بدلون

بدلون اوونیزه/دوهم کال/۲۷ مه / پرلپسي ۷۹ مه ګڼه/چهارشنبه/ ثور/۲۹/ ۱۳۹۵

وايي چې یوازې په هلمند ولایت کې د یوه امنیتي ارګان (کورنیو چارو وزارت) پورې اړوند منسوبینو د مرګ- ژوبلې شمېر یوازې د شپږو میاشتو په ترڅ کې یونیم زر تنو ته رسیږي، ښایې دا تصور به د هر باوجدان افغان انسان لپاره ډېر ډاروونکی وي چې که له دغې شمېری سره د مخالفانو، ملکیانو او نورو مرګ و زخم هم ور جمع شي او د ټول افغانستان د جګړې په نتیجه کې د تباهۍ تصویر به لا څنګه وي؟

کاشکي چې د مشهور شاعر رحمت شاه سایل د زړه له درده، دا را پورته شوې سوې چېغه د هرې افغاني مور تر غوږه ورسيږي او بیا هیڅ زوی ونه زېږوي:

چې کینې نورو وطنونو له زلمي لویوي

مېندې لېونۍ دي نادانې دي

افغانه مور او افغان پلار چې د زوی زېږېدو ته خوشحال وي، یوې افغاني مور ته د اوو زامنو د مور کېدو دعاوې کيږي او یوه افغان پلار ته په زامنو کې د پټېدو دعاوې کيږي؛ آخر دا زامن زېږول او دا زامن لویول د څه له پاره؟ آیا د دې لپاره چې د بې معنا او بې هدفه جنګ- جګړو لپاره د مرګ جبهو ته واستول شي؟ او هغه هم داسې جبهه چې په مقابل سنګر کې یې هم د یوې بلې افغاني مور یو بل افغان د زړه سر او د سترګو تور ناست وي؟ او دا دواړې جبهې دا څلوېښت کاله کيږي چې د پردیو د ګټو او د افغانستان د یومخیزې تباهۍ لپاره پر یو بل د اورونو و مرګونو بارانونه اوروي. آيا کوم عقل او کومه ککرۍ شته چې په دې خونړۍ ننداره او دې ورور وژونکې ډرامه سر خلاص کړي؟

آیا د دروېش له  دې شعر څخه د یو چا په شعور کې د شرم کوم شور راولاړېدای شي:

پښتون په زوره ننووت په کور د پښتانه

او دغه کار یې هم وکړ په زور د پښتانه

دا به منطقي نه وي که پر هغو بېچارګانو ږغ کوو چې د شعور سترګې یې ړندې او د عقل غوږونه یې کاڼه دي خو هغوی چې د سواد، تمدن، مدني ټولنې، فرهنګ، ژورنالیزم، سیاسي فعالیت، وطندوستۍ او شعوري ژوندانه دعوې کوي، که دلته هم سره یو، هماهنګ او متحد نه شو او د دې بدمرغیو د له منځه وړو لپاره مشترکې ملاوې و نه تړو نو بیا به د سبا نسل ته په کومو سترګو ګورو؟ او خپل وجدان ته به څه جواب وايو؟ او خپل اولاد ته به څه تربیه و احساس ور کوو؟

ودان افغانستان ګوند د دغو دردونو و تکلیفونو په نتیجه کې رامنځته شوی  سیاسي جریان دی؛ که تاسو یې هم د دې دردونو دوا بولئ نو راځئ راسره ملګري شئ او که تر دې د ژغورنې لاښه لار در مالومه وي نو موږ ته یې هم را وښیاست چې موږ هم ور سره همګام شو ځکه که د مرګ د دې بلا مخې ته په ګډه سره و نه درېږو نو دا بلا به مو یو- یو تر ستوني ونیسي، هغسي لکه هره ورځ چې یې په حسرت و حیرانۍ سره خونړۍ ننداره کوو.

په افغانستان کې د ملي یووالي په زور د جنګ پر ضد او سرتاسري سولې په هیله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *