونو وران شه بس دي نور، راشي له انګریزي، جرمني، هسپانیوي، روسي او نورو ژبو څخه د کار کتابونه پښتو ته وژباړه، په پښتو ژبه کې غوره او د ساینس د زده کړې همدا راز د پښتو ژبې د ګرامر او زده کړې کتابونه ولیکئ نور مې د نارنج ګل او مڼې ګل له نومونو څخه استفراق راځي.
زمونږ تلویزنونو ټول پیښورې جنکیانې سندرو ته راوستې او یا به همه زړه بدوونکي او ستړي کوونکي شاعران راولي، مړه د عمل په ډګر ژبې ته کار وکړئ، د قام خلکو ته کار وکړئ.
د ټول قام د ویښیدو په هیله، په هیڅ ځای کې باید مونږ له خپلې ژبې پرته په بله ژبه خبرې و نه کړو مګر دا چې اړتیا وي.
په هر هیواد کی چه ریس جمهور کلک هوډ او سا لمه پا لیسی او دپا لیسی دتطبیق لپاره سمه سترا تیږی ولری په هغه هیراد کی ستونزی کمی وی زموږ هیواد دعد لی او قصا ی اوکا نونو پا لیسی که سا لمه ده په تطبیق کی ډیری ستونزی دی که دا ستونزی لیری شی زه په اطمینا ن ویلی شم چه ملک به خوشبخته وی بیا به نه دپښتو او نه دفارسی مسله مطرخ وی؟
په پورته تبصرو کی د مړه مرداره کلیمه باید نه وی لیکل شوی ځکه دا فارسی د مرده ګاو معادله کلمه ده . هیچا ته باید په بده وینا خطاب ونه شی . زمونږ ورور خان محمد ستانیزی ډیری مهمی موضوع ته اشاره کړیده. دا د هر پښتون دنده ده چی په خپله مورنی ژبی لیکنی او ویناوی وکړی. دلته دپښتو او فارسی د اختلافاتو موضوع نه ده . د انګلیسی ژبی اصلی ویونکو یعنی د بریتانویانو او یا د فرانسوی ژبی اصلی ویونکو یعنی فرانسویانو تعداد ز مونږ له ټولو لروبرو پښتنو زیات نه دی خو دوی وکولای شول چی خپلی ژبی په نورو هیوادونو کی هم رسمی کړی او اوس د انګلیسی ژبی ویونکی تقریبا د نړۍ نیمایی نفوس جوړوی.
ښاغلی زیارمل، دلته لیکوال دا نه وایي چې څوک دې پښتو ووایي یا پاړسي، دی د یوه ملي مسؤلیت خبره کوي چې ولې یو څوک خپلې ژبې ته داسې سپک ګوري چې فکر کوي دا ورته ضروري ده چې په بله ژبه وغږیږي. که تاسو دا لیکنه یو ځل بیا ولولئ ښه به پرې پوه شئ. په دې لیکنه کې د تعصب خره نه ده مطرح شوې بلکه خبره د مسؤلیت ده. او د میوند ورور خبره چې وایي شعر او شاعري زه وایم چې یوازې شاعر دی چې خپل مسؤلیت یې ادا کړی دی، که زمونږ ډاکټر، انجنیر، سیاستوال، لوبغاړی همدومره کار وکړي لکه شاعر یې چې کوي مونږ د یوه ملت جوړونې له پاره برابر یو.
خا ن مخمد خانه وروره:ستاسو اخساس دقدر وړ ده خو زه یو څه ویل غواړم پښتون او پښتو ژبی ته چا کار کړیده؟نن زموږ ناهله پښتا نه مشران د۵۰۰ افعانیو په بدل کی چه ددولتی شخصیتو نو لخوا روز مزد ورکول کیږی دنا چیزه متاع په مقابل کی ملی کلتور ملی فرهنګ دود رسم او رواج تر پښو لاندی کوی ان چه سپکوی کوی مورنی ژبه څوک چه مورنی ژبه پریږدی هغه ته دحرامی خطاب کیږی هر قوم هرملت هره اداره چه یو متفکر عا لم مشر ونلری هغه قوم هغه ملت هغه اداره دتبا هی په طرف سوق
کیږی
زړورو اوپوهولیکوالانو؛غواړم څه تاسې دواړه بې دنوم اخستو څخه په کراره وسکوڼډم.ځکه انتقادمو لکه جنګ غوندې دۍ
درناوۍ