له محور ورځپاڼې په مننې:

د جوزا د ۲۴ مې په ټاکنو کې په ځینو ولایتونو کې د وري د ۱۶ مې د ټاکنو په پرتله پراخ ګډون ولیدل شو. همدا راز په ځینو نورو ولایتونو کې بیا د لومړي پړاو د ټاکنو په پرتله د خلکو حضور کمرنګه و.

دې زیاتوالي او کموالي د کاندیدانو د پلویانو ترمنځ پوښتنې او ناندرۍ را منځ ته کړې دي. پدې لیکنه کې هڅه شوې چې د هغو ولایتونو ټول نفوس او د رایې ورکولو په شرایط برابر اوسېدونکو هغه معلومات پرتله شي چې د مرکزي احصایې او د ټاکنو د خپلواک کمېسیون لخوا تر ټاکنو مخکې تعیین شوي دي.

دلته تر ډېره هڅه شوې چې د معتبرو سرچینو ارقام او شمېرې وکارول شي. د رایې ورکولو په شرایطو د برابرو اوسېدونکیو احصایه د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له رسمي سرچینو څه را اخیستل شوې ده.

دا هماغه احصایه ده چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون هم په لومړي پړاو او هم په دویم پړاو کې له کاندیدانو سره شریکه او دوی منلې وه. د همدغې احصایې له مخې رایې پاڼې چاپ شوې او د همدغو اطلاعاتو له مخې په ولایتونو کې د رای ورکولو محلونه پرانستل شول او رای پاڼې ورته ولېږل شوې.

که چېرته اوس داسې ادعا کېږي، چې په کوم ولایت کې د رایې ورکولو له شرایط سره د برابر نفوس څخه زیاتو کسانو رایه اچولې یا اچول شوې دا به اوس وڅېړو چې تر کومه دغه ادعا پر ځای ده.

خوست: د مرستندویو موسسو د مرستو د تخمین او د مرکزي احصایې د شمېرو له مخې نوموړی ولایت ۱.۳ یو اشاریه درې میلیون نفوس لري. د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د اټکل له مخې چې له ټاکنو وړاندې د دواړو کاندیدانو لخوا منل شوی د یاد ولایت د رایې ورکولو په شرایط برابر اوسیدونکي ۴۱۸۲۰۰ کسان دي.

د دویم پړاو په ټاکنو کې په یاد ولایت کې ۶۹۷ د رای ورکولو محلونه و، چې پکې په شرایطو د برابرو کسانو له شمېر څخه کمې رایې کارول شوې دي.

پکتیا: د روغتیايي او مرستندویو موسسو او د مرکزي احصایې د اټکل له مخې یاد ولایت تر یو میلیون زیات نفوس لري، چې په هغو کې ۴۲۹۶۰۰ کسان د رایو ورکولو په شرایطو برابر دي او له هغو څخه په ۷۱۶ محلونو کې ۳۲۰۶۶۱ کسانو د دویم پړاو په ټاکنو کې برخه اخیستې ده، چې د همدې شمېر له مخې تر سل زرو زیاتو کسانو چې د رای ورکولو په شرایطو برابر و، په ټاکنو کې برخه نده اخیستې.

پکتیکا: په پکتیکا کې هم د پورته ولایتونو په شان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون او مرکزي احصایې د ګډ اټکل له مخې ۴۸۷۸۰۰ کسان د دې وړ دي چې په ټاکنو کې برخه واخلي. خو له هغو څخه یوازې ۴۲۵۰۰۰ کسان توانېدلي چې د ۸۱۳ محلونو له لارې په دویم پړاو ټاکنو کې برخه واخیستلی شي.

کونړ: په یاد ولایت کې هم د ټاکنو د خپلواک کمیسیون او مرکزي احصایې د اټکل سره سم، له ټول نفوس څخه یوازې ۲۴۱۲۰۰ کسان د دې وړ دي چې په ټاکنو کې برخه واخلي. له دغه شمېر څخه ۱۷۱۱۶۵ کسانو په ۴۰۲ د رای ورکولو په محلونو کې په ټاکنو کې برخه واخیسته. د پورته شمېر له مخې په یاد ولایت کې نېږدې سل زره کسان پدې ندي توانیدلي چې په ټاکنو کې برخه واخلي.

کندهار: د ټاکنو د خپلواک کمېسیون او د مرکزي احصایې د ګډ اټکل له مخې د کندهار له ټول نفوس څخه ۶۴۶۸۰۰ کسان د دې وړ دي چې په ټاکنو کې برخه واخلي او په ټاکنو کې د ګډون قانوني سن یې پوره کړی دی. له دغه شمېر څخه د ۱۰۷۸ رای ورکولو د محلونو له لارې څه باندې درې سوه زرو کسانو برخه اخیستې ده. یانې د رای ورکولو په شرایطو د برابرو کسانو یوازې پنځوس په سلو کې کسانو په ټاکنو کې برخه اخیستې ده.

پورته څو ولایتونه مو د بېلګې په توګه دلته راوړل. تقریباً په ټول افغانستان کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون او د مرکزي احصایې له اټکل څخه کمو کسانو په ټاکنو کې برخه اخیستې ده. په دغه اټکل کې هغه کسان هم شامل و چې د وري تر ۱۶ نېټې پورې یې د رایو ورکولو قانوني سن پوره کولی شوی.

د ورکړل شویو رایو پورته ذکر شوی شمېر د دواړو کاندیدانو د ناظرینو له یادښتونو څخه را اخیستل شوی او د واجد شرایط کسانو شمېر د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له رسمي سرچینو څخه استفاده شوېده. دا هماغه اټکل دی چې دواړو کاندیدانو له ټاکنو مخکې منلی، له امنیتي ارګانونو سره د محلونو د امنیت په منظور شریک شوی او له مخې یې رای پاڼې او اساس مواد ولایتونو ته لېږدول شوي دي. که اوس څوک دا ادعا کوي، چې په ځینو ولایتونو کې د رای تر واجد شرایط کسانو زیاتو رایه ورکړې، لومړی خو د همدغې محاسبې له مخې د دوی ادعا نا سمه ثابتېدلی شي او دویم که د دوی لخوا د منل شوي اټکل له مخې ټاکنې ترسره شوې، دوی کولی شوی چې دې ټکي ته په سر کې پام واړوي. البته دا اټکل او شمېرنه د افغانستان په ټولو ولایتونو کې یو شان ده.

په دغه لیکنه کې چې د کارول شویو رایو کوم شمېر ذکر شوی دی، کېدای شي پکې د درغلۍ رایې هم شاملې وي، ما یوازې د ناظرينو د لومړنیو رپوټونو پر بنسټ تکیه کړېده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *