خوشال اصفي

لويي او ځان غوښتنه د ناپوهۍ نښه ده. د دین، ژبې، رنګ، نژاد، قوم، او د یوې سیمې په مقابل کې تعصب او ضدیت یوه رواني ناروغي ده. هغه څوک چې فاشیست او متعصبه وي؛ طبیعي ده چې د عقل او فکر کولو وړتیا نلري، دلیل او منطق نه مني او یو ډول په رواني ناروغۍ اخته وي.

د ټولې نړۍ څشتن او مالک یوازې څښتن تعالی دی، الله ج دی چې پیدا کول او پنا کول کوي؛ نه انسانان او نور مخلوقات.

افغانستان د بیلابیلو ژبو، بیلابیلو قومونو، بیلابیلو ډلو او د بیلابیلو مذاهبو لرونکی هیواد دی او مونږ او تاسې په خپلو منځو کې ځينې مشترکات لکه انسانیت، اسلامیت، عقلانیت او افغانیت هم لرو خو سره له دغو مشترکاتو بیا هم د یو او بل پر ضد یو، یو د بل پر ضد جنګیږو او د یو او بل د لمنځه وړلو په هڅه کې یو.
په عمل کې مونږ یو ملت نه یو او ملي یووالی او یو موټی کیدل خو لا پرځای پریږده. زمونږ په هیواد کې خلک د دین، مذهب، قوم، ژبې، او قبیلې لپاره یو د بل سره نښلي. زمونږ سیاست ځپلي او د واک وږي مشران ډیری وختونه ځان غوښتي دي او هرڅه د خپل ځان لپاره غواړي، د قوم ټیکداران او د دین دوکانداران دي. زمونږ په هیواد کې د قوم او دین پر سر سیاسي سوداګري کوي او فقط غواړي تل په واک کې واوسي او د دین، ملي ګټو، ځمکنۍ بشپړتیا او سیاسي او ملي جغرافیا پر ضد کړنې ترسره کوي. قومي، مذهبي، ژبني، سمیه یز او ډله ایزو تعصباتو ته لمن وهي.

نو راځئ د یو او بل منلو فرهنګ په خپل هیواد کې دود کړو او لومړی باید یو ملت شو او وروسته بیا د ملي یووالي ته لاس واچوو. راځۍ لومړی د ملي ګټو لپاره فکر وکړو او بیا د قومي. راځۍ لومړی انسانیت ته په احترام قایل شو او یو د بل انساني کرامت ته درناوی ولرو او بیا په اسلامیت په رښتیني، علمي او عملي توګه منګولې ولګوو. راځۍ لومړی په خپل هویت یعنې افغان او افغانیت وویاړو او وروسته بیا د قومي او قبیلوي هویت په اړه فکر وکړو.

راځئ د خپلو ټولو افکارو او کړنو بنسټ عقل او پوهه وګرځوو او د تل لپاره وخت ته فکر او تعقل وکړو. راځۍ د یو انسان په توګه نورو انساناو ته درناوی وکړو او ورسره مینه وکړو. راځۍ د یو مسلمان په توګه په خپل اسلامیت وویاړو او خپل ځان یو رښتونی مومن مسلمان ثابت کړو او په نورو مسلمانانو ظلم او ستم روا ونه ګڼو. راځۍ د یو افغان په توګه د هر رنګه مذهبي، قومي، ژبني، نژادي او سیمه ایز بیلوالي سره سره بیا هم د یو چتر لاندې ژوند وکړو. او بالاخره راځۍ د یو انسان، مسلمان او افغان په توګه یو او بل ومنو او یو او بل ته درناوی ولرو او د خپلو ټولو افکارو او کړنو بنسټ انسانیت، عقلانیت، اسلامیت او افغانیت وګرځوو.

د دې لپاره چې یو او بل سره ومنو؛ لومړی باید یو موټی یو ملت شو، نه یوازې په پوچو او بې ګټې شعارونو کې بلکه په عمل کې هم وښایو او یو ملي فکر باید رامنځته کړو او یو موټی شو.

لومړی: د دولت له اصلي دندو څخه؛ په ټول هیواد کې په مساوي توګه ټولنیز عدالت او د قانون پلي کول دي چې باید ترسره شي.

دویم: باید ملي او مدني مبارزه وشي. ټولنیزي رسنۍ باید خلک انسانیت، عقلانیت، اسلامیت او افغانیت ته وهڅوي او ډير تبلیغ باید ترسره شي څو زمونږ د ولسونو تر منځ فاصلې کمې او یا هم له منځه ولاړې شې او له زړونو مو کینه کمه او یا هم له منځه ولاړه شي.

دریم: د دین رښتوني عالمان؛ هغه څوک چې په خپل علم عمل کوي؛ باید خلک برابروالي، تعادل، تعقل، فکر کولو، انسان دوستۍ او هیواد دوستۍ ته وهڅوي.

څلورم: زمونږ په تعلیمي نصاب کې باید د انسانیت، هیواد او هیوادوال پالنې، اخلاقي یووالي او د عقلانیت په نامه یو مضمون او یا مضامین شامل او په ښوونځیو کې تدریس کړلی شي.

پنځم: کورنۍ په ځانګړي توګه مور او پلار؛ خپل اولادونه انسانیت، عقلانیت، اسلامیت او افغانیت ته راوبلي او په خپله د پوهو انسانانو، رښتوني مسلمانانو، هیواد پاله افغانانو او خپلو ملي ګټو ته د ژمنو افغانانو یو سمبول شي. دا ټول موارد یو او بل ته په لاس ورکولو د دې سبب کیږي چې د ټول منلو او یو او بل قبلولو چاپیریال رامنځته کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *